bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 5
Luke 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 6 →
1
یوه ورځ عیسی د جنیسارت د دریاب په غاړه ولاړ ؤ او خلکو یو او بل سره ټېله کول چې ځانونه هغه ته ورسوي ترڅو د خدای کلام واوري.
2
هغه ولیدل چې د دریاب په غاړه دوه کشتۍ ولاړې وې، ماهي نیوونکي ترې راکوز شوي وو او جالونه یې مینځل.
3
عیسی یوې کشتۍ ته چې د شمعون وه، وروخوت او د هغه څخه یې وغوښتل چې کشتۍ د غاړې څخه لږه لیرې بوزي. عیسی په کشتۍ کې ناست ؤ او له هغه ځایه یې خلکو ته تعلیم ورکاوه.
4
کله چې هغه خبرې پای ته ورسولې، نو شمعون ته یې وویل: «کشتۍ د اوبو منځ ته یو ژور ځای ته بوځه او تاسو خپل جالونه اوبو ته وغورځوئ چې ماهیان ونیسئ.»
5
شمعون ورته په ځواب کې وویل: «ای باداره! مونږ ټوله شپه خواري وکړه او هیڅ مو ونه نیول. خو که چېرې ته وایې نو زه به جالونه ورواچوم.»
6
هغوی همداسې وکړل او دومره زیات ماهيان یې ونیول چې نږدې ؤ جالونه وشلیږي.
7
نو هغوی خپلو ملګرو ته چې په بلې کشتۍ کې وو اشاره وکړه چې راشي او مرسته ورسره وکړي. هغوی راغلل او دواړه کشتۍ یې له ماهیانو څخه داسې ډکې کړې چې نږدې ؤ ډوبې شي.
8
کله چې شمعون پطروس ولیدل چې څه وشول، هغه د عیسی پښو ته پرېوت او ویې ویل: «ای پاکه استاده! زما څخه لیرې شه. ځکه چې زه یو ګناهکار انسان یم.»
9
پطروس او ټول ملګري یې د دومره زیاتو ماهيانو په نیولو حیران پاتې شول.
10
همدارنګه د شمعون شریکان یعقوب او یوحنا چې د زبدي زامن وو هم حیران شول. عیسی شمعون ته وویل: «مه وېرېږه، له دې وروسته به ته ماهیان نه بلکه انسانان رانیسې.»
11
کله چې هغوی خپلې کشتۍ وچې ته راوستلې، نو هرڅه یې پرېښودل او په عیسی پسې روان شول.
12
یوځل عیسی په یو ښار کې ؤ، هلته یو سړی ؤ چې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ. کله چې هغه سړي عیسی ولید نو په پښو کې یې پرېوت او زارۍ یې ورته وکړې: «ای ښاغلیه! که چېرې ته وغواړې نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.»
13
عیسی خپل لاس وراوږد کړ او په هغه باندې یې کېښود او ویې ویل: «هو، زه غواړم، پاک او روغ شه.» نو هغه ناروغي سمدلاسه ورڅخه لیرې شوه.
14
عیسی هغه ته امر وکړ: «په دې هکله هیچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او کاهن ته خپل ځان وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته پاک او روغ شوی یې.»
15
خو د عیسی په هکله خبر نور هم زیات خپور شو او ډېر خلک راغلل چې د هغه خبرې واوري او د خپلو ناروغیو څخه روغتیا ومومي.
16
خو هغه به ګوښه ځایونو ته تللو چې هلته دعا وکړي.
17
یوه ورځ کله چې عیسی تعلیم ورکاوه، ځینې فریسیانو د شریعت عالمان چې د جلیل د هر کلي، یهودیې او اورشلیم څخه راغلي وو، هلته ناست وو او عیسی د خدای په قدرت سره ناروغان روغول.
18
په دې وخت کې څو کسانو چې یو شل سړی یې په کټ کې راروان کړی ؤ، راغلل. هغوی هڅه کوله چې هغه دننه کور ته بوځي او د عیسی په مخکې یې کیږدي.
