bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 22
Revelation 22
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
1
بيا فرښتے ما ته دَ ژوند دَ اوبو درياب وښودلو چه دَ بلور په شان پړقيدو اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډُورى دَ تخت نه
2
دَ ښار دَ سړک په مينځ کښے رابهيدلو. دَ درياب په دواړو غاړو دَ ژوندُون يوه ونه وه چه دولس ځله ميوه ئے نيوله، دَ کال دَ هرے مياشتے دَ پاره يوه. اَؤ دَ ونو پاڼے به دَ قومُونو دَ روغولو دَ پاره وے.
3
اَؤ په هغه ښار کښے به داسے هيڅ څيز مُوندلے نۀ شى چه خُدائے پرے لعنت کړے وى. اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډورى تخت به هلته وى اَؤ دَ هغۀ خادمان به دَ هغۀ عبادت کوى.
4
هغوئ به هغه مخامخ وينى اَؤ دَ هغۀ نُوم به ئے په تندو ليکلے وى.
5
هلته به چرے شپه نۀ وى اَؤ نۀ به هغوئ ته دَ ډيوے يا دَ نمر حاجت وى ځکه چه مالِک خُدائے به دَ هغوئ رڼا وى، اَؤ هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.
6
بيا فرښتے ما ته ووئيل چه ”دا خبرے دَ اِعتبار لائقے اَؤ رښتيا دى. مالک خُدائے چه خپل رُوح نبيانو له ورکوى، هغۀ خپله فرښته راوليږله چه دَ هغۀ خادمانو ته هغه څۀ وښايئ چه زر کيدُونکى دى.“
7
اَؤ ”ياد لرئ چه زَۀ زر درځم! بختور دے هغه چه دَ دے کتاب دَ پيشن ګوئى خبرے منى.“
8
اَؤ ما يوحنا، دا ټول وليدل اَؤ آؤريدل اَؤ کله چه ما دا واؤريدل اَؤ وليدل نو زَۀ دَ هغے فرښتے په پښو کښے په سجده پريوتلم چا چه ما ته دا ښکاره کړى وُو.
9
خو هغے ما ته ووئيل، ”نه، داسے مه کوه! زَۀ خو ستا اَؤ ستا دَ ورُوڼو نبيانو اَؤ څوک چه دَ دے کتاب خبرے منى، په شان يو خادم يم. خُدائے ته سجده کوه!“
10
بيا هغے ما ته ووئيل چه ”دَ پيشن ګوئى خبرے په دے کتاب کښے پټے مه ساته ځکه چه دَ هغو دَ پُوره کيدو وخت نزدے دے.
11
اَؤ څوک چه بدکاران دى، پريږده چه بدکارُونه کوى، اَؤ څوک چه پليت دى، په خپلے پليتئ کښے دَ آخته وى. څوک چه رښتينے وى هغه دِ په خپله رښتينئ کښے پاتے شى اَؤ څوک چه پاک وى هم دِ پاک پاتے شى.“
12
”هو! ګورئ! زَۀ عيسىٰ زر درځم اَؤ خپل اَجر دَ ځان سره راوړم چه هر يو له دَ هغۀ دَ عمل په مُطابق اَجر ورکړم.
13
الفه اوميګه زَۀ يم، الاول اَؤ الاخر، ازل اَؤ خاتمه.“
14
بختور دى هغه خلق چه خپلے جامے صفا وينځى، هغوئ به دَ ژوندُون دَ ونے حق ومُومى اَؤ ښار ته به په دروازو ورننوزى.
15
خو بهر به پليتان، جادُوګران اَؤ حرامکاران، قاتلان اَؤ بُت پرستان اَؤ ټول هغه څوک چه دروغ خوښوى اَؤ جوړوى پاتے شى.
16
”ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته در وليږله چه جماعتُونو له ګواهى ورکړى چه زَۀ دَ داؤد دَ څانګے اَؤ نسل نه يم اَؤ دَ صباووُن پړقيدُونکى ستورے.“
17
رُوحُ القُدس اَؤ ناوے وائى چه ”راشه!“ اَؤ هر آؤريدُونکے دِ هم وائى چه ”راشه!“ اَؤ څوک چه تږے وى، هغه دِ راشى، اَؤ څوک چه ئے غواړى، دَ ژوندُون له اوبو نه دِ ويړيا واخلى.
18
زَۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم چه دَ دے کتاب دَ پيشن ګويو کلام دے آؤرى، که څوک دَ ځانه څۀ په کښے زيات کړى نو خُدائے به هغۀ ته په دے کتاب کښے بيان شوى آفتُونه زيات کړى.
19
که څوک دَ پيشن ګويو دَ دے کتاب نه څۀ کمے وکړى نو خُدائے به دَ هغۀ دَ ژوند په ونه اَؤ دَ مُقدس ښار نه دَ هغۀ حِصه واخلى چه په دے کتاب کښے ئے بيان شوے دے.
20
اَؤ څوک چه دَ دے خبرو شهادت ورکوى هغه وائى چه ”هو، زَۀ زر درځم!“ آمين، مالِک عيسىٰ راشه!
21
دَ مالِک عيسىٰ فضل دِ په تاسو ټولو وى، آمين.
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22