bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 9
Luke 9
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 10 →
1
عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې قدرت او اختیار ورکړ چې پېریان وباسي او د ناروغیو علاج وکړي.
2
نو هغوی یې ولېږل چې د خدای پادشاهي اعلان کړي او ناروغان روغ کړي.
3
هغوی ته یې وویل: «د سفر دپاره د ځان سره هیڅ شی مه اخلئ. نه امسا، نه خورجین، نه ډوډۍ، نه پیسې او نه اضافي کالي.
4
کله چې تاسو کوم کور ته ورشئ نو ترڅو پورې چې په هغه ښار کې یئ په هماغه کور کې پاتې شئ.
5
که چېرې تاسو ته په کوم ځای کې څوک هرکلی ونه وایي نو هغه ښار پرېږدئ او د هغه ښار خاورې د خپلو پښو وڅنډئ ترڅو د هغوی په خلاف شاهدي وي.»
6
نو هغوی روان شول، کلي په کلي ګرځیدل او په هرځای کې یې زېری ورکاوه او خلک یې روغول.
7
کله چی د جلیل والي هیرودیس د هغو ټولو کارونو څخه چې وشول خبر شو نو ډېر پرېشانه شو، ځکه چې ځینو خلکو به ویل چې یحیی بېرته راژوندی شوی دی.
8
نورو به ویل چې الیاس پیغمبر راښکاره شوی دی او ځینو به ویل چې د پخوانیو پیغمبرانو څخه کوم یو راژوندی شوی دی.
9
خو هیرودیس وویل: «ما په خپله د یحیی سر پرې کړی دی، نو بیا دا سړی څوک دی چې په هکله یې داسې شیان اورم؟» هیرودیس کوښښ کاوه چې عیسی وویني.
10
کله چې رسولان بېرته راغلل، نو کوم کارونه چې هغوی کړي وو هغه یې عیسی ته بیان کړل. عیسی هغوی د ځان سره واخیستل او د بیت صیدا په نوم ښار ته یوازې لاړل.
11
خو خلک خبر شول او ورپسې لاړل. عیسی هغوی ته هرکلی وویلو، د هغوی سره یې د خدای د پادشاهۍ په هکله خبرې وکړې او هغو خلکو ته یې شفا ورکړه چې روغتیا ته یې اړتیا درلوده.
12
کله چې مازدیګر شو نو هغه دولس شاګردان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «دا خلک رخصت کړه چې کلیو او شاوخوا بانډو ته لاړ شي چې ځانونو ته خواړه او د شپې تېرولو دپاره ځای پیدا کړي. دلته هیڅ شی نشته او دا ځای د دښتې په شان دی.»
13
خو عیسی هغوی ته وویل: «تاسو خپله هغوی ته څه ورکړئ چې ویې خوري.» هغوی وویل: «مونږ سره یوازې پنځه ډوډۍ او دوه ماهيان دي نور هیڅ هم نشته. مګر دا چې مونږ خپله لاړ شو او دې ټولو خلکو ته خواړه واخلو.»
14
(هلته شاوخوا پنځه زره سړي وو.) عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هغوی پنځوس پنځوس تنه کښینوئ.»
15
شاګردانو همداسې وکړل او ټول يې کښینول.
16
عیسی هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهيان راواخیستل، پورته آسمان ته یې وکتل او هغو ته یې برکت ورکړ. بیا هغه ډوډۍ ماتې کړې او خپلو شاګردانو ته یې ورکړې چې د خلکو په مخ کې یې کیږدي.
17
هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او د ډوډۍ کومې ټوټې چې پاتې شوې شاګردانو هغه راټولې کړې او د هغو څخه دولس ټوکرۍ ډکې شوې.
18
یوه ورځ چې عیسی په یو ګوښه ځای کې دعا کوله او شاګردان یې هم هلته وو، د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «خلک څه وایي چې زه څوک یم؟»
19
هغوی ځواب ورکړ: «ځینې وایي چې ته تعمید ورکوونکی یحیی یې، ځینې وایي چې الیاس پیغمبر یې، او نور وایې چې د پخوانیو پیغمبرانو څخه کوم یو راژوندی شوی دی.»
20
نو عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «تاسو څه وایئ چې زه څوک یم؟» پطروس په ځواب کې وویل: «ته د خدای مسیح یې.»
