bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 1
Acts 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 2 →
1
اَئے تيوفيلوسه! زما دَ کتاب په اوله برخه کښے ما ټول هغه څۀ وليکل چه عيسىٰ دَ هغے په کولو اَؤ ښولو شروع وکړه،
2
تر هغه وخته چه عيسىٰ دَ رُوحُ القُدس په وسيله خپلو رسُولانو ته چه هغۀ غوره کړى وُو، هدايات ورکړل اَؤ هغه آسمان ته پورته کړے شو.
3
هغۀ دَ خپل مرګ نه پس په هغو ځان څرګند کړو اَؤ دَ دے پُوره ثبوت ئے ورکړو چه هغه ژوندے دے اَؤ پُوره څلويښت ورځے هغه په هغوئ پيښيدو اَؤ هغوئ ته ئے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله تعليم ورکاوو.
4
تر څو چه هغه دَ هغوئ سره ملګرے وو نو هغوئ ته ئے حُکم ورکړو چه دَ بيتُ المُقدس نه مه وزئ اَؤ دا ئے ووئيل چه تاسو خامخا اِنتظار وکړئ دَ دے دَ پاره چه هغه وعده چه زما پلار کړے ده اَؤ ما ئے تاسو ته ذکر کړے دے، پُوره شى.
5
اَؤ لکه چه تاسو ته معلُومه ده چه يحيىٰ به په اوبو بپتسمه ورکوله خو تاسو ته به په رُوحُ القُدس بپتسمه درکړے شى اَؤ دا به لږے ورځے پس وى.
6
نو کله چه هغوئ ټول په يو ځائے جمع وُو هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”مالِکه! آيا دا هغه وخت دے چه تۀ به بيا دَ بنى اِسرائيلو بادشاهى قائمه کړے؟“
7
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دا ستاسو کار نۀ دے چه دَ هغه وختُونو اَؤ تاريخُونو په حقله معلُومات حاصل کړئ کُوم چه زما پلار په خپل اِختيار کښے ساتلى دى.
8
خو تاسو ته به دَ رُوحُ القُدس په نازليدو طاقت درکړے شى اَؤ تاسو به په بيتُ المُقدس کښے اَؤ په ټوله يهُوديه اَؤ سامريه کښے اَؤ دَ دے نه اخوا دَ دُنيا تر بله سره زما شاهدان يئ.“
9
کله چه هغۀ دا ووئيل اَؤ هغوئ لا ورته کتل چه هغه پورته کړے شو اَؤ يوه وريځ راغله اَؤ هغه ئے دَ هغوئ دَ سترګو نه پناه کړو.
10
اَؤ څنګه چه هغه روان وو اَؤ هغوئ آسمان پلو ځير ځير کتل نو سمدستى دوه سړى په سپينو جامو کښے دَ هغوئ په خوا کښے ودريدل.
11
اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے ګليليانو! تاسو دلته څۀ له آسمان پلو ځير ځير ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چه ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هم په دغه لار به بيا راځى په کُومه چه تاسو دَ تلو په وخت وليدلو.“
12
بيا هغوئ دَ ښونانو دَ غرۀ نه بيتُ المُقدس ته واپس شول چه بيتُ المُقدس ته نزدے دے اَؤ دَ بيتُ المُقدس نه تقريباً يو کيلو ميټر لرے وو.
13
ښار ته چه هغوئ ورننوتل نو هغه بالا خانے له لاړل په کُومه کښے چه هغوئ ديره وُو، يعنے پطروس اَؤ يوحنا اَؤ يعقُوب اَؤ اندرياس، فيليپوس اَؤ توما، برتلمائ اَؤ متى، يعقُوب دَ حلفئ زوئے، شمعُون ننګيالے اَؤ يهُوداه دَ يعقُوب زوئے.
14
هغوئ ټول په يوه مخه په دُعا سر وُو اَؤ دَ هغوئ سره دَ ښځو يوه ډله هم وه چه په کښے مريم دَ عيسىٰ مور هم وه اَؤ دَ هغۀ ورُوڼه هم شامل وُو.
15
يو څو ورځے پس پطروس دَ ورُوڼو دَ غونډے په مينځ کښے ودريدو چه دوئ تقريباً ټول په شمار کښے شپږ شلے وُو،
16
اَؤ وئے وئيل، ”زما ملګرو! په صحيفو کښے هغه پيشن ګوئى به خامخا تر سره کيده کُومه چه دَ داؤد په خُلۀ رُوحُ القُدس دَ يهُوداه په حقله کړے وه چه هغه به دَ عيسىٰ دَ ګرفتارولو دَ پاره مُخبرى کوى.
17
ځکه چه په مُونږ کښے حساب وو اَؤ په دے کار کښے زمُونږ ملګرے وو.“
18
دغه يهُوداه دَ خپلے مُخبرئ دَ قيمت په عوض يو پټے واخستو اَؤ هلته سر دَ لاندے راپريوتو، خيټه ئے وشليده اَؤ کُلمے ئے راووتے.
19
دا خبره په بيتُ المُقدس کښے هر چا ته معلُومه شوه اَؤ دَ هغه پټى نُوم هغوئ په خپله ژبه کښے حقلدما کيښودو چه معنىٰ ئے دَ وينے پټے دے.
20
”په زبُور کښے دا ځکه ليکلى دى چه : ”دَ هغۀ کور دِ وران شى اَؤ داسے څوک دِ پاتے نۀ شى چه په هغے کښے اوسى.“ اَؤ بيا دا چه : ”دَ هغۀ کار دِ بل څوک واخلى.“
21
ځکه يو سړے مُونږ سره دَ عيسىٰ دَ بيا ژوندى کيدلو شاهد شى. په کار دى چه هغه دِ دَ دوئ نه يو وى چه زمُونږ ملګرى وُو چه مالِک عيسىٰ مُونږ سره وو اَؤ تلو راتلو،
22
يعنے دَ کله نه چه يحيىٰ بپتسمه ورکوله تر هغه ورځے پورے چه هغه له مُونږ نه پورته کړے شو.“
23
دوه نُومونه تجويز کړے شول، يُوسف چه په برسبا مشهور وو اَؤ يُوستوس هم ورته وئيلے شو اَؤ دويم متياه وو.
24
بيا هغوئ دُعا وکړه اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے مالِکه! تۀ چه دَ ټولو بنى آدمو دَ زړونو په حال خبر يئے، مُونږ ته دا وښايه چه په دے دوؤ کښے تا کُوم يو غوره کړے دے
25
چه دَ دے رسالت حقدار شى کُوم چه يهُوداه پريښے دے اَؤ په مخه تللے دے.“
26
بيا دَ هغوئ خسڼے دَ متياه په نُوم راووتو. دَ هغے نه پس هغه په رسُولانو کښے شمار شو.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28