bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 1
Luke 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 2 →
1
ښاغلی تیوفیلوسه: ډېرو خلکو کوښښ کړی دی ترڅو هغه پیښې بیان کړي چې زمونږ په منځ کې رامنځته شوي دي.
2
هغوی هغه څه لیکلي دي چې مونږ ته د هغو خلکو له خوا را رسول شوي دي چې دا پیښې یې له پیل نه په خپلو سترګو لیدلې وې او هغه پیغام یې اعلان کړی دی.
3
ښاغلی تیوفیلوسه، ما هم په خپل وار سره دا ټولې پیښې له پیل څخه په غور سره وڅیړلې، نو دا راته ښه ښکاره شوه چې هغه تاسو ته په ترتیب سره ولیکم.
4
دا کار د دې دپاره کوم ترڅو ته د هغو ټولو شیانو په هکله په حقیقت پوه شې چې ورڅخه خبر یې.
5
د یهودیې د پادشاه هیرودیس په زمانه کې یو یهودي کاهن ؤ چې زکریا نومیده او د ابیا د ډلې څخه ؤ. د هغه ښځه الیزابت نومیدله او هغه هم د هارون کاهن د کورنۍ څخه وه.
6
هغوی دواړه د خدای په نظر کې رښتیني خلک وو او په بشپړه توګه یې د څښتن په ټولو قوانینو او حکمونو باندې عمل کاوه.
7
خو هغوی اولاد نه درلود ځکه چې الیزابت شنډه وه او دواړه ډېر زاړه وو.
8
کله چې د خدای په کور کې د خدمت وار د زکریا ډلې ته ورسېد، نو زکریا د کاهن په توګه په خپله دنده کی بوخت شو.
9
د کاهنانو د دود له مخې هغه د پچې په وسیله غوره شو ترڅو د خدای کور ته ننوځي او خوشبویي وسوځوي.
10
د خوشبویۍ د سوځولو په وخت کې ګڼ شمیر عبادت کوونکي دباندې ولاړ وو او دعا یې کوله.
11
په دې وخت کې د څښتن یوه فرښته زکریا ته ورښکاره شوه چې د قربانۍ د ځای ښي خواته چې خوشبویي په کې سوځېدله ولاړه وه.
12
کله چې زکریا هغه ولیدله نو ټکان یې وخوړ او وېره ورباندې راغله.
13
خو فرښتې هغه ته وویل: «ای زکریا مه وېرېږه! ستا دعا قبوله شوې ده او ستا ښځه الیزابت به تاته یو زوی وزیږوي او ته به په هغه باندې یحیی نوم کېږدې.
14
هغه به ستا دپاره د خوښۍ او خوشحالۍ سبب شې او ډېر خلک به د هغه په زېږېدلو خوشحالي وکړي.
15
ځکه چې هغه به د څښتن په نظر کې لوی سړی وي. هغه باید هیڅکله شراب او یا داسې کوم څه ونه څښي چې ورباندې نېشه شي. هغه به د مور د ګیډې نه د روح القدس څخه ډک وي،
16
او هغه به ډېر اسراییلیان د خپل څښتن خدای خواته راواړوي.
17
یحیی به په هماغه روح او قدرت سره چې الیاس پیغمبر درلود د څښتن په مخکې روان وي، ترڅو پلرونه او اولادونه سره پخلا کړي، سرکښه کسان د نېکانو د حکمت نه ډکې لارې ته راوګرځوي او خلک د څښتن راتلو ته تیار کړي.»
18
زکریا فرښتې ته وویل: «زه څنګه په دې باور کولای شم چې داسې به وشي؟ ځکه چې زه زوړ سړی یم او ښځه مې هم زړه ده.»
19
فرښتې ځواب ورکړ: «زه جبراییل یم چې د خدای په حضور کې ودرېږم. زه رالېږل شوی یم چې ستا سره خبرې وکړم او دا زېری درته درکړم.
20
خو ګوره، ته به ګونګ شې او د دې شیانو تر پېښېدو پورې به خبرې نه شې کولی، ځکه چې تا زما په خبرو چې په ټاکل شوي وخت کې به رښتیا شي، باور ونه کړ.»
21
په دې وخت کې خلکو د زکریا دپاره انتظار کاوه او حیران وو چې هغه ولې دومره زیات وخت د خدای په کور کې تېر کړ.
