bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 19
Acts 19
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 20 →
1
څۀ وخت چه اپولوس په کورنتوس کښے وو نو پولوس په دَننئ علاقه کښے وګرزيدلو اَؤ اِفِسوس ته راغے. هلته هغۀ يو څو مُريدان ومُوندل،
2
اَؤ هغو ته ئے ووئيل چه ”څۀ وخت چه تاسو ايمان راوړے وو نو رُوحُ القُدس درباندے نازل شوے وو څۀ؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”نه، مُونږ خو دَ سره دَ رُوحُ القُدس نه خبر قدرے هم نۀ يُو.“
3
بيا پولوس ووئيل چه ”تاسو ته دَ څۀ بپتسمه درکړے شوے وه؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ يحيىٰ بپتسمه.“
4
پولوس بيا ووئيل چه ”کُومه بپتسمه چه يحيىٰ ورکړے وه هغه دَ توبه ګارئ بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيلى وُو چه په هغۀ ايمان راؤړئ څوک چه دَ هغۀ نه پس راتلُونکے دے، اَؤ هغه عيسىٰ دے.“
5
دَ دے په آؤريدو هغوئ ته دَ مالِک عيسىٰ په نُوم بپتسمه ورکړے شوه.
6
اَؤ کله چه پولوس خپل لاسُونه په هغوئ کيښول نو په هغوئ رُوحُ القُدس نازل شو اَؤ هغوئ په مُختلفو ژبو خبرے کولے اَؤ دَ نبى په شان ګويا شول.
7
اَؤ هغوئ قريباً دولس کسان وُو.
8
تر دريو مياشتو پورے به پولوس عبادت خانے ته تلو اَؤ دَ خلقو سره ئے په زړه ورتيا بحث کولو اَؤ قائلول به ئے اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ خبرے به ئے کولے.
9
خو ځنى ډير ځيلناک وُو اَؤ وئے نۀ منل اَؤ دَ خلقو په وړاندے ئے مسيحى عقيدے ته بد وئيل. نو پولوس ترے نه لاړو اَؤ خپل مُريدان ئے جُدا کړل اَؤ هره ورځ به ئے دَ تورنوس په مدرسه کښے بحث کاوو.
10
دا کار ئے تر دوؤ کالو پورے وکړو اَؤ نتيجه ئے دا شوه چه دَ ايشيا دَ صوبے ټولے آبادئ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو دَ خُدائے کلام واؤريدو.
11
اَؤ خُدائے دَ پولوس په وسيله لوئے مُعجزے ښکاره کولے.
12
هر کله چه به دَ پولوس دَ وجُود سره لګيدلى رومالُونه يا پيش بندُونه خلقو بيمارانو ته يووړل نو هغوئ به دَ رنځونو نه روغ شول اَؤ ناپاک رُوحُونه به ترے نه پاڅيدل.
13
خو ځنے دم آچووُنکى يهُوديان چه سيلانيان وُو نو هغوئ به دَ ناپاکو رُوحونو په رنځُونو دَ مالِک عيسىٰ نُوم استعمالولو. هغوئ به وئيل چه ”دَ هغه عيسىٰ په نُوم قسم درکوُو چه پولوس ئے بيانوى.“
14
دَ سکيوا نُومے يهُودى سردار کاهن اُووۀ زامن وُو چه ئے دا طريقه اِستعمالوله.
15
خو کله چه ناپاک رُوح جواب ورکړو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ عيسىٰ منم اَؤ پولوس هم پيژنم، خو تاسو څوک يئ؟“
16
نو هغه ناپاک رُوح نيولى سړى په هغوئ ورټوپ کړل اَؤ ټول ئے رالاندے کړل اَؤ داسے ئے وټکول چه دَ هغۀ دَ کور نه بربنډ اَؤ ژوبل شوى وتښتيدل.
17
اَؤ په اِفِسوس کښے دا خبره ټولو يهوديانو اَؤ يُونانيانو ته معلُومه شوه اَؤ په هغوئ ټولو ويره راغله اَؤ دَ مالِک عيسىٰ دَ نُوم لوئى ئے ومُوندله.
18
اَؤ نور ډير هغه کسان چه ايمان ئے راؤړے وو، راغلل اَؤ دا اِقرار ئے وکړو چه هغوئ جادُوګرى کوله.
19
اَؤ ډيرو جادُوګرو خلقو چه پخوا به ئے جادُوګرى کوله، خپل کتابُونه راجمع کړل اَؤ دَ خلقو دَ وړاندے ئے وسوزول اَؤ دَ ټول قيمت حساب ئے ولګولے شو، نو پينځۀ لکه دَ سپينو زرو سکے وختلو.
20
دغه شان دَ مالِک کلام مضبوطيدو اَؤ زيات نه زيات په اثرناکه طريقه خوريدلو.
