bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 12
Acts 12
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 13 →
1
قريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه دَ جماعت په ځنو خلقو حمله وکړه.
2
دَ هغۀ په حُکم ئے دَ يوحنا دَ ورور يعقُوب سر پريکړو.
3
اَؤ بيا چه په دے پوهه شو چه يهُوديان پرے خوشحاله دى نو بيا ئے پطروس هم ګرفتار کړو. دا کار دَ پتيرے ډوډئ دَ اَختر په ورځو کښے وشو.
4
اَؤ چه پطروس ئے ګرفتار کړو اَؤ دَ سپاهيانو دَ لاندے چه دَ څلورو څلورو سړو څلور ټولى وُو، دَ هغوئ په څوکيدارئ کښے ئے په قيد خانه کښے وساتلو. خيال ئے دا وو چه دَ فسح دَ اختر نه پس به ئے خلقو ته وړاندے کړم.
5
نو پطروس ئے په قيدخانه کښے دَ نظر لاندے وساتلو اَؤ په دے دوران کښے جماعت دَ خُدائے نه دَ هغۀ دَ پاره په جوش سره دُعا ګانے غوښتے.
6
هم په هغه شپه چه لا هيروديس دَ پطروس دَ راوړاندے کولو اِراده لرله، خو پطروس دَ دوؤ سپاهيانو په مينځ کښے په دوؤ ځنځيرُونو تړلے اُؤدۀ پروت وو اَؤ دَ دروازے نه بهر څوکيدارانو دَ دروازے څوکئ کوله.
7
چه نا څاپى دَ خُدائے يوه فرښته هلته ودريده اَؤ په کوټڼئ کښے رڼا وځليده. هغے دَ پطروس اوږه وخوزوله اَؤ راويښ ئے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زر شه! پاڅه!“ اَؤ زنځيرُونه دَ هغۀ دَ مړوندُونو نه پريوتل.
8
بيا فرښتے هغۀ ته ووئيل چه ”ملا وتړه اَؤ پيزار په پښو کړه.“ اَؤ هغۀ داسے وکړل. بيا هغے ووئيل، ”اوس خپله چُوغه واچوه اَؤ په ما پسے راځه.“
9
هغه ورپسے ووتو اَؤ دا ورته معلُومه نۀ وه چه څۀ چه فرښته کوى، هغه حقيقت دے، خو خيال ئے وو چه ګنى رويا وينم.
10
خو دوئ دَ سپاهيانو اولنئ څوکئ ته ورسيدل، بيا دويمے ته اَؤ بيا دَ اوسپنے هغے دروازے ته ورسيدل چه ښار ته وزى. اَؤ دروازه ورته په خپله خلاصه شوه اَؤ دغه شان هغوئ بهر راووتل اَؤ په يوه کوڅه تير شول اَؤ فرښته دَ هغۀ نه لاړه.
11
بيا پطروس په خُود شو اَؤ هغۀ ووئيل چه ”اوس دا حقيقت دے چه مالِک خپله فرښته راوليږله اَؤ زَۀ ئے دَ هيروديس دَ لاسه اَؤ دَ يهُوديانو دَ ټولو اِرادو نه خلاص کړلم!“
12
چه هغه پوهه شو چه دا کار دغسے وشو نو هغه دَ يوحنا چه ورته مرقوس وائى، دَ هغۀ دَ مور مريم کره راغے. هلته ګڼو خلقو په يو ځائے دُعا کوله.
13
اَؤ چه هغۀ بهر دروازه وټکوله نو روده نُومے يوه وينځه سوال جواب ته راغله.
14
هغے دَ پطروس آواز وپيژندو اَؤ دومره خوشحاله شوه چه په ځائے دَ دے چه ورته دروازه خلاصه کړى هغے دَ ننه منډے کړے اَؤ هغوئ ئے خبر کړل چه پطروس بهر ولاړ دے.
15
هغوئ هغے ته ووئيل چه ”ته ليونئ يئے!“ خو هغه په دے ټينګه شوه چه هم دغه شان دے. بيا هغوئ ووئيل چه ”دا به ضرُور دَ هغۀ فرښته وى.“
16
په دے دوران کښے پطروس هغه شان دروازه ټکوله اَؤ هر کله چه هغوئ دروازه خلاصه کړه اَؤ دَئے ئے وليدو نو اريان دريان شول.
17
خو هغۀ دَ لاس په اِشاره هغوئ ته ووئيل چه ”چپ شئ!“ اَؤ دا قيصه ئے ورته تيره کړه چه مالِک څنګه هغه دَ قيدخانے نه راوويستو. هغۀ ووئيل چه ”يعقُوب اَؤ نور ورُوڼه په دے خبر کړئ.“ بيا هغه دَ کور نه روان شو اَؤ بل چرته لاړو.
18
چه سحر شو نو سپاهيان په هيبت کښے وُو چه پطروس څۀ شو؟
19
هيروديس ښه ولټوو خو په مُوندلو کښے ئے پاتے راغے، بيا هغۀ دَ سپاهيانو نه تپوس وکړو اَؤ دَ هغوئ دَ مړ کولو حُکم ئے وکړو. دَ هيروديس مرګ دَ دے نه پس هيروديس دَ يهُوديه نه روان شو اَؤ دَ څۀ وخت دَ پاره په قيصريه کښے اوسيدو.
20
هغه دَ څۀ وخت راسے دَ صور اَؤ دَ صيدا خلقو ته په قهر وو نو هغوئ په يو آواز دَ هغۀ عدالت ته ورغلل. هلته هغوئ دَ بادشاه دَ خوابګاه بلستوس نومے ناظر دَ ځان سره کړو اَؤ صُلح ئے وغوښتله ځکه چه دَ هغۀ ملک دَ خوراک دَ څيزُونو دَ پاره دَ بادشاه دَ ملک محتاج وو.
21
نو په يوه مُقرره ورځ هيروديس شاهى لباس واغوستو، په تخت کښيناستو اَؤ هغوئ ته ئے تقرير شروع کړو.
22
اَؤ ګڼو خلقو چغے کړے چه ”دا خو دَ خُدائے آواز دے، نۀ چه دَ انسان!“
23
نو سمدستى دَ خُدائے يوے فرښتے هيروديس ووهلو ځکه چه هغۀ دَ خُدائے تمجيد ونۀ کړو، هغه چينجو وخوړ اَؤ مړ شو.
24
خو دَ خُدائے کلام خوريدلو اَؤ ترقى ئے کوله.
25
برنبا اَؤ ساؤل ته چه کُوم يو خدمت سپارلے شوے وو، پُوره ئے کړو اَؤ دَ بيتُ المُقدس نه واپس راغلل اَؤ دَ ځان سره ئے يوحنا چه ورته مرقس وائى هم بوتلو.
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28