bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 10
Acts 10
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 11 →
1
په قيصريه کښے کورنيليوس نومے يو سړے وو چه دَ اِټالوى پلټنے صوبه دار وو.
2
هغه يو ديندار سړے وو اَؤ هغه اَؤ دَ هغۀ ټول خاندان به دَ خُدائے په عبادت کښے شامليدل اَؤ هغۀ يهُوديانو له ډير په خلاص مټ خيراتُونه ورکول اَؤ په باقاعده ګئ سره ئے دُعا کوله.
3
يوه ورځ هغۀ دَ ماسپښين مال رويا وليده چه دَ خُدائے فرښته ورته راڅرګنده شوه اَؤ دَ هغۀ کمرے ته راغله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے کورنيليوسه!“
4
نو هغۀ په ويره هغے ته ځير وکتل اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”صاحبه! څۀ چل دے؟“ فرښتے ووئيل چه ”ستا دُعاګانے اَؤ خيراتُونه خُدائے قبُول کړى دى اَؤ اوس تاله جواب درکوى.
5
اَؤ اوس تۀ يافا ته په شمعُون پسے چه پطروس ورته وائى څوک وليږه.
6
هغه دَ شمعُون څميار کره دے چه کور ئے دَ سمندر په غاړه دے.“
7
کله چه فرښتے دا ووئيل، نو رُخصت شوه. نو هغۀ خپل دوه نوکران اَؤ يو سپاهى چه دينداره سړے وو، راوبلل.
8
هغوئ ته ئے ټول حال ووئيلو اَؤ يافا ته ئے واستول.
9
بيا په بله ورځ چه هغوئ لا په لارے وُو اَؤ ښار ته ورنزدے وُو نو دَ غرمے مال پطروس دَ دُعا دَ پاره پاس کوټے ته وختلو.
10
اَؤ چه هغه وږے شو نو څۀ ئے خوړل غوښتل. کله چه هغوئ لا ډوډئ تياروله نو هغۀ رويا وليده.
11
هغۀ په آسمان کښے يو چاؤد وليدلو اَؤ څۀ ګورى چه يو شے چه دَ يو لوئے څادر په شان دے، ښکته راکُوزيږى چه په څلورو ګوټُونو راځوړند اَؤ مزکے ته راښکته کيږى.
12
په هغۀ کښے دَ هر قسم ځناور اَؤ چينجى اَؤ دَ هوا مارغان وُو.
13
بيا يو آواز راغے، ”پاڅه، پطروسه! حلال ئے کړه اَؤ وئے خوره!“
14
خو پطروس ووئيل چه ”نه مالِکه! نه! ما هيڅ کله هم حرام اَؤ ناپاک څيز نۀ دے خوړلے.“
15
آواز په دويم ځل بيا راغے، ”څۀ چه خُدائے پاک ګرزولى دى، تۀ هغے ته ناپاک نۀ شے وئيلے.“
16
داسے درے واره وشول اَؤ بيا هغه څيز دوباره آسمان ته پورته کړے شو.
17
پطروس لا دَ دے رويا په ليدلو حيران وو چه دَ دے څۀ مطلب دے، نو ګوره! دَ کورنيليوس اَستازو دَ شمعُون دَ کور تپوس کولو اَؤ دروازے ته را رسيدلى وُو.
18
اَؤ هغوئ په دے وينا آواز وکړو چه ”شمعُون چه پطروس ورته وائى، دلته ميلمه دے څۀ؟“
19
خو پطروس لا په هغه رويا فکر کولو چه رُوحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چه ”درے سړى دلته ستا په لټُون دى.
20
نو زر کوه، لاندے راکُوز شه. تۀ دَ هغوئ سره بے تپوسه لاړ شه ځکه چه دا ما درليږلى دى.“
21
نو پطروس هغه سړو ته لاندے راغے اَؤ وئے وئيل چه ”تاسو ما لټوئ، زَۀ دا يم. تاسو په څۀ پسے دلته راغلئ؟“
22
هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ دَ کورنيليوس صوبه دار سړى يُو څوک چه ښۀ اَؤ ديندار سړے دے اَؤ ټول يهُودى قوم ئے هم نيک نام ګڼى. هغۀ ته يوے فرښتے وينا کړے وه چه تا خپل کور ته راوغواړى اَؤ څۀ چه تۀ وائے هغه واؤرى.“
23
نو پطروس هغوئ دَ ننه راوبلل اَؤ ميلمانۀ ئے کړل. اَؤ په بله ورځ هغه دَ هغوئ سره روان شو اَؤ ورسره دَ يافا يو څو ملګرى هم وُو.
24
په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسيدو اَؤ کورنيليوس دَ هغوئ په طمع وو اَؤ خپل خپلوان اَؤ نزدے دوستان ئے راغوښتى وُو.
25
کله چه پطروس راورسيدو نو کورنيليوس دَ هغۀ مخے له راووتو اَؤ ډير په تعظيم ئے ورته سجده وکړه.
26
خو پطروس هغه راپورته کړو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”پاڅه! زَۀ هم دَ نورو په شان اِنسان يم.“
27
اَؤ دَ هغۀ سره په خبرو کولو دَ ننه لاړو اَؤ هلته ئے ډيره ګڼه ومُونده.
