bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Luke 17
Luke 17
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 18 →
1
عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هر څوک وسوسه کیږي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د وسوسو د رامنځته کیدو سبب کیږي.
2
د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او دریاب ته وغورځول شي، له دې نه چې په دې وړو ماشومانو کې د کوم یو د ګناهکاریدلو سبب شي.
3
پام کوئ! که چېرې ورور دې درسره بدي وکړي نو هغه ورټه او که توبه وباسي نو ویې بخښه.
4
او که هغه د ورځې اووه ځلې درسره بدي وکړي او هر ځلې راشي او درته ووایي چې زما توبه ده، نو هغه وبخښه.»
5
رسولانو عیسی ته وویل: «زمونږ ایمان قوي کړه.»
6
عیسی وویل: «که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان لرلی، نو تاسو کولای شول د توت دې ونې ته ووایئ چې له بیخه راووځه او په دریاب کې راشنه شه.» نو هغې به ستاسو خبره منلې وای.
7
فرض کړئ په تاسو کې کوم څوک نوکر لري چې قلبه کوي یا پسونه ساتي. کله چې هغه د پټي نه راشي آیا بادار به ورته ووایي چې ژر راشه، کښینه او ډوډۍ وخوره؟
8
هیڅکله نه، د دې په ځای به هغه ته ووایي: «ما ته د ماښام ډوډۍ تیاره کړه، ملا دې وتړه او ترڅو پورې چې زه ډوډۍ خورم زما خدمت کوه، له هغې وروسته کولای شې چې خپله ډوډۍ وخورې.»
9
آیا بادار به د هغه نوکر څخه چې د هغه امر یې په ځای کړی دی مننه وکړي؟
10
او په همدې ډول کله چې تاسو هم خپل ټول کارونه چې درته حکم شوی دی سرته ورسوئ، نو ووایئ: «مونږ نوکران د شاباسي وړ نه یو، مونږ یوازې خپله وظیفه سرته رسولې ده.»»
11
کله چې عیسی اورشلیم ته تللو نو د جلیل او سامریې ترمنځ په پوله تېر شو.
12
هغه یو کلي ته د ننوتلو په وخت کې د لسو تنو سره چې د جذام په ناروغۍ اخته وو مخامخ شو. هغوی لیرې ودرېدل
13
او په لوړ آواز یې نارې کړې: «ای عیسی باداره! په مونږ رحم وکړه.»
14
عیسی هغوی ته وکتل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او خپل ځانونه کاهنانو ته وښایئ.» څنګه چې هغوی روان شول نو پاک او روغ شول.
15
کله چې په هغوی کې یو تن ولیدل چې روغ شوی دی نو بېرته راوګرځېد او په لوړ آواز یې د خدای ثناه وویله.
16
هغه د عیسی په پښو کې پرېوت او د هغه څخه یې مننه وکړه. دا سړی یو سامري ؤ.
17
عیسی وویل: «آیا ټول لس تنه پاک او روغ نه شول؟ نو بیا هغه نور نهه تنه چېرته دي؟
18
آیا له دې پردي سړي پرته بل څوک نه ؤ چې بېرته راغلی وای او د خدای ثناه یې ویلې وای؟»
19
عیسی هغه سړي ته وویل: «پاڅېږه او لاړ شه، خپل ایمان ته روغ کړې.»
20
ځینو فریسیانو د عیسی څخه پوښتنه وکړه چې د خدای پادشاهي به کله راشي. عیسی ځواب ورکړ: «د خدای پادشاهي په داسې ډول نه راځي چې هغه ولیدل شي.
21
نه به هم څوک ووایي چې وګورئ، دلته ده یا هلته ده. ځکه چې په حقیقت کې د خدای پادشاهي ستاسو په منځ کې ده.»
22
بیا یې شاګردانو ته وویل: «داسې وخت به راشي چې تاسو به په دې ارمان یئ چې هغه ورځ وګورئ چې د انسان زوی پادشاهي کوي خو وبه یې نه وینئ.
23
خلک به تاسو ته ووایي چې وګورئ دلته دی یا وګورئ هلته دی. خو تاسو په هغوی پسې مه ځئ.
24
ځکه په کومه ورځ چې د انسان زوی راځي د هغې برېښنا په شان به وي چې د آسمان له یو سر څخه تر بله سره پورې ځلیږي.
25
خو لومړی باید هغه ډېر کړاوونه وګالي او د دې زمانې د خلکو له خوا به رد شي.
26
لکه څنګه چې د نوح په زمانه کې شوي وو، همداسې به د انسان د زوی په زمانه کې هم وشي.
27
خلکو تر هغې ورځې پورې خوړل، څښل او وادونه به یې کول، تر څو چې نوح کشتۍ ته ننوت او سیلاب راغی او ټول یې تباه کړل.
28
د لوط په زمانه کې هم داسې شوي وو چې هغوی به خوړل، څښل، اخیستل او پلورل، کرنه یې کوله او ودانۍ به یې جوړولې،
29
خو په هغه ورځ چې لوط د سدوم څخه لاړ نو د آسمان څخه اور او د ګوګړو باران راواورید او هغوی ټول یې تباه کرل.
30
په هغه ورځ چې د انسان زوی راښکاره شي نو همداسې به وشي.
31
په هغه ورځ څوک چې د بام په سر وي او سامان یې په کوټه کې وي نو هغه دې د خپل سامان د وړلو دپاره راکوز نه شي. همدارنګه څوک چې په پټي کې وي نو خپل کور ته دې ته بېرته لاړ نه شي.
32
د لوط ښځه درپه یاد کړئ چې د هغې سره څه وشول.
33
هرڅوک چې د خپل ځان د ساتلو کوښښ وکړي نو هغه به له لاسه ورکړي، او څوک چې خپل ځان له لاسه ورکړي نو هغه به یې وژغوري.
34
زه تاسو ته وایم، په هغه شپه که چېرې دوه تنه په یو کټ کې پراته وي، یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي.
35
د دوو ښځو څخه چې یوځای سره میچن کوي، یوه به یې بوتلل شي او بله به پرېښودل شي.
36
که چېرې دوه سړي په پټي کې وي نو یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي.»
37
شاګردانو د هغه څخه پوښتنه وکړه: «چېرته، ای استاده؟» عیسی ورته ځواب ورکړ: «چېرته چې مرداره وي، هلته ټپوسان راټولیږي.»
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24