bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 17
Acts 17
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 18 →
1
بيا پولوس اَؤ سيلاس په امفيپوليس اَؤ په اپولونيه ورتير شول اَؤ تِسالونيکيه ته ورغلل چرته چه دَ يهُوديانو عبادت خانه وه.
2
اَؤ پولوس دَ خپل عادت په مُطابق دَ هغوئ غونډے ته ورغے اَؤ تر دريو سبتُونو پورے ئے دَ هغوئ سره بحثُونه وکړل.
3
دَ صحيفو دَ ليک مِثالُونه ئے بيان کړل اَؤ تشريح ئے ورته وکړه چه مسيح به تکليفُونه خامخا وزغمى اَؤ دَ مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. اَؤ هغۀ ووئيل چه ”کُوم عيسىٰ چه زَۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“
4
په هغوئ کښے ځنے قائل شول اَؤ دَ پولوس اَؤ سيلاس سره ملګرى شول اَؤ دغه شان دِ ديندارو يُونانيانو کافى تعداد اَؤ ډيرے عزتمنے ښځے هم قائلے شوے.
5
خو يهُوديانو دَ حسد له کبله څۀ بازارى بدمعاشان دَ ځان سره کړل، ګڼه ئے جوړه کړه اَؤ په ښار کښے په شور زوږ لګيا شول. هغوئ دَ ياسون کور راګير کړو چه پولوس اَؤ سيلاس دَ ښارئے عامو خلقو ته راوباسى.
6
خو چه هغوئ ئے ونۀ مُوندل نو ياسون اَؤ ځنے نور دَ جماعت ممبران ئے مُنصفانو ته په راکښلو راوړاندے کړل اَؤ چغے ئے کړے چه ”کُومو کسانو چه په ټوله دُنيا کښے تکليف راخور کړے دے اوس دلته راغلى دى،
7
اَؤ ياسون هغوئ دَ ځان سره ميلمانۀ کړى دى. هغوئ ټول دَ قيصر قانُون ماتوى اَؤ وائى چه يو بادشاه بل دے يعنے عيسىٰ.“
8
په دے خبرو په ګڼه کښے غوزغوزئ جوړ شو اَؤ په مُنصافانو هم اثر وشو.
9
نو هغوئ دَ ياسون اَؤ نورو نه ضمانت واخستلو اَؤ پرے ئے ښودل.
10
نو څۀ وخت چه تيارۀ شوه نو دينى ورُوڼو پولوس اَؤ سيلاس بيريه ته واستول. هلته چه ورسيدل نو دَ يهُوديانو يوے عبادت خانے ته لاړل.
11
دَ دے ځائے يهُوديان دَ تِسالُونيکيه دَ يهُوديانو نه اشراف وُو، ولے چه هغوئ کلام ډير په اِخلاص قبُول کړو اَؤ هره ورځ به ئے صحيفے لوستلے چه وګورى چه دا هم دغسے دى لکه چه دوئ وائى.
12
نو ځکه په هغوئ کښے ډيرو ايمان راؤړو اَؤ دغه شان ډيرو يُونانيانو عزتمنو ښځو اَؤ سړو هم ايمان راؤړو.
13
خو چه دَ تسالونيکيه يهُوديانو ته دا معلُومه شوه چه پولوس په بيريه کښے دَ خُدائے کلام بيانوى نو هغوئ هلته راغلل چه ډير خلق راوپاروى اَؤ پريشانه ئے کړى.
14
نو دينى ورُوڼو پولوس سمدستى دَ ساحل غاړے ته لاندے وليږلو. په دے دؤران کښے سيلاس اَؤ تيموتيوس دواړه وروستو پاتے شول.
15
نو دَ پولوس بدرګے هغه اتينيه ته راواستول اَؤ په واپسئ کښے ئے سيلاس اَؤ تيموتيوس ته دا حُکم راؤړو چه څومره زر چه کيدے شى ما له دِ ځان راورسوى.
16
بيا چه پولوس په اتينيه کښے دَ هغوئ په اِنتظار وو نو زړۀ ئے په دے خبره ډير غمژن شو چه ښار ئے له بُتانو نه ډک وليدلو.
17
نو هغۀ به په عبادت خانو کښے دَ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو سره بحثُونه کول اَؤ دغسے به ئے دَ ښار په چوکُونو کښے هره ورځ دَ تلُونکو راتلُونکو سره کول.
18
اَؤ ځنے اِپيکُورى اَؤ ستُوئيکى فلسفيانو ورسره بحث کولو اَؤ ځنو ووئيل چه ”دا دروغژن باتُور څۀ وئيل غواړى؟“ اَؤ نورو ووئيل چه ”معلوُميږى داسے چه دَ غير خُدايانو بحث کوى.“ اَؤ دا ئے ځکه ووئيل چه هغۀ دَ عيسىٰ اَؤ دَ قيامت زيرے آؤرولو.
