bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 13
Acts 13
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 14 →
1
دَ اَنطاکيه په جماعت کښے ځنے نبيان اَؤ اُستاذان وُو، برنبا اَؤ شمعُون چه ورته نيجر يعنے تور وائى، اَؤ لُوکيوس کرينى اَؤ مناهين چه دَ هيروديس حاکم سره يو ځائے لوئے شوى وُو، اَؤ ساؤل.
2
هر کله چه هغوئ دَ مالِک عبادت کولو اَؤ روژه ئے نيوله نو رُوحُ القُدس ورته ووئيل، ”برنبا اَؤ ساؤل زما دَ پاره هغه کار له جُدا کړئ چه دَ څۀ دَ پاره چه ما هغوئ را بللى دى.“
3
اَؤ بيا ئے روژه ونيوله اَؤ دُعا ئے وکړله اَؤ هغوئ ورباندے لاسُونه کيښول اَؤ رُخصت ئے کړل.
4
اَؤ دغه دوه کسان چه رُوحُ القُدس په کار استولى وُو، ښکته سلوکيه ته لاړل اَؤ له هلته نه دَ اوبو په جهاز کښے قبرص ته لاړل.
5
اَؤ چه سَلميس ته ورسيدل نو هغوئ دَ خُدائے کلام دَ يهُوديانو په عبادت خانو کښے واؤرولو اَؤ دَ هغوئ سره يوحنا مددګار وو.
6
هغوئ تر پافُس پورے په ټوله جزيره کښے وګرزيدل اَؤ هلته هغوئ بريسوع نُومے يو يهُودى ومُوندو څوک چه جادُوګر وو اَؤ له ځان نه ئے نبى جوړ کړے وو.
7
هغه دَ سرکيوس پولوس ګورنر ملګرے وو. ګورنر يو هوښيار سړے وو. هغۀ برنبا اَؤ ساؤل رابللى وُو اَؤ دَ خُدائے کلام آؤريدل ئے ترے وغوښتل.
8
خو جادُوګر چه په يُونانى کښے ورته اِليماس وائى، دَ دے مُخالفت وکړو اَؤ دا کوشش ئے وو چه ګورنر په عيسىٰ مسيح ايمان را نۀ وړى.
9
خو ساؤل چه ورته پولوس هم وائى په رُوحُ القُدس معمُور وو، په هغۀ ئے سترګے ښخے کړے،
10
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے دَ اِبليس زويه! دَ صداقت دُښمنه! اَئے ټګه اَؤ له شرارت نه ډکه! آيا تۀ به دَ خُدائے دَ نيغو لارو مُخالفت کله هم نۀ پريږدے؟
11
ګوره! مالِک به اوس تاله سزا درکړى، ته به ړُوند شے اَؤ څۀ وخت پورے به تۀ دَ نمر رڼا ونۀ وينے.“ بيا هغه دم دَ هغۀ په سترګو دُوند اَؤ تيارۀ راغله اَؤ هغۀ لاسُونه ټپول چه څوک مے دَ لاسه ونيسى اَؤ روان مے کړى.
12
کله چه ګورنر دا هر څۀ وليدل نو ايمان ئے راوړلو اَؤ دَ مالِک دَ تعليم زيات اثر پرے وشو.
13
بيا پولوس اَؤ دَ هغۀ ملګرى دَ پافوس نه رُخصت شول اَؤ دَ اوبو په جهاز کښے پرګے ته لاړل چه په پمفوليه کښے ده. نو يوحنا ترے جُدا شو اَؤ بيتُ المُقدس ته واپس لاړو.
14
دَ پرګے نه هغوئ پيسيديه اَنطاکيه ته خپل سفر جارى وساتلو. دَ سبت په ورځ هغوئ عبادت خانے ته لاړل اَؤ کښيناستل.
15
بيا چه دَ شريعت اَؤ نبيانو صحيفے ولوستلے شوے نو دَ عبادت خانے ذمه وارو کسانو هغوئ ته دا پيغام وليږلو چه ”ملګرو! که ستاسو څخه دَ خلقو دَ پاره دَ تسلئ څۀ کلام وى نو مُونږ ته ئے واؤروئ.“
16
نو پولوس پاڅيدو، په لاس ئے اِشاره وکړه اَؤ داسے وئيل ئے شروع کړل : ”اَئے اِسرائيليانو اَؤ غير يهُوديانو! تاسو چه دَ خُدائے عبادت کوئ، زما خبره واؤرئ!
