bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 24
Acts 24
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 25 →
1
پينځۀ ورځے پس مشر کاهن حننياه سره دَ مشرانو اَؤ ترطولوس نومے وکيل راغے اَؤ هغوئ دَ حاکِم په وړاندے دَ پولوس خلاف مُقدمه پيشه کړه.
2
هر کله چه پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس اِستغاثه داسے شروع کړه، وئيل ئے چه : ”صاحبه! ستا په وجه مُونږ په پُوره امن ژوند تيروو اَؤ ستا دَ خيال کولو په سبب په دے صوبه کښے دَ ترقئ کارُونه روان دى.
3
صاحِبه! مُونږ دا خبره په هر ځائے اَؤ هر چرته په پُوره شکر ګذارئ سره مُنو.
4
زَۀ ستاسو زيات وخت آخستل نۀ غواړم، زَۀ درته مِنت کوم چه زما يو څو خبرے واؤرئ.
5
دا سړے زمُونږ دَ پاره يو مُصيبت جوړ شوے دے چه په ټوله دُنيا کښے په يهُوديانو کښے فتنه خوروى. دَئے دَ ناصريانو دَ فرقے مشر دے.
6
دَۀ يو ځلے دا کوشِش هم وکړو چه دَ خُدائے دَ کور بے ادبى وکړى، اَؤ بيا مُونږ ونيوو.
7
خو لُسياس کمان افسر په منيځ کښے راغے اَؤ دا سړے ئے په زور زمُونږ دَ لاسه وويستو.
8
که تۀ په خپله دَ هغۀ نه پوښتنه وکړے نو زمُونږ دَ اِلزامُونو تصديق به ترے وشى.“
9
اَؤ يهُوديانو هم ورسره خُلۀ يوه کړه اَؤ وئيل ئے چه ”حقيقت هم دغه شان دے.“
10
بيا حاکِم پولوس ته دَ جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس جواب ورکړو چه : ”زَۀ دَ دے نه خبر يم چه دَ ډيرو کالو راسے تۀ په دے صُوبه کښے اِنصاف کوے لګيا يئے، نو ځکه زَۀ خپل بيان پُوره په ډاډه زړۀ درکوم.
11
تۀ دَ دے خبرے په خپله تصديق کولے شے چه قريباً دولس ورځے کيږى چه زَۀ بيتُ المُقدس ته عبادت له تلے وم.
12
دوئ زَۀ دَ هيچا سره په بحث مُباحثه نۀ يم ليدلے اَؤ نۀ مے چرته دَ خُدائے په کور کښے يا په عبادت خانے کښے يا په ښار کښے چرته کُوزه بره خلق جمع کړى دى، اَؤ نۀ مے بلوه جوړه کړے ده،
13
اَؤ نۀ دوئ په ما دَ مُقدمے ثبُوت پيش کولے شى.
14
خو دومره قدرے به ومنم چه زَۀ دَ نوے لارے پيروکار يم چه دوئ ورته فرقه وائى اَؤ زَۀ دغه شان دَ پلارُونو دَ نيکُونو دَ خُدائے عبادت کوم. زَۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چه په شريعت کښے اَؤ په صحيفو کښے ليکلى دى اَؤ نبيانو وئيلى دى.
15
اَؤ زَۀ په خُدائے اُميد لرم لکه چه زما مُدعيان هم منى يعنے ښۀ اَؤ بد دواړه به بيا له مړو نه ژوندى کيږى.
16
دغه شان زَۀ دَ خُدائے اَؤ دَ بنى آدمو په وړاندے خپل زړۀ صفا ساتل غواړم.
17
دَ ډيرو کلونو دَ غير حاضرئ نه پس زَۀ دَ خپل قام دَ پاره خيرات اَؤ نذرُونه اَؤ قُربانئ ورکولو له راغلے وم.
18
اَؤ دوئ زَۀ دَ خُدائے په کور کښے بوخت اَؤ ښۀ پاک شوے وليدلم. ما سره نۀ خو څۀ ګڼه وه اَؤ نۀ څۀ اړے ګړے وو. خو دَ ايشيا دَ صُوبے څۀ يهُوديان هلته وُو.
19
اَؤ که هغوئ زما په خلاف څۀ شکايت لرى نو بيا په کار دى چه په عدالت کښے دَ بيان دَ پاره هغوئ موجُود وى.
20
اَؤ که داسے نۀ وى نو دا کسان دِ ووائى چه جرګے ته دَ پيش کولو نه وړاندے هغوئ په ما کښے څۀ قصُور ليدلے وو،
21
سوا دَ دے نه چه ما هلته دَ دوئ په وړاندے په ډاګه ووئيل چه نن ستاسو په وړاندے دَ مړو دَ بيا ژوندى کيدلو په بابت زما فيصله کيږى.“
22
بيا فِليکس چه دَ مسيحى عقيدے نه ښۀ خبر وو په دے وينا مُقدمه ملتوى کړه چه ”کله چه لُسياس حاکِم دلته راشى نو زَۀ به دا مُقدمه بيا واخلم.“
23
بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چه ”پولوس نظربند وساته اَؤ دَ دَۀ په دوستانو کښے هيڅوک هم دَ دَۀ دَ خدمت نه مه منع کوه.“
24
خو څو ورځے پس فِليکس دَ خپلے ښځے درُوسيله سره راغے چه يهُودڼه وه. نو پولوس ئے راوغوښتو اَؤ په مسيح عيسىٰ دَ ايمان راوړلو خبرے ئے ترے نه واؤريدلے.
25
خو هر کله چه خبره دَ صداقت، ضبط نفس اَؤ راتلُونکى عدالت ته راغله نو فِليکس ويريدو اَؤ وئے وئيل چه ”اوس لاړ شه. کله چه زَۀ وزګار شم نو بيا به دِ راغواړم.“
26
خو په دے دوران کښے دَ هغۀ دَ پولوس نه دَ بډو طمع وه، ځکه خو به ئے بيا بيا ورپسے خبر ليږلو اَؤ خبرے به ئے ورسره کولے.
27
کله چه دوه کاله تير شول نو دَ فِليکس په ځائے پروکيوس فِستوس مُقرر شو. فِليکس دَ يهُوديانو دَ خوشحالولو دَ پاره پولوس په قيد کښے پريښودلو.
← Chapter 23
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 25 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28