bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 24
Luke 24
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
1
د یکشنبې په ورځ سهار وختي ښځو هغه تیارې کړې خوشبویه مسالې د ځان سره واخیستلې او قبر ته لاړې.
2
هغوی ولیدل چې تیږه د قبر د خولې نه رغړول شوې وه.
3
کله چې دننه ورغلې نو د عیسی مسیح مړی یې هلته پیدا نه کړ.
4
هغوی لا حیرانې ولاړې وې چې ناڅاپه دوه سړي چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو د هغوی په خوا کې ودرېدل.
5
ښځې ووېرېدلې او هغوی خپل سرونه ښکته ونیول، خو هغو سړیو ورته وویل: «تاسو ولې ژوندي په مړو کې لټوئ؟
6
هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. څه چې هغه درته په جلیل کې ویلي وو هغه درپه یاد کړئ،
7
چې د انسان زوی باید ګناهکارانو ته په لاس ورکړل شي، په صلیب به وځړول شي او په دریمه ورځ به بېرته راژوندی شي.»
8
بیا هغو ښځو ته د عیسی خبرې ورپه یاد شوې.
9
کله چې هغوی بېرته د قبر څخه راغلې نو یوولس رسولان او نور ټول یې د دې پیښې څخه خبر کړل.
10
دا ښځې مریم مجدلیه، یونا او د یعقوب مور مریم وې او نورو ښځو هم چې د هغوی سره وې رسولانو ته دا خبرې وکړې.
11
خو د هغوی خبرې رسولانو ته بې معنی ښکاره شوې او په هغوی یې باور ونه کړ.
12
خو پطروس پاڅېد او د قبر خواته یې منډه کړه. کله چې ورټیټ شو او دننه یې وکتل نو له کفن پرته یې نور هیڅ هم ونه لیدل. نو په دې شوې پیښې حیران شو او لاړ.
13
په هماغه ورځ د عیسی د پیروانو څخه دوه تنه د عماوس په نوم یو کلي ته چې د اورشلیم څخه دولس کیلومتره لیرې دی روان وو
14
او له یو بله سره یې د دې ټولو پېښو په هکله خبرې کولې.
15
هغوی لا یو د بله سره خبرې او بحث کاوه چې خپله عیسی راغی او د هغوی سره یوځای شو.
16
دوی عیسی ولید، خو د هغوی سترګې داسې شوې لکه چې وتړل شي او هغه یې ونه پېژانده.
17
عیسی هغوی ته وویل: «تاسو په لاره کې د څه شي په هکله یو د بله سره بحث کاوه؟» هغوی ودرېدل او غمجن ښکاره کېدل.
18
په دوی کې یو تن چې کلیوپاس نومیده د هغه څخه پوښتنه وکړه: «آیا ته په اورشلیم کې یواځینی مسافر یې چې له دې څخه خبر نه یې چې په تېرو څو ورځو کې هلته څه پېښ شوي دي؟»
19
عیسی پوښتنه وکړه: «څه شوي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «هغه څه چې د عیسی ناصري سره وشول. هغه د خدای او ټولو خلکو په نظر کې په وینا او عمل دواړو کې یو زورور پیغمبر ؤ.
20
خو زمونږ مشرانو کاهنانو او واکمنانو هغه پیلاتوس ته وسپاره چې د مرګ سزا ورته ورکړل شي او هغه یې په صلیب ځوړند کړ.
21
مونږ هیله درلوده چې همدا سړی به اسراییلو ته خلاصون ورکوي. خو نن دریمه ورځ ده چې دا کار شوی دی.
22
برسیره پردې، زمونږ د ډلې څو ښځو مونږ حیران کړو. هغوی نن سهار وختي د هغه قبر ته تللې وې،
23
خو د هغه مړی یې پیدا نه کړ. هغوی بېرته راغلې او وایي چې په رویا کې یې فرښتې ولیدلې چې دوی ته یې وویل چې هغه ژوندی دی.
24
بیا زمونږ یو څو کسان قبر ته لاړل او څه چې هغو ښځو ویلي وو هغه یې ولیدل، خو عیسی یې ونه لیده.»
25
عیسی هغوی ته وویل: «تاسو څومره ناپوهه یئ او د پیغمبرانو د ویناوو په منلو کې زړه نا زړه یئ.
26
آیا دا ضروري نه وه چې مسیح دا کړاوونه وویني او بیا دې خپل جلال ته ورسیږي؟»
27
بیا عیسی د موسی د تورات څخه نیولې د ټولو پیغمبرانو تر لیکنو پورې چې د خدای په کلام کې خپله د هغه په هکله لیکل شوي وو هغوی ته بیان کړل.
