bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 8
Luke 8
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 9 →
1
څه موده وروسته عیسی ښار په ښار او کلي په کلي ګرځیده، وعظ یې کاوه او د خدای د پادشاهۍ زېری یې ورکاوه او هغه دولس شاګردان هم ورسره وو.
2
یو څو ښځې چې د ناروغیو څخه یې شفا موندلې وه او د پېریانو څخه خلاصې شوې وې هم ورسره وې: لکه مریم چې په مجدلیه مشهوره وه چې اووه پېریان ورڅخه وتلي وو،
3
یونا د خوزا ښځه چې میړه یې د هیرودیس د دربار ناظر ؤ، سوسن او نورې ډېرې ښځې چې د خپلو شتمنیو څخه یې د عیسی او د هغه د شاګردانو سره مرسته کوله.
4
خلک به د یو ښار او بل ښار څخه عیسی ته راتلل او کله چې ګڼ شمیر خلک سره راغونډ شول نو هغه ورته دا مثال راوړ:
5
«یو دهقان یا بزګر د تخم شیندلو دپاره پټي ته لاړ. کله یې چې تخم وشینده نو یو څه یې په لاره کې ولوېد، هغه تر پښو لاندې شو او مرغانو وخوړ.
6
څه تخم په تیږو کې ولوېد او کله چې راشین شو نو د لمدبل د کموالي له امله هغه ژر وچ شو.
7
څه تخم په اغزو کې ولوېد او اغزي ورسره لوی شول او بوټي یې لاندې کړل.
8
نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد. هغه راشین شو او سل چنده زیات حاصل یې ورکړ.» کله چې عیسی خپلې خبرې خلاصې کړې نو په لوړ آواز یې وویل: «که څوک غوږونه لري نو هغه دې واوري.»
9
بیا د عیسی شاګردانو پوښتنه وکړه چې د دې مثال معنی څه ده،
10
هغه ځواب ورکړ: «تاسو ته د خدای د پادشاهۍ په رازونو د پوهېدلو دپاره پوهه درکړل شوې ده، خو نورو ته دا هرڅه په مثالونو کې ویل کیږي ترڅو: هغوی وګوري خو هیڅ ونه ویني واوري خو هیڅ ورباندې پوه نه شي.
11
د دې مثال معنی دا ده: تخم د خدای کلام دی.
12
هغه تخم چې په لاره کې لویږي دا هغه خلک دي چې کلام اوري، خو شیطان راځي او کلام د هغوی د زړونو څخه وړي ترڅو هغوی ایمان رانه وړي او خلاصون ونه مومي.
13
کوم تخم چې په تیږو کې لویږي دا هغه خلک دي چې په خوشحالۍ سره کلام اوري او مني یې. خو کلام په هغوی کې ریښې نه وي نیولې. هغوی د یو څه مودې دپاره ایمان راوړي خو د ازمایښت په وخت کې یې له لاسه ورکوي.
14
هغه تخم چې په اغزو کې لویدلی دی، هغه خلک دي چې کلام اوري خو د ژوند اندیښنې، شتمني او د ژوند غوښتنې د هغه د ودې مخه نیسي او مېوه یې هیڅکله نه پخیږي.
15
خو کوم تخم چې په ښې خاورې کې لویږي دا هغه خلک دي چې کلام اوري او په خپل صادق او ښه زړه کې یې ساتي او په صبر سره مېوه ورکوي.
16
هیڅوک داسې نه کوي چې څراغ بل کړي او هغه د لوښي لاندې پټ کړي او یا یې د کټ لاندې کیږدي. بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې هرڅوک راننوځي او د هغه رڼا وویني.
17
ځکه هیڅ داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې څرګند نه شي.
18
نو پام کوئ چې څنګه یې اورئ، ځکه څوک چې څه ولري نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، خو هغه څوک چې څه نه لري حتی که د هغوی په ګومان کوم څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.»
19
بیا د عیسی مور او ورونه راغلل چې هغه وویني، خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یې ونه شو کولی چې هغه ته ځان ورسوي.
