bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 20
Luke 20
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 21 →
1
یوه ورځ کله چې عیسی د خدای په کور کې خلکو ته تعلیم ورکاوه او زېری یې ورته اعلانولو، مشران کاهنان او د شریعت عالمان د نورو یهودي مشرانو سره راغلل
2
او هغه ته یې وویل: «ته څه حق لرې چې دا کارونه کوې؟ چا تاته دا اختیار درکړی دی؟»
3
عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: «زه هم ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم، ما ته ووایئ چې
4
د یحیی د تعمید غسل د خدای له خوا ؤ که د انسان له خوا؟»
5
هغوی په خپل منځ کې بحث وکړ او ویې ویل: «که چېرې ووایو چې د خدای له خوا ؤ، نو هغه به ووایي چې بیا تاسو ولې په هغه باندې ایمان رانه وړ؟
6
خو که چېرې ووایو چې د انسان له خوا ؤ، نو ټول خلک به مونږ سنګسار کړي، ځکه چې هغوی په دې عقیده دي چې یحیی پیغمبر ؤ.»
7
نو ځواب یې ورکړ: «مونږ نه پوهېږو چې له کوم ځایه ؤ.»
8
عیسی هغوی ته وویل: «زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم اختیار دا کارونه کوم.»
9
بیا عیسی خلکو ته دا مثال راوړ: «یو سړي د انګورو باغ جوړ کړ او هغه یې باغوانانو ته په اجاره ورکړ او په خپله د اوږدې مودې دپاره یو بل وطن ته لاړ.
10
کله چې د انګورو د راټولولو وخت راورسېد نو هغه خپل یو نوکر اجاره دارانو ته ورولېږه چې د باغ د حاصلاتو څخه د هغه برخه راوړي. خو باغوانانو هغه وواهه او تش لاس یې بېرته ولېږه.
11
بیا هغه بل نوکر ورولېږه، خو باغوانانو هغه هم وواهه، د هغه سپکاوی یې وکړ او تش لاس یې بېرته راولیږه.
12
بیا یې دریم نوکر ورولېږه، خو هغه یې هم ټپي کړ او دباندې یې وغورځاوه.
13
د باغ خاوند د خپل ځان سره وویل: «اوس څه وکړم؟ زه به خپل ګران زوی ورولېږم، کېدای شي چې د هغه لحاظ وکړي.»
14
خو کله چې باغوانانو هغه ولید، نو یو بل ته یې سره وویل: «دا یې وارث دی. راځئ چې مړ یې کړو، نو میراث به یې زمونږ شي.»
15
نو هغه یې د انګورو د باغ څخه دباندې وویست او ویې واژه.» عیسی پوښتنه وکړه: «اوس به د باغ خاوند د هغوی سره څه کوي؟
16
هغه به راشي او دا باغوانان به ووژني او د انګورو باغ به نورو ته ورکړي.» کله چې خلکو دا واورېدل نو ویې ویل: «خدای دې نه کړي.»
17
عیسی هغوی ته وکتل او پوښتنه یې وکړه: «نو بیا د زبور د کتاب د دې برخې معنی څه ده؟ «کومه تیږه چې ګلکارانو ایسته وغورځوله، هغه د ودانۍ د تهداب اصلي تیږه شوه.»
18
هرڅوک چې په دې تیږه راولوېږي نو ټوټې ټوټې به شي او که هغه تیږه په چا باندې راولوېږي نو هغه به ذرې ذرې کړي.»
19
د شریعت عالمانو او مشرانو کاهنانو غوښتل چې په هماغه ساعت عیسی ونیسي، ځکه چې هغوی پوه شول چې دا مثال یې د دوی په هکله وویلو، خو د خلکو څخه وېرېدل.
20
بیا هغوی د فرصت په لټه کې وو او ځینې جاسوسان یې چې خپل ځانونه یې صادقان ښودل ولېږل، تر څو عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي او هغه د روم والي ته چې د قدرت او واک خاوند دی وسپاري.
