bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 4
Luke 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 5 →
1
عیسی چې د روح القدس څخه ډک ؤ د اردن د سیند څخه راستون شو او روح القدس هغه دښتې ته بوتلو
2
او په هغه ځای کې څلوېښت ورځې د شیطان تر ازمایښت لاندې ؤ. په هغو ورځو کې هغه هیڅ ونه خوړل او په پای کی ډېر وږی شو.
3
شیطان هغه ته وویل: «که ته د خدای زوی یې نو دې تیږې ته ووایه چې په ډوډۍ بدله شي.»
4
خو عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې انسان یوازې په ډوډۍ باندې ژوندی نه دی.»
5
بیا شیطان هغه یو لوړ ځای ته بوتلو او د سترګو په رپ کې یې ورته د ټولې نړۍ پادشاهۍ وروښودلې.
6
شیطان هغه ته وویل: «زه به د دې ټولو واک او اختیار او د هغې شان او شوکت تاته درکړم، ځکه چې دا ما ته راکړل شوي دي او هر چا ته چې زه وغواړم هغه ته یې ورکوم.
7
که چېرې ته ماته سجده وکړې نو دا ټول به ستا شي.»
8
عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.»
9
بیا شیطان هغه اورشلیم ته بوتلو او د خدای د کور په مناره یې ودرولو او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د خدای زوی یې نو خپل ځان له دې ځایه ښکته وغورځوه.
10
ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خدای به خپلو فرښتو ته حکم وکړي چې تا وساتي.
11
همدارنګه لیکل شوي دي چې هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي ترڅو ستا پښه په تیږه ونه لګیږي.»
12
خو عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې ویل شوي دي چې خپل څښتن خدای مه ازمایئ.»
13
کله چې شیطان ټولې وسوسې پای ته ورسولې نو هغه یې د یو څه وخت دپاره پرېښود.
14
عیسی د روح القدس په قدرت سره جلیل ته راستون شو. د هغه په هکله په ټوله سیمه کې آوازه خپره شوه.
15
هغه د یهودیانو په کنیساګانو کې تعلیم ورکاوه او ټولو خلکو د هغه ستاینه کوله.
16
بیا عیسی د ناصریې ښار ته، یعنې هغه ځای ته چې هغه په کې لوی شوی ؤ راغی، او لکه څنګه چې د هغه عادت ؤ نو د سبت په ورځ کنیسا ته لاړ. هلته ودرېد چې د خدای کلام ولولي
17
او د اشعیا پیغمبر طومار ورته ورکړل شو. هغه یې پرانیست او هغه ځای یې پیدا کړ چې په کې لیکل شوي وو:
18
«د څښتن روح زما سره دی، ځکه چې زه یې غوره کړی یم ترڅو غریبانو ته زېری ورسوم. هغه زه رالېږلی یم چې اعلان وکړم چې بندیان به آزاد شي، ړانده به بینا شي او مظلومان به آزاد شي
19
او دا اعلان کړم چې د څښتن د بخښنې وخت رارسېدلی دی.»
20
عیسی طومار بند کړ او هغه یې بېرته د کنیسا خدمتګار ته ورکړ او کښېناست. ټولو خلکو په کنیسا کې د هغه خواته سترګې نیولې وې.
21
بیا عیسی خبرې پیل کړې او ویې ویل: «نن چې تاسو دا لیکنه واورېدله، هغه رښتیا شوه.»
22
هغوی ټولو په هغه باندې ښه وویل او په دې حیران شول چې داسې د فضل خبرې د هغه د خولې څخه راووتلې او ویل یې: «آیا دا د یوسف زوی نه دی؟»
23
عیسی هغوی ته وویل: «بې له شکه چې تاسو به ماته دا متل ووایئ: ای ډاکتره! خپل ځان روغ کړه. دا به هم راته ووایئ چې کوم کارونه تا د کفرناحوم په ښار کې کړي دي او مونږ د هغو په هکله اوریدلي، هماغه کارونه په خپل ښار کې هم وکړه.»
