bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 28
Acts 28
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 27
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
1
اَؤ چه مُونږ بچ شوُو نو مُونږ دا جزيره وپيژندله چه دَ دے نُوم مالټا وو.
2
دَ جزيرے اوسيدُونکو زمُونږ سره ډيره مهربانى ښکاره کړه. ولے چه باران شروع شوے وو اَؤ يخنى وه نو هغوئ راته اور بل کړو اَؤ مُونږ ټولو ته ئے تود هر کلے ووئيلو.
3
خو چه پولوس دَ لرګو يو ګيډے ټول کړے وو اَؤ هغه ئے په اور واچولو اَؤ دَ اور دَ تاؤ نه يو مار بهر راووتو اَؤ دَ هغۀ په لاس ونښتو.
4
چه دَ جزيرے خلقو دَ هغۀ دَ لاس نه چاپير ځوړند مار وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل چه ”دا سړے به خامخا قاتل وى، اَؤ اګر که هغۀ دَ سمندر نه ځان بچ کړو خو دَ خُدائے عدل به هغه ژوندى اوسيدلو ته پرے نۀ ږدى.“
5
خو پولوس هغه مار اور ته وغورزولو اَؤ څۀ نقصان ورته ونۀ رسيدلو.
6
هغوئ اوس هم دا ګُمان کاوو چه ګنى دا به وپړسيږى اَؤ راپرے به وځى اَؤ مړ به شى، خو دَ ډيرے شيبے دَ اِنتظار نه پس هم چه په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو اَؤ وئے وئيل چه ”دا څوک خُدائے دے!“
7
دَ دغه ځائے په خوا اَؤ شا کښے دَ دغه جزيرے دَ حاکِم چه پُوبليوس نوم ئے وو، مزکے وے. هغۀ مُونږ خپل کورته بُوتلُو اَؤ درے ورځے ئے ډير په درناوى ميلمانۀ کړلُو.
8
دا په دے چه دَ دے سړى پلار چه په تبه اَؤ دَ دستُونو دَ لاسه دَ مودے راسے ناجوړه پروت وو. پولوس هغۀ ته ورغے، دُعا ئے ورته وکړله، خپل لاس ئے پرے کيښودو اَؤ روغ ئے کړو.
9
نو له دے نه پس دَ جزيرے نور رنځُوران هم راغلل اَؤ هغۀ روغ کړل.
10
هغوئ په ډالئ راکولو زمُونږ ډير عزت وکړو اَؤ څۀ وخت چه مُونږ ورنه رُخصتيدُو نو هغوئ زمُونږ دَ ضرورت څيزُونه زمُونږ دَ پاره په جهاز کښے کيښودل.
11
دَ دريو مياشتو نه پس مُونږ په هغه جهاز کښے روان شوُو کُوم چه ژمے په دے جزيره کښے تير کړے وو اَؤ دا دَ سکندريه يو جهاز وو چه نخښه ئے ارنډه اَؤ جوزا وه.
12
اَؤ مُونږ په سرکوسه کښے کُوز شوُو اَؤ هلته مو درے ورځے تيرے کړلے.
13
بيا دَ هغه ځائے نه روان شوُو اَؤ په جهاز کښے ريګيوم ته لاړلو اَؤ بيا يوه ورځ پس سهيلى باد شروع شو اَؤ مُونږ پوتيلى ته په دوؤ ورځو کښے ورسيدلُو.
14
هلته مُونږ خپل مسيحيان ملګرى ومُوندل اَؤ هغوئ مُونږ ته دَ ايساريدو دَ پاره ووئيل اَؤ مُونږ يوه هفته هلته پاتے شوُو اَؤ دغه شان مُونږ رُوم ته ورسيدلُو.
15
دَ هغۀ ځائے ورُوڼو چه زمُونږ دَ راتلو خبر واؤريدو نو هغوئ زمُونږ مخے ته دَ اپيوس تر بازار اَؤ دريو سرايُونو پورے راغلل. کله چه پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ دَ خُدائے شکر ادا کړو اَؤ زړۀ ور شو.
16
کله چه مُونږ رُوم ته ورننوتُو نو پولوس ته دَ هغه سپاهى سره په خپل کور کښے دَ پاتے کيدو اِجازت ورکړے شو چه دَ هغۀ څوکيدارى ئے کوله.
