bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 12
Luke 12
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 13 →
1
په دې وخت کې په زرګونو خلک راټول شول، او دومره زیات وو چې یو او بل یې تر پښو لاندې کول، نو عیسی لومړی خپلو شاګردانو ته خبرې پیل کړې: «د فریسیانو د خمیرې یعنې د هغوی د منافقت څخه ځانونه ساتئ.
2
داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې ښکاره به نه شي.
3
نو هرڅه چې تاسو په تیاره کې ویلي هغه به په رڼا ورځ واورېدل شي او هرڅه چې تاسو د تړلو دروازو شاته یو بل ته په غوږ کې پټ پټ ویلي دي هغه به د بامونو څخه په لوړ آواز واورېدل شي.
4
ای زما دوستانو! زه تاسو ته وایم د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ چې بدن وژني او له هغې وروسته نور هیڅ نه شي کولی.
5
خو زه تاسو خبروم چې د چا څخه باید وویرېږئ. له هغه چا څخه وویرېږئ چې د وژلو څخه وروسته دا اختیار لري چې تاسو په دوزخ کې واچوي. هو، زه تاسو ته وایم چې باید د هغه څخه وویرېږئ.
6
آیا پنځه مرغۍ په دوه روپۍ نه خرڅیږي؟ خو بیاهم له دوی څخه یوه يې هم خدای نه هېروي.
7
تر دې پورې چې ستاسو د سر ویښتان هم شمېرل شوي دي، نو هیڅ مه وېرېږئ، تاسو د بې شمېره مرغیو څخه زیات ارزښت لرئ.»
8
عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم هرڅوک چې د خلکو په مخکې په دې اقرار وکړي چې هغه زما د پیروانو څخه دی، نو د انسان زوی به هم د خدای د فرښتو په مخکې اقرار وکړي چې هغه زما د پیروانو څخه دی.
9
خو هرڅوک چې د خلکو په مخکې زما څخه انکار وکړي نو د انسان زوی به هم د خدای د فرښتو په مخکې د هغه څخه انکار وکړي.
10
هر څوک چې د انسان د زوی په خلاف کومه خبره وکړي نو هغه به وبخښل شي، خو که څوک د روح القدس په ضد کفر ووایي هغه به ونه بخښل شي.
11
کله چې هغوی تاسې د محاکمې دپاره کنیسا ګانو یا والیانو یا واکمنانو ته راولي نو په دې هکله اندیښنه مه کوئ چې د خپل ځان څخه به څنګه دفاع کوئ یا څه به وایئ.
12
ځکه چې په هماغه ساعت به روح القدس تاسو ته درزده کړي چې څه باید ووایئ.»
13
د ګڼې ګوڼې له منځ څخه یو سړي عیسی ته وویل: «استاده! زما ورور ته ووایه چې زمونږ د پلار میراث زما سره ووېشي.»
14
عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «ای وروره! زه چا ستاسو ترمنځ قاضي ټاکلی یم چې ستاسو میراث ووېشم؟»
15
بیا یې خلکو ته وویل: «پام کوئ او خپل ځانونه د هر ډول حرص څخه وساتئ، ځکه چې د انسان رښتینی ژوند په دې نه جوړیږي چې هغه دې ډېره شتمني ولري.»
16
بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «یو شتمن سړی ؤ چې ځمکه یې لرله او هغې ځمکې ښه حاصل ورکړ.
17
هغه د خپل ځان سره فکر وکړ چې: «څه وکړم؟ ما سره دومره ځای نشته چې خپلې غلې دانې په کې وساتم.»
18
بیا هغه وویل: «اوس پوه شوم چې څه وکړم. زه به خپل ګودامونه وران کړم او د هغو نه به لوی ګودامونه جوړ کړم او خپلې غلې دانې او نور شیان به په کې ذخیره کړم.
19
بیا به خپل ځان ته ووایم: ای بختور انسانه! تا سره ډېر زیات ښه ښه شیان شته چې د ډېرو کلونو دپاره دې بس دي. اوس آرام ژوند تېروه، خوره، څښه او مزې کوه.»
