bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 20
Acts 20
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 21 →
1
هر کله چه تکليف ختم شو نو پولوس په مُريدانو پسے خبر واستولو اَؤ دَ تسلئ دَ لاسے نه پس ئے بيا رُخصت واخستو اَؤ مکدونيه ته لاړو.
2
هغۀ دَ وطن په هغه علاقو کښے سفر وکړو اَؤ خلقو له به ئے تسلى ورکوله اَؤ دغه شان هغه يُونان ته ورسيدلو،
3
اَؤ هغۀ درے مياشتے هلته تيرے کړے. اَؤ شام ته دَ اوبو په جهاز کښے تلو خو چه يهُوديانو دَ هغۀ په خلاف يو سازش کړے وو نو هغۀ دا فيصله وکړه چه دَ مِکدونيه په لارے بيرته ستُون شى.
4
اَؤ دَ پرحوس زوئے سوپترس له بيريه نه، اريسترخوس اَؤ سکندُسله تِسالونيکيه نه، ګايوس له دِربے نه اَؤ هم تيموتيوس، اَؤ تخيکوس اَؤ تروفيموس له ايشيا نه دَ هغۀ ملګرى وُو.
5
هغوئ مخکښے لاړل اَؤ په تروآس کښے ئے زمُونږ اِنتظار کاوو.
6
بيا چه دَ پتيرے ډوډئ دَ اختر ورځے تيرے شوے نو مُونږ دَ فيليپى نه دَ اوبو په جهاز کښے روان شوُو اَؤ په پنځو ورځو کښے هغوئ ته په ترواس کښے ورسيدلُو اَؤ هلته مو يوه هفته تيره کړه.
7
دَ اِتوار په ماښام مُونږ دَ ډوډئ ماتولو دَ پاره راغونډ شوى وُو اَؤ پولوس چه په بله ورځ رُخصتيدُونکے وو، هغوئ ته ئے خطاب وکړو اَؤ تر نيمے شپے پورے ئے خبرے کولے.
8
اَؤ پاس په بالا خانه کښے چرته چه مُونږ راجمع وُو ډير مشعلُونه بل وُو.
9
اَؤ يوتخوس نومے يو زلمے وو چه دَ کړکئ په چوکاټ ناست وو. دَ پولوس دَ خبرو په دوران کښے ډير خوب وزنګولو اَؤ آخر چه خوب پرے غالب شو نو دَ دريم چت نه ښکته مزکے ته پريوتو اَؤ چه هغوئ را اُوچت کړو نو مړ شوے وو.
10
پولوس ښکته ور کُوز شو اَؤ په خپله په هغۀ ورپريوتو اَؤ بيا ئے هغه په غيږ کښے راونيولو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل، ”مۀ ويريږئ، په دَۀ کښے خو لا ساه شته!“
11
هغه بيا بالاخانے ته وخوتو، ډوډئ ئے ما ته کړه اَؤ وئے خوړه اَؤ دَ هغوئ سره ئے تر سحره پورے خبرے کولے اَؤ بيا هغه روان شو.
12
اَؤ هغوئ هغه زلمے ژوندے بوتلو اَؤ ښۀ په آرام وو.
13
نو مُونږ وړاندے دَ اوبو په جهاز کښے سوارۀ شوُو اَؤ اَسوس ته روان شوُو په کُوم ځائے کښے چه پولوس هم دغه جهاز ته راختُونکے وو. هغۀ دا بندوبست کړے وو ځکه چه هغه په خپله دَ وچے په لاره تلو.
14
هر کله چه هغه مُونږ سره په اَسوس کښے يو ځائے شو نو مُونږ په جهاز کښے سور کړو اَؤ په اولنئ ورځ ميتيلينے ته لاړلُو.
15
اَؤ په دويمه ورځ مُونږ دَ هغه ځايه روان شوُو اَؤ دَ خيوس بلے غاړے ته ورسيدلُو. په دريمه ورځ مُونږ ساموس ته لاړلُو اَؤ په څلورمه ورځ ميليتوس ته ورسيدلُو.
16
ځکه چه پولوس دا فيصله کړے وه چه له اِفِسوس نه تير شى چه دغه شان دَ ايشيا په علاقه کښے دَ وخت ضائع کولو نه بچ شى، دَ هغۀ بيتُ المُقدس ته دَ رسيدو ځکه تلوار وو چه دَ پنتکُست ورځے ته هلته ورسى.
17
نو پولوس دَ ميليتوس نه اِفِسوس ته خبر واستولو اَؤ دَ جماعت مشران ئے راوبلل.
18
اَؤ کله چه هغوئ ورته راورسيدل نو داسے خبرے ئے ورته وکړلے، ”تاسو ته پته ده چه ما تاسو سره څنګه ژوند تير کړو، دَ هغه ورځے نه چه ما اول دَ ايشيا په مزکه قدم کيښودو اَؤ څومره مُوده چه زَۀ تاسو سره وم.