17
درے ورځے پس هغۀ دهغه ځائے اوسيدُونکى دَ يهُوديانو مشران راوبلل. اَؤ کله چه هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چه ”اَئے زما ورُوڼو! ما چرے هم دَ خپل اولس خِلاف کار نۀ دے کړے اَؤ نۀ مے دَ خپلو پلارُونو نيکُونو لار پريښے ده، نو بيا هم زَۀ په بيتُ المُقدس کښے قيد کړے شوم اَؤ دَ رُوميانو لاس ته وسپارلے شوم.
18
نو هغوئ زما تحقيقات وکړل اَؤ دا ئے غوښتل چه ما آزاد کړى ځکه چه زما په خلاف دَ مرګ هيڅ وجه ثابته نۀ شوه.
19
خو يهُوديانو دا ونۀ منله، اَؤ زما دَ پاره بله لاره نۀ وه بغير دَ دے نه چه قيصر ته اپيل وکړم، په دے نه چه ګنى ما په خپل اولس څۀ اِلزام لګولے دے.
20
دغه وجه ده چه ما دا غوښتل چه تاسو ووينم اَؤ خبر مو کړم ځکه چه دا چه نن زَۀ په زولنو کښے دلته راوستے شوے يم، دا دَ اِسرائيلو دَ اُميد په خاطر دے.“
21
هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ ته دَ يهُوديه نه هيڅ داسے خبر نه دے راغلے اَؤ نۀ څوک زمُونږ ورور دَ دے خبر راکولو دَ پاره دلته راغلے دے چه ستا په سر ئے شکايت کړے وے.
22
مُونږ ستا دَ خيالاتو آؤريدو په طمع يُو، خو دومره راته معلُومه ده چه دَ دے فرقے په حقله هيڅوک هم ښۀ نۀ وائى.“
23
بيا هغوئ يوه ورځ مُقرره کړه اَؤ ښۀ په ګڼ شمير خلق دَ هغۀ ميلمانۀ شول. هغه ټوله معامله ئے سر تر پايه بيان کړه اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله ئے شاهدى وکړله اَؤ دا کوشِش ئے وکړو چه دَ مُوسىٰ دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو دَ کتابُونو نه ئے دَ عيسىٰ په حقله قائل کړى، اَؤ دا دَ سحر نه تر ماښام پورے جارى وو.
24
ځنے خو دَ هغۀ په دلائلو قائل شول اَؤ ځنے شکمن پاتے شول.
25
اَؤ چه په هغوئ کښے بے اِتفاقى راغله نو هغوئ په خوريدو شروع شول، خو له دے نه مخکښے پولوس ورته ووئيل چه ”دَ يشعياه نبى په وسيله رُوحُ القُدس ستاسو پلارُونو نيکُونو ته څۀ ښۀ وئيلى وُو چه :
26
”دے خلقو ته ورشه اَؤ ورته ووايه چه تاسو واؤرئ اَؤ واؤرئ به، خو تاسو به پوهه نۀ شئ، تاسو ګورئ اَؤ ګورئ به، خو وبه نۀ وينئ.
27
ځکه چه دَ دے اولس زړُونه سخت دى، غوږُونه ئے درانۀ دى، اَؤ سترګے ئے پټے کړلے، هسے نۀ چه په سترګو ووينى، په غوږُونو واؤرى اَؤ په زړۀ پوهه شى اَؤ راوګرزى اَؤ زَۀ به ئے روغ کړم.“
28
نو ځکه دا خبره ياد لرئ چه دا دَ خُدائے دَ خلاصُون زيرے غيرو يهُودى قومُونو له ليږلے شوے دے اَؤ هم هغوئ به ورته غوږ نيسى!“
29
کله چه پولوس خپله وينا ختمه کړه نو يهُوديان لاړل اَؤ په خپلو کښے ئے تود بحث وکړو.
30
نو هغه هلته پُوره دوه کاله دَ کرائے په کور کښے اوسيدو اَؤ هر هغه چا ته به ئے په خلاص مټ هر کلے وے، څوک چه به هغۀ ته راتلل.
31
اَؤ هغۀ دَ خُدائے دَ بادشاهئ وعظ کاوو اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په حقله ئے ښۀ په ډاګه اَؤ بغير دَ څۀ پابندئ تعليم ورکاوو.
← Chapter 27
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28