bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 18
Luke 18
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 19 →
1
عیسی خپلو شاګردانو ته دا مثال راوړ چې هغوی ته وروښایي چې تل باید دعا وکړي او هیڅکله ناامیده نه شئ.
2
هغه وویل: «په یو ښار کې یو قاضي ؤ چې نه له خدایه وېرېده او نه یې د خلکو پروا لرله.
3
په همدې ښار کې یوه کونډه وه چې هر وخت به هغه ته راتله او د خپل حق په خاطر به یې ورته زارۍ کولې او ویل به یې چې زما او زما د دښمن ترمنځ په شخړه کې زما سره انصاف وکړه.
4
قاضي ډېره موده نه غوښتل چې کوم کار وکړي، خو آخر هغه د خپل ځان سره وویل: «که څه هم زه نه له خدایه وېرېږم او نه د خلکو پروا لرم،
5
خو دا چې دې کونډې ما ته سرخوږی پیدا کړی دی، نو زه به د هغې سره انصاف وکړم. که نه نو هغه به هر وخت راځي او ما به تنګوي.»»
6
بیا عیسی وویل: «تاسو واورېدل چې دې بې انصافه قاضي څه وویل.
7
آیا خدای به د خپلو غوره شويو خلکو سره چې شپه او ورځ ورته د مرستې په خاطر فریادونه کوي، انصاف ونه کړي؟ آیا د هغوی سره به په مرسته کولو کې ځنډ وکړي؟
8
زه درته وایم چې هغه به ژر د هغوی سره انصاف وکړي. خو کله چې د انسان زوی راشي نو آیا هغه به د ځمکې په مخ داسې څوک پیدا کړي چې ایمان ولري؟»
9
همدارنګه عیسی د هغو خلکو دپاره چې په خپل ځان ډاډمن وو چې نېک خلک دي او نور یې سپک ګڼل، دا مثال راوړ:
10
«یو وخت دوه تنه چې یو یې فریسي او بل یې مالیه ټولوونکی ؤ د دعا دپاره د خدای کور ته لاړل.
11
فریسي ودرېد او د خپل ځان سره یې داسې دعا وکړه: «ای خدایه! ستا شکر کوم چې د نورو په شان حریص، بې ایمانه او زناکار نه یم او نه د دې مالیه ټولوونکي په شان یم.
12
زه په هفته کې دوه ورځې روژه نیسم او څه چې ګټم د هغې لسمه برخه ورکوم.»
13
خو هغه مالیه ټولوونکی لیرې ولاړ ؤ او تر دې چې نه یې غوښتل پاس آسمان ته وګوري، خو خپله سینه یې وهله او ویل یې: «ای خدایه! په ما ګناهکار رحم وکړه.»»
14
عیسی وویل: «زه تاسو ته وایم چې هغه مالیه ټولوونکی چې خپل کور ته لاړ بخښل شوی دی، نه هغه فریسي. ځکه هرڅوک چې خپل ځان لوی ګڼي هغه به خوار شي او هرڅوک چې خپل ځان عاجز کړي نو هغه به سرلوړی شي.»
15
ځینو خلکو به عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس په هغوی باندې کیږدي. کله چې شاګردانو دا ولیدل نو هغوی یې ورټل،
16
خو عیسی هغه ماشومان خپل ځان ته راوغوښتل او ویې ویل: «پرېږدئ چې ماشومان ماته راشي، هغوی مه منع کوئ، ځکه چې د خدای پادشاهي د همداسې خلکو ده.
17
زه تاسو ته رښتیا وایم، هرڅوک چې د خدای پادشاهي د یو ماشوم په څېر ونه مني نو هیڅکله به هغې ته وردننه نه شي.»
18
یو یهودي مشر د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ای نېک استاده! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟»
19
عیسی ورته وویل: «ولې ماته نېک وایې؟ پرته له خدایه بل هیڅوک نېک نه دی.