24
عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته رښتیا وایم چې هیڅ پیغمبر په خپل وطن کې چا نه دی قبول کړی.
25
دا رښتیا دي چې د الیاس پیغمبر په زمانه کې په اسراییلو کې ډېرې کونډې وې. په هغه وخت کې درې نیم کاله بارانونه نه وو شوي او په ټول وطن کې سخته قحطي راغلې وه.
26
خو الیاس په هغو کونډو کې یوې ته هم د مرستې دپاره ونه لېږل شو، خو یوازې هغې کونډې ته ولېږل شو چې د صیدون د زرفت په سیمه کې وه.
27
همدارنګه د الیشع پیغمبر په زمانه کې په اسراییلو کې ډېر خلک وو چې د جذام په ناروغیو اخته وو، خو د هغوی څخه یو هم پاک او روغ نه شو، یوازې نعمان چې سوریایي ؤ روغ شو.»
28
کله چې په کنیسا کې خلک و دا خبرې واورېدلې نو ډېر په قهر شول.
29
هغوی راپاڅېدل او عیسی یې له ښاره وویست او د هغې غونډۍ سرته یې وخیژولو چې دا ښار ورباندې جوړ شوی ؤ ترڅو لاندې یې وغورځوي.
30
خو هغه د هغوی له منځ څخه تېر شو او لاړ.
31
بیا عیسی کفرناحوم ته چې د جلیل یو ښار ؤ لاړ او د سبت په ورځ یې خلکو ته تعلیم ورکاوه.
32
خلک د هغه په تعلیم حیران شول، ځکه چې په پوره اختیار سره یې خبرې کولې.
33
په کنیسا کې یو سړی ؤ چې پېریانو نیولی ؤ او په لوړ آواز یې چیغې ووهلې:
34
«ای ناصري عیسی! زمونږ سره څه کار لرې؟ ته راغلی یې چې مونږ تباه کړې؟ زه دې پېژنم چې ته څوک یې، ته د خدای سپیڅلی یې.»
35
عیسی پېری ته حکم وکړ: «غلی شه او د دې سړي څخه راووځه.» پېری هغه سړی د هغوی په مخکې په ځمکه راوویشت او بې له دې چې کوم زیان ورته ورسوي ورڅخه ووت.
36
ټول خلک حیران شول او یو بل ته یې ویل: «دا څه خبره ده چې دا سړی په پوره اختیار او قدرت سره پېریانو ته امر کوي او هغوی وځي؟»
37
او په دې ډول دا خبره په ټوله سیمه کې خپره شوه.
38
عیسی د کنیسا څخه راووت او د شمعون کور ته لاړ. د شمعون خواښې سختې تبې نیولې وه او هغوی د عیسی څخه وغوښتل چې له هغې سره مرسته وکړي.
39
عیسی لاړ او د هغې په خوا کې ودرېد او تبې ته یې امر وکړ چې هغه پرېږدي. تبې هغه ښځه پرېښودله او سمدلاسه پاڅېدله او د هغوی خدمت یې شروع کړ.
40
د لمر پرېوتو په وخت کې خلکو خپل ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو اخته وو عیسی ته راوستل. هغه په هر یو باندې خپل لاس کېښود او ټول یې روغ کړل.
41
د ډېرو خلکو څخه پېریان ووتل او چیغې یې وهلې: «ته د خدای زوی یې.» خو عیسی پېریانو ته حکم وکړ او هغوی یې پرېنښودل چې خبرې وکړي، ځکه هغوی پوهېدل چې هغه مسیح دی.
42
کله چې سهار شو نو عیسی له ښاره روان شو او یو ګوښه ځای ته لاړ. خلکو هغه لټولو او چې کله یې پیدا کړ نو کوښښ یې وکړ چې د هغه د تللو مخه ونیسي.
43
خو هغه ورته وویل: «زه باید نورو ښارونو ته هم د خدای د پادشاهۍ زېری ورسوم، ځکه چې د همدې کار دپاره رالېږل شوی یم.»
44
نو هغه د یهودیې په ټولو کنیسا ګانو کې وعظ کاوه.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24