bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 15
Luke 15
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 16 →
1
په دې وخت کې ډېر مالیه ټولوونکي او ګناهکاران عیسی ته ورنږدې شول چې د هغه خبرې واوري.
2
خو فریسیانو او د شریعت عالمانو په خپلو کې په ګوریدلو شروع وکړه او ویل یې: «دا سړی د ګناهکارانو سره ناسته ولاړه کوي او حتی د هغوی سره یو ځای ډوډۍ خوري.»
3
نو عیسی هغوی ته دا مثال راوړ:
4
«که چېرې په تاسو کې څوک سل پسونه ولري او یو پسه ورڅخه ورک شي نو هغه به څه کوي؟ آیا هغه به هغه نهه نوي پسونه په دښته کې پرېنږدي او د هغه ورک پسه پسې به لاړ نه شي ترڅو هغه پیدا کړي؟
5
نو کله چې هغه راپیدا کړي نو په خوشحالۍ سره به یې خپلو اوږو ته پورته کړي.
6
او کله چې کور ته راشي، خپل ټول دوستان او ګاونډیان به سره راغونډ کړي او هغوی ته به ووایي: «زما سره په دې خوشحالۍ کې شریک شئ ځکه چې خپل ورک شوی پسه مې وموند.»
7
زه تاسو ته وایم چې په همدې ډول کله چې یو ګناهکار توبه وباسي نو په جنت کې به د هغه دپاره د نهه نوي نېکانو په پرتله چې توبې ته اړتیا نه لري، ډېره خوشحالي وي.
8
یا فرض کړئ د یوې ښځې سره د سپینو زرو لس سکې وي او یوه ترې ورکه شي. آیا هغه به څراغ بل نه کړي، خپل کور به نه جارو کوي او ټول ځایونه به ونه لټوي ترڅو هغه راپیدا کړي؟
9
کله چې هغه راپیدا کړي نو خپل دوستان او ګاونډیان به سره راغونډ کړي او هغوی ته به ووایي: «زما سره خوشحالي وکړئ، ځکه چې ما خپله ورکه شوې سیکه راپیدا کړه.»
10
په همدې ډول زه تاسو ته وایم کله چې یو ګناهکار توبه وباسي نو د خدای فرښتې به د هغه دپاره خوشحالي کوي.»
11
بیا عیسی وویل: «یو سړي دوه زامن لرل،
12
کشر زوی یې خپل پلار ته وویل: «پلاره! ما ته مې خپله برخه جایداد راکړه.» نو هغه سړي خپل جایداد د خپلو دواړو زامنو ترمنځ ووېشلو.
13
څو ورځې وروسته کشر زوی خپله برخه جایداد خرڅ کړ او پیسې یې واخیستلې او یو لیرې وطن ته لاړ او خپلې پیسې یې هلته په عیاشۍ کې بیځایه برباد کړلې.
14
کله چې هغه خپل هرڅه مصرف کړل، په هغه وطن کې سخته قحطي راغله او هغه محتاج شو.
15
نو هغه لاړ او د هغه وطن د یو سړي سره نوکر شو او هغه سړي هغه خپلو پټیو ته ولېږه چې خوګان وساتي.
16
هغه په دې ارمان ؤ چې خپله ګېډه په هغو خواړو باندې مړه کړي چې خوګانو به خوړل، خو هیچا هغه ته څه نه ورکول.
17
په پای کې د هغه عقل سر ته راغی او ویې ویل: «زما د پلار مزدوران دومره زیات خواړه لري چې ورڅخه پاتې کیږي او زه دلته د لوږې له لاسه مړ کېږم.
18
زه به لاړ شم او خپل پلار ته به ورشم او ورته به ووایم چې پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده.
19
زه نور د دې وړ نه یم چې ته راته خپل زوی ووایې. ما هم یو له خپلو مزدورانو څخه وشمیره.»
20
نو هغه پاڅېد او د خپل پلار کور ته روان شو. هغه لا کور ته نه ؤ رسېدلی چې پلار یې هغه له لیرې ولیده، زړه یې ورباندې وسوځېده او په منډه منډه د خپل زوی خواته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ.
21
زوی یې وویل: «پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده. زه نور د دې وړ نه یم چې ستا زوی وګڼل شم.»
22
خو پلار یې خپلو نوکرانو ته وویل: «ژر شئ. تر ټولو ښه چپنه راوړئ او هغه ته یې واغوندئ. ګوته ورته په لاس کړئ او څپلۍ ورته په پښو کړئ.
23
یو چاغ خوسکی راولئ او حلال یې کړئ او راځئ چې میله جوړه کړو او خوشحالي وکړو.
24
ځکه چې زما دا زوی مړ شوی ؤ او بېرته راژوندی شوی دی. هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.» نو هغوی جشن پیل کړ.
25
خو د هغه مشر زوی په دې وخت کې په پټي کې ؤ. کله چې راغی او کور ته رانږدې شو نو د ساز او نڅا آواز یې واورېد.
26
نو یو نوکر یې راوغوښت او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: «دا څه دي؟»
27
نوکر ځواب ورکړ: «ستا ورور راغلی دی او پلار دې یو چاغ خوسکی حلال کړی دی، ځکه چې هغه روغ رمټ بېرته راغلی دی.»
28
خو مشر ورور دومره په قهر شو چې نه یې غوښتل کور ته ننوځي. پلار یې دباندې راووت او هغه ته یې زاري وکړه چې کور ته ننوځي.
29
خو هغه خپل پلار ته په ځواب کې وویل: «ګوره، کلونه کلونه کیږي چې ما لکه د غلام په شان ستا خدمت کړی دی او هیڅکله مې ستا د امر څخه سرغړونه نه ده کړې. خو ماته دې یو سیرلی هم نه دی راکړې چې خپلو دوستانو ته مې میلمستیا ورکړې وای.
30
خو دې زوی دې خپل ټول جایداد په فاحشو باندې برباد کړ او کله چې بېرته کور ته راغی نو تا ورته چاغ خوسکی حلال کړ.»
31
پلار یې ورته وویل: «زما زویه! ته تل زما سره یې او زه چې هرڅه لرم هغه ستا دي.
32
خو اوس باید جشن ونیسو او خوشحالي وکړو، ځکه چې ستا دا ورور مړ شوی ؤ، خو اوس بېرته راژوندی شوی دی، هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.»»
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24