bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 25
Acts 25
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 24
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 26 →
1
فِستوس دَ مُقررولو نه درے ورځے پس دَ قيصريه نه بيتُ المُقدس ته لاړو.
2
هلته ورته مشرانو کاهنانو اَؤ دَ يهُوديانو غټانو دَ پولوس په خلاف مُقدمه پيش کړه اَؤ زارى ئے ورته وکړله.
3
اَؤ دَ پولوس خلاف ئے دا مهربانى ترے وغوښتله چه هغه بيتُ المُقدس ته راوغواړه، خو هغوئ ئے په لاره کښے دَ وژلو سازش کړے وو.
4
فِستوس په جواب کښے ووئيل چه ”پولوس په قيصريه کښے په قيدخانه کښے دے، اَؤ زَۀ هغه خوا ته په خپله زر روان يم.
5
نو ستاسو څۀ مشران دِ راسره شى اَؤ که دَ هغۀ په خلاف څۀ غلطى ثابته شى نو دعوىٰ دِ پرے وکړى.“
6
هغه زيات نه زيات اَتۀ يا لس ورځے په بيتُ المُقدس کښے دَ تيرولو نه پس قيصريه ته لاړو اَؤ په بله ورځ چه په عدالت کښے کښيناستو نو دَ پولوس دَ حاضرولو حُکم ئے وکړو.
7
کله چه هغه حاضر شو نو دَ بيتُ المُقدس نه راغلى يهُوديان ګير چاپيره ولاړ وُو اَؤ په هغۀ ئے سخت الزامُونه ولګول، خو هغه ئے ثابت نۀ کړے شول.
8
خو پولوس په جواب کښے ووے چه ”ما دَ يهُوديانو دَ شريعت، دَ خُدائے دَ کور اَؤ دَ قيصر په خلاف هيڅ جُرم نۀ دے کړے.“
9
فِستوس چه يهُوديان دَ ځانه خوشحالول غوښتل نو هغۀ پولوس ته مخ راواړولو اَؤ وئے وئيل چه ”آيا تۀ دے ته تيار يئے چه بيتُ المُقدس ته لاړ شے اَؤ هلته په دے مُقدمه کښے زما په وړاندے پيش شے؟“
10
خو پولوس ووئيل چه ”زَۀ اوس دَ قيصر په عدالت کښے پيش يم اَؤ دا هم هغه ځائے دے چه زما مُقدمه دِ په کښے وچليږى. تۀ ښۀ خبر يئے چه ما دَ يهُوديانو خلاف هيڅ جُرم نۀ دے کړے.
11
که چرے ما څۀ غټ جُرم کړے وى نو زَۀ دَ مرګ دَ سزا نه دَ خلاصيدو سوال نۀ کوم. خو که په دے مُقدمه کښے کُومه چه دے سړو په ما جوړه کړے ده، څۀ حقيقت نۀ وى نو ما هيڅوک هم دَ دوئ دَ خوشحالولو دَ پاره دوئ ته نۀ شى سپارلے. زَۀ قيصر ته اپيل کوم!“
12
بيا فِستوس دَ خپلو مشرانو سره دَ مشورے نه پس پولوس ته جواب ورکړو چه ”تا قيصر ته اپيل کړے دے، نو تۀ قيصر ته لاړ شه.“
13
بيا چه يو څو ورځے تيرے شوے نو اګريپا بادشاه اَؤ بِرنيکى دَ فِستوس مُلاقات ته قيصريه ته راغلل.
14
هغوئ هلته ډيرے ورځے پاتے شول اَؤ په دے دوران کښے فِستوس دَ پولوس مُقدمه بادشاه ته وړاندے کړه اَؤ وئے وئيل چه ”مُونږ سره يو سړے دے چه فِليکس په قيدخانه کښے پريښودلے دے.
15
اَؤ کله چه زَۀ په بيتُ المُقدس کښے وم نو مشرانو کاهنانو اَؤ دَ يهُوديانو مشرانو دَ هغۀ برخلاف ما ته اطلاع راکړه اَؤ په هغۀ ئے دَ سزا حُکم کولو سوال وکړو.
16
خو ما هغوئ ته جواب ورکړو چه دا دَ رُوميانو دَستور نۀ دے چه مُجرم دَ هغۀ مُدعيانو ته وسپارى تر څو چه مُجرم ته دَ مُدعيانو په مخامخ دَ صفائى پيش کولو موقعه ورنۀ کړى.
17
نو کله چه هغوئ ما سره دلته راغلل نو ما هيڅ وخت ضايع نۀ کړو اَؤ په بله ورځ په عدالت کښے کښيناستلم اَؤ په عدالت کښے مے دَ هغه سړى دَ حاضريدو حُکم وکړو.
18
خو کله چه دَ هغۀ مُدعيان خبرو ته پاڅيدل نو زما دَ خيال په مُطابق هغوئ يو اِلزام هم ثابت نۀ کړے شولو.
19
دَ هغوئ دَ خپل مذهب په حق کښے دَ هغۀ سره څۀ بے اِتفاقى وه اَؤ ځنے کسانو عيسىٰ ته مړ وئيل اَؤ پولوس وائى چه هغه ژوندے دے.
20
خو زَۀ چه دَ دے مسئلے ژوروالى ته ونۀ رسيدلم نو ما ورته ووئيل چه که هغه غواړى چه بيتُ المُقدس ته وليږلے شى اَؤ هلته په دے باب کښے مُقدمه پرے وچليږى.
21
خو پولوس اپيل وکړو چه هغه دِ دَ قيصر دَ فيصلے دَ پاره دلته وساتلے شى، نو ما حُکم وکړو چه تر هغے دِ دلته وساتلے شى تر څو چه ئے زَۀ قيصر ته ونۀ ليږم.“
22
بيا اګريپا فِستوس ته ووئيل چه ”زَۀ دَ دے سړى خبرے په خپله آؤريدل غواړم،“ هغۀ جواب ورکړو چه ”صبا به ئے واؤرے.“
23
نو په بله ورځ اګريپا اَؤ بِرنيکى په شان اَؤ شوکت سره عام دربار ته راننه وتل چه ورسره لوئے لوئے افسران اَؤ دَ ښار مشهُور کسان وُو. اَؤ دَ فِستوس په حُکم پولوس راوستے شو.
24
بيا فِستوس ووئيل چه ”اَئے اګريپا بادشاه اَؤ حاضرينو! تاسو دا سړے وينئ چه يهُوديانو په جمع دلته اَؤ په بيتُ المُقدس کښے په چغو ووئيل چه دا سړے دَ ژوندى پاتے کيدو لايق نۀ دے.
25
خو ما ته ښکاره وه چه دَۀ داسے څۀ نۀ دى کړى چه ورته دِ دَ مرګ سزا ورکړے شى. اَؤ کله چه هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما دَ هغۀ دَ ليږلو فيصله وکړله.
26
خو ما څخه دَ دَۀ خلاف څۀ داسے پوخ ثبُوت نِشته چه زَۀ ئے قيصر ته ليکلے پيش کړم، نو ځکه ما په دے شان دَئے ستاسو په وړاندے اَؤ خاص دَ بادشاه اګريپا په وړاندے پيش کړو، يعنے مطلب دا چه دَ دے تفتيش نه پس به زَۀ دَ څۀ ليکلو جوګه شم.
27
زما په خيال کښے دا بے ځايه خبره ده چه يو قيدى دِ بغير دَ څۀ ليکلى جُرم نه وليږلے شى.“
← Chapter 24
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 26 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28