bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 9
Acts 9
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 10 →
1
په دے دوران کښے ساؤل لا اوس هم دَ مالِک عيسىٰ منُونکو ته دَ قتل دړکے کولے. هغه مشر کاهن ته لاړو.
2
اَؤ درخواست ئے ورته وکړو اَؤ دَ دمشق دَ عبادت خانو په نُوم ئے دَ دے مضمُون اَؤ اِختيار خطونه وغُوښتل چه که څوک دَ دے دين په لاره ووينم که سړے وى اَؤ که ښځه، ټول به ګرفتار کړم اَؤ بيتُ المُقدس ته به ئے راولم.
3
هغه لا په لاره وو اَؤ دمشق ته ورنزدے کيدو چه ناڅاپى له آسمان نه يوه رڼا دَ هغۀ ګير چاپيره وځليدله.
4
هغه په مزکه راپريوتو اؤ داسے يو آواز ئے واؤريدو چه ”ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے ربړوے؟“
5
هغۀ تپوس وکړو، ”مالِکه! تۀ څوک يئے؟“ جواب راغے چه ”زَۀ عيسىٰ يم چه تۀ ئے ربړوے.
6
خو پاڅه اَؤ ښار ته لاړ شه اَؤ تا ته به وښايلے شى چه تا ته څۀ کول په کار دى.“
7
په دے دوران کښے کُوم سړى چه دَ هغۀ ملګرى وُو، هغوئ غلى ولاړ وُو. هغوئ آواز خو واؤريدو خو هيڅوک ئے ونۀ ليدو.
8
نو ساؤل له مزکے نه راپورته شو خو څۀ ئے ليدے نۀ شُو، نو هغوئ هغه دَ لاسه ونيولو اَؤ دمشق ښار ته ئے راوستو.
9
اَؤ هغۀ تر دريو ورځو پورے څۀ نۀ ليدل اَؤ نۀ ئے څۀ خوراک څښاک کولو.
10
په دمشق کښے يو دَ عيسىٰ منُونکے سړے وو چه نُوم ئے حننياه وو. هغۀ رويا وليده اَؤ دَ مالِک دا آواز ئے واؤريدو چه وئيل ئے، ”اَئے حننياه!“ هغۀ جواب ورکړو چه ”مالِکه! زَۀ حاضر يم.“
11
مالِک هغۀ ته ووئيل چه ”سمدستى هغه کُوڅے ته لاړ شه چه ورته نيغه وئيلے شى اَؤ دَ يهُوداه کره ورشه اَؤ دَ ترسوس نه يو سړے راغلے چه ساؤل ئے نُوم دے، تپوس ئے وکړه. تۀ به هغه په دُعا ووينے.
12
هغۀ رويا وليده چه دَ حننياه نُوم سړے دَ ننه راځى اَؤ په هغۀ خپل لاس کيږدى اَؤ نظر ئے وشى.“
13
خو حننياه جواب ورکړو چه ”مالِکه! ما ډير ځله دَ دے سړى په حقله آؤريدلى دى اَؤ کُومے بدئ چه دَۀ ستا دَ منُونکو سره په بيتُ المُقدس کښے کړى دى، دَ هغے نه هم خبر يم.
14
اَؤ هغه له مشر کاهن نه دَ دے اِختيار سره دلته راغلے دے چه هغه ټول خلق ګرفتار کړى څوک چه ستا نُوم يادوى.“
15
خو مالِک هغۀ ته ووئيل چه ”تۀ ضرور لاړ شه ځکه چه دا سړے مے دَ خپل خدمت دَ پاره غوره کړے دے څوک چه به غيرو قومُونو اَؤ دَ هغو بادشاهانو اَؤ اِسرائيليانو ته زما نُوم څرګندوى.
16
زَۀ به په خپله هغۀ ته هغه څۀ وښايم چه هغۀ ته به زما دَ خاطره څومره زغمل وى.“
17
نو په دے حننياه روان شو اَؤ هغه کور ته ورغلو اَؤ په ساؤل ئے خپل لاسُونه کيښول اَؤ وئے وئيل چه ”زما وروره ساؤله! مالِک عيسىٰ چه په تا په لارے پيښ شوے وو، هغۀ زَۀ تا ته په دے عرض را استولے يم چه ستا نظر بيا وشى اَؤ تۀ په رُوحُ القُدس معمُور شے“
18
اَؤ سمدستى هغۀ ته داسے معلُوميده لکه چه دَ هغۀ دَ سترګو نه پوټکى لرے شول اَؤ هغۀ بيا نظر ومُوندلو. هغه بيا پاڅيدو اَؤ بپتسمه ئے واخسته.
19
اَؤ دَ هغے نه پس هغۀ ډوډئ وخوړه اَؤ په وجُود کښے ئے طاقت پيدا شو.
20
ساؤل يو څو ورځے په دمشق کښے دَ عيسىٰ منُونکو سره پاتے شو اَؤ سمدستى ئے په عبادت خانو کښے دَ عيسىٰ په حق کښے وعظ کاوو چه دا دَ خُدائے زوئے دے.
21
چا چه دا واؤريدل نو حق حيران شول اَؤ وئے وئيل چه ”دا هغه سړے نۀ دے څۀ چا چه په بيتُ المُقدس کښے هغه خلق وژل چه دَ عيسىٰ نُوم به ئے يادولو؟ اَؤ آيا دَئے خاص په دے غرض دلته نۀ وو راغلے چه دغه خلق ګرفتار کړى اَؤ مشر کاهن له ئے بوزى؟“
22
خو دَ ساؤل وعظ ورځ په ورځ نور هم اثرناک کيدو اَؤ دَ دمشق يهُوديان ئے په خپلو مضبوطو دلائيلو خاموش کول چه عيسىٰ هم مسيح دے.
