bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 14
Acts 14
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 15 →
1
اَؤ په اِکونيوم کښے هم پولوس اَؤ برنبا دَ يهُوديانو عبادت خانو ته لاړل اَؤ داسے خبرے ئے وکړلے چه ډيرو يهُوديانو اَؤ غير يهُوديانو ايمان راؤړو.
2
خو نۀ منُونکو يهُوديانو دَ غير يهُوديانو په زړُونو کښے دَ عيسىٰ دَ منُونکو خلاف نفرت پيدا کړو.
3
اَؤ دَ ډيرے مودے دَ پاره پولوس اَؤ برنبا هلته پاتے شول اَؤ دَ خُدائے په توکل ئے په ډاګه اَؤ په زړه ورتيا کلام واؤرولو، اَؤ دَ مالِک په خپل فضل ئے دَ پيغام داسے مُظاهره وکړه چه دَ هغوئ دَ لاسه ئے ډيرے مُعجزے اَؤ نخښے ښکاره کړلے.
4
اَؤ دَ ښار خلق دوه ډلے شول، ځنے دَ يهُوديانو په طرف شول اَؤ ځنے دَ رسُولانو.
5
خو چه غيرو يهُوديانو اَؤ يهُوديانو په يو ځائے دَ ښار دَ حاکمانو سره داسے سازباز وکړو چه هغوئ بے عزته کړى اَؤ سنګسار ئے کړى.
6
نو هغوئ خبر شول اَؤ دَ لوکاونيه ښارُونو لستره اَؤ دِربے ته اَؤ ګير چاپير وطن ته ئے هجرت وکړو.
7
اَؤ هلته ئے بدستور زيرے آورولو.
8
په لستره کښے يو شل سړے وو چه پيدائشى ګوډ وو اَؤ هيچرے دَ ګرزيدلو جوګه نۀ وو.
9
دغه سړى دَ پولوس خبرے واؤريدلے اَؤ چه پولوس ورته ځير وکتل اَؤ پوهه شو چه هغه دَ جوړيدو دَ پاره ايمان لرى،
10
نو هغۀ ورته په زوره ووئيل، ”په خپلو پښو نيغ ودريږه!“ نو هغه په ټوپ وهلو سره پاڅيدلو اَؤ روان شو.
11
کله چه خلقو دَ پولوس دا کار وليدلو نو هغوئ چغے کړے اَؤ په خپله مقامى لوکائونيه ژبه کښے ئے ووئيل چه ”خُدايان دَ اِنسانانو په شکل کښے مُونږ ته راکُوز شوى دى!“
12
اَؤ هغوئ برنبا ته زيُوس اَؤ پولوس ته هِرميس ووئيل ځکه چه هغۀ کلام آؤرولو.
13
اَؤ دَ زيُوس کاهن چه مناره ئے دَ ښار مخامخ وه، هغه دروازے ته غويئ اَؤ هارُونه راؤړل اَؤ هغه اَؤ ټول خلق قُربانئ کولو ته تيار وُو.
14
خو هر کله چه رسُولانو يعنے برنبا اَؤ پولوس دا خبره واؤريده نو خپلے جامے ئے څيرے کړلے اَؤ خلقو ته ئے ورمنډے کړے،
15
اَؤ چغے ئے کړے چه ”اَئے سړو! دا تاسو څۀ کوئ؟ مُونږ خو ستاسو په شان بنى آدم يُو! کُوم زيرے چه مُونږ تاسو ته آؤروُو دا تاسو ته وائى چه دَ دے فضُولو څيزُونو نه ژوندى خُدائے ته راوګرزئ چا چه آسمان اَؤ مزکه اَؤ سمندر اَؤ هر څۀ چه په کښے دى، پيدا کړل.
16
يعنے په تيرو پيړيو کښے هغه ټول قومُونه ئے په خپله لار چلند ته پريښودل.
17
خو بيا هم هغۀ تاسو دَ خپل ځان په حقله ناخبره نۀ يئ ساتلى، هغه چه درباندے دا مهربانى کوى چه دَ آسمان نه درباندے باران ورَوى اَؤ دَ موسم دَ فصلُونو نه خوراک درکوى اَؤ ستاسو زړُونه خوشحالوى.“
18
په دے خبرو رسُولانو ډير په مُشکله خلق دَ ځان دَ پاره دَ قُربانئ کولو نه منع کړل.
19
بيا له اَنطاکيه اَؤ اِکونيوم نه يهُوديان هغه ځائے ته راغلل اَؤ خلق ئے ځان ته راواړول. هغوئ پولوس سنګسار کړو اَؤ خيال ئے دا وو چه مړ دے، نو دَ ښار نه بهر ئے راکښلو.
20
خو عيسىٰ منُونکى دَ هغۀ نه راتاؤ شول، نو هغه پاڅيدو اَؤ ښار ته دَ ننه لاړو اَؤ په بله ورځ دَ برنبا سره دِربے ته لاړو.
21
په دِربے کښے ئے چه زيرے واؤرولو اَؤ ډيرو خلقو ايمان راؤړو نو هغوئ لستره ته، بيا اِکونيوم ته اَؤ بيا اَنطاکيه ته بيرته لاړل.
22
چا چه ايمان راؤړے وو، دَ هغو زړۀ ئے مظبُوطولو. زړۀ ور کول ئے چه په خپل ايمان ټينګ پاتے شى اَؤ هغوئ ته ئے خبردارے ورکړو چه دَ خُدائے بادشاهئ ته دَ داخليدو دَ پاره به مُونږ ډير تکليفُونه زغمُو.
23
هغوئ په هر جماعت کښے مشران ورته مُقرر کړل، نو په روژه اَؤ دُعا ئے هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چه ئے ايمان راوړے وو.
24
بيا پولوس اَؤ برنبا له پيسيديه نه تير شول اَؤ پمفوليه ته راغلل.
25
اَؤ چه هغوئ په پرګه کښے کلام واؤرولو نو لاندے اِټاليه ته لاړل.
26
اَؤ له دے ځائے نه انَطاکيه ته دَ اوبو په جهاز کښے لاړل چرته چه هغوئ دَ خُدائے فضل ته وسپارلے شول چه هغه کار وکړى کُوم چه ئے اوس کړے وو.
27
کله چه هغوئ راورسيدل اَؤ جماعت ئے جمع کړلو، نو دَ هغه هر څۀ نه ئے خبر کړل چه خُدائے دَ دوئ په وسيله کړى وُو، اَؤ چه څنګه هغۀ غير يهُوديانو ته دَ ايمان دَ راړو دروازے خلاصے کړے وے.
28
اَؤ هغوئ هلته تر ډير وخت پورے دَ عيسىٰ منُونکو سره پاتے شول.
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28