bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 15
Acts 15
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 16 →
1
بيا ځنے کسان چه له يهُوديه نه راغلى وُو اَؤ عيسىٰ منُونکو ته ئے دا تعليم شروع کړو چه ”که تاسو دَ مُوسىٰ دَ شريعت په مُطابق سُنت نۀ شئ نو خلاصُون نۀ شئ مُوندلے.“
2
په دے دَ هغوئ سره دَ پولوس اَؤ برنبا ډير سخت بحث وشو اَؤ دا فيصله وشوه چه دوئ دوه اَؤ ځنے نور دَ انطاکيانو نه دِ بيتُ المُقدس ته لاړ شى چه دا مسئله دَ رسُولانو اَؤ نورو مشرانو په وړاندے پيش کړى.
3
جماعت په خپله دَ هغوئ دَ تلو بندوبست وکړو اَؤ رُخصت ئے کړل اَؤ په فينيکے اَؤ سامريه ور تير شول اَؤ په لاره ئے دَ غير يهُوديانو دَ ايمان راؤړو خبرے کولے، نو په دے خبره هلته اوسيدُونکى دَ عيسىٰ منُونکى ډير خوشحاله شول.
4
کله چه هغوئ بيتُ المُقدس ته ورسيدل نو دَ جماعت رسُولانو اَؤ مشرانو ورته تود هرکلے ووے اَؤ بيا ئے دَ هغه څۀ نه چه خُدائے ورسره کړى وُو، خبر کړل.
5
بيا دَ فريسيانو دَ فرقے څۀ کسان چه ايمان ئے راوړے وو، وړاندے راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”ضرُورى دى چه هغوئ سُنت شى اَؤ دَ مُوسىٰ دَ شريعت پابندى وشى.“
6
رسُولانو اَؤ مشرانو په دے خبره دَ بحث دَ پاره غونډه وکړه.
7
اَؤ دَ يو اُوږد بحث نه پس پطروس پاڅيدو اَؤ هغوئ ته مخاطب شو اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے زما ورُوڼو! تاسو په خپله خبر يئ چه په اولو ورځو کښے خُدائے په تاسو کښے زَۀ دے ته غوره کړم چه غير يهُوديان زما په خُلۀ دَ زيرى کلام واؤرى اَؤ ايمان پرے راوړى.
8
اَؤ خُدائے چه ورته دَ خلقو نيت معلوم دے، هغۀ په خپله مهربانئ هغوئ په رُوحُ القُدس داسے معمور کړل لکه چه مُونږ ئے معمُور کړى وُو.
9
هغۀ په هغوئ کښے اَؤ په مُونږ کښے څۀ فرق ونۀ کړو ځکه خو خُدائے دَ هغوئ دَ ايمان راوړلو په وجه دَ هغوئ زړُونه پاک کړل.
10
نو بيا تاسو اوس خُدائے ولے راپاروئ اَؤ دَ دے عيسىٰ منُونکو په اوږو داسے جغ ولے ږدئ چه نۀ خو مُونږ اَؤ نۀ زمُونږ پلارُونو نيکُونو پورته کولے شو؟
11
نه! زمُونږ دا عقيده ده چه مُونږ دَ مالِک عيسىٰ دَ فضل په وسيله خلاصُون مُوندلے دے اَؤ دغسے دوئ هم.“
12
په دے ټوله غونډه چپه شوه اَؤ برنبا اَؤ پولوس ته ئے غوږ کيښوو چا چه هغه نخښے اَؤ مُعجزے بيان کړے چه دَ دوئ په وسيله خُدائے په غير يهُوديانو کښے ښکاره کړے.
13
هغوئ چه خبرے بس کړے نو يعقُوب ووئيل چه ”اَئے زما دوستانو! ما ته غوږ کيږدئ.
14
شمعُون وئيلى دى چه خُدائے څنګه په اول ځل دَ غير يهُوديانو نه داسے خلق خوښ کړل چه يو اُمت دَ خپل نُوم دَ پاره ترے نه جوړ کړى.
