bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 22
Luke 22
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 23 →
1
د فطیرې ډوډۍ اختر چې د فسحې په نامه مشهور ؤ نږدې شو.
2
مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو هڅه کوله چې یوه لاره پیدا کړي چې عیسی ووژني، خو له خلکو څخه وېرېدل.
3
بیا شیطان د یهودا اسخریوتي په زړه کې چې د هغو دولسو رسولانو څخه ؤ ننوت.
4
یهودا لاړ او د مشرانو کاهنانو او د خدای د کور د ساتونکو د آمرانو سره یې په دې هکله خبرې وکړې چې څنکه عیسی هغوی ته وسپاري.
5
هغوی ډېر خوشحاله شول او د هغه سره یې د پیسو وعده وکړه.
6
نو یهودا ورسره ومنله او د یو ښه فرصت په لټه کې شو چې کله د عیسی شاوخوا ته خلک نه وي هغوی ته یې وسپاري.
7
بیا د فطیرې ډوډۍ د اختر ورځ چې په هغه کې باید د فسحې وری قرباني شي راورسېد.
8
نو عیسی پطروس او یوحنا ولېږل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسحې ډوډۍ تیاره کړئ چې ویې خورو.»
9
هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه: «په کوم ځای کې غواړې چې تیاره یې کړو؟»
10
هغه ځواب ورکړ: «واورئ، څنګه چې ښار ته ننوځئ نو یو سړی به ستاسو سره مخامخ شي چې د اوبو منګی به وړي. هغه چې کوم کور ته ننوځي تاسو هم ورپسې لاړ شئ.
11
او د کور خاوند ته ووایئ: «استاد وایي د میلمنو کوټه چېرته ده چې زه په کې د خپلو شاګردانو سره د فسحې ډوډۍ وخورم؟»
12
هغه به تاسو ته پاس په بالاخانه کې یوه لویه فرش شوې کوټه دروښایي، نو هلته ډوډۍ تیاره کړئ.»
13
هغوی لاړل او هغه شیان یې لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو په هماغه ډول ولیدل او د فسحې ډوډۍ یې تیاره کړه.
14
کله چې هغه ساعت راورسېد، عیسی د خپلو رسولانو سره دسترخوان ته کښېناست.
15
هغوی ته یې وویل: «زړه مې ډېر غوښتل چې د کړاوونو د ګاللو څخه مخکې ستاسو سره د فسحې ډوډۍ وخورم.
16
ځکه زه تاسو ته وایم چې ترڅو پورې د فسحې د قربانۍ مقصد د خدای په پادشاهۍ کې پوره نه شي ترهغې پورې به نور دا ډوډۍ نه خورم.»
17
بیا عیسی پیاله راواخیسته، شکر یې وویست او ویې ویل: «دا واخلئ او په خپل منځ کې یې ووېشئ.
18
ځکه زه تاسو ته وایم چې له دې وروسته به ترهغې پورې د انګورو شربت ونه څښم ترڅو د خدای پادشاهي رانه شي.»
19
بیا هغه ډوډۍ راواخیسته، برکت یې ورکړ، هغه یې ماته کړه او هغوی ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا زما بدن دی چې ستاسو دپاره ورکول کیږي. زما په یاد همداسې کوئ.»
20
په همدې ډول د ماښام ډوډۍ څخه وروسته یې پیاله راواخیسته او ویې ویل: «دا پیاله د خدای او انسانانو ترمنځ نوی لوظ دی چې زما د وینې په وسیله جوړیږي چې ستاسو دپاره توییږي.
21
خو ګورئ، هغه څوک چې زما سره به خیانت کوي هغه دلته زما سره په دسترخوان ناست دی.
22
لکه څنګه چې د خدای له خوا مقرره وه د انسان زوی به مړ کیږي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د هغه سره خیانت کوي.»
23
بیا هغوی په خپلو کې یو د بل څخه پوښتنې شروع کړې چې په دوی کې به څوک دا کار کوي.
24
بیا د هغوی ترمنځ ناندرۍ شروع شوې چې په دوی کې به څوک د ټولو څخه لوی وګڼل شي.
