bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 23
Acts 23
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 24 →
1
پولوس جرګے ته ځير ځير وکتل اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے زما وروُڼو! زَۀ په ټول ژوندُون کښے تر ننئ ورځے پورے دَ خُدائے په حضُور کښے بيخى صفا ضمير لرم.“
2
خو مشر کاهن حننياه دَ دے خبرے په آؤريدو خپل خدمتګار ته حُکم ورکړو چه ”په خُلۀ ئے په څپيړه ووهه.“
3
نو پولوس هغۀ ته ووئيل چه ”خُدائے به تا ووهى، اَئے چُونه کړيه ديواله! تۀ ناست ئے اَؤ زما په باب کښے دَ شريعت فيصلے کوے، اَؤ بيا دَ شريعت برخلاف زما دَ وهلو حُکم ورکوے څۀ؟“
4
خدمتګار ووئيل چه ”تۀ دَ خُدائے دَ مشر کاهن بے عزتى کوے څۀ؟“
5
بيا پولوس ووئيل چه ”زما ورُوڼو! ما ته دا معلُومه نۀ وه چه هغه مشر کاهن دے. ما ته معلُومه ده چه صحيفے وائى : ”تاسو دَ خپل قوم حاکِم ته بدرد مۀ وايئ.““
6
بيا چه پولوس ته ښه معلُومه شوه چه په دوئ کښے يوه ډله دَ صدُوقيانو ده اَؤ بله دَ فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښے چغے کړلے چه ”اَئے زما ورُوڼو! زَۀ يو فريسى يم اَؤ دَ فريسى اَؤلاد يم. زما اُميد دے چه مړى به بيا راژوندى کيږى، نو ځکه په ما مقدمه ده اَؤ په دے باب کښے زما فيصله کيږى.“
7
په دے آؤريدو دَ فريسيانو اَؤ صدُوقيانو په مينځ کښے بلوه شوه اَؤ ډله دوه ځايه شوله.
8
ځکه چه صدُوقيان دَ قيامت اَؤ فرښتو اَؤ دَ رُوح نه مُنکر دى، خو فريسيان ئے منى.
9
اَؤ دَ فريسيانو دَ فرقے ځنے دَ شرعے عالمان راپاڅيدل اَؤ په ډاګه ئے دَ هغۀ په حق کښے دا اِعلان وکړو چه ”مُونږ په دے سړى کښے هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چه يوے فرښتے يا رُوح ورسره خبرے کړے وى!“
10
اَؤ چه بلوه زياتيدله نو کمان افسر ويرے واخستو چه هسے نه چه پولوس ټوټے کړى، نو هغۀ عسکرو ته حُکم وکړو چه ”لاندے لاړ شئ اَؤ هغه دَ ګڼے نه راکاږئ اَؤ قلعه ته ئے بوزئ.“
11
هغه شپه مالِک پولوس ته راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زړۀ ټينګ کړه! لکه چه تا په بيتُ المُقدس کښے زما په حق کښے شاهدى وکړله، هم دغه شان ئے په رُوم کښے هم وکړه.“
12
اَؤ چه ورځ شوه نو يهُوديان سره راغونډ شول اَؤ دا قسم ئے وخوړلو چه تر څو چه پولوس وژلے شوے نۀ وى، تر هغے به نۀ خو څۀ خورُو اَؤ نۀ څۀ څښُو!
13
دا سازش دَ څلويښتو کسانو نه زياتو وکړو.
14
هغوئ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ جرګے مشرانو له راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”مُونږ په سوګند ځانُونه دے ته تړلى دى چه تر هغے به نۀ څۀ خورُو اَؤ نۀ څۀ څښُو تر څو چه پولوس مړ نۀ کړُو.