20
خو خدای هغه ته وویل: «ای کم عقله! همدا نن شپه به دې ساه ووځي، نو دا ټول شیان چې تا د خپل ځان دپاره ساتلي دي هغه به د چا شي؟»
21
داسې به د هغو خلکو سره کیږي چې د ځانونو دپاره شتمني راټولوي خو د خدای په نظر کې به غریب وي.»
22
بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «نو تاسو ته وایم چې د خپل ژوند په هکله دا اندیښنه مه کوئ چې څه شی به خورئ او هم د خپل بدن په خاطر چې څه به اغوندئ.
23
ځکه چې ژوند د خواړو څخه او بدن د کالیو څخه ډېر ارزښتناک دی.
24
کارغانو ته وګورئ، هغوی نه څه کري او نه څه ریبي، نه ساتن ځایونه لري او نه ګودامونه، خو خدای ورته روزي رسوي. تاسو د مرغانو څخه ډېر زیات ارزښت لرئ.
25
آیا په تاسو کې څوک کولای شي چې په اندیښنو سره د خپل عمر یو ساعت هم زیات کړي؟
26
نو که چېرې تاسو داسې یو کوچنی کار نه شئ کولی، نو بیا ولې د نورو شیانو په هکله اندیښنه کوئ؟
27
ځنګلي ګلانو ته وګورئ چې څنګه لوییږي. هغوی نه کار کوي او نه د ځانونو دپاره کالي جوړوي. خو تاسو ته وایم چې حتی سلیمان پادشاه هم د خپل ټول شان او شوکت سره د دې ګلانو په شان ښکلی او سینګار شوی نه ؤ.
28
که چېرې خدای د صحرا واښو ته چې نن دلته دي او سبا ته په تنور کې سوځول کیږي داسې ښکلا ورکوي، نو هغه به تاسو ته د هغو څخه ښه کالي در نه کړي؟ ستاسو ایمان څومره کمزوری دی!
29
نو اندیښنه مه کوئ چې تاسو به څه خورئ او څه به څښئ.
30
ځکه چې د دې نړۍ خلک د دې شیانو په هکله اندیښنه کوي. خو ستاسو آسماني پلار پوهیږي چې تاسو دې شیانو ته اړتیا لرئ.
31
د دې په ځای تاسو خپلو ځانونو ته د خدای پادشاهي وغواړئ نو هغه به تاسو ته دا شیان هم درکړي.»
32
«ای د شاګردانو کوچنۍ ډلې! مه وېرېږئ، ځکه چې ستاسو د آسماني پلار دا خوښه ده چې تاسو ته پادشاهي درکړي.
33
هرڅه چې لرئ هغه خرڅ کړئ او پیسې یې غریبانو ته ورکړئ. د خپلو ځانونو دپاره د پیسو داسې کڅوړې تیارې کړئ چې هیڅکله نه زړیږي یعنې په آسمان کې داسې خزانې جوړې کړئ چې هیڅکله نه کمیږي، ځکه چې هیڅ یو غل ورته نږدې کېدای نه شي او نه یې چینجي خوړلی شي.
34
ځکه په هرځای کې چې ستاسو خزانه وي نو ستاسو زړونه به هم هلته وي.»
35
«خپلې ملاګانې وتړئ، د کار دپاره تیار اوسئ او څراغونه مو بل وساتئ.
36
د هغو نوکرانو په شان اوسئ چې خپل بادار ته د واده د میلمستیا څخه د بېرته راتللو په انتظار وي. نو چې کله راشي او دروازه وټکوي نو سمدلاسه یې ورته خلاصه کړي.
37
بختور دي هغه نوکران چې کله یې بادار راشي او وویني چې هغوی بیداره ناست دي. زه تاسو ته رښتیا وایم چې بادار به خپله ملا وتړي، هغوی به دسترخوان ته کښینوي او رابه شي او د هغوی خدمت به وکړي.
38
بختور دي هغه نوکران چې کله یې بادار په نیمه شپه یا د هغې څخه هم ناوخته راشي او وویني چې هغوی بیداره ناست دي.
39
خو تاسو باید په دې پوه شئ چې که چېرې د کور خاوند پوهېدلی چې غل به څه وخت راځي نو نه به یې پرېښوده چې د هغه کور ته ورننوځي.
