bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 19
Luke 19
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 20 →
1
عیسی اریحا ته ننوت او د ښار له منځه تېرېده،
2
نو هلته د زکي په نوم یو سړی ؤ چې د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ.
3
هغه غوښتل وګوري چې عیسی به څنګه سړی وي، خو د هغه قد ډېر ټیټ ؤ او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یې نه شو کولی هغه وویني.
4
نو مخکې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت ترڅو عیسی وویني ځکه چې هغه په هغه لاره تېرېده.
5
کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېد نو پورته یې وکتل او زکي ته یې وویل: «ای زکي! ژر راکوز شه، ځکه چې زه باید نن ستا په کور کې میلمه شم.»
6
نو زکي په بیړه راکوز شو او په ډېرې خوشحالۍ سره یې د هغه هرکلی وکړ.
7
کله چې خلکو دا ولیدل نو په ګوریدلو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه د یو ګناهکار سړي کور ته ورغی چې میلمه یې شي.»
8
خو زکي ودرېد او عیسی ته یې وویل: «وګوره ښاغلیه! زه مې خپله نیمه شتمني غریبانو ته ورکوم او که د چا څخه مې په ناحقه کوم څه اخیستي وي نو څلور چنده ورته بېرته ورکوم.»
9
بیا عیسی وویل: «نن دې کور ته خلاصون راغلی دی ځکه چې دا سړی هم د ابراهیم د اولادې څخه دی.
10
ځکه چې د انسان زوی راغلی ترڅو ورک شوي ولټوي او هغوی وژغوري.»
11
هغوی د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ چې هغه ورته یو بل مثال هم راوړ، ځکه چې هغه اورشلیم ته نږدې ؤ او هغوی ګمان کاوه چې د خدای پادشاهي به همدا اوس راښکاره شي.
12
عیسی وویل: «د یوې لویې کورنۍ یو سړی یو لیرې هېواد ته په سفر لاړ چې د پادشاهۍ مقام ترلاسه کړي او بېرته خپل وطن ته راشي.
13
مخکې له دې چې لاړ شي خپل لس نوکران یې راوغوښتل او هر یو ته یې یوه یوه د سرو زرو سیکه ورکړه او ورته ویې ویل: «زما تر بېرته راتللو پورې ورباندې کاروبار وکړئ.»
14
خو وطنوالو یې چې هغه یې نه خوښیده، په هغه پسې خپل استازي ولېږل چې ورته ووایي: «مونږ نه غواړو چې دا سړی زمونږ پادشاه شي.»
15
څه موده وروسته هغه د پادشاه په توګه بېرته راستون شو، بیا یې هغه نوکران راوغوښتل چې سیکې یې ورته ورکړې وې، ترڅو معلومه کړي چې په دوی کې هر یو په هغو سیکو باندې څومره ګټه کړې ده.
16
لومړنی راغی او ویې ویل: «باداره! ستا په یوې سیکې ما لس نورې سیکې ګټلې دي.»
17
هغه وویل: «شاباس، ته ښه نوکر یې. څرنګه چې تا په لږ شي کې خپل ځان اعتباري ثابت کړ، نو ته به په لسو ښارونو باندې حکومت کوې.»
18
دوهم نوکر راغی او ویې ویل: «باداره! ستا د سرو زرو یوې سیکې نورې پنځه سیکې ګټه کړې ده.»
19
هغه ته یې وویل: «ته په پنځو ښارونو باندې حکومت کوه.»
20
بیا بل نوکر راغی او ویې ویل: «باداره! دا ده ستا د سرو زرو سیکه، هغه مې په دستمال کې تاوه کړې وه او ساتلې مې ده.
21
زه ستا څخه وېرېدم ځکه چې ته یو سخت سړی یې، هغه څه تر لاسه کوې چې تا نه دي ګټلې او هغه څه ریبې چې کرلي دې نه دي.»
22
بادار یې ځواب ورکړ: «ای بېکاره نوکره! زه تا په خپلو خبرو ملامتوم. ته په دې پوهېدلې چې زه یو سخت سړی یم او هغه څه ترلاسه کوم چې زما نه دي او هغه څه ریبم چې کرلي مې نه دي،
23
نو زما د سرو زرو سیکه دې ولې د صرافانو سره نه ده ایښې چې د بېرته راستنېدو په وخت کې مې د سود سره اخیستې وای؟»
24
بیا یې په هغه ځای کې ولاړو کسانو ته وویل: «له هغه څخه د سرو زرو سیکه واخلئ او هغه نوکر ته یې ورکړئ چې لس سیکې ورسره دي.»
