bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 3
Luke 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 4 →
1
د تیبریوس امپراتور د حکومت په پنځلسم کال کله چې پنتیوس پیلاتوس د یهودیې والي ؤ او هیرودیس د جلیل حاکم ؤ او د هغه ورور فیلیپاس د ایتوریې او ترخونیتس د سیمو حاکم او لیسانیوس د آبیلیې حاکم ؤ،
2
او حنا او قیافا لوی کاهنان وو، په هغه وخت کې د خدای کلام په دښته کې د زکریا په زوی یحیی باندې نازل شو.
3
نو یحیی د اردن د سیند شاوخوا ټوله سیمه کې ګرځیده او وعظ یې کاوه چې د خپلو ګناهونو د بخښنې په خاطر توبه وباسئ او د تعمید غسل واخلئ.
4
لکه څنګه چې د اشعیا پیغمبر په کتاب کې لیکل شوي دي: «یو څوک چیغې وهي په بیابان کې کړئ تیاره د څښتن دپاره لاره لاره کړې سمه د هغه دپاره
5
ډکه به شي هره دره هواره به شي هره غونډۍ او غر کږې لارې به شي سمې او شي به هوارې ناهوارې لارې
6
بیا به وویني ټول خلک د خدای خلاصون»
7
یحیی هغو ګڼ شمیر خلکو ته چې د هغه په لاس د تعمید غسل اخیستلو ته راغلي وو، وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو چا خبر کړئ چې د راتلونکې غضب څخه وتښتئ؟
8
نو بیا داسې کارونه وکړئ ترڅو دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې مونږ د ابراهیم په شان پلار لرو. ځکه چې زه درته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي.
9
همدا اوس د ونو بیخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي.»
10
خلکو د هغه څخه پوښتنه وکړه: «نو بیا مونږ څه وکړو؟»
11
هغه ځواب ورکړ: «څوک چې دوه کمیسونه لري نو یو دې هغه چا ته ورکړي چې نه یې لري او همدارنګه چا سره چې خواړه وي هغه دې هم د نورو سره ووېشي.»
12
مالیه ټولوونکي هم د تعمید د غسل اخیستلو دپاره راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ای استاده! مونږ باید څه وکړو؟»
13
هغه ځواب ورکړ: «د ټاکل شوې اندازې څخه زیاته مالیه مه اخلئ.»
14
همدارنګه ځینو عسکرو هم ورڅخه پوښتنه وکړه: «او مونږ څه وکړو؟» هغوی ته یې وویل: «د چا څخه په زوره پیسې مه اخلئ او په هیچا باندې په دروغو تور مه لګوئ. په خپل معاش باندې قناعت وکړئ.»
15
خلکو انتظار کاوه او په خپلو زړونو کې یې د یحیی په هکله فکر کاوه چې هغه به مسیح وي که نه.
16
نو یحیی هغوی ټولو ته وویل: «زه تاسو ته په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو یو څوک راروان دی چې هغه زما څخه ډېر زیات لوی دی. زه حتی د دې لایق هم نه یم چې د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم. هغه به تاسو ته په روح القدس او په اور باندې د تعمید غسل درکوي.
17
هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده چې خپل درمند پاک کړي او غنم په خپل ګودام کې سره راټول کړي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هیڅکله نه مړ کیږي.»
18
یحیی په ډېرو نورو طریقو خلک هڅول او هغوی ته یې زېری اورولو.
19
خو یحیی هیرودیس والي د خپلې ورېندارې هیرودیا سره د ناروا اړیکو درلودلو او نورو ټولو بدو کارونو له امله ملامت کړ.
20
بیا زندان ته د یحیی په اچولو سره هیرودیس یو بل بد کار هم وکړ.
21
کله چې ټولو خلکو ته د تعمید غسل ورکړل شو، نو عیسی ته هم د تعمید غسل ورکړل شو. کله چې هغه دعا کوله نو د آسمان دروازه پرانیستل شوه
22
او روح القدس په هغه باندې د کوترې په شکل نازل شو او د آسمان څخه یو آواز راغی: «ته زما ګران زوی یې. زه ستا نه خوشحاله یم.»
23
عیسی شاوخوا د دېرشو کالو په عمر ؤ چې خپل خدمت یې پیل کړ او خلکو ګومان کاوه چې هغه د یوسف زوی دی. یوسف د هالي زوی ؤ،
24
هالي د متات زوی ؤ، متات د لاوي زوی ؤ، لاوي د ملکي زوی ؤ، ملکي د ینا زوی ؤ، ینا د یوسف زوی ؤ،
25
یوسف د متاتیا زوی ؤ، متاتیا د عاموس زوی ؤ، عاموس د ناحوم زوی ؤ، ناحوم د حسلي زوی ؤ، حسلي د نجي زوی ؤ.
26
نجي د مات زوی ؤ، مات د متاتیا زوی ؤ، متاتیا د شمعي زوی ؤ، شمعي د یوسک زوی ؤ، یوسک د یوداه زوی ؤ.
27
یوداه د یوحنا زوی ؤ، یوحنا د ریسا زوی ؤ، ریسا د زروبابل زوی ؤ، زروبابل د شلتي اییل زوی ؤ، شلتي اییل د نیري زوی ؤ،
28
نیري د ملکي زوی ؤ، ملکي د آدي زوی ؤ، آدي د قوسام زوی ؤ، قوسام د ایلمودام زوی ؤ، ایلمودام د عیر زوی ؤ،
29
عیر د یوشع زوی ؤ، یوشع د ایلعازر زوی ؤ، ایلعازر د یوریم زوی ؤ، یوریم د متات زوی ؤ، متات د لاوي زوی ؤ،
30
لاوي د شمعون زوی ؤ، شمعون د یهودا زوی ؤ، یهودا د یوسف زوی ؤ، یوسف د یونان زوی ؤ، یونان د ایلیاقیم زوی ؤ،
31
ایلیاقیم د ملیا زوی ؤ، ملیا د مینان زوی ؤ، مینان د متاتا زوی ؤ، متاتا د ناتان زوی ؤ، ناتان د داود زوی ؤ،
32
داود د یسي زوی ؤ، یسي د عوبید زوی ؤ، عوبید د بوعز زوی ؤ، بوعز د شلمون زوی ؤ، شلمون د نحشون زوی ؤ،
33
نحشون د عمیناداب زوی ؤ، عمیناداب د ادمین زوی ؤ، ادمین د ارام زوی ؤ، ارام د حزرون زوی ؤ، حزرون د فارز زوی ؤ، فارز د یهودا زوی ؤ،
34
یهودا د یعقوب زوی ؤ، یعقوب د اسحاق زوی ؤ، اسحاق د ابراهیم زوی ؤ، ابراهیم د تارح زوی ؤ، تارح د ناحور زوی ؤ،
35
ناحور د سروج زوی ؤ، سروج د رعو زوی ؤ، رعو د فلج زوی ؤ، فلج د عابر زوی ؤ، عابر د صالح زوی ؤ،
36
صالح د قینان زوی ؤ، قینان د ارفکشاد زوی ؤ، ارفکشاد د سام زوی ؤ، سام د نوح زوی ؤ، نوح د لامک زوی ؤ،
37
لامک د متوشالح زوی ؤ، متوشالح د خنوخ زوی ؤ، خنوخ د یارد زوی ؤ، یارد د مهللییل زوی ؤ، مهللییل د قینان زوی ؤ،
38
قینان د انوش زوی ؤ، انوش د شیث زوی ؤ، شیث د آدم زوی ؤ، او آدم خدای پیدا کړی ؤ.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24