bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 26
Acts 26
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 25
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 27 →
1
اګريپا بيا پولوس ته ووئيل چه ”تا ته مُونږ دَ خبرو کولو اِجازت درکوُو.“ نو بيا پولوس خپل لاس اُوچت کړو اَؤ خپله صفائى ئے داسے پيش کړه چه
2
”اَئے اګريپا بادشاه! زَۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چه ستا په وړاندے ولاړ يم اَؤ دَ خپل ځان خلاف دَ هغه ټولو اِلزامُونو صفائى پيش کوم چه يهُوديانو راباندے لګولى دى.
3
اَؤ خاص تۀ دَ يهُوديانو په رواجُونو ډير ښۀ پوهيږے نو ځکه تا ته خواست کوم چه زما خبرے په صبر سره واؤره.
4
زما دَ ځوانئ نه زما ژوندُون ټولو يهُوديانو ته معلُوم دے چه زَۀ په بيتُ المُقدس کښے له شروع نه دَ خپلو خلقو سره پاتے کيدلم.
5
بے شکه چه دوئ مے دَ ډير وخت نه پيژنى اَؤ که غواړى نو دا شاهدى ورکولے شى چه زمُونږ په مذهب کښے دَ ټولو نه سختے فرقے دَ فريسيانو په مُطابق زَۀ فريسى وم.
6
اَؤ زَۀ دَ هغه وعدے په اُميد دلته دَ فيصلے دَ پاره ولاړ يم کُومه چه زمُونږ دپلارُونو نيکُونو سره خُدائے کړے وه.
7
بلکه زمُونږ دولس قبيلے دَ هغے وعدے دَ تر سره کيدو په اُميد کښے شپه اَؤ ورځ پُوره په جوش سره عبادت کوى. اَئے بادشاه سلامته! دَ دے اُميد په سبب په ما يهُوديان هم اِلزامُونه لګوى!
8
تاسو دا خبره ولے نۀ منئ چه خُدائے مړى بيا ژوندى کوى؟
9
مخکښے ما هم دا خپله ذمه وارى ګڼله چه دَ عيسىٰ ناصرى دَ نُوم خلاف ډير څۀ کار وکړم.
10
اَؤ ما په بيتُ المُقدس کښے هم دغسے وکړل، يعنے دا زَۀ وم چه دَ مشرانو کاهنانو په حُکم مے ډير پاکان قيدخانو ته واچول اَؤ کله چه به ئے په هغوئ دَ مرګ فتوىٰ لګوله نو زما رائے به هم ورسره وه.
11
اَؤ ما په ټولو عبادت خانو کښے پرله پسے هغوئ ته سزا ورکوله چه هغوئ دَ خپلے عقيدے نه اِنکار وکړى. اَؤ بے شکه زما غُصه دے حد ته ورسيده چه دَ نورو مُلکُونو په ښارُونو کښے مے هم وعذابول.
12
دغسے په يو کار پسے دَ مشرانو کاهنانو په اِختيار اَؤ حُکم زَۀ دَ دمشق په سفر روان وم.
13
بادشاه سلامته! زَۀ په لاره کښے وم چه په غرمه کښے مے دَ آسمان نه يوه رڼا وليده چه دَ نمر نه هم زياته روښانه وه چه زما اَؤ زما دَ سفر دَ ملګرو چاپيره زلقيدله.
14
اَؤ مُونږ ټول په مزکه پريوتلُو اَؤ بيا ما په عبرانئ ژبه کښے يو غږ واؤريدلو چه ما ته ئے ووئيل چه ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے عذابوے؟ دا ستا دَ پاره ګرانه ده چه دَ چُوکے په ستن لته ووهے.
15
خو ما ووئيل چه مالِکه! ما ته ووايه، تۀ څوک يئے؟ نو مالِک جواب راکړو چه زَۀ عيسىٰ يم چه تۀ مے عذابوے.
16
خو اوس پاڅه، په خپلو پښو نيغ ودريږه. زَۀ تا ته دَ يو مقصد دَ پاره ښکاره شوم چه تا خپل غُلام اَؤ شاهد مُقرر کړم اَؤ دَ دے خبرو شاهدى ورکړے څۀ چه تا وليدل اَؤ څۀ به چه زما په باب کښے مخکښے ګورے.
