bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 2
Luke 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 3 →
1
په هغه وخت کې امپراتور اګوستوس د روم په ټوله امپراتورۍ کې د سرشمیرنې په خاطر یو فرمان جاري کړ.
2
دا لومړنۍ سرشمیرنه وه چې د سوریې د والي کرینوس په وخت کې وشوه.
3
هرڅوک خپل ښار ته لاړ چې خپل نوم ولیکي.
4
نو یوسف هم د جلیل د ناصریې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت لحم ښار ته چې د داود پادشاه د زیږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ.
5
یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه د نوم لیکنې لپاره هلته لاړ.
6
او کله چې هغوی په بیت لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد.
7
هغې خپل لومړنی ماشوم چې هلک ؤ وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ.
8
په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو پام کاوه.
9
د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل.
10
خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي.
11
همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو ژغورونکی زیږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی.
12
او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.»
13
ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی آسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثناه یې ویله:
14
«خدای ته دې وي جلال په لوړو آسمانونو کې او سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندې په هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه»
15
کله چې فرښتې هغوی پرېښودل او بېرته آسمان ته لاړې، نو شپانو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې بیت لحم ته لاړ شو او هغه څه چې پېښ شوي دي او څښتن خدای مونږ د هغې څخه خبر کړي یو، ووینو.»
16
نو هغوی په منډه لاړل او مریم او یوسف یې پیدا کړل او ویې لیدل چې ماشوم په آخور کې پروت دی.
17
کله چې شپانو هغه ماشوم ولید، نو څه چې یې د هغه په هکله اوریدلي وو ټول یې خبر کړل.
18
هر چا چې د شپانو خبرې اوریدلې نو حیران پاتې کېدل.
19
خو مریم دا ټول شیان په خپل زړه کې ساتل او د هغو په هکله یې ډېر زیات فکر کاوه.
20
شپانه بېرته لاړل او څه چې يې اوریدلي او لیدلي وو د هغې دپاره یې د خدای لویي بیانوله او ثناه يې ویله، ځکه دا هماغه څه وو چې فرښتې هغوی ته ویلي وو.
21
په اتمه ورځ کله چې د ماشوم د سنتولو وخت راورسېد، نو په هغه یې عیسی نوم کېښود. دا هغه نوم ؤ چې مخکې له دې چې مریم امیدواره شي فرښتې ورباندې ایښی ؤ.
22
کله چې د موسی د شریعت له مخې د یوسف او مریم د پاکوالي د مراسمو وخت راورسېد، نو هغوی هغه ماشوم اورشلیم ته بوتلو چې څښتن ته یې وړاندې کړي.
23
لکه څنګه چې په شریعت کې لیکل شوي دي: «هر لومړنی نر ماشوم چې پیدا شي باید څښتن ته وقف شي.»
24
نو هغوی د شریعت له مخې قرباني وکړله یعنې یوه جوړه کوترې یا دوه ځوانې قمري.
25
هغه وخت په اورشلیم کې د شمعون په نوم یو سړی اوسېده. هغه یو رښتینی او پرهیزګاره سړی ؤ او د اسراییلو د ژغورنې انتظار یې کاوه او روح القدس ورسره ؤ.
26
روح القدس شمعون ته دا په ښکاره ویلي وو چې ترڅو پورې د خدای له خوا وعده شوی مسیح ونه ویني هغه به نه مړ کیږي.
27
شمعون د روح القدس په لارښودنه دننه د خدای کور ته راغی. کله چې د عیسی مور او پلار ماشوم هلته راوست ترڅو د هغه دپاره هغه څه وکړي چې د موسی شریعت یې غوښتنه کوله،
28
نو شمعون هغه ماشوم په غېږ کې واخیست او د خدای ثناه یې وویله:
29
«ای څښتن تعالی، اوس دې رخصت کړه خپل خادم د دې نړۍ نه په سلامتۍ سره لکه چې څنګه تا وعده کړې وه
30
ما ستا خلاصون ولیده په خپلو سترګو،
31
هغه خلاصون چې تیار کړی تا د ټولو خلکو په حضور کې
32
یوه رڼا چې به ښکاره کړي اراده ستا غیریهودو ته او کړي به ستا قوم اسراییل سرلوړی»
33
د ماشوم مور او پلار په هغو خبرو چې شمعون د هغه په هکله وکړې حیران شول.