19
خو د ګڼې ګوڼې له امله یې لاره ونه موندله ترڅو هغه دننه بوځي. نو هغه شل سړی یې پاس بام ته پورته کړ، د پخو خښتو په منځ کې یې یو سوری جوړ کړ او هغه یې په کټ کې لاندې کوز کړ او د ګڼې ګوڼې په منځ کې یې د عیسی په مخکې کېښود.
20
کله چې عیسی د هغوی ایمان ولید نو هغه سړي ته یې وویل: «ای وروره! ستا ګناهونه وبخښل شول.»
21
هغه وخت د شریعت عالمانو او فریسیانو یو له بله سره بحث پیل کړ: «دا سړی څوک دی چې کفر وایي؟ آیا بې له خدایه څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟»
22
عیسی د هغوی په خیالونو پوه شو او ورته ویې وویل: «تاسو ولې په خپلو زړونو کې داسې فکرونه کوئ؟
23
آیا دا خبره آسانه ده چې وویل شي چې ستا ګناهونه وبخښل شول یا وویل شي چې پاڅېږه او وګرځه؟
24
خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زه تاته وایم پاڅېږه، کټ دې واخله او خپل کور ته لاړ شه.»
25
نو سمدلاسه هغه سړی د ټولو خلکو په مخکې پاڅېد، خپل کټ یې چې ورباندې پروت ؤ واخیست او په داسې حال کې چې د خدای ثناه یې ویله خپل کور ته روان شو.
26
هغوی ټول حیران پاتې شول. وېرې واخیستل او د خدای ثناه او صفت یې کاوه او ویل یې: «مونږ نن څه حیرانوونکي شیان ولیدل.»
27
له هغې وروسته عیسی دباندې ووت او د لاوي په نوم یو مالیه ټولوونکی یې ولیده چې د مالیې راټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.»
28
لاوي راپاڅېد، هرڅه یې پرېښودل او په هغه پسې روان شو.
29
بیا لاوي په خپل کور کې د عیسی دپاره یوه لویه میلمستیا جوړه کړه او په میلمنو کې زیات شمیر مالیه ټولوونکي او نور خلک هم وو.
30
خو ځینو فریسیانو او د شریعت عالمان چې د هغوی د ډلې څخه وو د عیسی په شاګردانو اعتراض وکړ او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ولې د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره یوځای خورئ او څښئ؟»
31
عیسی ورته په ځواب کې وویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري، بلکې ناروغه خلک ورته اړتیا لري.
32
زه د پرهېزګارانو دپاره نه یم راغلی بلکې د ګناهکارانو دپاره، ترڅو هغوی توبه وباسي.»
33
ځینو خلکو عیسی ته وویل: «د یحیی شاګردان زیات وخت روژه نیسي او دعاګانې کوي او د فریسیانو شاګردان هم همداسې کوي، خو ستا شاګردان خوري او څښي.»
34
عیسی ځواب ورکړ: «آیا تاسو کولای شئ چې د زوم ملګري د واده په میلمستیا کې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي مجبور کړئ چې روژه ونیسي؟ بې شکه چې نه.
35
خو داسې وخت به راشي چې زوم به له هغوی څخه بوتلل شي او په هغه وخت کې به هغوی روژه نیسي.»
36
همدارنګه عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «هیڅوک د نویو کالیو څخه یوه ټوټه نه شلوي چې په زړو کالیو باندې یې پیوند کړي. که داسې وکړي نو هم به هغه نوي کالي وشلیږي او هم به د نویو کالیو ټوټه د زړې سره جوړه رانه شي.
37
نه به څوک تازه شراب په زړو مشکونو کې واچوي، ځکه چې تازه شراب به هغه مشکونه وشلوي، شراب به توی شي او مشکونه به له منځه لاړ شي.
38
خو تازه شراب باید په نویو مشکونو کې واچول شي.
39
هیڅوک نه غواړي چې د زړو شرابو له څښلو وروسته تازه شراب وڅښي، ځکه داسې وایي چې زاړه شراب ډېر ښه دي.»
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24