bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 14
Luke 14
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 15 →
1
د سبت په یوه ورځ عیسی د ډوډۍ خوړلو دپاره د فریسیانو د ډلې د یو مشر کور ته لاړ او هلته خلکو په ځیر هغه ته کتل.
2
هلته عیسی ته مخامخ یو سړی ولاړ ؤ چې د پړسوب په ناروغۍ اخته ؤ.
3
عیسی د شریعت د عالمانو او فریسیانو څخه پوښتنه وکړه: «آیا د سبت په ورځ د ناروغانو روغول روا دي که نه؟»
4
خو هغوی غلي پاتې شول. نو عیسی هغه سړی له لاسه ونیوه، هغه یې روغ کړ او رخصت یې کړ.
5
بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «که چېرې د سبت په ورځ په تاسو کې د کوم چا زوی یا غویی په څاه کې ولویږي نو آیا هغه به یې سمدلاسه راونه باسي؟»
6
خو د هغوی سره د دې خبرې ځواب نه ؤ.
7
کله چې عیسی ولیدل چې ځینو میلمنو کوښښ کاوه د ځانونو دپاره تر ټولو ښه ځایونه ونیسي، نو هغوی ته یې دا مثال راوړ:
8
«کله چې څوک تاسو ته د واده د میلمستیا دپاره بلنه درکړي نو د مجلس په سر کې مه کښینئ. ځکه کېدای شي چې ستاسو څخه کوم بل ډېر مهم سړی رابلل شوی وي،
9
او ستاسو کوربه چې تاسو دواړه یې رابللي یئ راشي او درته ووایي: «خپل ځای دې سړي ته پرېږده.» نو بیا به وشرمېږې او مجبوره به شې چې تر ټولو وروستني ځای کې کښینې.
10
خو کله چې د چا میلمه شې نو لاړ شه او تر ټولو وروستني ځای کې کښینه. ترڅو کله چې کوربه راشي او درته ووایي: «ای زما ملګریه! پاس کښینئ.» په دې به د نورو ټولو میلمنو په مخکې ستا عزت وشي،
11
ځکه څوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او څوک چې خپل ځان عاجز کړي هغه به سرلوړی شي.»
12
بیا عیسی خپل کوربه ته وویل: «کله چې د غرمې یا د ماښام ډوډۍ دپاره څوک راغواړې نو خپلو ملګرو یا خپلو ورونو یا خپلوانو یا خپلو شتمنو ګاونډیانو ته بلنه مه ورکوه، ځکه چې هغوی به هم بېرته تاته بلنه درکړي نو په دې ډول به ستا بدل پوره کړي.
13
خو کله چې میلمستیا ورکوې نو غریبانو، شلانو، ګوډانو او ړاندو ته بلنه ورکړه.
14
نو ته به بختور یې، ځکه چې هغوی ستا بدل نه شي پوره کولای. خو د قیامت په ورځ به خدای تاته د صادقانو سره اجر درکړي.»
15
کله چې د حاضرو خلکو څخه یو تن چې په دسترخوان ورسره ناست ؤ دا واورېدل نو عیسی ته یې وویل: «بختور دي هغه خلک چې د خدای په پادشاهۍ کې به په میلمستیا کې کښېني.»
16
عیسی هغه ته وویل: «یو سړي یوه لویه میلمستیا جوړه کړه او ډېر خلک یې راوبلل.
17
کله چې د ډوډۍ وخت شو نو خپل نوکر یې میلمنو پسې ولېږه چې ورته ووایي: «راشئ، هرڅه تیار دي.»
18
خو هغوی ټولو بهانې شروع کړې. لومړني وویل: «ما لږه ځمکه اخیستې ده، باید لاړ شم او هغه ووینم. مهرباني وکړه زما عذر قبول کړه.»
19
بل وویل: «ما پنځه جوړې غوایان اخیستي دي او روان یم چې هغه امتحان کړم، مهرباني وکړه زما عذر قبول کړه.»
20
او بل یې وویل: «ما نوی واده کړی دی نو له دې امله نه شم درتللی.»
21
نوکر بېرته راغی او خپل بادار ته یې دا هرڅه وویل. بادار ډېر په قهر شو او خپل نوکر ته یې وویل: «ژر ژر د ښار سرکونو او کوڅو ته ووځه او غریبان، شلان، ړانده او ګوډان راوله.»
22
کله چې نوکر بېرته راستون شو نو ویې ویل: «باداره! ستاسو امر په ځای شو، خو بیاهم د نورو خلکو دپاره ځای شته.»
23
بیا بادار خپل نوکر ته وویل: «د ښار څخه دباندې سرکونو او کوڅو ته ووځه او خلک په زوره راوله ترڅو زما کور ډک شي.
24
زه تاسو ته وایم چې د هغو خلکو څخه چې لومړی مې ورته بلنه ورکړې وه هیڅوک به هم زما د دې میلمستیا خوند ونه څکي.»»
25
یوځل چې د خلکو یوه لویه ډله د عیسی سره روانه وه، عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل:
26
«که څوک ما ته راځي او هغه د خپل مور، پلار، خپلې ښځې او اولادونو، ورونو او خویندو او حتی د خپل ځان څخه هم زما سره زیاته مینه ونه کړي، هغه نه شي کولی چې زما شاګرد شي.
27
که چېرې څوک خپل صلیب راوانخلي او ما پسې رانه شي نو هغه زما شاګرد کېدای نه شي.
28
فرض کړئ چې په تاسو کې کوم څوک غواړي یو برج جوړ کړي، آیا هغه به لومړی نه کښېني چې لګښت یې وسنجوي ترڅو وویني چې د هغه سره دومره پیسې شته چې هغه ورباندې سرته ورسوي یا نه؟
29
که نه، نو تهداب به یې کیږدي خو وبه نه شي کولای چې سرته یې ورسوي نو هرڅوک چې هغه وګوري ورپورې به وخاندي.
30
هغوی به وایي چې دې سړي د ودانۍ کار شروع کړ خو ویې نه شو کولی چې سرته یې ورسوي.
31
يا کوم داسې پادشاه به وي چې د بل پادشاه سره د جګړې دپاره ځي او پرته له دې چې لومړی کښېني او فکر وکړي چې آیا د خپل لسو زرو لښکرو سره به وکولای شي د هغه بل پادشاه سره چې شل زره لښکر لري وجنګیږي؟
32
که چېرې هغه ونه شي کولی، نو مخکې له دې چې دښمن ورته راورسیږي هغه به استازي ولېږي او د سولې د شرطونو په هکله به ورڅخه غوښتنه وکړي.
33
په همدې ډول په تاسو کې هیڅوک ترهغې زما شاګرد کېدای نه شي ترڅو پورې چې د خپل مال او دولت څخه تېر نه شي.
34
مالګه ښه شی دی، خو که خپله مالګه بیخونده شي نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړي.
35
د هغې څخه نور نه د ځمکې دپاره او نه د سرې دپاره کار اخیستل کیږي، خلک هغه ایسته غورځوي. که څوک غوږونه لري نو هغه دې واوري.»
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24