20
یو چا عیسی ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي چې تا وویني.»
21
عیسی ځواب ورکړ: «زما مور او ورونه هغه دي چې د خدای کلام اوري او عمل ورباندې کوي.»
22
یوه ورځ عیسی د خپلو شاګردانو سره په کشتۍ کې سپور شو او هغوی ته یې وویل: «راځئ چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شو.» نو هغوی روان شول.
23
کله چې هغوی په کشتۍ کې روان وو نو عیسی ویده شو. په دې وخت کې ناڅاپه په دریاب کې سخت باد راوالوت او کشتۍ د اوبو څخه په ډکېدلو شوه او هغوی د یو لوی خطر سره مخامخ وو.
24
شاګردان عیسی ته ورغلل، هغه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل: «استاده! استاده! مونږ ډوبیږو.» عیسی راویښ شو او باد او د اوبو څپو ته یې حکم وکړ، طوفان ودرېد او هرڅه آرام شول.
25
بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «ستاسو ایمان څه شو؟» خو هغوی په وېره او حیرانتیا سره یو بل ته وویل: «دا سړی څوک دی چې حتی باد او اوبو ته امر کوي او هغوی یې مني؟»
26
بیا عیسی د خپلو شاګردانو سره د جدریانو سیمې ته چې د جلیل ولایت ته مخامخ دی ورسېد.
27
څنګه چې عیسی د کشتۍ څخه راکوز شو نو د هغه ښار د یو سړي سره چې پېریانو نیولی ؤ مخامخ شو. زیاته موده کېدله چې هغه لوڅ ګرځیده او په کور کې نه اوسېده، بلکې په هدیره کې اوسېده.
28
کله چې هغه عیسی ولید نو چیغې یې ووهلې او د هغه په پښو کې پرېوت او په لوړ آواز یې وویل: «ای عیسی، ای د خدای تعالی زویه! زما سره څه کار لرې؟ زه تاته زارۍ کوم، ما مه په عذابوه.»
29
هغه ځکه داسې وویل چې عیسی پېریانو ته امر کړی ؤ چې د هغه سړي څخه راووځي. هغه سړی څو څو ځلې پېریانو نیولی ؤ. خلکو به د هغه لاسونه او پښې په زنځیرونو تړلې او زولنې به یې ورته اچولې، خو هغه به یې ماتول او پېریانو به هغه دښتې ته بیولو.
30
عیسی د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا نوم څه دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زما نوم لښکر دی.» ځکه چې په هغه کې ډېر پېریان وو.
31
پېریانو عیسی ته زارۍ وکړې چې هغوی د ځمکې تل ته ونه لیږي.
32
هلته نږدې د خوګانو یوه لویه رمه وه چې په یوې غونډۍ باندې څرېدله. نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه چې دوی ته اجازه ورکړي چې په خوګانو کې ننوځي، نو هغه ورته اجازه ورکړه.
33
بیا پېریان د هغه سړي څخه ووتل او په خوګانو کې ورننوتل. ټوله رمه په منډه د کمر څخه ښکته دریاب ته ولوېدله او ډوبه شوه.
34
کله چې د خوګانو ساتونکو دا پېښه ولیدله نو وتښتېدل او دا خبر یې ښار او بانډو ته ورساوه.
35
خلک ددې پیښې د لیدلو دپاره دباندې راووتل. کله چې هغوی عیسی ته راغلل نو هغه سړی یې ولید چې پېریان ورڅخه وتلي وو. هغه د عیسی پښو ته ناست ؤ، کالي یې اغوستي وو او بېرته خپل نورمال حالت ته راغلی ؤ، نو هغوی ووېرېدل.
36
کومو خلکو چې دا پېښه لیدلې وه هغوی نورو ته وویل چې دا سړی چې پېریانو نیولی ؤ څنګه روغ شو.
37
بیا د جدریان د شاوخوا سیمو ټولو خلکو د عیسی څخه وغوښتل چې له هغه ځایه لاړ شي، ځکه چې هغوی ډېر وېرېدلي وو. نو عیسی په کشتۍ کې سپور شو چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شي.