15
اوس دا ستاسو دَ جرګے کار دے چه کمان افسر ته درخواست وکړئ چه هغه تاسو ته لاندے راولى اَؤ دا بهانه وکړئ چه دَ هغۀ دَ مُقدمے پُوره پُوره تحقيقات کوُونکے دے. مُونږ دا بندوبست کړے دے چه دَ رارسيدو نه وړاندے به هغه قتل کړُو.“
16
خو دَ پولوس خوريئ دَ هغوئ دَ سازش خبره واؤريده. هغه لاړو اَؤ قلعه ته ننوتو اَؤ پولوس ئے په دے خبره خبر کړو.
17
بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو اَؤ وئے وئيل چه ”دا ځوان کمان افسر ته بوزه، دَئے ورته څۀ خبره کول غواړى.“
18
صوبه دار هغه دَ ځان سره کړو اَؤ کمان افسر ته ئے بوتلو. هغۀ ووئيل چه ”قيدى پولوس زَۀ راوبللم اَؤ راته ئے ووئيل چه دا ځوان تا ته راولم چه دَئے تا ته څۀ خبره کول غواړى.“
19
کمان افسر هغه دَ لاسه ونيولو، يو طرف ته ئے راکښو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”تۀ څۀ خبره کول غواړے؟“
20
هغۀ ووئيل چه ”يهُوديانو په خپل مينځ کښے يو سازش جوړ کړے دے اَؤ تا ته به يو عرض کوى چه صبا تۀ پولوس دَ جرګے په وړاندے کړے اَؤ په دے بهانه چه دَ هغۀ دَ مُقدمے پُوره پُوره تحقيقات کوُو.
21
نو تۀ دَ هغوئ مه آؤره ځکه چه دَ څلويښتو کسانو نه زيات يو مظبُوط ټولى دَ هغۀ خلاف سازش کړے دے، اَؤ هغوئ دا سوګند کړے دے چه تر څو ئے هغه مړ کړے نۀ وى، تر هغے به نۀ څۀ خورى اَؤ نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو بس ستا دَ منظُورئ اِنتظار دے.“
22
نو کمان افسر هغه ځوان په دے وينا رُخصت کړو چه ”ګوره، په دے خبرو څوک درنه خبر نۀ شى چه تا ما ته دا اِطلاع راکړے ده.“
23
بيا کمان افسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل اَؤ دا حُکمونه ئے ورله ورکړل چه ”دوه سوه پياده عسکر قيصريه ته دَ تلو دَ پاره تيار کړئ اَؤ هم ورسره اؤيا سوارۀ اؤ دوه سوه نيزه بازان کړئ چه دَ نمر پريوتو نه درے ګنټے پس روان شى.
24
اَؤ پولوس ته هم دَ سورلئ بندوبست وکړئ چه هغه پرے سور شى اَؤ صحيح سلامت ئے فِليکس حاکِم ته ورسوى.“
25
اَؤ هغۀ يو خط هم ورته داسے وليکلو چه :
26
***
27
***
28
***
29
***
30
***
31
نو دَ حُکم په مُطابق عسکرو پولوس شپه په شپه انتيپترس ته بوتلو.
32
اَؤ په بله ورځ هغوئ قلعه ته راواپس شول اَؤ سوارۀ ئے دَ هغۀ سره په باقى سفر دَ حفاظت دَ پاره پريښودل.
33
اَؤ چه سوارۀ قيصريه ته ورسيدل نو خط اَؤ پولوس ئے ګورنر ته په حواله کړل.
34
خط ئے ولوستو اَؤ دَ پولوس نه ئے تپوس وکړو چه هغه دَ کُومے صوبے اوسيدُونکے دے. اَؤ چه په دے خبر شو چه هغه دَ کلکيه اوسيدُونکے دے،
35
هغۀ ووئيل چه ”زَۀ به ستا مُقدمه هله آؤرم چه مُدعيان راورسى.“ اَؤ بيا هغۀ حُکم وکړو چه هغه دِ دَ هيروديس په قلعه کښے وساتلے شى.
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 24 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28