25
خو هغوی ورته وویل: «باداره! د هغه سره خو لا د مخکې نه لس سیکې شته.»
26
بادار یې وویل: «زه تاسو ته وایم چې د چا سره چې څه وي نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، خو د چا سره چې څه نه وي نو څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.
27
اوس زما هغه دښمنان چې نه یې غوښتل زه یې پادشاه شم، دلته راولئ او زما په مخکې یې ووژنئ.»»
28
کله چې عیسی دا خبرې وکړې نو د خپلو شاګردانو څخه مخکې شو او د اورشلیم په لور روان شو.
29
څنګه چې بیت فاجي او بیت عنیا ته چې د زیتونو په غره کې وو نږدې شو، نو خپل دوه شاګردان یې ولېږل،
30
او ورته ویې ویل: «دغه مخامخ کلي ته لاړ شئ. کله چې هغه کلي ته ننوتلئ نو هلته به یو کوټی ووینئ چې تړل شوی به وي او تراوسه پورې څوک ورباندې سپور شوی نه دی. هغه را ایله کړئ او دلته یې راولئ.
31
که څوک درڅخه پوښتنه وکړي: «هغه ولې ایله کوئ؟» نو ورته ووایئ چې هغه زمونږ د استاد په کار دی.»
32
هغوی لاړل او لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو هرڅه یې هماغه شان ولیدل.
33
کله چې هغوی هغه کوټی ایله کاوه نو خاوند یې ورڅخه پوښتنه وکړه: «دا کوټی ولې ایله کوئ؟»
34
هغوی ځواب ورکړ: «دا زمونږ د استاد په کار دی.»
35
او هغوی هغه کوټی عیسی ته راووست، خپلې چپنې یې ورباندې واچولې او عیسی یې ورباندې سپور کړ.
36
کله چې هغه په لاره تللو نو خلکو خپل کالي ورته په لاره کې غوړول.
37
کله چې عیسی هغې لارې ته نږدې شو چې د زیتون د غره څخه راکوزه شوې وه، نو ټولو پیروانو یې په خوشحالۍ او لوړ آواز سره د هغو معجزو په خاطر چې هغوی لیدلې وې د خدای د ثناه په ویلو پیل وکړ.
38
او ویل یې: «مبارک دی هغه پادشاه چې د څښتن په نوم راځي. سلامتي دې وي په آسمان کې او جلال دې وي څښتن تعالی ته.»
39
د خلکو له منځ څخه ځینو فریسیانو عیسی ته وویل: «استاده! خپلو شاګردانو ته ووایه چې غلي شي.»
40
عیسی ځواب ورکړ: «زه تاسو ته وایم که هغوی غلي شي نو تیږې به په چیغو پیل وکړي.»
41
کله چې عیسی اورشلیم ته نږدې شو او ښار یې ولید نو ورته په ژړا شو
42
او ویې ویل: «کاشکې نن تاته هم د سولې لار معلومه وای. خو نه، اوس دا لاره ستا د نظر څخه پټه ده.
43
ځکه چې داسې ورځې به درباندې راشي چې ستا دښمنان به ستا څخه ګردچاپیره مورچې جوړې کړي، ستا نه به راتاو شي او د هرې خوا نه به دې راایسار کړي.
44
هغوی به تا او ستا خلک د ځمکې سره هوار کړي او په تا کې به یوه تیږه هم د بلې دپاسه پرېنږدي، ځکه چې تا د خدای د راتلو وخت ونه پېژانده.»
45
کله چې عیسی د خدای کور ته ننوت نو د هغو خلکو په ویستلو یې پیل وکړ چې هلته یې شیان خرڅول.
46
هغوی ته یې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «زما کور به د عبادت ځای وي.» خو تاسو ورڅخه د غلو د پټېدلو ځای جوړ کړی دی.»
47
عیسی هره ورځ د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه. خو مشرانو کاهنانو، د شریعت عالمانو او قومي مشرانو هڅه کوله چې هغه ووژني،
48
خو هیڅ یې له لاسه پوره نه ؤ، ځکه چې ټولو خلکو په ډېر شوق سره د هغه خبرو ته غوږ نیولې ؤ.
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 20 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24