bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 23
Luke 23
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 24 →
1
بیا د شورا ټول غړي پاڅېدل او عیسی یې پیلاتوس ته بوتلو
2
او په هغه باندې یې په تور لګولو پیل وکړ: «مونږ ولیدل چې دې سړي زمونږ قوم بې لارې کاوه او خلک امپراتور ته د مالیې ورکاوه څخه منع کوي او دعوه کوي چې هغه خپله مسیح یعنې پادشاه دی.»
3
پیلاتوس د هغه څخه پوښتنه وکړه: «آیا ته د یهودیانو پادشاه یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې.»
4
بیا پیلاتوس مشرانو کاهنانو او حاضرو خلکو ته وویل: «زه په دې سړي کې هیڅ ډول جرم نه وینم.»
5
خو هغوی ډېر ټینګار کاوه او ویل یې: «هغه په ټولې یهودیې کې په تعلیم ورکولو سره خلک راپاروي. هغه د جلیل څخه پیل وکړ او تر دې ځایه راورسېد.»
6
کله چې پیلاتوس دا واورېدل نو پوښتنه یې وکړه: «آیا دا سړی جلیلي دی؟»
7
کله چې هغه خبر شو چې عیسی د هغې سیمې څخه دی چې د هیرودیس تر واکمنۍ لاندې ده نو هغه یې هیرودیس ته چې په هغه وخت کې په اورشلیم کې ؤ، ولېږه.
8
کله چې هیرودیس عیسی ولید نو ډېر خوشحاله شو، ځکه چې د هغه په هکله یې ډېر څه اوریدلي وو او له ډېرې مودې راهیسې یې غوښتل چې عیسی وویني. هغه په دې تمه ؤ چې د هغه څخه کومه معجزه وویني.
9
نو هیرودیس د عیسی څخه ډېرې پوښتنې وکړې، خو عیسی هیڅ ځواب ورنه کړ.
10
مشران کاهنان او د شریعت عالمان ولاړ وو او په عیسی یې سخت تورونه ولګول.
11
هیرودیس او د هغه عسکرو په عیسی باندې ملنډې ووهلې او د هغه سپکاوی یې وکړ، بیا یې د پادشاهۍ چپنه ورته ورواغوستله او بېرته یې پیلاتوس ته ورولېږه.
12
په هماغه ورځ هیرودیس او پیلاتوس یو د بل سره دوستان شول، ځکه چې له دې څخه مخکې د هغو دواړو ترمنځ دښمني وه.
13
بیا پیلاتوس مشران کاهنان، د قوم مشران او خلک راوغوښتل
14
او هغوی ته یې وویل: «تاسو دا سړی ما ته راوستی دی او وایئ چې هغه خلک بې لارې کوي. خو اوس ما ستاسو په مخکې د هغه څخه پوښتنې وکړې او په هغه کې مې هغه جرم ونه مونده چې تاسو پرې تور لګولی دی.
15
او نه هم هیرودیس په هغه کې کومه ګناه ولیدله، نو ځکه یې بېرته مونږ ته راولیږه. ښکاره ده چې هغه داسې کوم کار نه دی کړی چې د مرګ لایق وي.
16
نو زه به هغه د یو څو دورو وهلو وروسته پرېږدم چې لاړ شي.»
17
[ځکه په هغه وخت کې دا رواج ؤ چې په هر اختر کې هغوی ته یو بندي آزاد کړي.]
18
خو ټولو خلکو په یو آواز چیغې کړې: «دا سړی ووژنه! باراباس مونږ ته راخلاص کړه.»
19
باراباس یو سړی ؤ چې په ښار کې د بغاوت او قتل په تور زندان ته اچول شوی ؤ.
20
پیلاتوس چې غوښتل یې عیسی خلاص کړي یوځل بیا هغوی ته خبرې وکړې.
21
خو هغوی چیغې وهلې: «په صلیب باندې یې ځوړند کړه، په صلیب باندې یې ځوړند کړه.»
22
پیلاتوس د دریم ځل دپاره هغوی ته وویل: «ولې؟ څه جرم یې کړی دی؟ ما په هغه کې داسې کوم جرم ونه مونده چې د مرګ لایق وګڼل شي. نو زه به هغه د یو څو دورو وهلو وروسته پرېږدم چې لاړ شي.»
23
خو هغوی ټینګار کاوه او په لوړ آواز سره یې چیغې وهلې چې هغه باید په صلیب وځړول شي. خلکو دومره چیغې ووهلې چې په پای کې د هغوی چیغې بریالۍ شوې.
24
نو پیلاتوس د هغوی د غوښتنې سره سم پرېکړه وکړه.
25
نو پیلاتوس د هغوی د غوښتنې سره سم باراباس چې د بغاوت او قتل له امله زنداني شوی ؤ د زندان څخه خلاص کړ او عیسی یې هغوی ته په لاس ورکړ چې هرڅه وغواړي ورسره ویې کړي.
26
کله چې عسکرو هغه د اعدامولو دپاره بیولو نو هغوی د شمعون په نامه یو سړی چې د قیروان څخه ؤ او د اطراف څخه ښار ته راروان ؤ، راونیوه. هغه یې اړ کړ چې صلیب په اوږه کړي او په عیسی پسې یې یوسي.
27
ګڼ شمیر خلک په عیسی پسې روان وو چې په هغو کې ښځې هم وې چې ځانونه یې وهل او د هغه دپاره یې ژړا انګولا کوله.