25
عیسی هغوی ته وویل: «د غیریهودیانو پادشاهان په خپلو خلکو باداري کوي او واکمنان د خلکو خیرخواه ګڼل کیږي.
26
خو تاسو داسې مه اوسئ، بلکه په تاسو کې دې تر ټولو لوی خپل ځان کوچنی وګڼي او مشر دې د خدمتګار په شان وي.
27
خلک څه فکر کوي چې په دوی دواړو کې کوم یو لوی دی، هغه څوک چې ډوډۍ ته ناست دی او یا هغه څوک چې خدمت کوي؟ البته هغه څوک چې ډوډۍ ته ناست دی. خو زه ستاسو په منځ کې د یو خدمتګار په شان یم.
28
خو تاسو زما د ازمیښتونو په وخت کې زما سره ولاړ وئ.
29
لکه څنګه چې زما پلار ما ته د پادشاهۍ حق راکړی دی، زه هم تاسو ته دا حق درکوم.
30
تاسو به زما په پادشاهۍ کې زما په دسترخوان خورئ او څښئ او په تختونو باندې به کښینئ او د اسراییلو په دولسو قبیلو باندې به حکومت کوئ.»
31
عیسی وویل: «ای شمعونه، ای شمعونه! واوره، شیطان وغوښتل چې تاسو ټول وازمایي، ښه او بد سره بیل کړي لکه څنګه چې دهقان د غنمو څخه بوس جلا کوي.
32
خو شمعونه! ما ستا دپاره دعا کړې ده چې ایمان دې له منځه لاړ نه شي. کله چې دې توبه وویستله او بېرته ماته راوګرځېدلې نو خپل ورونه دې قوي کړه.»
33
پطروس ځواب ورکړ: «ای استاده! زه ستا سره زندان او مرګ ته هم تیار یم.»
34
عیسی وویل: «ای پطروسه! زه تاته وایم چې نن شپه به د چرګ د آذان څخه مخکې درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»
35
عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «کله چې ما تاسو بې څپلیو، بې د پیسو له کڅوړې او بې خورجینه ولېږلئ، آیا په هغه وخت کې تاسو سره د کوم شي کمی ؤ؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه.»
36
عیسی وویل: «خو اوس هر څوک چې د پیسو کڅوړه لري هغه دې د ځان سره واخلي او همدارنګه خپله خورجینه هم. او د هر چا سره چې توره نه وي نو خپله چپنه دې خرڅه کړي او یوه توره دې واخلي.
37
ځکه زه تاسو ته وایم چې د پیغمبرانو دا لیکنه باید پوره شي چې وایي: هغه به په جنایتکارانو کې وشمېرل شي ځکه هرڅه چې زما په هکله لیکل شوي دي هغه به رښتیا شي.»
38
شاګردانو وویل: «ګوره استاده! زمونږ سره دلته دوه تورې دي.» عیسی ځواب ورکړ: «دا بس دي.»
39
عیسی دباندې ووت او د خپل عادت له مخې د زیتون غره ته روان شو او شاګردان یې هم ورپسې لاړل.
40
کله چې هغه ځای ته ورسېد نو هغوی ته یې وویل: «دعا وکړئ چې په ازمایښت کې ونه لویږئ.»
41
بیا عیسی د هغوی څخه یو څو ګامه لیرې لاړ، په ګونډو شو او دعا یې وکړه.
42
هغه وویل: «ای پلاره! که چېرې ستا رضا وي نو دا د زهرو پیاله زما څخه لیرې کړه. خو زما رضا نه بلکه ستا رضا دې پوره شي.»
43
بیا د آسمان څخه یوه فرښته هغه ته راښکاره شوه او هغه ته یې قوت ورکړ.
44
عیسی په ډېر سخت حالت کې ؤ او په ډېر جوش سره یې دعا وکړه او خولې یې د وینو د څاڅکو په شان په ځمکه باندې څڅېدلې.
45
کله چې عیسی د دعا څخه راپاڅېده، نو شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی له غمه ستومانه او ویده شوي وو.
46
هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې ویده یئ؟ پاڅېږئ او دعا وکړئ چې په ازمایښت کې ونه لویږئ.»