22
کله چې هغه راووت، د هغوی سره یې خبرې نه شوې کولی. نو دوی پوه شول چې هغه د خدای په کور کې کومه رویا لیدلې، ځکه چې هغوی ته یې په لاسونو اشارې کولې خو خبرې یې نه شوې کولی.
23
کله چې د خدای په کور کې د زکریا د خدمت وخت پای ته ورسېد، نو هغه بېرته خپل کور ته لاړ.
24
څه موده وروسته د هغه ښځه الیزابت امیدواره شوه او پنځه میاشتې یې خپل ځان د خلکو څخه پټ وساته او له ځانه سره به یې ویل:
25
«څښتن اوس زما دپاره دا کار وکړ او په ما یې رحم وکړ او زه یې د خلکو په مخکې د شرم څخه خلاصه کړم.»
26
د الیزابت د امیدوارۍ په شپږمه میاشت خدای جبراییل فرښته د جلیل په ولایت کې د ناصریې په نوم یو ښار ته ولېږله،
27
ترڅو یوې پېغلې ته چې د یوسف نومي سړي سره یې چې د داود پادشاه د کورنۍ څخه ؤ کوژدن شوې وه، ورشي. د هغې پېغلې نوم مریم ؤ.
28
فرښته هغې ته راغله او ویې ویل: «سلام په تا چې ډېر فضل درباندې شوی دی، څښتن ستا سره مل دی.»
29
مریم د فرښتې په خبره ډېره وارخطا شوه او په فکر کی ډوبه شوه چې د دې خبرو معنی به څه وي.
30
فرښتې هغې ته وویل: «ای مریمې مه وېرېږه! خدای په تا مهربانه شوی دی.
31
ګوره، ته به امیدواره شې او زوی به دې وشي او د هغه نوم به عیسی کېږدې.
32
هغه به لوی شخصیت وي او د خدای تعالی د زوی په نوم به یاد شي. څښتن خدای به د هغه د نیکه داود تخت هغه ته ورکړي.
33
هغه به د تل دپاره د یعقوب په اولادې باندې پادشاهي کوي او د هغه پادشاهي به هیڅکله نه ختمیږي.»
34
مریم فرښتې ته وویل: «داسې څنګه کېدای شي؟ زه لا پېغله یم او تر اوسه واده شوې نه یم.»
35
فرښتې ځواب ورکړ: «په تا به روح القدس نازل شي او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپیڅلی ماشوم د خدای د زوی په نوم یاد شي.
36
وګوره، ستا خپلوانه الیزابت به هم په زاړه عمر کې زوی راوړي. سره له دې چې هغې ته شنډه او بې اولاده ویل کېده، خو اوس شپږ میاشتې کیږي چې امیدواره ده.
37
ځکه چې د خدای دپاره هیڅ کار ناشونی نه دی.»
38
مریم وویل: «زه د څښتن خدمتګاره یم. تا چې څه وویل هماغسې دې وشي.» او فرښته ورڅخه لاړه.
39
څه موده وروسته مریم روانه شوه او په بیړه یو ښار ته چې د یهودیې په غرنۍ سیمه کې ؤ لاړه.
40
هغه د زکریا کور ته ورننوتله او په الیزابت یې سلام ووایه.
41
کله چې الیزابت د مریم سلام واورېد، نو په ګېډه کې یې ماشوم ټوپونه ووهل. الیزابت د روح القدس نه ډکه شوه
42
او په لوړ آواز سره یې وویل: «ته په ټولو ښځو کې یوه ډېره مبارکه ښځه یې او هغه ماشوم مبارک دی چې ستا نه به پیدا شي!
43
زه څوک یم چې زما د بادار مور دې زما لیدلو ته راشي؟
44
کله چې ستا د سلام آواز زما تر غوږ شو، نو ماشوم له خوشحالۍ نه زما په ګېډه کې ټوپونه ووهل.
45
ته څومره بختوره یې چې په دې باندې دې باور وکړ چې څښتن درته څه ویلي وو هغه به پوره شي.»