28
عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: «ای د اورشلیم ښځو! زما دپاره مه ژاړئ، خو د خپلو ځانونو او خپلو اولادونو دپاره وژاړئ.
29
ځکه چې داسې ورځې راتلونکې دي چې خلک به وایي چې هغه ښځې بختورې دي چې شنډې دي او هیڅکله یې ماشومان نه دي زېږولي او هیڅکله یې تی نه دی ورکړی.
30
په هغه وخت کې به خلک غرونو ته وایي چې په مونږ باندې راولویږئ او غونډیو ته به وایي چې مونږ پټ کړئ.
31
ځکه که چېرې هغوی د شنې ونې سره داسې کار کوي نو د وچې ونې سره به څه کیږي؟»
32
دوه نور مجرمان یې هم د عیسی سره روان کړي وو چې د هغه سره یوځای اعدام شي.
33
کله چې هغوی هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده ورسېدل، نو عسکرو عیسی هلته په صلیب ځوړند کړ او هغه دوه مجرمان یې هم ورسره په صلیب وځړول، یو یې د هغه ښي لاس ته او بل یې د هغه چپ لاس ته.
34
عیسی وویل: «ای پلاره! دوی وبخښه، ځکه دوی نه پوهیږي چې څه کوي.» عسکرو د عیسی په کالیو باندې پچه واچوله او په خپل منځ کې یې سره ووېشل.
35
خلک د سیل دپاره هلته ولاړ وو او د یهودیانو مشرانو په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې: «هغه نور خلک ژغورل، که چېرې هغه په رښتیا سره د خدای غوره شوی مسیح وي نو اوس دې خپل ځان وژغوري.»
36
عسکرو هم په هغه باندې ملنډې ووهلې، هغوی د عیسی خوا ته ورنږدې شول او تروه شراب یې ورته ورکړل
37
او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د یهودیانو پادشاه یې نو خپل ځان دې وژغوره.»
38
د هغه د سر دپاسه یوه تخته لګول شوې وه چې ورباندې لیکل شوي وو: «دا د یهودیانو پادشاه دی.»
39
یو له هغو مجرمانو څخه چې هلته ځړول شوی ؤ عیسی ته پېغور ورکړ او ویې ویل: «آیا ته مسیح نه یې؟ نو بیا خپل ځان او مونږ وژغوره.»
40
خو هغه بل مجرم هغه ورټلو او ورته ویې ویل: «آیا ته له خدایه نه وېرېږې؟ ځکه چې په تا باندې هم د هغه په شان د مرګ حکم شوی دی.
41
زمونږ سره انصاف شوی دی ځکه چې مونږ ته د خپلو عملونو سزا راکول کیږي. خو دې سړي کوم غلط کار نه دی کړی.»
42
بیا هغه وویل: «ای عیسی! کله چې خپلې پادشاهۍ ته ورسیدې نو ما هم درپه یاد کړه.»
43
عیسی هغه ته وویل: «زه تاته رښتیا وایم چې ته به نن زما سره په جنت فردوس کې واوسې.»
44
۴۴-۴۵ د غرمې شاوخوا دولس بجې وې چې لمر ورک شو او د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټول وطن کې تیاره خپره شوه او د خدای د کور پرده په منځ کې دوه ټوټې شوه.
45
***
46
عیسی په لوړ آواز چیغه ووهله او ویې ویل: «ای پلاره! زه خپل روح تاته سپارم.» دا یې وویل او ساه یې ورکړه.
47
کله چې رومي منصبدار دا هرڅه ولیدل نو د خدای ثناه یې وویله او ویې ویل: «بیشکه چې دا سړی بې ګناه ؤ.»
48
هغه خلک چې دې نندارې ته راټول شوي وو، کله یې چې دا پېښه ولیدله نو له غمه یې خپل ځانونه وهل او بېرته خپلو کورونو ته لاړل.
49
د عیسی ټول آشنایان او هغه ښځې چې د جلیل څخه په هغه پسې راغلې وې په لیرې فاصله کې ولاړې وې او دا هرڅه یې لیدل.
50
هلته د یوسف په نوم یو سړی ؤ چې په یهودیې کې د رامه د ښار اوسیدونکی ؤ او د یهودیې د شورا غړی ؤ. هغه یو نېک او رښتینی سړی ؤ.
51
خو د هغوی د دې پرېکړې او دې کار سره جوړ نه ؤ او د خدای د پادشاهۍ په انتظار ؤ.
52
هغه پیلاتوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت.
53
بیا هغه د صلیب څخه مړی راکوز کړ او د کتان په ټوټه کې یې تاو کړ او په تیږه کې کیندل شوي قبر کې یې کېښود چې د دې نه مخکې په کې څوک نه ؤ ښخ شوی.
54
دا د جمعې ورځ وه، یعنې سبت ته د تیاري نیولو ورځ وه او د سبت ورځ شروع کېدله.
55
کومې ښځې چې د جلیل څخه د عیسی سره راغلې وې په یوسف پسې روانې وې. هغوی قبر ولید چې د عیسی مړی په کې څنګه ایښودل شوی ؤ.
56
بیا هغوی بېرته د اورشلیم ښار ته لاړې او د مړي دپاره یې خوشبویه مسالې او عطر تیار کړل او د شریعت د حکم له مخې یې د سبت په ورځ آرام وکړ.
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 24 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24