bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 5
Acts 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 6 →
1
خو يو بل سړے وو چه حننياه نوميدو اَؤ سفيره نُومے ښځه ئے وه چا چه جائيداد خرڅ کړو.
2
اَؤ خپلے ښځے په مصلحت ئے دَ قيمت څۀ حصه دَ ځان سره وساتله اَؤ څۀ ئے راؤړه اَؤ دَ رسُولانو په پښو کښے ئے کَيښودله.
3
خو پطروس ووئيل چه ”حننياه! دا شيطان درباندے څنګه غالب شو چه تۀ رُوحُ القُدس ته دروغ وائے اَؤ دَ قيمت څۀ حصه دِ ځان ته پريښوه؟
4
تر څو چه درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله چه دا خرڅه شوه نو بيا دا ستا نۀ وه څۀ؟ نو تا بيا دا فيصله څنګه وکړه؟ تا يواځے بُنيادمو ته دروغ نۀ دى وئيلى بلکه خُدائے ته!“
5
کله چه حننياه دا خبرے واؤريدے نو هغه راپريوتو اَؤ مړ شو اَؤ نورو ټولو چه دا واؤريدل نو ويرے واخستل.
6
بيا ځوانان راپاڅيدل دَ هغه لاش ئے په کفن کړو، يوے وړو اَؤ ښخ ئے کړو.
7
بيا درے ګينټے پس دَ هغۀ ښځه راغله اَؤ څۀ چه شوى وُو دَ هغے ورته هيڅ پته نۀ وه.
8
پطروس هغے ته مخ راواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”ووايه! تا ته دَ مزکے دومره دومره قيمت درکړے شوے وو؟“ هغے ووئيل چه ”هو، هم دغه قيمت وو.“
9
بيا پطروس ووئيل، ”نو بيا تاسو دواړو دَ رُوحُ القُدس آزميښت څۀ له کولو؟ ګوره! په دروازه کښے هغه خلق ولاړ دى چا چه ستا خاوند ښخ کړو اَؤ هغوئ به تا هم يوسى!“
10
اَؤ ناڅاپى هغه دَ هغۀ په پښو کښے راپريوته اَؤ مړه شوه. کله چه ځوانان دَ ننه راغلل هغوئ هغه مړه ومُونده نو هغوئ هغه يوړه اَؤ دَ خاوند په خوا کښے ئے ښخه کړه.
11
اَؤ په ټول جماعت اَؤ په هغه ټولو خلقو ويره خوره شوه چا چه دا خبرے واؤريدلے.
12
نخښے اَؤ عجيبه کارُونه دَ خلقو دَ وړاندے دَ رسُولانو دَ لاسه ظاهر شول. هغوئ به دَ سليمان په ډيوډئ کښے په يوه صلاح راغونډيدل.
13
اَؤ دَ بهر نه به دَ دوئ سره هيچا ګډُون نۀ کولو سره دَ دے چه اکثرو خلقو به دَ دوئ تعريف کولو.
14
اَؤ سيوا لا دا چه ډيرو سړو اَؤ ښځو چه په مالِک ئے ايمان راوړو په ډله کښے شامل شول.
15
بلکه دا چه بيماران به ئے کُوڅو ته راويستل اَؤ هلته به ئے په بسترو اَؤ کټُونو کيښودل دَ دے دَ پاره چه دَ پطروس سورے دَ تيريدو په وخت په يو يا په بل پريوزى.
16
اَؤ دَ بيتُ المُقدس دَ ګير چاپيره ښارُونو خلقو به هغه څوک ورته راوستل چه بيماران وُو اَؤ يا پيريانو نيولى وُو اَؤ هغوئ ټول روغ شول.
17
بيا مشر کاهن اَؤ دَ هغۀ ملګرى صدُوقيان دَ حسد دَ لاسه را اُوچت شول.
18
هغوئ رسُولان ګرفتار کړل اَؤ په حوالات کښے ئے بند کړل.
19
خو دَ مالِک يوے فرښتے دَ شپے دَ قيد خانے دروازے خلاصے کړلے، هغوئ ئے بهر راووستل اَؤ وئے وئيل،
20
”ځئ، دَ خُدائے په کور کښے ودريږئ اَؤ خلقو ته دَ نوى ژوندُون ټولے خبرے وښايئ.“
21
دغه شان هغوئ دَ خُدائے کور ته سحر مال ننوتل اَؤ تعليم ئے ورکاوو. کله چه مشر کاهن دَ خپلو ملګرو سره راورسيدو نو دَ اِسرائيل دَ قوم لويه جرګه ئے راوغوښته اَؤ دَ قيديانو دَ راوستلو دَ پاره ئے څوک قيد خانے ته واستول.