46
مریم وویل: «بیانوي مې زړه لویي د څښتن
47
دی زما روح خوشحاله ځکه خدای مې دی ژغورونکی
48
ځکه زه یې کړمه یاده، خپله عاجزه خدمتګاره له همدې اوس نه به ټول خلک ما بختوره بولي
49
ځکه قادر خدای کړي لوی کارونه ما ته چې سپیڅلی یې دی نوم
50
د یو نسل نه تر بله کړي رحمت په هغو خلکو باندې چې کوي وېره ځینې
51
هغه کړي دي قوي کارونه په خپلو مټو کبرجن خلک یې خپاره واره کړل د خپلو زړونو د خیالونو سره
52
راغورځولي یې شاهان خپلو تختونو څخه سرلوړي کړي یې دي عاجزه خلک
53
ماړه کړي یې دي وږي په ښو شیانو شتمن خلک یې شړلي تش لاسونه
54
مرسته یې کړې د خپل خادم اسراییلو سره رحم یې کړی تل په خپلو خلکو
55
لکه یې څنګه چې وعده کړې وه زمونږ نیکونو، ابراهیم او اولادې سره یې د تل دپاره»
56
مریم نږدې درې میاشتې د الیزابت سره پاتې شوه او بیا بېرته خپل کور ته لاړه.
57
هغه وخت راورسېد چې الیزابت ماشوم وزیږوي او د هغې زوی پیدا شو.
58
ګاونډیانو او خپلوانو یې واورېدل چې څښتن په هغې باندې ډېر رحم کړی دی او ټولو ورسره خوشحالي وکړه.
59
کله چې ماشوم د اتو ورځو شو نو هغوی راغلل چې سنت یې کړي او غوښتل یې چې د خپل پلار زکریا نوم پرې کیږدي.
60
خو مور يې وویل: «نه، د هغه نوم به یحیی وي.»
61
هغوی ورته وویل: «خو ستاسو په خپلوانو کې په دې نوم څوک نشته.»
62
بیا هغوی د هغه پلار ته اشاره وکړه او پوښتنه يې ترې وکړه چې په ماشوم باندې کوم نوم غواړي کیږدي.
63
زکریا یوه تخته راوغوښتله او په هغې باندې یې ولیکل: «د هغه نوم یحیی دی.» هغوی ټول ډېر حیران شول.
64
زکریا سمدلاسه بېرته په خبرو راغی او خدای ته په ثناه ویلو یې پیل وکړ.
65
ټول ګاونډیان ووېرېدل او د یهودیې په ټوله غرنۍ سیمه کې خلکو د دې شیانو په هکله خبرې کولې.
66
هر چا چې دا خبره اوریدله نو د هغې په هکله یې فکر کاوه او پوښتنه یې کوله: «د دې ماشوم څخه به په راتلونکې کې څه جوړ شي؟» ځکه چې د څښتن لاس د هغه په سر باندې ؤ.
67
د یحیی پلار زکریا د روح القدس نه ډک شو او داسې پیشګویي یې وکړه:
68
«ثناه او صفت دې وي څښتن ته چې دی خدای د اسراییلو ځکه راغی چې وکړي مرسته د خپل قوم سره چې کړي آزاد هغوی
69
هغه پیدا کړ مونږ ته زورور ژغورونکی د اولادې نه د داود چې خدمتګار یې ؤ خپل
70
لکه څنګه چې پخوا یې وو ویلي په خوله د پاکو پخوانیو پیغمبرانو
71
چې مو خلاص کړي د خپلو دښمنانو ځینې، د هغو خلکو څخه چې کوي کرکه له مونږ
72
رحم وبه کړي هغه زمونږ نیکونو باندې او رایادوي به خپل سپیڅلی لوظ
73
هغه قسم چی ؤ خوړلی هغه زمونږ د نیکه ابراهیمه سره
74
چې به کړي خلاص هغه مونږ له دښمنانو ځینې چې بې له وېرې وکړو مونږه خدمت د هغه
75
په ټول ژوندون کې د پاکۍ او د نېکۍ سره
76
او ای ماشومه زما، ته به یادیږې پیغمبر د لوی خدای ځکه چې ځې به له څښتنه مخکې، چې کړې تیاره لار ه ته د هغه دپاره
77
چې په دې پوه کړې قوم د هغه چې دوی به ومومي خلاصون د خپلو ګناهونو په بخښلو سره
78
زمونږ د خدای د دلسوزۍ او مهربانۍ په سبب په مونږ را وبه خیژي لمر د سهار پاس له آسمانه څخه
79
ترڅو چې راولي رڼا په هغو خلکو باندې چې تېروي ژوند په تیارو کې د مرګ او برابر کړي قدمونه زمونږ د سلامتۍ په لاره»
80
هغه ماشوم غټیده او په روحاني لحاظ قوي کېده او تر هغه وخته پورې په دښته کې اوسېده ترڅو د اسراییلو خلکو ته په څرګنده توګه ورښکاره شو.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24