bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 13
Luke 13
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 14 →
1
په همدې وخت کې په هغه ځای کې ځینو حاضرینو عیسی د هغو جلیلیانو څخه خبر کړ چې پیلاتوس هغه وخت ووژل چې خدای ته یې قرباني وړاندې کوله.
2
عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «آیا ګومان کوئ چې دغه جلیلیان د جلیل له ټولو نورو اوسیدونکو څخه ډېر ګناهکاران وو چې په دې ډول ووژل شول؟
3
نه، زه تاسو ته وایم تر څو چې توبه ونه باسئ نو تاسو ټول به د هغوی په شان تباه شئ.
4
یا هغه اتلس تنه چې په سیلوحا کې ورباندې برج راوغورځېده او مړه شول، آیا ګومان کوئ چې هغوی د هغو نورو ټولو خلکو څخه چې په اورشلیم کې اوسیږي ډېر ګناهکاران وو؟
5
نه، زه تاسو ته وایم تر څو چې توبه ونه باسئ نو تاسو ټول به د هغوی په شان تباه شئ.»
6
بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «یو سړي خپل د انګورو په باغ کې د انځرو یوه ونه کینولې وه. کله چې راغی چې انځران راټول کړي خو هیڅ یې په کې پیدا نه کړل.
7
نو خپل باغوان ته یې وویل: «ګوره، درې کاله کیږي چې راځم او په دې ونه کې مېوه لټوم خو هیڅ مې په کې پیدا نه کړ. دا ونه ووهه. دې ونې ولې هسې ځای نیولی دی؟»
8
خو باغوان ورته ځواب ورکړ: «باداره! دا کال یې هم پرېږده، زه به د هغې شاوخوا ځمکه وکینم او سره به ورته واچوم.
9
که په راتلونکي فصل کې یې مېوه ونیوله نو ډېره ښه به وي، که نه نو بیا کولای شې چې ویې وهې.»»
10
د سبت په یوه ورځ عیسی په کنیسا کې تعلیم ورکاوه.
11
هلته یوه ښځه وه چې اتلس کاله کېدل چې پېریانو نیولې وه او هغه یې کمزورې کړې وه، او ملا یې ورته داسې کړوپه کړې وه چې بیخي سمه ودرېدلی نه شوه.
12
کله چې عیسی هغه ښځه ولیدله نو هغه یې راوغوښتله او ورته ویې ویل: «ای خورې! ته د خپلې ناروغۍ څخه خلاصه شوې.»
13
بیا یې خپل لاسونه په هغې باندې کېښودل او هغه سمدلاسه نېغه ودرېدله او د خدای ثناه یې وویله.
14
خو د کنیسا مشر د عیسی په دې کار چې د سبت په ورځ یې ناروغ ته شفا ورکړې وه په قهر شو او خلکو ته یې وویل: «په هفته کې شپږ ورځې دي چې باید کار وشي، نو په همدې ورځو کې راځئ او شفا مومئ، خو د سبت په ورځ نه.»
15
خو عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «ای منافقانو! آیا تاسو هر یو د سبت په ورځ خپل غویی یا خر د آخور څخه نه ایله کوئ او د اوبو دپاره یې نه بیایئ؟
16
نو دا ښځه د ابراهیم لور ده او اتلس کاله کیږي چې د شیطان په بند کی وه. آیا هغه باید د سبت په ورځ د بند څخه خلاصه نه شي؟»
17
د عیسی په دې خبرو د هغه مخالفین خجالته شول، خو خلک د هغه په دې حیرانوونکي کارونو چې کول یې خوشحاله شول.
18
بیا عیسی پوښتنه وکړه: «د خدای پادشاهي د څه شي په شان ده او هغه د څه شي سره مقایسه کړم؟
19
دا د شړشمو د تخم په شان ده چې یو سړي هغه راواخیست او په خپل پټي کې یې وکرلو. هغه لوی شو او بوټی ترې جوړ شو، مرغان راغلل او د هغه په څانګو یې ځالې جوړې کړې.»
20
عیسی یو ځل بیا پوښتنه وکړه: «د خدای پادشاهي د څه شي سره مقایسه کړم؟
21
دا د هغې خمیرې په شان ده چې یوه ښځه هغه واخلي او د درې پیمانې اوړو سره یې ګډه کړي ترڅو هغه ټول خمیره شي.»
22
عیسی اورشلیم ته روان ؤ او په لاره یې په ښارونو او کلیو کې خلکو ته تعلیم ورکاوه.
23
یو چا ورڅخه پوښتنه وکړه: «استاده! آیا یوازې لږ خلک به خلاصون ومومي؟» عیسی ځواب ورکړ:
24
«زیات کوښښ وکړئ چې له تنګې دروازې څخه وردننه شئ، ځکه زه تاسو ته وایم چې ډېر خلک به د ننوتلو هڅه وکړي خو وبه نه شي کړای.
25
کله چې یو ځل د کور خاوند راپاڅیږي او دروازه بنده کړي، نو تاسو به دباندې پاتې شئ او دروازه به ټکوئ او وایئ به چې ای ښاغلیه! دروازه خلاصه کړه. خو هغه به ځواب درکړي چې زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځایه راغلي یئ.
26
نو بیا به تاسو وایئ: «مونږ تا سره په یو دسترخوان خوړلې او څښلې او تا زمونږ په کوڅو کې تعلیم ورکاوه.»
27
خو هغه به بیا درته ووایي: «زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځایه راغلي یئ. ای بدکارانو! زما د مخې نه لیرې شئ.»
28
کله چې تاسو ووینئ چې ابراهیم، اسحاق، یعقوب او ټول پیغمبران د خدای په پادشاهۍ کې دي خو تاسو ورڅخه شړل شوي یئ، نو بیا به ژاړئ او خپل غاښونه به چیچئ.
29
خلک به د ختیځ او لویدیځ او شمال او جنوب څخه راشي او د خدای د پادشاهۍ په میلمستیا کې به کښېني.
30
څوک چې اوس وروستي دي، هغوی به لومړي شي او څوک چې لومړي وي هغوی به وروستي شي.»
31
په هماغه وخت کې یو څو فریسیان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «دا ځای پرېږده او کوم بل ځای ته لاړ شه، ځکه چې هیرودیس غواړي تا ووژني.»
32
عیسی هغوی ته وویل: «لاړ شئ او هغه ګیدړ ته ووایئ چې زه نن او سبا پېریان وباسم او خلک روغوم او په دریمه ورځ به خپل کار پای ته ورسوم.
33
په هرحال زه باید نن او سبا او بل سبا خپل سفر ته دوام ورکړم، ځکه چې دا ناشونې ده چې یو پیغمبر دې د اورشلیم څخه پرته په بل ځای کې ووژل شي.
34
ای اورشلیمه! ای اورشلیمه! ای هغه ښاره چې پیغمبران وژنې او کوم کسان چې د خدای له خوا درلېږل کیږي هغه سنګساروې. ما څو څو ځلې وغوښتل چې ستا خلک داسې سره راغونډ کړم لکه چرګه چې خپل بچي د خپلو وزرونو لاندې راټولوي، خو تا ونه غوښتل.
35
ګوره، ستاسو کور تاسو ته پرېښودل کیږي. زه تاسو ته وایم چې نور به ما ترهغې ونه وینئ ترڅو هغه وخت راشي چې دا ووایئ: مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي.»
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24