bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 16
Acts 16
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 17 →
1
پولوس دِربے اَؤ لستره ته ورسيدو. هلته تيموتيوس نُومے ايماندار سړے وو چه مور ئے يهُودى وه اَؤ دَ عيسىٰ منُونکے وه خو پلار ئے يُونانى وو.
2
هغه دَ لستره اَؤ اِکونيوم په عيسىٰ منُونکو کښے ډير نيک نام وو.
3
اَؤ پولوس چه دَ هغه ځائے نه روانيدو نو دَ تيموتيوس بوتلل ئے دَ ځان سره خوښ کړل. نو هغه ئے دَ ځان سره کړو اَؤ په هغه علاقه کښے چه کُوم يهُوديان اوسيدل، دَ هغوئ په وجه ئے سنُت کړو ځکه چه هغوئ ته معلُومه وه چه دَ هغۀ پلار يُونانى وو.
4
اَؤ چه هغوئ دَ يوے ښارئے نه بلے ښارئے ته تلل نو هغه فرمانُونه چه رسُولانو اَؤ مشرانو پرے په بيتُ المُقدس کښے فيصله کړے وه، خلقو ته حواله کول چه عمل پرے وکړى.
5
اَؤ دغه شان ورځ تر ورځ جُماعتُونه په ايمان مضبوطيدل اَؤ په شمار کښے زياتيدل.
6
اَؤ هغوئ دَ فروګيه اَؤ ګلتيه په علاقو تير شول ځکه چه رُوحُ القُدس هغوئ دَ ايشيا په صوبه کښے دَ کلام آؤرولو نه منع کړى وُو.
7
اَؤ کله چه هغوئ دَ موسيه بريد ته ورسيدل نو هغوئ کوشش وکړو چه بتونيه ته ننوزى خو دَ عيسىٰ رُوح پرے نۀ ښودل.
8
نو هغوئ په موسيه تير شول اَؤ ترواس ته ورسيدل.
9
اَؤ دَ شپے پولوس رويا وليده چه يو مِکدونى سړے ولاړ دے اَؤ دا خواست ورته کوى چه ”مِکدونيه ته راپورے وزه اَؤ زمُونږ مدد وکړه!“
10
اَؤ چه دا رويا ئے وليده نو مُونږ سمدستى کوشش وکړو چه مِکدونيه ته لاړ شُو. مُونږ ته داسے ښکاريدله لکه چه خُدائے راته وئيلى وى چه هغوئ ته زيرے واؤروو.
11
نو مُونږ له ترواس نه دَ اوبو په جهاز کښے سوارۀ شوو اَؤ نيغ ساموتراکے ته لاړلُو اَؤ په بله ورځ نياپوليس ته،
12
اَؤ دَ هغه ځائے نه فيليپى ته چه دَ مِکدونيه په ضلع کښے لوئے ښار دے اَؤ درُوميانو چاؤڼئ هم ده. دلته مُونږ څو ورځے تيرے کړے.
13
اَؤ دَ سبت په ورځ مُونږ دَ ښار دَ دروازے نه بهر دَ سيند غاړے ته لاړُو چرته چه زمُونږ خيال وو چه دَ عبادت ځائے به وى، اَؤ کښيناستلُو اَؤ هلته راجمع شوؤ ښځو سره مو خبرے وکړے.
14
په هغوئ کښے دَ يوے نُوم لديه وو چه دَ قيمتى اُودى رنګ جامو سوداګره وه اَؤ دَ تواتيره دَ ښار اوسيدُونکے وه چه دَ خُدائے عبادت به ئے کاوو. مالِک دَ هغے زړۀ پرانستو اَؤ هغے دَ پولوس کلام قبُول کړو.
15
اَؤ هغے ته سره دَ هغے دَ خاندان بپتسمه ورکړے شوه. نو بيا هغے مُونږ ته ووئيل چه ”که تاسو ما دَ مالِک ايمانداره ګڼئ نو زَۀ درته خواست کوم چه راشئ اَؤ زما په کور کښے ديره شئ.“ اَؤ هغے مُونږ ته تاکيد وکړو.
16
يوه ورځ چه مُونږ دَ عبادت ځائے ته په لاره تلُو نو مُونږ يوه وينځه وليده چه پرے دَ غيبو وئيلو رُوح ناست وو اَؤ خپلو مالِکانو له به ئے په غيب وئيلو ډيرے پيسے ګټلے.
17
هغه په پولوس اَؤ مُونږ پسے راتله اَؤ چغے به ئے وهلے، ”دا دَ رب الاعلىٰ غُلامان دى اَؤ تاسو ته دَ خلاصُون لار ښيئ!“
18
هغے دغه شان هره ورځ کول تر دے چه دَ پولوس نه نور زغم ونۀ شو. هغۀ رُوح ته مخ ورواړولو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ تا ته حُکم درکوم چه دَ عيسىٰ مسيح په نُوم دَ دے نه بهر راوزه!“ اَؤ هغه په هغه ساعت هم هلته ترے نه راووتو.