38
بیا هغه سړي چې پېریان ورڅخه وتلي وو عیسی ته زاري وکړه چې اجازه ورته ورکړي د هغه سره لاړ شي، خو عیسی هغه رخصت کړ او ورته ویې ویل:
39
«بېرته خپل کور ته لاړ شه او هغه څه چې خدای ستا دپاره کړي دي هغه ټولو ته ووایه.» هغه سړی په ټول ښار کې وګرځېد او عیسی چې د هغه دپاره څه کړي وو هغه یې خلکو ته بیان کړل.
40
کله چې عیسی بېرته راستون شو، نو خلکو ورته تود هرکلی وویلو، ځکه چې هغوی ټول ورته په انتظار وو.
41
بیا یو سړی چې یایروس نومیده او د یوې کنیسا مشر ؤ راغی او د عیسی په پښو کې پرېوت او زاري یې ورته وکړه چې د هغه سره کور ته لاړ شي،
42
ځکه چې د هغه یواځینۍ لور چې دولس کلنه وه د مرګ په حالت کې پرته وه. کله چې عیسی په لاره روان ؤ، خلکو د هرې خوا ورباندې زور راوړ.
43
د هغوی په منځ کې یوه ښځه وه چې د دولسو کالو راهیسې ورڅخه وینه بهېدله. هغې خپلې ټولې پیسې په ډاکترانو لګولې وې خو هیچا د هغې علاج نشو کولی.
44
هغه د شا له خوا راغله او د عیسی چپنې ته یې لاس وروړ او سمدلاسه یې وینه ودرېدله.
45
عیسی پوښتنه وکړه: «چا ما ته لاس راوړ؟» ټول منکر شول خو پطروس وویل: «استاده! ټول خلک درڅخه راتاو دي او د هرې خوا درباندې زور راوړي.»
46
خو عیسی وویل: «کوم چا راته لاس راوړ، ځکه زه پوه شوم چې زما څخه یو قوت ووت.»
47
کله چې هغه ښځه پوه شوه چې پټه نه شي پاتې کېدلی نو په ریږدیدو شوه، راغله او د عیسی په پښو کې پرېوتله او د ټولو په مخکې یې وویل چې ولې یې هغه ته لاس وروړ او څنګه سمدلاسه روغه شوه.
48
عیسی هغې ته وویل: «لورې! ته خپل ایمان روغه کړې. په خیر لاړه شې.»
49
عیسی لا خبرې کولې چې د کنیسا د مشر له کوره یو سړی راغی او یایروس ته یې وویل: «ستا لور مړه شوه، استاد ته نور تکلیف مه ورکوه.»
50
خو کله چې عیسی دا خبره واورېده، نو یایروس ته یې وویل: «مه وېرېږه، يوازې ایمان ولره او هغه به راژوندۍ شي.»
51
کله چې عیسی د یایروس کور ته ننوت نو هغه پرته له پطروس، یوحنا، یعقوب او د هغې انجلۍ د مور او پلاره بل هیچا ته اجازه ورنه کړه چې دننه ورسره لاړ شي.
52
ټولو د هغې انجلۍ دپاره ژړا او انګولا کوله. خو عیسی وویل: «مه ژاړئ، هغه مړه نه ده، هغه خو ویده ده.»
53
هغوی ټولو په هغه پورې وخندل، ځکه هغوی ښه پوهېدل چې هغه مړه ده.
54
خو عیسی هغه انجلۍ له لاسه ونیوله او ورته نارې یې کړې: «ای انجلۍ! راپاڅېږه.»
55
هغه بېرته راژوندۍ شوه او سمدلاسه راپاڅېدله. عیسی هغوی ته امر وکړ چې هغې ته یو څه ورکړئ چې ویې خوري.
56
د هغې مور او پلار ډېر حیران شول، خو عیسی هغوی ته امر وکړ چې د دې پیښې په هکله چا ته څه ونه وایي.
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24