bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 11
Luke 11
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 12 →
1
یوه ورځ عیسی په یو ځای کې دعا کوله. کله چې هغه خپله دعا خلاصه کړه نو د شاګردانو څخه یو تن هغه ته وویل: «ای استاده! لکه څنګه چې یحیی خپلو شاګردانو ته دعا کول زده کړي وو، ته یې هم مونږ ته رازده کړه.»
2
عیسی هغوی ته وویل: «کله چې تاسو دعا کوئ نو داسې ووایئ: ای آسماني پلاره! ستا نوم دې پاک وي، ستا پادشاهي دې راشي.
3
زمونږ ورځینۍ رزق هره ورځ مونږ ته راکړه.
4
زمونږ ګناهونه وبخښه ځکه چې مونږ هم هغه خلک بخښو چې زمونږ سره بدي کوي او مونږ په ازمایښت کې مه اچوه.»
5
بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «فرض کړئ ستاسو څخه کوم یو دوست ولري او په نیمه شپه کې د هغه دوست کور ته ورشي او ورته ووایي: «ای دوسته! ماته درې ډوډۍ په پور راکړه.
6
زما یو دوست چې په سفر کې ؤ زما کور ته راغلی دی او زما سره څه نشته چې د هغه په مخکې یې کېږدم چې ویي خوري.»
7
او ستاسو دوست د کور له دننه څخه تاسو ته ځواب درکړي: «ما مه نا آرامه کوه، دروازې اوس بندې دي او زه او زما بچیان په خپلو بسترو کې پراته یو. زه نه شم کولی چې راپاڅېږم او تاته کوم څه درکړم.»
8
زه تاسو ته وایم که چېرې هغه د دوستۍ په خاطر راپانڅیږي او ډوډۍ درنه کړي، خو بیاهم په دې خاطر چې تاسو په سوال کولو نه شرمېږئ نو هغه به راپاڅیږي او هرڅه ته چې اړتیا ولرئ تاسو ته به یې درکړي.
9
همدارنګه تاسو ته وایم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ولټوئ نو پیدا به یې کړئ، دروازه وټکوئ نو درته خلاصه به شي.
10
ځکه هرڅوک چې څه وغواړي نو لاسته به یې راوړي او هرڅوک چې څه ولټوي نو پیدا به یې کړي او هرڅوک چې دروازه وټکوي نو ورته خلاصه به شي.
11
آیا په تاسو کې داسې پلار شته چې زوی یې ورڅخه ماهي وغواړي او هغه د ماهي په ځای ورته مار ورکړي؟
12
یا هغه ورڅخه هګۍ وغواړي او هغه ورته لړم ورکړي؟
13
نو تاسو چې دومره بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو آسماني پلار به څومره زیات روح القدس هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه یې وغواړي.»
14
عیسی د یو داسې سړي څخه پیری وویست چې ګونګی ؤ او کله چې هغه پیری ووت نو هغه ګونګي سړي په خبرو پیل وکړ او خلک حیران شول.
15
خو ځینو خلکو وویل چې هغه د پېریانو د مشر بعلزبول یعنې شیطان په مرسته پېریان وباسي.
16
نورو د ازمایښت په ډول د عیسی څخه آسماني معجزه وغوښتله،
17
خو عیسی د هغوی په خیالونو پوهېده، نو هغوی ته یې وویل: «هره پادشاهي چې په خپل منځ کې ووېشل شي هغه له منځه ځي. په هره کورنۍ کې چې بې اتفاقي رامنځته شي نو هغه کورنۍ ټوټې ټوټې کیږي.
18
او که چېرې شیطان د خپل ځان په خلاف شي نو د هغه پادشاهي به څنګه پاتې شي؟ خو بیاهم تاسو وایئ چې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم.
19
که چېرې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم، نو ستاسو خپل پیروان یې د چا په مرسته وباسي؟ نو هغوی به ستاسو په هکله قضاوت وکړي.
20
خو که چېرې زه د خدای په قدرت سره پېریان وباسم، نو په دې پوه شئ چې د خدای پادشاهي تاسو ته راغلې ده.
21
کله چې یو زورور سړی چې په وسله سمبال وي د خپل کور ساتنه کوي نو د هغه مال او جایداد به خوندي وي،
22
خو کله چې د هغه څخه کوم زیات زورور سړی په هغه باندې حمله وکړي او هغه ته ماتې ورکړي، نو د هغه څخه به هغه ټوله وسله چې ورباندې ډاډه ؤ، واخلي او کوم شیان چې هغه غلا کړي دي هغه به په خپلو کې سره ووېشي.
23
څوک چې زما سره نه دی، هغه زما په خلاف دی او څوک چې زما سره د خلکو په راغونډولو کې مرسته نه کوي، هغه یې خپاره واره کوي.
24
کله چې د یو سړي څخه پیری راوځي، نو په دښتو کې سرګردانه ګرځي او د آرام کولو دپاره ځای لټوي، خو کله چې داسې ځای پیدا نه کړي نو د خپل ځان سره وایي: «زه به بېرته هغه کور ته لاړ شم چې ورڅخه راوتلی وم.»
25
نو کله چې بېرته راشي نو هغه کور جارو شوی او منظم وویني.
26
بیا هغه لاړ شي او د ځان څخه بدتر نور اووه پېریان راولي او هغوی ټول راشي، په هغه کس کې ورننوځي او هلته اوسیږي. نو د هغه حال له مخکې څخه هم خراب شي.»
27
کله چې عیسی دا خبرې کولې، د خلکو له منځ څخه یوې ښځې په لوړ آواز هغه ته وویل: «بختوره ده هغه ښځه چې ته ورڅخه پیدا شوی یې او تاته یې شیدې درکړي دي.»