28
کله چې دوی هغه کلي ته ورنږدې شول چې ورته روان وو نو عیسی داسې وکړل چې ګوندې هغه نور هم مخکې ځي.
29
خو هغوی ټینګار وکړ او ویې ویل: «زمونږ سره پاتې شه، ځکه چې ورځ په تېرېدو ده او ماښام نږدې دی.» نو عیسی کور ته ننوت چې د هغوی سره پاتې شي.
30
کله چې عیسی د هغوی سره دسترخوان ته کښېناست نو ډوډۍ یې راواخیسته، شکر یې پرې وویست، ماته یې کړه او هغوی ته یې ورکړه.
31
ناڅاپه د هغوی سترګې وغړیدلې او عیسی یې وپېژانده، خو هغه د هغوی د نظر څخه پناه شو.
32
هغوی یو بل ته وویل: «کله چې په لاره کې هغه زمونږ سره خبرې کولې او د خدای کلام یې راته بیانولو، آیا زمونږ زړونه په جوش رانغلل؟»
33
هغوی سمدلاسه راپاڅېدل او بېرته اورشلیم ته لاړل. هلته یې ولیدل چې یوولس رسولان او نور خلک سره راغونډ شوي وو
34
او ویل یې چې عیسی په رښتیا راژوندی شوی او شمعون ته ښکاره شوی دی.
35
نو په لاره کې چې څه شوي وو هغو دواړو شاګردانو هغوی ته بیان کړل او ورته ویې ویل چې څنګه یې عیسی د ډوډۍ ماتولو په وخت کې وپېژانده.
36
هغوی لا د دې پېښو په هکله خبرې کولې چې ناڅاپه عیسی د هغوی په منځ کې ودرېد او هغوی ته یې وویل: «په تاسو دې سلامتي وي.»
37
هغوی ټکان وخوړ او سخت ووېرېدل، ځکه ګومان یې کاوه چې د مړي ارواح ویني.
38
خو عیسی هغوی ته وویل: «ولې دومره وارخطا یئ؟ ستاسو په زړونو کې ولې داسې شکونه پیدا کیږي؟
39
زما لاسونو او پښو ته وګورئ او وګورئ چې دا زه خپله یم. په ما لاس کېږدئ نو بیا به پوه شئ، ځکه چې ارواح غوښه او هډوکي نه لري او لکه څنګه چې تاسو یې وینئ زه یې لرم.»
40
هغه دا وویل او خپل لاسونه او پښې یې هغوی ته وښودل.
41
هغوی د ډېرې خوشحالۍ او حیرانتیا له امله نه شو کولی چې بیاهم په دې باور وکړي، نو عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «آیا ستاسو سره دلته د خوړلو دپاره څه شته؟»
42
هغوی ورته یوه ټوټه کباب شوی ماهي ورکړ،
43
نو هغه یې واخیست او د هغوی په مخکې یې وخوړ.
44
بیا عیسی هغوی ته وویل: «دا زما هغه خبرې دي چې کله زه ستاسو سره وم او تاسو ته به مې ویل چې هغه څه چې د موسی په تورات، د پیغمبرانو په لیکنو او د زبور په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي، باید رښتیا شي.»
45
بیا یې د هغوی ذهنونه روښانه کړل ترڅو د خدای په کلام پوه شي
46
او هغوی ته یې وویل: «همدارنګه لیکل شوي دي چې مسیح باید کړاوونه وزغمي او په دریمه ورځ به بېرته راژوندی شي،
47
او د هغه په نامه به ټولو قومونو ته دا پیغام ورسول شي چې توبه وباسي او خدای به یې ګناهونه وبخښي او پیل به یې له اورشلیم څخه وي.
48
تاسو د دې ټولو شیانو شاهدان یئ.
49
او ګورئ، هغه څه چې زما پلار یې وعده کړې ده درلېږم. خو باید ترهغې پورې په دې ښار کې پاتې شئ ترڅو په تاسو باندې آسماني قوت نازل شي.»
50
بیا عیسی هغوی د ښار څخه دباندې تر بیت عنیا پورې بوتلل، خپل لاسونه یې پورته کړل او هغوی ته یې برکت ورکړ
51
او په داسې حال کې چې هغوی ته یې برکت ورکاوه د هغوی څخه جلا شو او آسمان ته پورته کړای شو.
52
هغوی ورته سجده وکړه او په ډېرې خوشحالۍ سره بېرته اورشلیم ته راستانه شول.
53
هغوی خپل ټول وخت د خدای په کور کې خدای ته په ثناه ویلو تېر کړ.
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24