47
عیسی لا خبرې کولې چې یوه ډله راغله او یهودا چې د هغو دولسو رسولانو څخه ؤ، د هغوی څخه مخکې روان ؤ. هغه عیسی ته ورنږدې شو چې ښکل یې کړي.
48
خو عیسی وویل: «ای یهودا! آیا په ښکلولو سره د انسان زوی دښمنانو ته په لاس ورکوې؟»
49
کله چې د عیسی شاګردانو ولیدل چې څه کیږي، نو ویې ویل: «استاده! آیا په تورو یې ووهو؟»
50
د هغوی څخه یو تن د لوی کاهن په نوکر ګوزار وکړ او د هغه ښي غوږ یې پرې کړ.
51
خو عیسی وویل: «بس یې دی.» عیسی د هغه سړي په غوږ باندې خپل لاس کېښود او هغه یې روغ کړ.
52
بیا عیسی مشرانو کاهنانو، د خدای د کور د ساتونکو آمرانو او نورو قومي مشرانو ته چې د هغه د نیولو دپاره راغلي وو، وویل: «آیا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟
53
زه هره ورځ ستاسو سره د خدای په کور کې وم او تاسو زما د نیولو هڅه ونه کړه. خو دا وخت چې تیاره خپره ده نو ستاسو وخت دی.»
54
هغوی عیسی ونیوه او د لوی کاهن کور ته یې بوتلو او پطروس له لیرې ورپسې روان ؤ.
55
هغوی د حویلۍ په منځ کې اور بل کړ او ګردچاپیره ورڅخه کښیناستل او پطروس هم د هغوی سره کښېناست.
56
په داسې حال کې چې هغه د اور رڼا ته ناست ؤ یوې وینځې هغه ولید، نو په ځير ځیر یې ورته وکتل او ویې ویل: «دا سړی هم د عیسی سره ؤ.»
57
خو پطروس منکر شو او ویې ویل: «ای ښځې! زه هغه نه پېژنم.»
58
لږ وروسته یو بل سړي هم هغه ته وکتل او ویې ویل: «ته هم د هغو له ډلې څخه یې.» خو پطروس وویل: «ای وروره! زه نه یم.»
59
شاوخوا یو ساعت وروسته یو بل سړي تایید کړه او ویې وویل: «په دې کې هیڅ شک نشته چې دا سړی هم د عیسی سره ؤ، ځکه چې هغه هم جلیلي دی.»
60
خو پطروس ځواب ورکړ: «ای وروره! زه نه پوهېږم چې ته څه وایې.» هغه لا خبرې کولې چې سمدلاسه چرګ آذان وکړ.
61
عیسی مخ راواړاوه او پطروس ته یې وکتل او پطروس ته د عیسی خبرې ورپه یاد شوې چې هغه ته یې ویلي وو: «نن شپه به د چرګ د آذان څخه مخکې درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»
62
پطروس دباندې ووت او په چیغو چیغو یې وژړل.
63
کومو خلکو چې د عیسی ساتنه کوله په هغه باندې ملنډې ووهلې او ویې واهه.
64
د هغه سترګې یې وتړلې او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: «اوس له غیبو ووایه چې ته چا ووهلې؟»
65
او نورې ډېرې سپکې خبرې یې هم ورته وکړې.
66
کله چې ورځ شوه نو قومي مشران، د کاهنانو مشران او د شریعت عالمان سره راټول شول او عیسی یې خپلې شورا ته راوست.
67
هغوی وویل: «مونږ ته ووایه چې ته مسیح یې؟» هغه ځواب ورکړ: «که زه تاسو ته ووایم نو په ما به باور ونه کړئ
68
او که زه درڅخه پوښتنه وکړم نو تاسو به ځواب رانه کړئ.
69
خو له دې وروسته به د انسان زوی د مطلق قادر خدای ښي لاس ته ناست وي.»
70
هغوی ټولو وویل: «نو بیا ته د خدای زوی یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «تاسو خپله وایئ چې زه یم.»
71
هغوی وویل: «نور مونږ شاهدانو ته اړتیا نه لرو. مونږ هرڅه د هغه د خپلې خولې څخه واورېدل.»
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 23 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24