19
يعنے ما پُوره په عاجزئ اَؤ ژړا سره دَ مالِک غُلامى کوله سره دَ يهُوديانو دَ سازشُونو اَؤ آزميښتُونو چه په ما راغلل.
20
اَؤ تاسو ته دا معلُومه ده چه ما يو داسے څيز هم چه ستاسو دَ ښيګړے دَ پاره وو، پټ ونۀ ساتلو. ما تاسو ته کلام رسولے دے اَؤ په ښکاره اَؤ په کور کور کښے مے درله تعليم در کړے دے.
21
اَؤ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو ته مے دَ خُدائے په وړاندے دَ توبے ويستلو اَؤ په مالِک عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو شاهدى کړے ده.
22
اَؤ اوس لکه چه تاسو وينئ، زَۀ دَ رُوح دَ لاسه مجبُور بيتُ المُقدس ته روان يم، اَؤ هلته چه څۀ ما تا پيښيږى دَ هغے نه هيڅ خبر نۀ يم.
23
بے له دے نه چه په هر ښار کښے ما ته رُوحُ القُدس دا خبر راکوى چه قيد اَؤ تکليفُونه زما په اِنتظار کښے دى.
24
خپله ځانى خو زَۀ دَ ژوند هيڅ پرواه دار نۀ يم، خو زَۀ دا غواړم چه منډه تر سره کړم اَؤ هغه کار پُوره کړم چه مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے چه دَ خُدائے دَ فضل دَ زيرى په باب کښے شهادت وکړم.
25
يوه بله خبره واؤرئ، ما چه ستاسو ټولو په مينځ کښے دَ خُدائے دَ بادشاهت وعظ کاوو، خو اوس ما ته دا ښکارى چه په تاسو کښے به يو کس هم زما مخ بيا ونۀ وينى.
26
نو زَۀ اوس په دے ځائے دا اِعلان کوم چه زما په غاړه دَ هيچا دَ خُون پور نِشته.
27
ځکه چه ما هيڅ درنه پټ ساتلى نۀ دى اَؤ ما تاسو ته دَ خُدائے ټول امرُونه څرګند کړى دى.
28
دَ خپل ځان اَؤ دَ هغه ټول کنډک خيال ساتئ کُوم چه رُوحُ القُدس ستاسو په حواله کړے دے اَؤ تاسو دَ مالِک دَ هغے جماعت شپُونکى يئ کُوم چه هغۀ دَ خپلے وينے په قيمت آخستے دے.
29
ما ته معلُومه ده چه هر کله چه زَۀ ستاسو نه لاړ شم نو داړُونکى شرمخان به په تاسو کښے راشى اَؤ کنډک به په امان پرے نۀ ږدى.
30
اَؤ هم په تاسو کښے به ځنى خلق داسے راپورته شى چه رښتيا به ورانوى اَؤ مُريدان به دے ته راپاروى چه دَ حق نه ئے واړوى اَؤ دَ دوئ ملګرى شى.
31
نو خبردار اوسئ! اَؤ ياد لرئ چه تر دريو کالو پورے مے څنګه شپه اَؤ ورځ په تاسو کښے هر يو ته په ژړا تعليم درکړو.
32
اَؤ اوس زَۀ تاسو دَ مالِک اَؤ دَ هغۀ دَ فضل کلام ته سپارم چه ستاسو دَ مظبُوطولو اَؤ په هغه ټولو کښے چه ځانُونه ئے ورته سپارلى دى خپل ميراث درکولے شى.
33
ما دَ هيچا سپين زر اَؤ سرۀ زر يا جامو ته دَ ځان دَ پاره نۀ دى کتلى.
34
اَؤ تاسو ټول خبر يئ چه ما په خپلو دے لاسُونو خپل اَؤ دَ خپلو ملګرو حاجتُونه پُوره کړى دى.
35
ما تاسو ته ښکاره کړه چه په مُشقت سره دَ کمزورو مدد په دے شان وکړئ اَؤ دَ مالِک عيسىٰ خبرے درته ياد ساتل په کار دى چه په خپله ئے وئيلى دى چه دَ آخستلو نه ورکړه غوره ده.“
36
کله چه پولوس خبرے ختمے کړے نو هغه دَ هغوئ سره په سجده پريوتو اَؤ دُعا ئے وغوښتله.
37
بيا هغوئ ټولو وژړل اَؤ پولوس سره تر غاړه وتل اَؤ کښل ئے کړو.
38
هغوئ په دے زيات خفه وُو چه هغۀ ووئيل چه دوئ به بيا دَ هغۀ مخ کله هم ونۀ وينى. اَؤ هغوئ دغه شان تر جهاز پورے ورسره جلب وکړو.
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28