15
اَؤ دا دَ نبيانو دَ کلام سره هم مُطابقت خورى لکه چه صحيفے وائى :
16
”دَ هغے نه پس به زَۀ بيرته راوګرزم اَؤ دَ داؤد نړيدلے کور به بيا آباد کړم، دَ هغۀ کنډرونه به ساز کړم
17
دَ دے دَ پاره چه نور اِنسانان، يعنے غير يهُوديان زما لټُون وکړى څوک چه ما بللى اَؤ خپل کړى دى.
18
خُدائے داسے وائى، هغه چه دغه کارُونه کوى چه دَ صدو راسے معلُوم دى.“
19
دَ دے دَ پاره زما فيصله دا ده چه مُونږ به په غير يهُوديانو قومُونو چه خُدائے ته راګرزى، په هغوئ سختے پابندئ ونۀ لګوُو،
20
بلکه په ليکلو ورته هدايت وکړُو چه بُتانو ته پيش کړے نذرانے څيزُونه اَؤ حرامکارئ اَؤ دَ خپه شوے غوښے نه اَؤ دَ وينے نه ځان وساتئ.
21
ځکه چه دَ پخوانئ زمانے نه په هر ښار کښے داسے کسان شته چه دَ مُوسىٰ شريعت آؤرى اَؤ کُوم چه په هر سبت په عبادت خانو کښے لوستلے کيږى.“
22
بيا رسُولانو اَؤ مشرانو دَ ټول جماعت په مصلحت دا فيصله وکړه چه نمائنده ګان خوښ کړى اَؤ هغوئ اَنطاکيه ته دَ پولوس اَؤ برنبا سره واستوى. هغوئ په خپلو کښے يهُوداه چه برسبا ورته وائى، اَؤ سيلاس چه په هغوئ کښے ډير عزتمن وو، غوره کړل.
23
اَؤ دا خط ئے دَ رسولو دَ پاره ورکړو :
24
***
25
***
26
***
27
***
28
***
29
***
30
نو دغه شان دوئ رُخصت کړے شول اَؤ اَنطاکيے ته لاړل. هلته هغوئ جماعت يو ځائے جمع کړو اَؤ خط ئے ورله ورکړو.
31
هر کله چه هغه ولوستلے شو نو هغوئ ټول دَ دے تسلئ په وجه خوشحاله شول.
32
اَؤ يهُوداه اَؤ سيلاس چه په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ته ئے ډير نصيحت وکړو اَؤ زړُونه ئے ورته ټينګ اَؤ مضبوط کړل.
33
اَؤ هلته دَ څۀ وخت تيرولو نه پس له هغه ورُوڼو نه په خير سره خپلو استوُونکو ته واپس لاړل.
34
سيلاس هلته دَ پاتے کيدو فيصله وکړه.
35
خو پولوس اَؤ برنبا په اَنطاکيه کښے پاتے شول اَؤ هلته ئے دَ ډيرو نورو سره دَ مالِک کلام آؤرولو اَؤ تعليم ئے ورکولو.
36
نو څو ورځے پس پولوس برنبا ته ووئيل چه ”آيا مُونږ ته واپس کيدل نۀ دى په کار چه په مُختلفو ښارُونو کښے خپل هغه وروڼه وګورُو چه څنګه دى چه مُونږ ورته دَ مالِک کلام آورولے وو؟“
37
دَ برنبا دا خواهش وو چه يوحنا چه ورته مرقوس وائى دَ ځان سره بوزى.
38
خو پولوس دا مناسب نۀ ګڼل چه هغه دَ ځان سره ملګرے کړى ځکه چه يوحنا دوئ په پمفوليه کښے پريښولى وُو اَؤ دَ دوئ سره په کار کښے ملګرتيا نۀ وه کړے.
39
بيا دَ دوئ په مينځ کښے جګړه دومره سخته شوه چه هغوئ دَ يو بل نه جُدا شول اَؤ برنبا مرقوس دَ ځان سره کړو اَؤ دَ اوبو په جهاز کښے قبرص ته روان شو.
40
خو پولوس سيلاس خوښ کړو اَؤ هغه په خپل سفر روان شو. دَ عيسىٰ منُونکو هغه دَ رب فضل ته وسپارلو.
41
اَؤ په شام اَؤ کلکيه ورتير شو اَؤ جماعتُونه ئے مضبوط کړل.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28