19
هر کله چه دَ جينئ مالِکانو وکتل چه دَ دوئ دَ ګټے اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس اَؤ سيلاس ونيول اَؤ په راکښلو ئے دَ بازار چوک ته حاکمانو ته راوستل.
20
اَؤ دوئ ئے مُنصفانو ته پيش کړل اَؤ وئے وئيل چه ”دا سړى زمُونږ په ښار کښے ګړبړ پيدا کوى بلکه دوئ يهُوديان دى.
21
دوئ دَ هغه رسمُونو تعليم ورکوى کُوم چه مُونږ رُوميانو ته منل اَؤ پرے عمل کول منع دى.“
22
اَؤ ګڼے پرے حمله وکړه اَؤ مُنصفانو دَ پولوس اَؤ سيلاس جامے وشلولے اَؤ په کروړو وهلو حُکم ئے پرے وکړو.
23
چه ښه ئے ووهل نو بيا ئے دوئ قيد خانے ته واچول اَؤ داروغه ته ئے حُکم وکړو چه هغوئ دَ نظر دَ لاندے ساتى.
24
دَ دے حُکم په مُطابق هغۀ هغوئ په قيد خانه کښے واچول اَؤ دَ هغوئ پښے ئے په کُنده کښے ورکړلے.
25
خو تقريباً په نيمه شپه کښے چه پولوس اَؤ سيلاس خپله دُعا کوله اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے وئيله اَؤ نورو قيديانو ورته غوږ ايښے وو،
26
چه ناڅاپى داسے سخته زلزله راغله چه دَ قيد خانے بنيادُونه ئے وخوځول. ټولے دروازے خلاصے شوے اَؤ دَ ټولو قيديانو بيړئ پرانستلے شوے.
27
خو چه داروغه له خوب نه راويښ شو اَؤ دَ قيد خانے دروازے ئے خلاصے وليدلے نو دا خيال ئے وکړو چه قيديان به تښتيدلى وى، اَؤ خپله تُوره ئے راوويستله چه ځان ووژنى.
28
خو پولوس چغے کړلے چه ”ځان ته څه نقصان مه رسوه ولے چه مُونږ ټول دلته يُو!“
29
نو داروغه رڼا راوغوښتله، ورمنډے ئے کړے اَؤ دَ پولُوس اَؤ سيلاس په وړاندے په مزکه پريوتو اَؤ دَ ويرے نه رپيدلو.
30
بيا هغۀ هغوئ رابهر کړل اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے صاحبانو! زَۀ څۀ وکړم چه خلاصُون حاصل کړم؟“
31
هغوئ ووئيل چه ”په مالِک عيسىٰ باندے ايمان راؤړه اَؤ تۀ اَؤ ستا کورنئ به خلاصُون ومُومى.“
32
بيا هغوئ دَ مالِک کلام هغۀ ته اَؤ دَ هغۀ دَ کور ټولو خلقو ته واؤرولو.
33
نو دَ شپے په هم هغه ساعت هغۀ هغوئ بوتلل اَؤ دَ هغوئ پرهرونه ئے ووينځل، اَؤ په هغے پسے سمدستى هغۀ ته اَؤ دَ هغۀ دَ کور ټولو خلقو ته بپتسمه ورکړے شوه.
34
هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل اَؤ خوراک ئے ورته کيښودو اَؤ سره دَ ټولے کورنئ ئے ډيره ښادى وکړله ځکه چه هغوئ په خُدائے ايمان راوړے وو.
35
کله چه ورځ شوه نو مُنصفانو حاکمانو ته هدايت وکړو چه ”ورشئ اَؤ هغه سړى پريږدئ چه لاړ شى.“
36
نو داروغه پولُوس ته دا خبره ورورسوله چه ”مُنصفانو دا خبر را استولے دے چه تاسو اَؤ سيلاس به خلاصولے شئ، نو اوس تاسو په آزادئ تلے شئ اَؤ په خير لاړ شئ.“
37
خو پولوس حاکمانو ته ووئيل چه ”هغوئ مُونږ دَ خلقو په وړاندے په کروړو ووهلُو سره دَ دے چه مُونږ رُوميان يُو اَؤ هيڅ قصُور مُو نۀ دے کړے. هغوئ مُونږ قيد خانے ته واچولُو اَؤ اوس مو دوئ په پټه وباسى څۀ؟ نه! په کار دى چه دوئ دِ په خپله راشى اَؤ مُونږ دِ بهر وباسى.“
38
حاکِمانو دَ دوئ دا خبره مُنصفانو ته ورسوله. مُنصفانو چه واؤريدل چه پولوس اَؤ سيلاس رُوميان دى نو وويريدل
39
اَؤ راغلل اَؤ دَ هغوئ نه ئے معافى وغوښتله، بيا هغوئ ورسره تر بهره جلب وکړو اَؤ مِنت ئے ورته وکړو چه دَ ښار نه لاړ شئ.
40
اَؤ چه دَ قيد خانے نه راووتل نو هغوئ دَ لديه کور ته لاړل اَؤ هلته ئے دَ عيسىٰ منُونکو ملګرو سره وليدل اَؤ دَ تسلئ خبرے ئے ورته وکړلے اَؤ بيا ترے روان شول.
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28