17
دَ بنى اِسرائيلو خُدائے زمُونږ پلارُونه نيکُونه غوره کړل اَؤ دَ دوئ نه ئے لوئے قوم جوړ کړو. کله چه هغوئ بدستور په مِصر کښے لکه مسافران اوسيدل نو دوئ ئے دَ مصر نه په خپل لوئے قُدرت راوويستل.
18
اَؤ قريباً تر څلويښتو کالو پورے هغۀ په صحرا کښے دَ دوئ چال چلن وزغملو.
19
بيا هغۀ دَ کنعان په ملک کښے چه اُووۀ قومُونه برباد کړل نو دَ هغوئ مزکه ئے خپلو خلقو له په ميراث کښے تر څلور نيمو سوو کالو پورے ورکړه.
20
اَؤ دَ هغے نه پس ئے دَ سموئيل نبى تر زمانے پورے قاضيان مُقرر کړل.
21
بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، نو خُدائے دَ قيس زوئے ساؤل ورکړو چه دَ بنيامين دَ خيل نه وو. هغۀ تر څلويښتو کالو حکُومت وکړو.
22
بيا ئے هغه لرے کړو اَؤ داؤد ئے دَ هغوئ بادشاه جوړ کړو اَؤ هغۀ ته ئے په دے ټکو خپله رضا ورکړه : ”ما دَ يشى زوئے داؤد دَ خپل زړۀ په مُطابق سړے ومُوندلو، هغه چه زما ټول مقصدُونه پُوره کړى.“
23
دا هغه سړے دے دَ چا دَ نسل نه چه خُدائے دَ خپل قول په مُطابق دَ اِسرائيلو خلاصُونکے عيسىٰ راوليږلو.
24
اَؤ يحيىٰ دَ عيسىٰ دَ راتلو نه وړاندے دَ بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته وعظ وکړو چه توبه ګار شئ اَؤ بپتسمه واخلئ.
25
اَؤ کله چه يحيىٰ خپل دور پُوره کاوو نو هغۀ ووئيل چه زَۀ هغه نۀ يم چه تاسو مے ګمان کوئ، خو زما نه پس به هغه څوک راځى چه زَۀ دَ هغه دَ پيزار دَ تسمے پرانستلو جوګه هم نۀ يم.
26
زما ورُوڼو! تاسو چه دَ اِبراهيم اَؤلاد يئ اَؤ نور چه زمُونږ دَ خُدائے نه ويره کوئ، مُونږ هغه خلق يُو چه دَ خلاصُون دا پيغام راته راليږلے شوے دے!
27
دَ بيتُ المُقدس خلقو اَؤ مشرانو عيسىٰ ونۀ پيژندلو اَؤ نۀ ئے دَ نبيانو په هغه کلام ځان پوهه کړو کُوم چه په هر سبت لوستلے کيږى، اَؤ بے شکه هغوئ دَ هغۀ دَ رد کولو پيشن ګوئى پُوره کړه.
28
سره دَ دے چه هغوئ دَ هغۀ دَ مرګ دَ سزا دَ پاره څۀ بهانه ونۀ مُوندله خو بيا هم هغوئ پيلاطوس ته ووئيل چه هغه دِ قتل کړى.
29
کله چه هغوئ هغه هر څۀ پُوره کړل کُوم چه دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے ليک وُو نو هغه ئے دَ سولئ نه راکُوز کړو اَؤ په قبر کښے ئے کيښودلو.
30
اؤ خُدائے هغه له مړو نه بيا ژوندے کړو.
31
اَؤ بيا چه کُوم خلق دَ هغۀ سره دَ ګليل نه بيتُ المُقدس ته راغلى وُو، هغوئ هغه تر ډيرو ورځو پورے وليدلو. هغوئ اوس زمُونږ دَ قوم په مخکښے دَ هغۀ ګواهان دى.
32
اَؤ مُونږ دلته تاسو ته دَ زيرى دَ آؤرولو دَ پاره راغلى يُو چه خُدائے زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو سره وعده کړے وه.