34
شمعون د هغوی دپاره د خیر دعا وکړه او د عیسی مور مریم ته یې وویل: «دا ماشوم په اسراییلو کې د ډېرو د بربادۍ او یا سرلوړۍ دپاره د خدای له خوا غوره شوی دی. هغه د خدای له خوا یوه نښه ده چې ډېر خلک به یې مخالفت وکړي
35
او په دې ډول د ډېرو زړونو پټ خیالونه به ښکاره شي. او ای مریمې، غم به لکه د تیرې تورې په شان ستا زړه هم سوری سوری کړي.»
36
هلته یوه پیغمبره وه چې حنا نومیدله، د فنوییل لور وه او د اشیر د قبیلې څخه وه. هغه د واده څخه وروسته یوازې اووه کاله د خپل میړه سره واوسیدله او له هغې وروسته یې میړه مړ شو.
37
اوس هغه څلوراتیا کلنه او کونډه وه. هغه هیڅکله د خدای د کور څخه نه وتله، بلکې شپه او ورځ به یې په روژه نیولو او دعا کولو سره د خدای عبادت کاوه.
38
حنا په هماغه وخت کې یوسف او مریم ته راغله، د خدای شکر یې وویست او د هغو ټولو خلکو سره یې چې د اورشلیم د آزادۍ په تمه وو د هغه ماشوم په هکله خبرې وکړې.
39
کله چې یوسف او مریم هر څه د شریعت له مخې سرته ورسول، نو بېرته خپل ښار ناصریې ته چې په جلیل کې ؤ راستانه شول.
40
هغه ماشوم لوی او قوي شو، هغه د حکمت څخه ډک ؤ او د خدای فضل ورسره ؤ.
41
د عیسی مور او پلار به هر کال د فسحې د اختر دپاره اورشلیم ته تلل.
42
کله چې عیسی دولس کلن شو نو هغوی د خپل دود او دستور له مخې د اختر دپاره اورشلیم ته لاړل.
43
کله چې د اختر ورځې پای ته ورسیدلې، هغوی بېرته خپل کور ته روان شول او عیسی چې لا کوچنی هلک ؤ په اورشلیم کې پاتې شو، خو د هغه مور او پلار ترې خبر نه وو.
44
هغوی ګومان کاوه چې عیسی د نورو مسافرو په ډله کې روان دی. هغوی ټوله ورځ سفر وکړ او بیا یې د خپلو خپلوانو او دوستانو په منځ کې د هغه په لټولو پیل وکړ.
45
کله یې چې هغه پیدا نه کړ نو بېرته اورشلیم ته لاړل ترڅو هغه ولټوي.
46
درې ورځې وروسته یې هغه د خدای په کور کې پیدا کړ چې د دیني عالمانو سره ناست ؤ، هغوی ته یې غوږ نیولی ؤ او پوښتنې یې ترې کولې.
47
هر چا چې د عیسی خبرې اوریدلې نو د هغه پوهې او ځوابونو ته حیران پاتې کېدل.
48
کله چې مور او پلار یې هغه ولید نو حیران شول او مور یې ورته وویل: «ګوره زویه، مونږ سره دې ولې داسې وکړل؟ ما او پلار دې په ډېرې اندیښنې سره ته لټولې.»
49
هغه ورته وویل: «تاسو ولې زه لټولم؟ آیا په دې نه پوهېدلئ چې زه باید د خپل پلار په کور کې واوسم؟»
50
خو هغوی د هغه د خبرې په مقصد پوه نه شول.
51
نو عیسی د هغوی سره بېرته ناصریې ته لاړ او د هغوی تابع ؤ. مور یې دا ټولې خبرې په خپل زړه کې ساتلې.
52
عیسی د قد او حکمت په لحاظ لویېده او د خدای او خلکو خوښیده.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24