19
نو هغوئ ونيولو اَؤ دَ اريوپاګوس عدالت ته ئے راوړاندے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دا کُوم نوے تعليم چه تۀ ورکوے، مُونږ په دے پوهولے شے څۀ؟
20
اَؤ تۀ داسے خبرے راوړاندے کوے چه هغه مُونږ ته نا آشنا معلُوميږى اَؤ مُونږ په دے ځانُونه خبرول غواړُو.“
21
اَؤ اتينيانو اَؤ دَ هغه ځائے غيرو خلقو سره دَ وخت تيرولو نه سيوا دَ نورو تازه واقعاتو دَ آؤريدو نه نور څۀ بل کار نۀ وو.
22
نو بيا پولوس دَ اريوپاګوس دَ عدالت دَ وړاندے ودريدو اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے اتينيانو! زَۀ وينم چه هر هغه څيز چه دَ مذهب سره تعلق لرى نو تاسو دَ حد نه زيات سر ګرم يئ.
23
ځکه هر کله چه ما ستاسو دَ عبادت دَ څيزُونو ننداره کوله نو ما دَ نورو څيزُونو سره يوه قُربانګاه وليده چه دا پرے دَ پاسه ليک وُو چه، دَ يو نامعلُوم خُدائے دَ پاره. تاسو چه دَ کُوم څيز عبادت کوئ دَ هغے درته پته نِشته، هم دغه څيز زَۀ درته بيانوم.
24
هغه خُدائے چه دُنيا ئے پيدا کړه اَؤ په کښے ئے هر څيز هم پيدا کړو، هم هغه دَ آسمان اَؤ دَ مزکے مالِک دے اَؤ هغه دَ بنى آدمو دَ لاسه جوړ شؤو ځايُونو کښے نۀ اوسيږى.
25
هغه دَ بنى آدم دَ څۀ څيز مُحتاج نۀ دے چه دَ بنى آدم دَ لاسه خدمت آخلى، بلکه هغه په خپله ټول کائينات له ژوند اَؤ ساه اَؤ نور څيزُونه ورکوى.
26
هغۀ دَ دُنيا ټول قومُونه دَ يو نسل نه پيدا کړل چه دَ ټولے دُنيا په مخ اوسيږى. هغۀ دَ هغوئ ميعادُونه اَؤ دَ استوګنے حدُونه مُقرر کړل،
27
دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے لټُون وکړى اَؤ شايد چه په لټولو ئے بيا مُومى. بے شکه چه هغه له مُونږ هيچا نه لرے نۀ دے.
28
ولے چه زمُونږ دَ ژوندُون حرکت اَؤ شته والے په هغۀ کښے دے. لکه چه ستاسو خپلو ځنو شاعرانو وئيلى دى، مُونږ هم دَ هغۀ دَ نسل نه يُو.
29
که مُونږ دَ خُدائے دَ نسل نه يُو نو بيا مُونږ ته دا ګمان کول مناسب نۀ دى چه ګنى دَ خُدائے ذات داسے دے لکه سرۀ زر، سپين زر يا کاڼے چه بنى آدم ئے په خپله پوهه اَؤ هُنر سره تراشى.
30
تر څو چه دَ ناپوهئ دَ وخت تعلق وو نو خُدائے ځان پرے نا غرض کړے وو خو اوس هغه هر چرته ټولو بنى آدمو له حُکم ورکوى چه توبه ګار شى.
31
ځکه چه هغۀ يوه ورځ مُقرره کړے ده چه هغه به دَ دُنيا عدالت په صحيح صداقت سره دَ يو داسے سړى په وسيله وکړى چه هغۀ غوره کړے دے اَؤ دغه شان ئے هر چا ته ثابته کړه چه هغه ئے له مړو نه بيا راژوندے کړو!“
32
کله چه هغوئ دَ مړو نه دَ راژوندى کولو خبرے واؤريدلے نو ځنو ورپورے ټوقے وکړے اَؤ ځنو ووئيل چه ”په دے حقله به مُونږ له تا نه بيا خبرے واؤرُو.“
33
اَؤ دغه شان پولوس دَ ګڼے دَ مينځ نه ووتو.
34
خو يو څو کسان ورسره شول اَؤ ايمان ئے راؤړو چه په هغو کښے يو ديونيسيوس دَ اريوپاګوس دَ عدالت غړے هم وو اَؤ ورسره دَ مريس نومے يوه ښځه اَؤ ځنے نور کسان هم وُو.
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28