bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 9
Revelation 9
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 10 →
1
بيا هغه پينځمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ ما يو ستورے وليدو چه دَ آسمان نه مزکے ته راپريوتے وو اَؤ هغه ستورى ته دَ عالمِ ارواح کُنجيانے ورکړے شوے وے.
2
دَ دے سره هغۀ عالم ارواح پرانستلو اَؤ دَ هغه کندے نه دَ لوئے بټئ په شان لُوګے راوختلو اَؤ دَ عالمِ ارواح لُوګى نمر اَؤ باد تور کړل.
3
بيا دَ لُوګى نه په مزکه ملخان راغلل اَؤ هغوئ ته دَ مزکے دَ لړمانو په شان اِختيار ورکړے شو.
4
هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چه واښو، ونو، اَؤ بُوټو ته هيڅ نُقصان ونۀ رسوئ خو بس هغه کسانو ته ټک ورکړئ دَ چا په تندى چه دَ خُدائے مُهر نۀ وو لګيدلے.
5
هغوئ ته دَ وژلو اِختيار نه، خو تش لکه دَ لړم دَ لشے تر پنځو مياشتو پورے دَ عذابولو اِختيار ورکړے وو.
6
په دے دوران کښے به دا کسان په زارو مرګ وغواړى خو دوئ به ئے ونۀ مُومى، هغوئ به دَ مرګ خواهش لرى خو مرګ به ترے تښتى.
7
دا ملخان جنګ ته دَ تيار کړو اَسونو په شان ليدلے شول اَؤ په سرُونو ئے دَ سرو زرو په شان تاجُونه وُو اَؤ دَ هغوئ مخُونه دَ اِنسان په شان وُو.
8
اَؤ ويښتۀ ئے دَ ښځو په شان اَؤ دَ هغوئ غاښُونه دَ مزرو دَ غاښُونو په شان وُو.
9
اَؤ دَ اوسپنے په شان زغرے ئے اغوستے وے اَؤ دَ هغوئ دَ وزرو آواز دَ آسُونو اَؤ بګيانو په شان وو کُومے چه دَ جنګ ميدان ته ځى.
10
دَ هغوئ لکئ دَ لړمانو په شان وے چه په کښے لَشے وے اَؤ دَ هغوئ په لکو کښے دَ بنى آدمو دَ عذابولو تر پنځو مياشتو طاقت وو.
11
اَؤ دَ دوئ بادشاه دَ عالمِ ارواح فرښته وه چه په عبرانئ کښے دَ هغے نُوم ابدون، اَؤ په يُونانئ ژبه کښے اپوليون دے، يعنے تباه کوُونکے.
12
اوس اولنے اَفسوس تير شو خو دوه نور لا راتلُونکى دى.
13
بيا هغه شپږمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ ما يو آواز واؤريدو کُوم چه دَ خُدائے په وړاندے ولاړ دَ سرو زرو په قُربان ګاه دَ څلورو ښکرُونو دَ مينځ نه راووتو.
14
هغۀ شپږمے فرښتے ته ووئيل چه دَ چا سُرنا وه چه ”دَ لوئے فرات درياب دَ غاړے نه هغه تړلے څلور فرښتے آزادے کړه.“
15
نو هغه څلور فرښتے آزادے کړے شوے چه دَ دريمے برخے بنى آدمو دَ مړ کولو دَ پاره دَ دے کال، دَ دے مياشتے، دَ دے ورځے اَؤ دَ دے ساعت دَ پاره تيارے کړے شوے وے.
16
اَؤ ما دَ هغوئ دَ رسالو دَ سوارو شمار شل کروړه واؤريدو.
17
دغسے ما هغه آسُونه اَؤ دَ هغوئ سوارۀ په رويا وليدل، هغوئ دَ اور په شان زليدُونکى سرے، آسمانى رنګے اَؤ دَ ګُوګړو په شان زيړے زغرے ئے آغوستے وے. اَؤ دَ آسُونو سرُونه ئے دَ مزرو دَ سرُونو په شان وُو اَؤ دَ خُلے نه ئے اور، لُوګے اَؤ ګُوګړ راوتل.
18
دا درے آفتُونه لکه اور، لُوګے اَؤ ګُوګړ چه دَ هغوئ دَ خُلے نه راوتل، په هغو ئے دريمه حِصه بنى آدم مړۀ کړل.
19
دَ آسُونو طاقت په خُلۀ اَؤ په لکو کښے هم وو ځکه چه لکئ ئے دَ مارانو په شان وے چه سرُونه ئے وُو اَؤ په هغو ئے خلق عذابول.
20
باقى پاتے شوے خلق چه په دے آفتُونو کښے مړۀ شوى نۀ وُو دَ خپلو عملُونو نه توبه ونۀ ويسته اَؤ نۀ ئے دَ شيطانانو اَؤ دَ سرو زرو، سپينو زرو، دَ کوټو، دَ کاڼو اَؤ دَ لرګو نه دَ جوړ شوى بُتانو دَ عبادت کولو نه توبه ويستله، کُوم بُتان چه کتلے نۀ شى، نۀ آؤريدلے شى اَؤ نۀ خوزيدلے شى.
21
اَؤ نۀ هغوئ دَ خپلو قتلُونو، دَ خپلے جادُوګرئ، خپلے حرامکارئ، اَؤ نۀ ئے دَ خپلو ډاکو نه توبه وويستله.
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22