21
بیا عیسی هغوی ته په کلکه حکم وکړ چې په دې هکله چا ته څه ونه وایي
22
او ویې ویل: «دا ضروري ده چې د انسان زوی به ډېر کړاوونه وګالي او د قوم مشران، مشران کاهنان او د شریعت عالمان به هغه رد کړي. هغه به ووژل شي او په دریمه ورځ به بېرته راژوندی شي.»
23
بیا یې هغوی ټولو ته وویل: «که څوک غواړي چې زما د پیروانو څخه واوسي نو باید د خپل ځان څخه تېر ي، هره ورځ دې خپل صلیب را واخلي او په ما پسې دې راځي.
24
ځکه څوک چې غواړي خپل ژوند وژغوري هغه به له لاسه ورکړي، خو څوک چې خپل ژوند زما په خاطر له لاسه ورکوي نو وبه یې ژغوري.
25
د یو چا دپاره به په دې کې څه ګټه وي چې ټوله نړۍ وګټي خو خپل ځان له لاسه ورکړي یا هغه ته زیان ورسوي؟
26
که چېرې څوک په ما او یا زما په کلام شرمیږي، نو د انسان زوی به هم کله چې د خپل شان او شوکت او د پلار او سپیڅلو فرښتو د شان او شوکت سره راشي، په هغه باندې وشرمیږي.
27
زه تاسو ته رښتیا وایم چې دلته ځینې داسې خلک ولاړ دي چې ترهغې پورې به مړه نه شي ترڅو یې د خدای پادشاهي نه وي لیدلې.
28
د دې خبرو څخه اته ورځې وروسته عیسی پطروس، یوحنا او یعقوب د ځان سره واخیستل او د دعا دپاره غره ته وختل.
29
کله چې عیسی دعا کوله نو څېره یې بدله شوه او کالي یې سپین وځلېدل.
30
ناڅاپه هلته دوه کسان راښکاره شول چې د عیسی سره یې خبرې کولې او هغه موسی او الیاس وو.
31
هغوی په آسماني شان او شوکت کې راښکاره شول او د عیسی سره یې د خدای د هغه مقصد په هکله چې د هغه په مرګ به په اورشلیم کې پوره شي، خبرې وکړې.
32
په دې وخت کې پطروس او د هغه ملګري په درانده خوب ویده شوي وو، خو کله چې راویښ شول نو د عیسی جلال او هغه دوه سړي چې ورسره ولاړ وو، ولیدل.
33
کله چې موسی او الیاس له عیسی څخه تلل نو پطروس عیسی ته وویل: «ای استاده! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. راځئ چې درې خېمې جوړې کړو، یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.» خو پطروس نه پوهېده چې څه وایي.
34
هغه لا خبرې کولې چې ورېځ راښکاره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ. کله چې شاګردان په ورېځو کې راایسار شول نو ووېرېدل.
35
د ورېځې څخه یو آواز راغی او ویل یې: «دا زما زوی دی چې ما غوره کړی دی، هغه ته غوږ ونیسئ.»
36
کله چې آواز غلی شو، هغوی ولیدل چې عیسی هلته بلکل یوازې ؤ. شاګردان غلي پاتې شول او څه چې یې لیدلي وو په هغه وخت کې یې د هغو په هکله چا ته څه ونه ویل.
37
بله ورځ کله چې عیسی د خپلو درې شاګردانو سره د غره څخه راکوز شو نو ډېر خلک راغلل چې د هغه سره وویني.
38
ناڅاپه د هغې ډلې څخه یو سړي چیغه کړه: «ای استاده! زه درته زاري کوم چې زما زوی ته یو نظر وګوره، هغه زما یواځینی زوی دی.
39
په هغه باندې پېریان راځي او یو ناڅاپه چیغې ورڅخه وباسي او داسې ټکانونه ورکوي چې د خولې څخه یې ځګونه روان وي. له ډېرو ځپلو وروسته یې په سختۍ سره پرېږدي.
40
ستا شاګردانو ته مې زارۍ وکړې چې پېریان ترې وباسي خو هغوی ونه شو کولی.»
41
عیسی ځواب ورکړ: «ای د دې زمانې بې ایمانه او بې لارې خلکو! ترڅو پورې به زه تاسو سره یم او ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟» بیا یې هغه سړي ته وویل: «زوی دې دلته راوله.»