21
پس له دغه خبرو نه پولوس فيصله وکړه چه مکدونيه اَؤ اخيه ته لاړ شى اَؤ بيا بيتُ المُقدس ته ځان ورسوى اَؤ هغۀ ووئيل چه ”هر کله چه زَۀ هلته ورشم نو په کار دى چه دَ رُوم ښار خامخا وګورم.“
22
نو هغۀ دوه ملګرى تيموتيوس اَؤ اِراستوس مِکدونيه ته وليږل اَؤ په دے دوران کښے په خپله څۀ زياته مُوده دَ ايشيا په صُوبه کښے پاتے شو.
23
په دے دوران کښے دَ مسيحى عقيدے په وجه سخت تکليف جوړ شو.
24
هلته ديميتريوس نُومے يو زرګر وو چه دَ ارتِميسے دَ مندر دَ سپينو زرو نمُونے به ئے جوړولے اَؤ دَ ډيرو کسب روز ګار پرے روان وو.
25
هغۀ دَ هغوئ اَؤ دَ داسے نورو کسب ګرو يوه غونډه راوغوښته اَؤ هغوئ ته ئے خبرے وکړلے. هغۀ ووئيل چه ”اَئے سړو! تاسو خبر يئ چه زمُونږ دَ ژوندُون دارو مدار په دے کسب دے.
26
خو تاسو ګورئ اَؤ آؤرئ چه دے پولوس نومے سړى په خپلو خبرو څومره ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښے بلکه تقريباً په توله ايشيا کښے وغُلول. هغه وائى چه دَ بنى آدم دَ لاسه جوړ خُدايان هډو خُدايان دى نه.
27
دا خطره ده چه نۀ تش دا چه زمُونږ کاروبار به بے قدره شى بلکه دَ ارتِميسے مندر به ناڅيزه وګڼلى شى اَؤ په ايشيا اَؤ په ټوله دُنيا کښے چه دَ هغے عبادت کيږى نو دا شان و شوکت به ئے ختم شى!“
28
هغوئ چه دا خبرے واؤريدلے نو په غُصه شول اَؤ چغے ئے کړے چه ”دَ اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده!“
29
نو ټول ښار ګډ وډ شو اَؤ هغوئ دَ پولوس دَ سفر ملګرى، يعنے دَ مکدونيه اوسيدُونکى ګايوس اَؤ اريسترخوس ونيول اَؤ دَ تماشے ځائے ته راغونډ شول.
30
پولوس هغه ګڼے ته تلل غوښتل خو نورو عيسايانو پرے نۀ ښودو.
31
اَؤ دَ ځنے دَ صوبے مشرانو چه دَ پولوس دوستان وُو، جواب وروليږلو چه ”دَ تماشے ځائے ته لاړ نۀ شے.“
32
په دے دوران کښے غونډه ګډه وډه شوه اَؤ ځنو څۀ چغے وهلے اَؤ ځنو څۀ، ځکه چه په هغوئ کښے ډير په دے خبر هم نۀ وُو چه دَ څۀ مقصد دَ پاره دلته راجمع شوى دى.
33
خو په غونډه کښے دَ ځنو کسانو دا خيال وو چه سکندر قصور وار دے چه يهُوديانو مخکښے قطار ته ديکه کړے وو. هغۀ خلقو ته دَ خاموشئ اِشاره وکړه اَؤ ګڼے ته ئے دَ جواب ورکولو کوشش وکړو.
34
خو چه هغوئ وپيژندو چه دا خو يهُودى دے نو هغوئ ټولو يوه چغه وويسته چه ”دَ اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده!“ تر دوؤ ګينټو پورے هغوئ دا چغے وهلے.
35
خو دَ ښار سيکتر ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چه ”اَئے دَ اِفِسوس خلقو! هر چا ته معلُومه ده چه زمُونږ دَ اِفِسوس ښار دَ لوے ارتِميسے مندر اَؤ دَ هغے پاک کاڼے چه له آسمان نه راپريوتو، منجوره دے.
36
چونکه په دے هيڅ مُخالفت نِشته، نو تاسو له په کار دى چه خاموشه شئ اَؤ په تادئ کښے څۀ قدم اُوچت نۀ کړئ.
37
دا کسان چه تاسو دلته راوستى دى، نۀ خو دَ مندر غلۀ دى اَؤ نۀ ئے زمُونږ ديوى ته کُفر غرولے دے.
38
ځکه که چرے ديميتريوس اَؤ دَ هغۀ کسب ګر دَ چا خلاف مقدمه لرى نو دَ عدالت ورځے شته اَؤ مُنصفان هم، نو دواړه ډلے دِ په يو بل شکايت وکړى.
39
خو که ستاسو څۀ نور سوال وى نو دَ هغۀ فيصله به په قانُونى مجلس کښے وشى.
40
مُونږ دَ ننئ بلوے په حق کښے دَ شکايت خطره په ځان آخستے ده ولے چه دَ دے هيڅ وجه نِشته اَؤ مُونږ دَ بلے ډلے په حقله هيڅ جواب نۀ شُو ورکولے.“
41
په دے خبرو ئے هغه ګڼه رُخصت کړه.
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 20 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28