23
کله چه ډيرے ورځے تيرے شوے نو يهُوديان راغونډ شول اَؤ دَ ساؤل دَ مرګ سازش ئے وکړو.
24
خو دَ هغوئ سازش هغۀ ته معلُوم شو. هغوئ دَ ورځے اَؤ دَ شپے دَ ښار دَ دروازو څوکئ شروع کړه، دَ دے دَ پاره چه هغه قتل کړى.
25
خو دَ هغۀ ملګرو هغه دَ شپے مال دَ ښار په ديوال په يوه ټوکرئ کښے ښکته کُوز کړو.
26
کله چه ساؤل بيتُ المُقدس ته ورسيدو نو هغۀ کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ منُونکو سره يو ځائے شى اَؤ په ډله کښے ئے شامل شى خو هغوئ ټول دَ هغۀ نه ويريدل ځکه چه دَ هغوئ په دے يقين نۀ راتلو چه ګنى هغۀ ايمان راؤړے دے.
27
خو برنبا هغه دَ لاسه ونيولو، رسُولانو له ئے بوتلو اَؤ دَ هغوئ سره ئے پيژندګلى وکړه اَؤ هغوئ ته ئے هغه قِصه تيره کړه چه ساؤل دَ سفر په دوران کښے مالِک څنګه ليدلے اَؤ دَ هغۀ آواز ئے آؤريدلے وو اَؤ دا چه هغۀ په دمشق کښے څرنګ په زړه ورتيا سره دَ عيسىٰ په باب کښے وعظ کاوو.
28
بيا ساؤل دَ هغوئ سره پاتے شو اَؤ په بيتُ المُقدس کښے دَ هغوئ سره آزاد ګرزيدو، اَؤ هغۀ ښۀ په زړه ورتيا اَؤ په ډاګه دَ مالِک په باب کښے وعظ کاوو.
29
اَؤ دَ يُونانى ژبه ويُونکو يهُوديانو سره ئے خبرے اَؤ مُناظرے کولے، خو هغوئ بيا دَ هغۀ دَ قتل کوشش وکړو.
30
اَؤ کله چه دَ عيسىٰ منُونکى دَ دے نه خبر شول نو هغوئ ورسره تر قيصريه پورے جلب وکړو اَؤ ترسوس ته ئے رُخصت کړو.
31
په دے دوران کښے په يهُوديه، ګليل اَؤ سامريه کښے هر چرته جماعت په قلاره وو اَؤ مضبوطيا ئے ومُونده اَؤ دَ مالِک په ويره کښے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په ملګرتيا کښے ئے ترقى مُونده اَؤ شمير ئے زياتيدو.
32
اَؤ پطروس په هر ځائے ګرزيدو. يو ځل هغه لُده نومے ځائے ته دَ عيسىٰ منُونکو ليدو له راغے.
33
هلته هغۀ اينياس نُومے سړے وليدو چه دَ اتو کالو راسے دَ فالج دَ لاسه په کټ کښے پروت وو.
34
پطروس هغۀ ته ووئيل چه ”اينياسه! عيسىٰ مسيح دِ جوړوى! پاڅه اَؤ بستره دِ ونغاړه.“ اَؤ هغه سمدستى پاڅيدو.
35
څوک چه په لُده اَؤ شارون کښے اوسيدل، هغوئ دَئے وليدو اَؤ مالِک ته ئے رجُوع وکړه.
36
په يافا کښے تبيتا نومے يوه عيسىٰ منُونکى وه چه په يُونانى کښے ورته ډورکاس يعنے هوسئ وائى، چه خپلے ورځے ئے په نيکئ اَؤ سخاوت کښے تيرولے.
37
په دغه ورځو کښے هغه ناجوړه شوه اَؤ مړه شوه اَؤ هغوئ هغے له غُسل ورکړو اَؤ پاس په بالاخانه کښے ئے کيښودله.
38
اَؤ لُده اَؤ يافا دواړه يو بل ته نزدے وُو، نو عيسىٰ منُونکو ته چه دا پته لګيدلے وه چه پطروس هلته نزدے راغلے دے، هغوئ ورپسے دوه سړى واستول اَؤ دا تاکيد ئے ورته وکړو چه ”مهربانى وکړه اَؤ بے ډيله دلته راشه.“
39
اَؤ پطروس ورسره سمدستى راروان شو. کله چه هغه راغے نو هغوئ پاس بالاخانے ته بوتلو اَؤ واړه کونډے ښځے ورته راټولے شوے اَؤ په سرو سترګو ئے ورته ژړل اَؤ هغه جامے ئے ورته وښولے کُومے چه تبيتا جوړے کړے وے، کله چه دَ هغوئ سره وه.
40
خو پطروس هغوئ ټولے بهر کړے اَؤ په زنګنُونو شو اَؤ دُعا ئے وغوښتله، بيا ئے مړى ته مخ راوګرزولو اَؤ وئے وئيل چه ”تبيتا! پورته شه!“ هغے خپلے سترګے وغړولے اَؤ چه پطروس ئے وليدلو نو کښيناستله.
41
پطروس هغے له لاس ورکړو اَؤ هغه ئے په پښو ودروله، بيا هغۀ ټول خُدائے منُونکى اَؤ هغه کونډے ښځے هم راوغوښتلے اَؤ هغوئ ته ئے ژوندئ وښودله.
42
دا خبره په ټوله يافا کښے خوره شوه اَؤ ډيرو خلقو په مالِک ايمان راوړو.
43
اَؤ پطروس څۀ مُوده په يافا کښے دَ شمعُون نومے څميار سره پاتے شو.
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28