33
خُدائے دا وعده زمُونږ دَ پاره چه مُونږ دَ هغوئ اَؤلاد يُو، دَ عيسىٰ دَ مړو نه بيا ژوندى کولو سره پُوره کړه لکه چه دا په دويم زُبور کښے ليک دى چه : ”تۀ زما زوئے ئے، ما نن اظهار کړے.“
34
اَؤ کله چه عيسىٰ ئے له مړو نه بيا راژوندے کړو چه دَ خاورے کيدو ساعت چرے پرے نۀ راځى نو خُدائے داسے ووئيل چه : ”زَۀ به تاسو له دَ داؤد سره وعده کړى شوى پاک اَؤ حقيقى نعمتُونه درکړم.“
35
بيا دَ زبُور په بل ځائے کښے داسے ليک دى چه : ”تۀ به په خپل قدُوس دَ خاؤرے کيدو ساعت را نه ولے.“
36
نو دا حقيقت دے چه کله چه داؤد په خپله پيړئ کښے دَ خُدائے مرضى پُوره کړه نو هغه مړ شو اَؤ دَ خپلو پلارُونو نيکُونو سره ښخ شو اؤ خاورے شو.
37
مګر کُوم کس چه خُدائے بيا ژوندے کړو په هغۀ دَ خاورے کيدو ساعت رانۀ غے.
38
نو بيا اَئے زما ورُوڼو! تاسو ضرور ځان پوهه کړئ چه دا دَ عيسىٰ په وسيله دَ ګُناهُونو دَ معافئ بيان درته کيږى.
39
اَؤ هر څوک چه په عيسىٰ ايمان راؤړى، دَ هغۀ په وسيله به ئے هره ګناه معاف شى چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے معاف کيدے نه شوه.
40
نو بيا خبردار شئ چه په تاسو دَ نبيانو په صحيفو کښے ليکلے شوے هغه خبره را نۀ شى يعنے چه :
41
”وګورئ تاسو چه سپک وايئ! حيران شئ اَؤ خاورے شئ! ځکه چه زَۀ ستاسو په ورځو کښے داسے کار کوم چه که څوک تاسو ته دَ هغۀ بيان وکړى نو هيڅ کله به هم پرے يقين ونۀ کړئ!““
42
کله چه پولوس اَؤ برنبا له عبادت خانے نه ووتل نو دوئ ته ئے ووئيل چه ”په راتلُونکى سبت تاسو بيا راشئ اَؤ په دے حقله مُونږ ته کلام واؤروئ.“
43
هر کله چه ګڼه خوره شوه نو ډير يهُوديان اَؤ ديندار نوى يهُوديان دَ پولوس اَؤ برنبا سره لاړل اَؤ دوئ ورته ووئيل چه ”دَ خُدائے په فضل قائم پاتے شئ.“
44
اَؤ په بل سبت تقريباً ټول دَ ښار خلق دَ خُدائے کلام آؤريدو ته راغونډ شول.
45
هر کله چه يهُوديانو دا ګڼه وليده نو هغوئ دَ حسد نه وسوزيدل اَؤ دَ پولوس دَ خبرو مُخالفت ئے وکړو اَؤ وئے کنځلو.
46
اَؤ پولوس اَؤ برنبا په ډاګه ووئيل چه ”دا ضرُورى وه چه اول دِ تاسو ته دَ خُدائے کلام واؤرولے شى، خو تاسو ئے نۀ قبلوئ اَؤ دغه شان خپل ځانُونه دَ تل عُمرى ژوندُون لايق نۀ ګڼئ، نو اوس مُونږ غير يهُودو ته ځُو.
47
ځکه چه رب مُونږ ته دا حُکم راکړے دے چه : ”ما تۀ دَ غيرو قومُونو دَ پاره رڼا مُقرر کړے يئے اَؤ دَ مزکے تر لرے حدُونو پورے مے تۀ دَ خلاصُون وسيله ګرزولے يئے.““
48
کله چه غير يهُوديانو دا واؤريدل نو ډير خوشحاله شول اَؤ دَ مالِک دَ کلام لوئى ئے وکړه اَؤ څوک چه دَ تل عُمرى ژوندُون دَ پاره ټاکلى شوى وُو، هغوئ ايمان راؤړو.
49
اَؤ په هغه ټول وطن کښے دَ رب کلام خور شو.
50
خو يهُوديانو ديندارے اَؤ عزتمنے ښځے اَؤ دَ ښار مشران ولمسول، نو دَ پولوس اَؤ برنبا خلاف ئے لويه غوغا جوړه کړه اَؤ هغوئ ئے دَ علاقے نه بهر وشړل.
51
نو هغوئ دَ خپلو پښو نه دَ هغوئ خلاف خاوره وڅنډله اَؤ اِکونيوم ته لاړل.
52
اَؤ دَ عيسىٰ منُونکى په خوشحالئ اَؤ له رُوحُ القُدس نه معمُور شول.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28