bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 11
Acts 11
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 12 →
1
په يهُوديه کښے رسُولانو اَؤ نورو دَ عيسىٰ منُونکو واؤريدل چه غير يهُوديانو هم دَ خُدائے کلام قبُول کړو.
2
اَؤ کله چه پطروس بيتُ المُقدس ته راغے نو يهُودى عيسىٰ منُونکو دا اِعتراض پورته کړو،
3
اَؤ وئيل ئے چه ”تۀ دَ غير قوم خلقو له تلے يئے څوک چه نا سُنت دى اَؤ دَ هغوئ سره دِ په يو ځائے ډوډئ خوړلے ده!“
4
پطروس دَ هغوئ په وړاندے هغه ټول حقايق څرګند کړل کُوم چه پيښ شوى وُو. هغۀ ووئيل چه
5
”زَۀ دَ يافا په ښار کښے وم اَؤ دُعا مے کوله چه بے هوشه شوم اَؤ رويا مے وليده چه دَ لوئے څادر په شان يو څيز چه په څلورو ګوټُونو دَ آسمان نه راښکته کيدو اَؤ ما ته راورسيدو.
6
اَؤ ما ورته ځير ځير وکتل چه په دے کښے څۀ دى اَؤ ما دَ مزکے څاروى، ځنګلى ځناور، چينجى اَؤ دَ هوا مارغان وليدل.
7
بيا ما يو آواز واؤريدلو چه پاڅه پطروسه! حلال ئے کړه اَؤ وئے خوره!
8
خو ما ووئيل چه نه مالِکه! زما خُلے ته لا تر اوسه حرام اَؤ ناپاک څيز نۀ دے ننوتے.
9
له آسمان نه دوباره آواز راغے، کُوم څيزُونه چه خُدائے پاک کړى دى، هغو ته حرام وئيل ستا کار نۀ دے.
10
داسے درے ځله وشول اَؤ بيا هغه ټول دوباره آسمان ته پورته کړے شول.
11
په دغه وخت کښے درے سړى چه دَ قيصريه نه را استولى شوى وُو، هغه کورته راغلل چرته چه زَۀ ديره وم.
12
اَؤ رُوحُ القُدس ما ته ووئيل، زړۀ نازړۀ مه کيږه، دَ دوئ سره لاړ شه. بيا زما دا شپږ ملګرى هم ماسره شول اَؤ مُونږ دَ کورنيليوس کره لاړُو.
13
هغۀ مُونږ ته ووئيل چه هغۀ يوه فرښته وليده چه دَ هغۀ په کور کښے ولاړه وه اَؤ ورته ئے ووئيل چه يافا ته شمعُون پسے چه پطروس ورته وائى څوک وليږه.
14
هغه به تا ته داسے کلام واؤروى چه ستا ټول ټبر به پرے خلاصُون بيا مُومى.
15
ما لا ايله خبرے شروع کړے وے چه په هغوئ رُوحُ القُدس داسے نازل شو لکه چه په مُونږ نازل شوے وو.
16
بيا څۀ چه مالِک وئيلى وُو، راياد شول چه يحيىٰ خو په اوبو بپتسمه ورکوله مګر تاسو به دَ رُوحُ القُدس بپتسمه بيا مُومئ.
17
خُدائے هغوئ ته زمُونږ نه چه په مالِک عيسىٰ ايمان لرُو څۀ کم نعمت نۀ دے ورکړے، نو بيا زَۀ څوک يم چه خُدائے منع کولے شم!“
18
هر کله چه هغوئ دا واؤريدل نو دَ هغوئ شکُونه لرے شول. هغوئ دَ خُدائے ثنا ووئيله اَؤ وئے وئيل چه ”دَ دے دا مطلب شو چه خُدائے غيرو يهُوديانو ته هم دَ توبے موقعه ورکړه چه ژوند پرے حاصليږى!“
19
په دے دوران کښے کُوم دَ عيسىٰ منُونکى چه دَ هغه تنګسيا په وجه چه ستِفانوس مړ کړے شو، خوارۀ وارۀ شوى وُو، هغوئ فينيکے، قبرص اَؤ اَنطاکيه ته رسيدلى وُو اَؤ تش يهُوديانو ته ئے زيرے واؤرولو اَؤ نورو ته نه.
20
خو دَ قبرص اَؤ کرينى ځنے مقامى خلق داسے وُو چه هغوئ چه څۀ وخت اَنطاکيه ته راغلل نو يُونانيانو ته ئے هم دَ مالِک عيسىٰ زيرے آؤرول شروع کړو.
21
دَ مالِک طاقت دَ هغوئ سره وو، ډيرو خلقو ايمان راؤړو اَؤ مالِک ته ئے رجُوع وکړه.
22
دا خبره دَ بيتُ المُقدس جماعت ته ورسيده اَؤ هغوئ برنبا انَطاکيه ته واستولو.
23
هر کله چه هغه راورسيدو اَؤ دَ خُدائے فضل ئے وليدو نو ډير خوشحاله شو اَؤ هغوئ ټولو له ئے تسلى ورکړه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ خُدائے په لار کښے ټينګ ودريږئ“
24
برنبا يو ښۀ سړے وو اَؤ په رُوحُ القُدس معمُور وو اَؤ ايمان ئے مضبوط وو. نو ډيرو خلقو په مالِک باندے ايمان راوړو.
25
بيا هغه ترسوس ته لاړو چه ساؤل ولټوى.
26
اَؤ هر کله چه ئے هغه ومُوندو نو هغه ئے اَنطاکيه ته راوستلو اَؤ پُوره يو کال هغوئ په يو ځائے په جماعت کښے پاتے شول اَؤ ډيرو خلقو ته ئے تعليم ورکړو. اَؤ هم دلته په اَنطاکيه کښے دَ عيسىٰ منُونکى اول ځل مسيحى وبللے شول، يعنے عيسايان.
27
په هغه ورځو کښے دَ بيتُ المُقدس نه اَنطاکئے ته څۀ نبيان راغلل،
28
چه په هغوئ کښے دَ يو نُوم اګابوس وو، هغۀ دَ رُوحُ القُدس په وسيله ووئيل چه په ټوله دُنيا کښے به يو قحط راشى کُوم چه دَ قيصر کلوديوس په وخت راغے.
29
نو دَ عيسىٰ منُونکو په چنده کولو اِتفاق وکړو. هر يو دَ خپل توان په مُطابق په يُهوديه کښے دَ خپلو عيسىٰ منُونکو ورُوڼو دَ اِمداد بندوبست وکړو.
30
هغوئ چنده وکړه اَؤ مشرانو ته ئے واستوله چه دَ برنبا اَؤ ساؤل په ولقه کښے وُو.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28