42
هلک لا راروان ؤ چې پېریانو هغه په ځمکه راګوزار کړ او ویې لړزاوه. عیسی پېریانو ته حکم وکړ چی ترې ووځي او هغه هلک یې روغ کړ او هغه یې بېرته خپل پلار ته وسپاره.
43
ټول خلک د خدای لویئ ته حیران پاتې شول. عیسی د دوهم ځل دپاره د خپل مرګ په هکله پیشګویي کوي په داسې حال کې چې ټول خلک د عیسی دې کارونو ته حیران پاتې وو هغه خپلو شاګردانو ته وویل:
44
«زه چې درته څه وایم هغه ته په غور سره غوږ ونیسئ: د انسان زوی به خپلو دښمنانو ته په لاس ورکړل شي.»
45
خو شاګردان په دې پوه نه شول چې د دې خبرې معنی څه ده. د دې معنی د هغوی څخه پټه ساتل شوې وه چې ورباندې پوه نه شي او هغوی وېرېدل چې په دې هکله د هغه څخه پوښتنه وکړي.
46
بیا د شاګردانو ترمنځ دا بحث پیل شو چې په دوی کې څوک تر ټولو لوی دی.
47
عیسی پوه شو چې د هغوی په زړونو کې څه ګرځي، نو هغه یو ماشوم راوست او په خپل څنګ کې یې ودراوه
48
او هغوی ته یې وویل: «هرڅوک چې دا ماشوم زما په نوم قبول کړي نو زه یې قبول کړی یم او څوک چې ما قبول کړي نو هغه څوک یې قبول کړی دی چې زه یې رالېږلی یم. ځکه چې په تاسو ټولو کې تر ټولو کوچنی تر ټولو لوی دی.»
49
یوحنا عیسی ته وویل: «ای استاده! مونږ یو سړی ولید چې ستا په نوم یې پېریان ویستل خو مونږ هغه د دې کار څخه منع کړ، ځکه چې هغه زمونږ د ډلې څخه نه ؤ.»
50
عیسی هغه ته وویل: «هغه مه منع کوئ، ځکه څوک چې ستاسو مخالف نه دی هغه ستاسو طرفدار دی.»
51
کله چې هغه وخت رانږدې شو چې عیسی آسمان ته یووړل شي، نو په ټینګې ارادې سره اورشلیم ته روان شو.
52
هغه د ځان څخه مخکې استازي ولېږل. هغوی لاړل او د سامریې یو کلي ته ورغلل چې د هغه دپاره تیاری ونیسي.
53
خو د هغه کلي خلکو عیسی قبول نه کړ، ځکه چې دا ښکاره وه چې هغه د اورشلیم خواته روان ؤ.
54
کله چې د هغه شاګردانو یعقوب او یوحنا دا ولیدل، نو هغوی وویل: «استاده! آیا ته زمونږ څخه غواړې چې د آسمان څخه اور راوغواړو او دا خلک وسوځوي؟»
55
خو عیسی ورته مخ راواړولو او هغوی یې ورټل.
56
بیا هغوی بل کلي ته لاړل.
57
کله چې هغوی په لاره روان وو، یو سړي عیسی ته وویل: «هرچیرته چې ځې زه به درپسې ځم.»
58
عیسی هغه ته وویل: «ګیدړان خپل غارونه لري او مرغان ځالې، خو د انسان زوی دومره ځای هم نه لري چې خپل سر ورباندې کیږدي.»
59
عیسی یو بل سړي ته وویل: «ما پسې راځه.» خو هغه سړی وویل: «ښاغلیه! اجازه راکړه چې لومړی لاړ شم او خپل پلار خاورو ته وسپارم.»
60
عیسی هغه ته وویل: «پرېږده چې مړي خپل مړي ښخ کړي. ته لاړ شه او د خدای د پادشاهۍ اعلان وکړه.»
61
یو بل سړي وویل: «ای ښاغلیه! زه به تا پسې ځم، خو لومړی اجازه راکړه چې لاړ شم او د خپلې کورنۍ سره خدای پاماني وکړم.»
62
عیسی هغه ته وویل: «څوک چې د قلبې کولو په وخت کې شاته ګوري، هغه د خدای د پادشاهۍ وړ نه دی.»
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24