17
زَۀ به تا دَ دے خلقو نه اَؤ دَ غيرو يهُوديانو نه بچ کړم. زَۀ تا ليږم چه دَ هغوئ سترګے پرانزے،
18
اَؤ دَ تيارے نه ئے رڼا ته اَؤ دَ شيطان دَ اِختيار نه ئے خُدائے ته راواړوے، دَ دے دَ پاره چه په ما دَ ايمان په وسيله دَ ګُناهُونو نه معافى ومُومى اَؤ دَ هغه خلقو سره ځائے بيا مُومى چه خُدائے پاک ګرزولى دى.
19
نو ځکه اَئے اګريپا بادشاه! زَۀ دَ دے آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم.
20
اَؤ زَۀ اول دَ دمشق اوسيدُونکو ته راغلم اَؤ بيا بيتُ المُقدس ته اَؤ دَ يهُوديه ټولے علاقے ته اَؤ هم غيرو يهُوديانو ته مے دا غږ وکړو چه توبه ګار شئ اَؤ خُدائے ته راوګرزئ اَؤ په خپل عمل خپله توبه ښکاره کړئ.
21
دغه وجه ده چه يهُوديانو زَۀ دَ خُدائے په کور کښے ونيولم اَؤ زما دَ مړ کولو کوشِش ئے وکړو.
22
خو خُدائے زما په لور وو اَؤ تر نن ورځے پورے زَۀ لويو اَؤ وړو ته يو شان دَ شاهدئ دَ پاره ولاړ يم. زَۀ دَ هغے نه زيات هيڅ نۀ وايم څۀ چه نبيانو اَؤ مُوسىٰ وئيلى وُو،
23
يعنے دا چه مسيح به ضرور سختے وزغمى اَؤ له مړو نه به اول ژوندے شى اَؤ اِسرائيلو اَؤ غير يهُوديانو ته به دَ رڼا اِعلان وکړى.“
24
لا پولوس په خپله صفائى کښے خبرے کولے چه فِستوس په اُوچت آواز ووئيل چه ”پولوسه! تۀ ليونے يئے! ستا ډير علم تۀ ليونے کړے يئے!“
25
خو پولوس ووئيل چه ”اَئے صاحبه! زَۀ ليونے نۀ يم، څۀ چه زَۀ وايم هغه بلکل رښتيا دى.
26
اَؤ بادشاه په دغه خبرو ښۀ پوهيږى اَؤ هغۀ ته زَۀ په زړه ورتيا خبرے کولے شم. زَۀ دا يقين کوم چه دا حقيقتُونه به له هغۀ نه پټ نۀ وى، ځکه چه دا کار چرته په يو ګوټ کښے نۀ دے شوے.
27
نو اَئے اګريپا بادشاه! آيا تۀ په نبيانو ايمان لرے؟ زَۀ پوهيږم چه تۀ ايمان لرے.“
28
اګريپا پولوس ته ووئيل چه ”په لږ وخت کښے به مے قائل کړے چه عيسائى شم؟“
29
نو پولوس ووئيل چه ”لږ يا زيات، زَۀ دَ خُدايه غواړم چه نۀ يواځے تۀ بلکه هغه ټول چه دلته ولاړ دى اَؤ زما خبرے آؤرى، هغه څۀ شى چه زَۀ يم، بغير دَ دے زولنو نه.“
30
په دے خبرو سره بادشاه پاڅيدو اَؤ ورسره حاکِم، برنيکى اَؤ نور ملګرى ئے هم.
31
بيا چه هغوئ لاړل نو دَ يو بل سره ئے خبرے کولے. هغوئ ووئيل چه ”دے سړى خو داسے هيڅ کار نۀ دے کړے چه دَ مرګ يا دَ قيد لايق وى.“
32
خو اګريپا فِستوس ته ووئيل چه ”که دے سړى قيصر ته اپيل نۀ وے کړے نو دَئے آزاديدے شو.“
← Chapter 25
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 27 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28