bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 21
Luke 21
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 22 →
1
عیسی شاوخوا وکتل او ویې لیدل چې شتمن خلک خپلې نذرانې د خدای د کور په خزانه کې اچوي،
2
او همدارنګه هغه یوه غریبه کونډه ولیدله چې خپلې دوه روپۍ یې په هغې خزانه کې واچولې.
3
عیسی وویل: «زه تاسو ته دا وایم چې دې غریبې کونډې د نورو ټولو څخه زیاتې پیسې واچولې،
4
ځکه چې هغوی ټولو هغه پیسې واچولې چې د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتې وې، خو دې ښځې د خپلې غریبۍ سره بیاهم هرڅه چې یې لرل واچول.»
5
ځینو شاګردانو د خدای د کور په هکله خبرې کولې او د هغو ښکلو تیږو او سوغاتونو صفتونه یې کول چې د خدای کور ورباندې ښکلی شوی ؤ. عیسی وویل:
6
«دا شیان چې تاسو یې وینئ، داسې وخت به راشي چې په دې کې به یوه تیږه هم په بله تیږه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»
7
هغوی پوښتنه وکړه: «ای استاده! دا شیان به څه وخت پېښیږي او د دې پېښو د رانږدې کېدلو نښې به څه وي؟»
8
عیسی وویل: «پام کوئ چې بې لارې نه شئ. ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وایي به چې زه مسیح یم! او هغه وخت رارسېدلی دی. خو د هغوی پسې مه ځئ.
9
کله چې د جنګونو او ګډوډیو په هکله کوم څه اورئ، نو مه وېرېږئ. ځکه چې لومړی به دا شیان خامخا پېښیږي، خو دا د دې معنی نه لري چې دا هرڅه به سمدلاسه پای ته ورسیږي.»
10
بیا یې هغوی ته وویل: «یو قوم به د بل قوم سره جنګبږي، یوه پادشاهي به د بلې پادشاهۍ سره وجنګیږي.
11
سختې زلزلې به وشي، په ډېرو ځایونو کې به قحطي او وباګانې راشي او په آسمان کې به ویروونکې او لویې نښې راښکاره شي.
12
خو له دې هر څه نه مخکې به هغوی تاسو ونیسي او وبه مو ځوروي. تاسو به د محاکمې دپاره کنیسا ګانو ته وسپارل شئ او په زندانونو کې به واچول شئ او زما د نوم په خاطر به د محاکمې دپاره پادشاهانو او والیانو ته بوتلل شئ.
13
دا به ستاسو دپاره د شاهدۍ ورکولو یوه موقعه وي.
14
په دې هکله ډېر فکر مه کوئ چې د خپلو ځانونو څخه به څنګه دفاع کوئ.
15
ځکه چې زه به تاسو ته د خبرو کولو حکمت درکړم چې ستاسو له دښمنانو څخه به هیڅوک ونه شي کولی ستاسو په وړاندې ودریږي او یا مخالفت وکړي.
16
تر دې چې ستاسو مور او پلار، ورونه، خپلوان او دوستان به ستاسو سره خیانت وکړي او ستاسو څخه به ځینې ووژل شي
17
او زما د نوم له امله به ټول خلک ستاسو څخه کرکه کوي.
18
خو ستاسو د سر یو ویښته به هم کم نه شي.
19
ټینګ ودرېږئ نو تلپاتې ژوند به وګټئ.
20
خو کله چې تاسو ووینئ چې اورشلیم د لښکرو له خوا کلابند شوی دی، نو بیا پوه شئ چې د هغه د ورانیدلو وخت رانږدې شوی دی.
21
نو په هغه وخت کې چې څوک په یهودیې کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي. څوک چې په ښار کې وي نو د ښار څخه دې ووځي او څوک چې د ښار څخه دباندې وي هغوی دې ښار ته نه ننوځي.
22
ځکه چې دا به د سزا ورکولو ورځې وي ترڅو هغه څه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي پوره شي.
23
افسوس دې وي د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او په هغو میندو چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ځکه چې د ځمکې په مخ به سخت مصیبت راشي او په دې خلکو به د خدای غضب نازل وي.
24
هغوی به په تورو ووژل شي او ټولو هېوادونو ته به د اسیرانو په توګه بوتلل شي او اورشلیم به د غیریهودیانو له خوا تر پښو لاندې کیږي ترڅو د غیریهودیانو دوران پای ته ونه رسیږي.
25
په لمر، سپوږمۍ او ستورو کې به نښې راښکاره شي او قومونه به د ځمکې په مخ د دریاب د شرهار او څپو څخه تنګ او پرېشانه وي.
26
خلک به د دې پیښې له وېرې او اندیښنې څخه چې په نړۍ کې رامنځته کیږي بې هوشه شي، ځکه چې آسماني موجودات به ولړزول شي.
27
بیا به هغوی د انسان زوی وویني چې په ورېځو کې به د قدرت او زیات شان او شوکت سره راروان وي.
28
کله چې دا شیان پیل شي نو تاسو نېغ ودرېږئ او زړور اوسئ، ځکه چې ستاسو خلاصون نږدې دی.»
29
بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «د انځر ونې او نورو ونو ته وګورئ.
30
کله چې هغه غوټۍ وسپړي، نو تاسو خپله وینئ او پوهېږئ چې اوړی رانږدې دی.
31
په همدې ډول کله چې د دې شیانو پېښېدل ووینئ نو پوه شئ چې د خدای پادشاهي نږدې شوې ده.
32
زه تاسو ته رښتیا وایم چې دا نسل به ترهغې پورې له منځه لاړ نه شي ترڅو دا ټولې پیښې رامنځته شوې نه وي.
33
ځمکه او آسمان به له منځه لاړ شي خو زما خبرې به هیڅکله له منځه لاړې نه شي.
34
پام کوئ، خپل زړونه په میلو، نېشو او دنیاوي اندیښنو مه اخته کوئ، هسې نه چې هغه ورځ به یوناڅاپه په تاسو راشي،
35
او لکه د دام په شان به د نړۍ ټول خلک چې په هرځای کې وي راګېر کړي.
36
نو بیدار اوسئ او هر وخت دعا کوئ ترڅو دا توان پیدا کړئ چې د دې ټولو شیانو څخه چې ډېر ژر به پېښ شي، وژغورل شئ او د انسان د زوی په مخکې ودرېدلی شئ.»
37
عیسی به د ورځې له خوا د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه، ماښام به وتلو او شپه به یې د زیتون په غره کې تېروله
38
او سهار وختي به ټول خلک د خدای کور ته ورتلل چې د هغه خبرې واوري.
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 22 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24