28
خو عیسی ځواب ورکړ: «هو، لیکن هغه څوک بختور دی چې د خدای کلام اوري او عمل ورباندې کوي.»
29
کله چې د عیسی په شاوخوا ډېر خلک راغونډ شول، هغه داسې وویل: «د دې زمانې خلک څومره بدکاره دي. هغوی معجزه غواړي، خو یواځینۍ معجزه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس پیغمبر معجزه ده.
30
لکه څنګه چې یونس پیغمبر د نینوا د خلکو دپاره یوه نښه وه، نو همداسې به د انسان زوی د دې زمانې د خلکو دپاره یوه نښه وي.
31
د سبا ملکه به د قیامت په ورځ راپاڅیږي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغه د نړۍ د بل سر نه راغلې وه چې د سلیمان د حکمت څخه ډکې خبرې واوري. خو ګورئ اوس دلته یو څوک شته چې د سلیمان نه لوی دی.
32
د قیامت په ورځ به د نینوا خلک راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغوی د یونس د وعظ په اورېدلو سره توبه وویستله، خو ګورئ څوک چې اوس دلته دی هغه د یونس نه ډېر لوی دی.
33
هیڅوک څراغ د دې دپاره نه روښانه کوي چې هغه په یو پټ ځای کې کیږدي او یا یې د یوې کاسې لاندې کیږدي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې کله خلک راشي نو رڼا یې وویني.
34
ستا سترګې ستا د بدن دپاره لکه د څراغ په شان دي. کله چې دې سترګې روغې وي نو ټول بدن به دې هم رڼا وي، خو کله چې دې سترګې خرابې وي نو ستا بدن به هم تیاره وي.
35
نو پام کوه، هسې نه په تا کې چې کومه رڼا ده هغه تیاره نه وي.
36
که چېرې ستا ټول بدن د روښنایئ څخه ډک وي او یوه برخه یې هم په تیاره کې نه وي، نو ټول بدن به دې داسې روښانه وي لکه څراغ چې په خپله رڼا تا روښانه کړي.»
37
کله چې عیسی خپلې خبرې خلاصې کړې، نو یو فریسي هغه ته د ډوډۍ دپاره بلنه ورکړه. عیسی د هغه کور ته ورغی او دسترخوان ته کښېناست.
38
کله چې فریسي ولیدل چې عیسی له خوراک څخه مخکې لاسونه ونه وینځل، نو حیران شو.
39
عیسی هغه ته وویل: «تاسو فریسیان د خپلو پیالو او قابونو باندینۍ برخې پاکوئ، خو ستاسو زړونه د حرص او بدیو څخه ډک دي.
40
ای کم عقلو خلکو! چا چې باندینۍ برخه جوړه کړې ده آیا هغه دنننۍ برخه نه ده جوړه کړې؟
41
خو څه چې ستاسو په پیالو او قابونو کې دي هغه غریبانو ته خیرات ورکړئ نو بیا به ټول شیان ستاسو دپاره پاک شي.
42
خو ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د ویلني او سپیلني او نورو بوټو لسمه برخه ورکوئ، خو په انصاف کولو او د خدای سره په مینه کولو کې بې پروایي کوئ. تاسو باید په دې ټولو باندې عمل کولی او هغه نور مو هم له نظره نه غورځولی.
43
ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو دا خوښوئ چې په کنیسا ګانو کې مخکې چوکۍ ونیسئ، او دا خوښوئ چې په بازارونو کې دې درته سلامونه واچول شي.
44
ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د هغو بې نښو او بې شناختو قبرونو په شان یئ چې خلک ورباندې ګرځي او نه یې پېژني.»
45
د شریعت د عالمانو څخه یو تن عیسی ته په ځواب کې وویل: «استاده! کله چې داسې خبرې کوې نو زمونږ سپکاوی کوې.»
46
عیسی ځواب ورکړ: «ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دې هم افسوس وي. تاسو خلکو ته داسې بارونه ورپه شا کوئ چې په سختۍ سره یې وړي، خو خپله ورته ګوتې هم نه وروړئ.
47
ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د هغو پیغمبرانو دپاره زیارتونه جوړوئ چې ستاسو نیکونو وژلي وو.
48
ستاسو نیکونو چې کوم کارونه کړي دي تاسو په خپله هغه منئ او تصدیقوئ. هغوی پیغمبران ووژل او تاسو ورته زیارتونه جوړوئ،
49
له دې امله خدای په خپل حکمت سره وویل: «زه به هغوی ته پیغمبران او رسولان ورولېږم. خو هغوی به له دوی څخه ځینې ووژني او نور به وځوروي.»
50
نو د دې زمانې د خلکو څخه به د هغو پیغمبرانو د وینو ځواب چې د نړۍ د پیدایښت راهیسې توی شوي دي وغوښتل شي.
51
د هابیل له وژلو نیولې د زکریا تر وژلو پورې چې د قربانۍ د ځای او مقدس ځای ترمنځ ووژل شول. هو، زه تاسو ته وایم چې د دې زمانې خلک به د دې هرڅه دپاره ځواب ورکوي.
52
ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د علم د کور د دروازې کیلي اخیستې، په خپله هم نه ورننوځئ او څوک چې ورننوځي هغوی هم نه پرېږدئ.»
53
کله چې عیسی له هغه کوره ووت، د شریعت عالمانو او فریسیانو د هغه سره ډېر سخت مخالفت پیل کړ او د ډېرو شیانو په هکله یې ورڅخه سختې پوښتنې کولې.
54
هغوی کوښښ کاوه چې هغه په خپلو خبرو کې راونیسي.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24