40
نو تاسو هم باید تیار اوسئ، ځکه چې د انسان زوی به په داسې وخت کې راشي چې تاسو به یې د راتلو انتظار هم نه لرئ.»
41
پطروس وویل: «ای استاده! آیا دا مثال یوازې زمونږ دپاره دی او که د ټولو دپاره؟»
42
عیسی ځواب ورکړ: «نو هغه وفادار او هوښیار نوکر څوک دی چې بادار یې د خپلو نوکرانو په سر وټاکي تر څو په خپل وخت هغوی ته خپله برخه خواړه ورکړي؟
43
بختور دی هغه نوکر چې بادار یې راشي او هغه په خپل کار کې بوخت وویني.
44
په رښتیا سره زه وایم چې بادار به هغه د خپل ټول مال او جایداد مسئولیت هغه ته وسپاري.
45
خو که هغه نوکر د خپل ځان سره ووایي چې بادار به مې دومره ژر رانه شي او د ټولو نورو نوکرانو په وهلو ټکولو پیل وکړي، وخوري، وڅښي او نېشې وکړي،
46
نو بادار به یې په داسې ورځ راشي چې هغه به یې انتظار هم نه لري او په داسې وخت کې به راشي چې هغه به خبر هم نه وي. نو بادار به هغه ته سخته سزا ورکړي او هغه به په بې ایمانانو کې وشمېرل شي.
47
هغه نوکر چې په دې پوهیږي چې خپل بادار یې ترې څه غواړي، خو بیاهم تیار نه دی چې هغه کار وکړي، نو هغه به سخت ووهل شي.
48
مګر هغه نوکر چې په دې نه پوهیږي چې بادار یې څه غواړي او کوم غلط کار وکړي چې د سزا وړ وي، نو لږ به ووهل شي. چا ته چې ډېر ورکړل شي نو ډېر به ورڅخه غوښتل کیږي. څومره ډېر چې چا ته سپارل کیږي هماغومره ډېر ورڅخه غوښتل کیږي.»
49
عیسی زیاته کړه: «زه د دې دپاره راغلی یم چې په ځمکه اور ولګوم او کاشکې دا اور لا پخوا لګیدلی وای.
50
زه به د یو سخت تعمید څخه تیرېږم او تر څو پورې چې هغه تر سره شوی نه وي نو زما زړه به ناآرامه وي.
51
آیا تاسو ګومان کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې نړۍ ته سوله راولم؟ نه، د سولې دپاره نه، بلکه د بې اتفاقۍ اچولو دپاره راغلی یم.
52
ځکه له دې وروسته چې پنځه تنه په یو کور کې وي سره به جلا شي، درې تنه به د دوه تنو او دوه تنه به د درې تنو په خلاف شي.
53
پلار به د زوی په خلاف شي او زوی به د پلار په خلاف، مور به د لور او لور به د مور په خلاف، خواښې به د نږور او نږور به د خواښې په خلاف شي.»
54
همدارنګه عیسی خلکو ته وویل: «کله چې تاسو ووینئ چې ورېځې د لمر پرېواته له خوا راپورته کیږي، نو سمدستي وایئ چې باران به وشي او همداسې کیږي.
55
کله چې باد د جنوب له خوا ولګیږي نو تاسو وایئ چې سخته ګرمي به شي او همداسې کیږي.
56
ای منافقانو! تاسو کولای شئ چې ځمکې او آسمان ته په کتلو سره د هوا د حالت پیشګویي وکړئ، نو بیا څنګه اوسنۍ زمانه نه شئ پېژندلی؟
57
تاسو خپله ولې دا پرېکړه نه شئ کولی چې کومه لاره سمه ده؟
58
کله چې له خپل مدعي سره قاضي ته ځئ، نو په لاره کې کوښښ وکړئ چې د هغه سره روغه وکړئ، که نه، نو هغه به مو قاضي ته راکاږي او قاضي به تاسو پولیس ته وسپاري او په زندان کې به واچول شئ.
59
زه تاسو ته وایم چې ترهغې پورې به له زندان څخه راخلاص نه شئ چې ترڅو پورې مو د خپل پور یوه یوه پیسه نه وي ورکړې.»
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24