28
بيا ئے هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو ته ښه معلُومه ده چه دَ يهُودى دَ پاره دا ناروا دى چه دَ چا غير قوم سړى کور ته دِ لاړ شى يا ورسره څۀ تعلُق ولرى، خو خُدائے ما ته صفا ښيلى دى چه زَۀ هيچا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.
29
ځکه خو چه تاسو راوبللم، نو زَۀ بے عُذره دلته راغلم. نو اوس زَۀ دا تپوس کولے شم چه زما دَ راغوښتو حاجت څۀ وو؟“
30
کورنيليوس ورته ووئيل چه ”څلور ورځے کيږى چه هم دا وخت وو چه زَۀ دلته په کور کښے دَ ماسپښين په عبادت کښے مشغُول وم چه ناڅاپى يو سړے زما په مخکښے ودريدو چه زلقيدُونکى جامے ئے آغوستے وے.
31
هغۀ ووئيل، اَئے کورنيليوسه! ستا دُعاګانے اَؤ خيراتُونه خُدائے قبُول کړى دى اَؤ اوس تاله جواب درکوى.
32
اوس څوک يافا ته واستوه اَؤ هلته شمعُون چه پطروس ورته وائى، هغه راوغواړه. هغه دَ سمندر په غاړه دَ شمعُون څميار په کور کښے ديره دے.
33
نو ما په هغه ساعت په تا پسے اَستازى درواستول اَؤ دا ستا ډيره مهربانى ده چه تۀ دلته راغلے. اوس مُونږ ټول دلته دَ خُدائے په وړاندے يو ځائے يُو چه هر څۀ چه مالِک تا ته حُکم کړے دے هغه واؤرُو.“
34
نو پطروس داسے ووئيل چه ”ما ته معلُومه شوه چه دا خبره څومره رښتيا ده چه خُدائے دَ هيچا طرف دار نۀ دے.
35
خو په هر قوم کښے چه څوک دَ خُدائے نه ويريږى اَؤ دَ صداقت کارُونه کوى هغه دَ خُدائے خوښ دى.
36
هغۀ اِسرائيليانو ته خپل کلام واستولو اَؤ دَ عيسىٰ مسيح په وسيله ئے دَ سلامتئ زيرے ورکړو چه دَ ټولو مالِک دے
37
تاسو ته معلُومه ده چه يحيىٰ ته دَ بپتسمے وعظ کولو نه وروستو دَ ګليل نه راواخلئ دَ يهُوديانو په ټوله مزکه څۀ پيښ شول،
38
يعنے دَ عيسىٰ ناصرى په باب کښے چه خُدائے هغه څنګه په رُوحُ القُدس اَؤ په قدرت مسح کړو. هغه به په هر ځائے ګرزيدو اَؤ هغۀ ټولو سره ئے ښه کول اَؤ څوک چه دَ اِبليس په قبضه کښے وُو هغه به ئے جوړول ځکه چه خُدائے دَ هغۀ سره وو.
39
هر څۀ چه هغۀ دَ يهُوديانو په کلو کښے اَؤ په بيتُ المُقدس کښے وکړل، مُونږ دَ هغه ټولو کارُونو شاهدان يُو. نو هغه ئے په سولئ وخيژولو اَؤ مړ ئے کړو.
40
خو خُدائے هغه په دريمه ورځ بيا راژوندے کړو ښکاره ئے هم کړو.
41
يعنے بے له مُونږ غوره شوو شاهدانو نه خُدائے هغه بل چا ته ښکاره نۀ کړو، يعنے مُونږ ته چه ورسره مو دَ بيا ژوندى کيدو نه پس خوراک څښاک وکړو.
42
اَؤ هغۀ مُونږ ته حُکم وکړو چه خلقو ته دَ هغۀ حُکم ورسوُو اَؤ دَ دے خبرے شهادت وکړُو چه هم هغه خُدائے پاک دَ ژوندو اَؤ مړو دَ منصفئ دَ پاره مُقرر کړے دے.
43
دَ هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا شهادت کړے دے چه هر هغه څوک چه په هغۀ ايمان لرى نو دَ هغۀ په نُوم به دَ ګُناهُونو نه معافى بيا مُومى.“
44
پطروس چه لا خبرے کولے نو په ټولو آؤريدُونکو باندے رُوحُ القُدس نازل شو.
45
دَ عيسىٰ منُونکى يهُوديان چه دَ پطروس سره راغلى وُو هغوئ ډير حيران شول چه دَ رُوحُ القُدس نعمت په غيرو قومُونو هم نازل شو.
46
ځکه چه هغوئ هم په نا آشنا ژبو کښے خبرے کولے اَؤ دَ خُدائے لوئى ئے بيانوله.
47
بيا پطروس ووئيل، ”آيا داسے څوک شته چه دا خلق دَ اوبو سره دَ بپتسمه اخستلو نه منع کړى، چه په دوئ رُوحُ القُدس داسے نازل شوے دے لکه چه په مُونږ.“
48
بيا هغۀ حُکم وکړو چه دوئ ته دِ دَ عيسىٰ مسيح په نُوم بپتسمه ورکړلے شى. دَ دے نه پس بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چه دَ هغوئ سره څۀ ورځے ايسار شى.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28