bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 2
Acts 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 3 →
1
کله چه دَ پنتکُست ورځ راغله اَؤ هغوئ ټول په يو ځائے کښے راجمع شوى وُو،
2
ناڅاپى دَ آسمان نه دَ تيز باد په شان آواز راغے اَؤ په هغه ټول کور کښے چرته چه دوئ ناست وُو، آؤريدلے شو.
3
اَؤ هلته هغوئ دَ اور دَ لمبو په شان ژبے وليدلے، هغه په هغوئ کښے خورے شوے اَؤ هر يو ئے مسح کړلو.
4
اَؤ ټول په رُوحُ القُدس معمُور شول اَؤ په پردو ژبو ئے خبرے شروع کړے څنګه چه رُوحُ القُدس دَ خبرو طاقت ورکړو.
5
هغه وخت په بيتُ المُقدس کښے دَ آسمان دَ لاندے دَ هر قوم نه راغلى پرهيزګار اوسيدل.
6
کله چه هغوئ دا آواز واؤريدلو نو راجمع شول اَؤ حيران شول ځکه چه هر يو په خپله خپله ژبه وئيلے خبرے آؤريدے.
7
اَؤ په حيرانتيا کښے ئے وئيل، ”آيا دا ټول ګليليان نۀ دى څۀ چه خبرے کوى؟
8
نو بيا دا څۀ خبره ده چه مُونږ ټول دَ خپل ملک ژبه آؤرُو چه دوئ ئے وائى؟
9
يعنے پارتهيان، ميديان اَؤ عيلاميان، دَ ميسوپوتاميه اَؤسيدُونکى، دَ يهُوديه، دَ کپدوکيه، دَ پونطوس، اَؤ دَ آسيه،
10
دَ فروکيه اَؤ دَ پمفوليه، دَ مِصر، دَ ليبيا دَ ضلعو چه دَ کرينى طرف ته ده اَؤ هم رُومى مسافران،
11
يهوديان اَؤ نوى يهوديان شوى خلق، کريتيان اَؤ عرب، خو مُونږ ټول دَ هغوئ په خپلو خپلو ژبو کښے دَ خُدائے دَ لويو لويو کارُونو بيان آؤرُو!“
12
هغوئ ټول حيران اَؤ شکمن وُو اَؤ يو بل ته ئے ووئيل چه ”دا خبره به څۀ وى؟“
13
خو ځنو په ټوقو کښے ووئيل چه ”دوئ به دَ شرابو په نشه کښے وى.“
14
خو پطروس دَ يوولسو تنو سره پاڅيدو اَؤ په اُوچت آواز ئے هغوئ ته ووئيل، ”اَئے يهوديانو ملګرو! اَؤ هغه کسانو چه په بيتُ المُقدس کښے اوسئ، په دے پوهه شئ اَؤ زما خبره واؤرئ.
15
دا سړى دَ شرابو په نشه کښے نۀ دى لکه چه ستاسو خيال دے ځکه چه اوس خو ايله دَ سحر نهه بجے دى.
16
دا هغه څۀ دى چه يوئيل نبى دَ هغے په حقله وئيلى وُو چه :
17
”خُدائے فرمائى چه په آخرى ورځو کښے به داسے کيږى چه زَۀ به خپل رُوح په هر يو کس نازلوم اَؤ ستاسو زامن اَؤ لُوڼه به نبوت کوى، ستاسو ځوانان به رويا په سترګو وينى اَؤ بُډاګان به خوبُونه
18
اَؤ زَۀ به عن په هغه ورځو کښے په خپلو غُلامانو اَؤ وينځو باندے هم خپل رُوح نازلوم اَؤ هغوئ به نبوت کوى.
19
اَؤ زَۀ به پاس په آسمان کښے عجيبه کارُونه وکړم اَؤ په مزکه به نخښے ښکاره کړم، وينه اَؤ اور اَؤ دَ لُوګى دُوند.
20
دَ نمر سترګه به تکه توره شى اَؤ سپوږمئ به دَ وينے په رنګ شى وړُومبے دَ مالِک دَ لوئے اَؤ روښانه ورځے دَ راتلو نه
21
اَؤ بيا به هغه څوک خلاصُون ومُومى چه دَ مالِک په نُوم زارى کوى.“
22
اَئے اِسرائيلو! دا خبرے واؤرئ! چه عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چه خُدائے تاسو ته په مُعجزو، په عجيبه کارُونو اَؤ نخښو ښکاره کړو، څۀ چه خُدائے دَ هغۀ په وسيله ستاسو په وړاندے وکړل اَؤ تاسو پرے ښۀ خبر يئ چه خُدائے هغه غوره کړے وو.
23
اَؤ کله چه خُدائے دَ خپلے منشا اَؤ دَ عِلم په مُطابق هغه ستاسو په لاس کښے درکړو نو تاسو هغه دَ بے شرعے خلقو په وسيله په سولئ وخيژولو اَؤ مړ مُو کړو.
24
خو خُدائے هغه بيا راژوندے کړو اَؤ دَ مرګ دَ تکليفُونو نه ئے خلاص کړو ځکه چه دا نامُمکنه وه چه هغه دَ مرګ په قبضه کښے پاتے شوے وے.