20
ته په حکمونو باندې پوهېږې: زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، د دروغو شاهدي مه ورکوه او د خپل مور او پلار درناوی کوه.»
21
هغه سړي ځواب ورکړ: «ما له ځلميتوب څخه په دې ټولو حکمونو عمل کړی دی.»
22
کله چې عیسی دا واورېدل نو هغه ته یې وویل: «په تا کې اوس هم د یو شي کمی شته. هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه نو ته به په آسمان کې خزانې ولرې، بیا راشه او زما پیروي وکړه.»
23
کله چې هغه سړي دا خبره واورېدله نو ډېر غمجن شو، ځکه چې هغه ډېر شتمن سړی ؤ.
24
کله چې عیسی ولیدل چې هغه غمجن شو نو ویې ویل: «د یو شتمن سړي دپاره د خدای په پادشاهۍ کې ننوتل څومره ګران کار دی.
25
د ستنې د سوري نه د اوښ تېرېدل آسانه دي له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پادشاهۍ ته ورننوځي.»
26
کومو خلکو چې دا واورېدل نو د هغه نه یې پوښتنه وکړه: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟»
27
عیسی ځواب ورکړ: «هغه څه چې د انسانانو دپاره ناشوني دي، هغه د خدای دپاره ممکن دي.»
28
پطروس وویل: «وګوره، مونږ خپل هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شولو.»
29
عیسی هغوی ته وویل: «هو، زه تاسو ته رښتیا وایم هرڅوک چې د خدای د پادشاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، ورونه، مور او پلار او اولادونه پرېږدي،
30
نو هغه به په دې دنیا کې د هغې څو چنده بدل ترلاسه کړي او په آخرت کې به تلپاتې ژوندون ولري.»
31
بیا هغه خپل دولس شاګردان ګوښه کړل او هغوی ته یې وویل: «واورئ! مونږ اوس اورشلیم ته ځو او هغه څه چې پیغمبرانو د انسان د زوی په هکله لیکلي دي، هغه به پوره شي.
32
هغه به غیریهودیانو ته په لاس ورکړل شي، هغوی به ورباندې ملنډې ووهي، سپکاوی به یې وکړي او لاړې به ورباندې تو کړي.
33
هغه به په دورو ووهي او وبه یې وژني، خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.»
34
خو شاګردان په دې خبرو پوه نه شول، ځکه چې د دې خبرو معنی د هغوی څخه پټه ساتل شوې وه او هغوی نه پوهېدل چې عیسی د څه شي په هکله خبرې کولې.
35
کله چې عیسی اریحا ته نږدې شو، نو یو ړوند سړی په لاره کې ناست ؤ او خیر یې غوښته.
36
کله چې هغه سړي د ګڼ شمیر خلکو شورماشور چې له هغه ځایه تېرېدل واورېد نو پوښتنه یې وکړه: «څه خبره ده؟»
37
هغوی ورته وویل: «ناصري عیسی په دې لاره تېریږي.»
38
نو هغه چیغې ووهلې: «ای عیسی د داود زویه! په ما رحم وکړه.»
39
کوم خلک چې د عیسی څخه مخکې روان وو هغه سړی ورټلو او ورته ویې ویل: «غلی شه.» خو هغه نور هم په لوړ آواز چیغې کړې: «ای د داود زویه! په ما رحم وکړه.»
40
نو عیسی ودرېد او امر یې وکړ چې هغه سړی هغه ته راولي. کله چې ورنږدې شو نو عیسی ورڅخه پوښتنه وکړه:
41
«څه غواړې چې درته ویې وکړم؟» هغه وویل: «ای ښاغلیه! غواړم چې بینا شم.»
42
عیسی هغه ته وویل: «بینا شه، ته خپل ایمان روغ کړې.»
43
او هغه سمدلاسه بینا شو او په داسې حال کې چې د خدای ثناه یې ویله په عیسی پسې روان شو. کله چې خلکو دا هرڅه ولیدل نو ټولو د خدای ثناه وویله.
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 19 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24