22
خو چه سپاهيان قيد خانے ته ورغلل نو رسُولان ئے هلته ونۀ مُوندل، نو هغوئ واپس راغلل اَؤ خبر ئے ورکړو
23
چه ”مُونږ دَ قيدخانے هر يو ځائے مکمل بند وليدو اَؤ مُحافظان په دروازو کښے په خپلو ځايُونو ولاړ وُو خو چه ورُونه مو بيرته کړل نو دَ ننه په کښے هيڅوک نۀ وُو!“
24
کله چه دَ خُدائے دَ کور واکدار اَؤ مشرانو کاهنانو دا واؤريدل نو حيران شول چه دَ دے اَنجام به څۀ وى.
25
اَؤ بيا يو سړى دا خبر راؤړو چه ”ګورئ! کُوم سړى چه تاسو په قيد خانے کښے اچولى وُو هغوئ خو هلته دَ خُدائے په کور کښے خلقو ته تعليم ورکوى!“
26
په دے آؤريدو دَ خُدائے دَ کور واکدار سره دَ سپاهيانو ورغے اَؤ راوئے نيول خو هيڅ زور ئے له دے ويرے اِستعمال نۀ کړو چه خلق مو سنګسار نۀ کړى.
27
نو هغوئ ئے راوستل اَؤ دَ جرګے دَ وړاندے ئے ودرول اَؤ مشرانو کاهنانو خپله جرح شروع کړه چه
28
”مُونږ تاسو په سختئ سره منع کړى وئ چه په هغه نُوم تعليم مه ورکوئ. ګورئ، تاسو خو دا تعليم په ټول بيتُ المُقدس کښے خور کړے دے اَؤ دا کوشش کوئ چه دَ هغه سړى وينه زمُونږ په غاړه کړئ!“
29
خو پطروس اَؤ دَ هغۀ نورو رسُولانو ملګرو جواب ورکړو چه ”مُونږ به دَ بنى آدمو نه، بلکه دَ خُدائے حُکم منُو.
30
زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو خُدائے هغه عيسىٰ چه تاسو په سولئ کړے اَؤ وژلے وو، بيا راژوندے کړو.
31
دا هغه دے چه خُدائے په خپل ښى لاس کښينولے دے اَؤ سردار اَؤ خلاصُوونکے ئے ګرزولے دے دَ دے دَ پاره چه بنى اِسرائيل توبه ګار کړى اَؤ دَ ګُناهُونو معافى ورله ورکړى.
32
اَؤ مُونږ اَؤ رُوحُ القُدس دَ دے هر څۀ شاهدان يُو، يعنے هغه رُوحُ القُدس چه خُدائے هغه چا ته ورکړے دے چه دَ هغۀ تابعدار دى.“
33
په دے دَ هغوئ زړۀ سُورے شو اَؤ دا ئے غوښتل چه هغوئ رسُولان مړۀ کړى.
34
خو دَ جرګے يو غړے چه ګملى ايل نومے يو فريسى وو راپاڅيدلو چه دَ شريعت اُستاذ اَؤ په خلقو کښے ډير غزتمند وو. هغۀ تجويز پيش کړو چه دا سړى دِ لږے شيبے له بهر کړے شى.
35
بيا هغۀ ووئيل چه ”اَئے اِسرائيليانو! دَ دے خلقو په فيصله کولو کښے لږ پام کوئ.
36
ځکه چه څۀ مُوده وړاندے تيوداس هم دا دعوىٰ کړے وه چه زَۀ هم څۀ يم، اَؤ خوا اَؤ شا څلور سوه تنه ورسره ملګرى شوى وُو، خو هغه قتل کړے شو اَؤ دَ هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول.
37
دَ هغۀ نه پس دَ مردُم شمارئ په ورځو کښے دَ ګليل دَ صوبے يو يهُوداه نومے سړے پورته شو اَؤ ډير خلق دَ هغۀ په لمسه باغيان شول، خو هغه هم هلاک شو اَؤ ټوله ډله ئے خوره وره شوه.
38
نو اوس دغه شان په دے سړو هم څۀ غرض مه لرئ. زَۀ تاسو ته وايم، دوئ پريږدئ ځکه چه که په دے خبرے اَؤ په عمل کښے دَ بنى آدمو لاس وى نو دا به په خپله ختم شى.
39
خو که چرے دا دَ خُدائے دَ طرفه وى نو تاسو ئے هيڅ کله هم نۀ شئ ختمولے اَؤ دَ خُدائے سره مقابله مه کوئ.“
40
هغوئ دَ ګملى ايل مشوره ومنله اَؤ رسُولان ئے راوبلل اَؤ په کروړو ئے ووهل، بيا ئے هغوئ ته حُکم ورکړو چه دَ عيسىٰ په نُوم تعليم مه ورکوئ، نو بيا ئے رسُولان پريښول.
41
نو هغه رسُولان دَ جرګے نه په دے خوشحالئ راووتل چه هغوئ دَ دے جوګه وګڼلے شول چه دَ هغۀ په نُوم دِ سپک کړے شى.
42
اَؤ هره ورځ هغوئ دَ خُدائے په کور کښے اَؤ په کُورونو کښے تعليم ورکول جارى وساتلو اَؤ دا زيرے ئے ورکاوو چه عيسىٰ مسيح دے.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28