25
لکه چه داؤد دَ هغۀ په حقله وائى چه : ”مالِک هميشه ما سره وو ځکه چه هغه زما ښى لاس ته موجُود دے دَ دے دَ پاره چه زَۀ وارخطا نۀ شم.
26
دَ دے دَ پاره زما زړۀ خوشحاله دے اَؤ زما په ژبه زما دَ خوشحالئ بيان دے، بلکه زما بدن به هم په اُميد کښے اوسى،
27
ځکه چه تۀ به زما رُوح عالمِ ارواح ته پرے نۀ ږدے اَؤ نۀ به تۀ خپل وفادار خادم خاؤره کيدو ته پريږدے.
28
تا ما ته دَ ژوند لارے ښودلى دى اَؤ تۀ به په خپله موجُودګئ ما په خوشحالئ معمُور کړے.“
29
زما ملګرو! زَۀ به اوس درته صفا خبرے وکړم چه نيکۀ داؤد مړ شوے وو اَؤ ښخ کړے شوے وو اَؤ دَ هغۀ قبر تر دے ورځے دلته موجُود دے.
30
نو بيا دا څرګنده شوه چه داؤد چه نبى وو هغۀ ته پته وه چه خُدائے هغۀ ته په سوګند سره وئيلى وُو چه دَ هغۀ دَ خپل نسل نه به يو کس دَ هغۀ په تخت کښينى.
31
نو چه هغۀ دا وينا وکړه نو هغه دَ مسيح دَ بيا راژوندى کيدو په راز خبر وو اَؤ ورته پته وه چه ”نۀ خو هغه عالمِ ارواح ته پريښودلے شو اَؤ نۀ ئے بدن خاؤرے کيدو ته پريښودلے شو.“
32
دغه عيسىٰ چه مُونږ ئے خبرے کوُو، هغه خُدائے بيا راژوندے کړے دے اَؤ مُونږ ټول دَ دے خبرے شاهدان يُو.
33
اَؤ بيا چه هغه دَ خُدائے ښى لاس ته وخيژولے شو، هغۀ دَ پلار نه دَ وعدے په مُطابق رُوحُ القُدس حاصل کړو اَؤ په مُونږ ئے نازل کړو اوس چه تاسو وينئ اَؤ آؤرئ.
34
ځکه چه داؤد خو آسمان ته نۀ وو ختلے خو هغه په خپله وائى چه : ”مالِک زما مالِک ته ووئيل چه تر هغے زما ښى لاس ته کښينه،
35
تر څو چه ستا دُښمنان ستا تر پښو لاندے نۀ کړم.“
36
نو اَئے ټولو اِسرائيلو! دا خبره په يقين سره قبُوله کړئ چه کُوم عيسىٰ چه تاسو په سولئ کړے وو خُدائے هغه هم مالِک اَؤ هم مسيح کړو!“
37
کله چه هغوئ دا واؤريدل نو زړُونه ئے غُوڅ شول اَؤ پطروس اَؤ رسُولانو ته ئے ووئيل چه ”اَئے ملګرو! نو مُونږ ته څۀ کول په کار دى؟“
38
پطروس ووئيل، ”توبه ګار شئ اَؤ په تاسو کښے هر يو دِ دَ خپلو ګُناهُونو دَ مُعافئ دَ پاره دَ عيسىٰ مسيح په نُوم بپتسمه واخلى اَؤ تاسو ته به رُوحُ القُدس وبخښلے شى.
39
دَ خُدائے وعده تاسو سره، ستاسو دَ اَؤلاد اَؤ دَ هغه ټولو سره ده څوک چه لرے دى يعنے دَ هر چا سره ده چه څوک زمُونږ مالِک خُدائے راوبلى.“
40
اَؤ په داسے نورو ډيرو خبرو اَؤ دليلُونو سره هغۀ هغوئ ته نصيحت وکړو. هغۀ ووئيل چه ”خپل ځانُونه له هغه سزا نه وساتئ چه دے بدو خلقو ته به ملاويږى!“
41
اَؤ بيا چه کُومو خلقو دا خبرے قبُولے کړے هغوئ ته ئے بپتسمه ورکړله اَؤ په هغه ورځ تقريباً درے زره کسان دَ هغوئ سره شامل شول.
42
هغوئ به دَ رسُولانو تعليم آؤريدلو ته، دَ شريک ژوندُون، په يو ځائے دَ ډوډئ ماتولو اَؤ دَ دُعا دَ پاره راغونډيدل.
43
په هر چا ويره وه اَؤ دَ رسُولانو ډير عجيبه کارُونه اَؤ نخښے څرګندے شولے.
44
اَؤ ټولو ايماندارانو په يوه رائے ژوند تيرولو اَؤ په هر څۀ کښے شريک وُو.
45
اَؤ هغوئ خپل مال، اسباب خرڅولو اَؤ هر چا ته ئے دَ حاجت په مُطابق پيسے ويشلے.
46
هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ دَ خُدائے په کور کښے راجمع کيدل اَؤ په کُورونو کښے به ئے په شريکه ډوډئ ماتوله اَؤ خپل خوراک به ئے په خوشحالئ اَؤ په صفا زړۀ سره شريکولو.
47
هغوئ دَ خُدائے ثنا وئيله، نو ټول خلق ترے راضى وُو اَؤ هره ورځ څومره خلقو چه خلاصُون مُوندلو نو مالِک دَ هغوئ په ډله کښے شاملول.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28