21
جاسوسانو عیسی ته وویل: «استاده! مونږ پوهېږو ته چې څه وایې او کوم تعلیم چې ورکوې هغه صحيح دی. ته د هیچا پلوي نه کوې بلکې په رښتینولۍ سره د خدای د لارې تعلیم ورکوې.
22
آیا مونږ ته روا ده چې امپراتور ته مالیه ورکړو که نه؟»
23
عیسی پوه شو چې هغوی ورسره چل کوي نو ورته ویې ویل:
24
«ما ته د سپینو زرو یوه سيکه وښایئ، په هغې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.»
25
عیسی وویل: «نو بیا څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.»
26
هغوی ونه شو کولی چې عیسی د خلکو په مخکې په خپلو خبرو کې راونیسي او د هغه په ځواب حیران شول نو غلي پاتې شول.
27
بیا ځینې صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کیدو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یو سوال وکړ:
28
«ای استاده! موسی په شریعت کې مونږ ته لیکلي دي چې که چېرې د چا ورور مړ شي او ښځه یې ترې پاتې شي او اولاد ونلري نو د دې سړي ورور باید د هغې کونډې سره واده وکړي ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي.
29
نو داسې وشول چې اووه ورونه وو، لومړني یې ښځه وکړه او بې اولاده مړ شو.
30
بیا دوهم یې هماغه ښځه وکړله، هغه هم بې اولاده مړ شو.
31
بیا دریم هغه وکړله او په همدې ډول اووه واړو د هغې سره وادونه وکړل او هر یو مړ شو، خو د یو هم اولاد ونه شو،
32
او له ټولو وروسته هغه ښځه هم مړه شوه.
33
نو د قیامت په ورځ به هغه د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې اوو واړو د هغې سره وادونه کړي وو.»
34
عیسی ځواب ورکړ: «په دې دنیا کې نر او ښځې وادونه کوي،
35
خو کوم خلک چې د راتلونکې دنیا او د مرګ څخه د بېرته راژوندي کېدلو لایق ګڼل شوي دي، هغوی یو د بله سره وادونه نه کوي.
36
هغوی به نور نه مړه کیږي ځکه چې د فرښتو په شان به وي. هغوی د خدای اولادونه دي، ځکه چې د مړو څخه د تل دپاره راژوندي شوي دي.
37
او دا چې مړي بیا راژوندي کیږي، موسی دا په خپله د سوځېدونکي بوټي په پېښه کې وښودله او هلته یې څښتن د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای وباله.
38
هغه د مړو نه بلکې د ژوندیو خدای دی، ځکه چې د هغه په نظر کې ټول ژوندي دي.»
39
د شریعت ځینو عالمانو وویل: «استاده! ډېر ښه ځواب دې ورکړ.»
40
له هغې وروسته نور چا جرات ونه کړ چې د هغه څخه بله پوښتنه وکړي.
41
بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «هغوی څنګه ویلی شي چې مسیح د داود زوی دی؟
42
ځکه چې خپله داود د زبور په کتاب کې وایي: څښتن زما بادار ته وویل: «زما ښي لاس ته کښینه،
43
ترڅو ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم.»
44
نو کله چې داود مسیح ته بادار وایي، بیا دا څنګه کېدای شي چې هغه د داود زوی وي؟»
45
په داسې حال کې چې ټولو خلکو د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ، خپلو شاګردانو ته یې وویل:
46
«د شریعت د عالمانو څخه چې دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او د خلکو څخه تمه لري چې په بازارونو کې ورته سلامونه واچوي او غواړي چې په کنیسا ګانو کې په مخکې ځایونو او په میلمستیاوو کې په ښو ځایونو کې کښېني، خپل ځانونه وساتئ.
47
هغوی د کونډو مالونه خوري او د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوي. د داسې خلکو سزا به د نورو نه سخته وي.»
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24