bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 16
Luke 16
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 17 →
1
عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «یو شتمن سړي یو ناظر درلود. دا سړی خبر شو چې ناظر د هغه شتمني بیځایه لګوي.
2
نو هغه یې راوغوښت او ورته ویې ویل: «دا څه دي چې ستا په هکله یې اورم؟ څه چې دې اخیستي او څه چې دې لګولي دي د هغو حساب راکړه، ځکه چې ته نور نه شې کولی زما ناظر واوسې.»
3
ناظر له ځان سره وویل: «زما بادار ما د خپل کار څخه شړي نو اوس به زه څه کوم؟ زه خو دومره تکړه نه یم چې لاړ شم او چېرته لښتي وکینم او په خیر غوښتلو هم شرمېږم.
4
اوس پوه شوم چې څه وکړم. کله چې ما د وظیفې څخه لیرې کړي، نو زه باید دوستان ولرم چې ما ته په خپلو کورونو کې ځای راکړي.»
5
نو د خپل بادار هر یو پوروړی یې راوغوښت. لومړي ته یې وویل: «زما د بادار څومره پوروړی یې؟»
6
هغه ځواب ورکړ: «سل پیمانې د زیتونو تېل.» ناظر ورته وویل: «خپل حساب راواخله، ژر کښینه او د هغې په ځای پنځوس ولیکه.»
7
بیا یې بل ته وویل: «ته څومره پوروړی یې؟» هغه ځواب ورکړ: «سل جواله غنم.» ناظر ورته وویل: «خپل حساب راواخله او د هغې په ځای اتیا ولیکه.»
8
نو بادار یې هغه بې ایمانه ناظر وستایه، په دې خاطر چې هغه په ځیرکئ سره داسې کار وکړ، ځکه چې د دې نړۍ خلک په خپلو کې په راکړه ورکړه کې د ایماندارانو په نسبت ډېر ځیرک دي.»
9
عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم چې په خپلې دنیاوي شتمنۍ د نورو سره مرسته وکړئ چې خپلو ځانونو ته دوستان پیدا کړئ، نو کله چې هغه شتمني خلاصه شي تاسو ته به په تلپاتې کورونو کې ځای درکړل شي.
10
څوک چې په لږو شیانو کې صادق وي نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق وي، او څوک چې په لږو شیانو کې صادق نه وي نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق نه وي.
11
که چېرې په دنیاوي شتمنۍ باندې په تاسو اعتبار ونه شي، نو په حقیقي شتمنۍ به څوک په تاسو اعتبار وکړي؟
12
که چېرې تاسو د نورو خلکو د شتمنۍ په اړه صادق ونه اوسئ نو څوک به تاسو ته هغه شتمني چې ستاسو ده، درکړي؟
13
هیڅ غلام نه شي کولی چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې داسې غلام به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره به مینه او یا دا چې یو ته به وفادار وي او بل ته به په سپکه سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولی چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو بندګي وکړئ.»
14
فریسیانو چې دا خبرې واورېدلې نو په عیسی باندې یې ملنډې ووهلې، ځکه چې هغوی د پیسو سره مینه لرله.
15
عیسی هغوی ته وویل: «تاسو داسې خلک یئ چې خپل ځانونه د نورو په مخکې رښتیني ښکاره کوئ، خو خدای ستاسو زړونه ښه پېژني. ځکه کوم شیان چې د انسانانو په نظر کې ډېر ارزښت لري خدای هغه بد ګڼي.
16
د یحیی تر راتلو پورې خلکو د موسی په شریعت او د پیغمبرانو په لیکنو عمل کاوه. له هغې وروسته د خدای د پادشاهۍ زېری اعلان شو او هرڅوک زیات کوښښ کوي چې هغې ته وردننه شي.
17
د ځمکې او آسمان له منځه تلل آسانه دی له دې نه چې د شریعت یو ټکی هم له منځه لاړ شي.
18
هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او بله ښځه وکړي نو هغه زنا کوي او هرڅوک چې د طلاقې شوې ښځې سره واده وکړي هغه هم زنا کوي.»
19
عیسی وویل: «یو شتمن سړی ؤ چې هره ورځ به یې تر ټولو قیمتي کالي اغوستل او په عیش او عشرت کې یې ژوند تېراوه.
20
د هغه د دروازې په مخکې به یو سوالګر چې ایلعازر نومیده او بدن یې له ټپونو څخه ډک ؤ پروت ؤ
21
او په دې تمه به ؤ چې د هغه شتمن سړي د دسترخوان څخه په پاتې شویو ټوټو باندې ځان موړ کړي. حتی سپي به راتلل او د هغه ټپونه به یې څټل.
22
داسې وشول چې هغه غریب سړی مړ شو او فرښتو هغه د ابراهیم څنګ ته یووړ. بیا هغه شتمن سړی هم مړ شو او خاورو ته وسپارل شو.
23
هغه د مړو دنیا ته لاړ او هلته ډېر په عذاب ؤ. هغه چې پورته وکتل د لیرې نه یې ابراهیم ولید چې ایلعازر یې په خوا کې ؤ.
24
بیا هغه چیغې کړې او ویې ویل: «ای زما نیکه ابراهیمه! په ما رحم وکړه او ایلعازر راولیږه چې خپله ګوته په اوبو کې لمده کړي او زما ژبه پرې یخه کړي ځکه چې زه په دې اور کې ډېر په عذاب یم.»
25
خو ابراهیم وویل: «زویه! درپه یاد کړه، تا په خپل ژوند کې ټول ښه شیان ترلاسه کړل او ټول بد شیان د ایلعازر په نصیب کې وو. خو اوس هغه دلته آرام دی او ته په عذاب کې یې.
26
برسیره پردې، زمونږ او ستاسو په منځ کې یوه لویه کنده شته، چې له هغې څخه نه څوک درپورې وتلی شي او نه څوک ترې راپورې وتلی شي.»
27
هغه شتمن سړي وویل: «ای زما پلاره ابراهیمه! زه تاته زارۍ کوم چې ایلعازر زما د پلار کور ته ولېږه،
28
ځکه چې زه پنځه ورونه لرم. پرېږده چې هغه لاړ شي او هغوی خبر کړي هسې نه چې هغوی هم دې د عذاب ځای ته را شي.»
29
ابراهیم وویل: «د هغوی سره د موسی او نورو پیغمبرانو لیکنې شته، نو باید د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي او عمل پرې وکړي.»
30
شتمن سړي ځواب ورکړ: «نه، ای زما نیکه ابراهیمه! خو که له مړو څخه څوک هغوی ته ورشي نو هغوی به توبه وباسي.»
31
خو ابراهیم ورته وویل: «که چېرې هغوی د موسی او نورو پیغمبرانو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو که د مړو څخه هم څوک راپاڅیږي، هغوی به قانع نه کړي.»»
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24