bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 6
Acts 6
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 7 →
1
په هغه ورځو کښے چه دَ عيسىٰ دَ منُونکو شمار زياتيدو نو په يُونانى ويُونکو اَؤ عبرانى ويُونکو يهُوديانو کښے اِختلاف پيدا شو. دَ اولنے ډلے دا شکايت وو چه دَ هغوئ کونډو ښځو دَ روزانه خوراک په ويش کښے بے پرواهى کيږى.
2
نو هغه دولسو رسُولانو دَ عيسىٰ منُونکو ټوله جرګه راوبلله اَؤ وئے وئيل چه ”دا زمُونږ دَ پاره مناسب نۀ دى چه مُونږ دَ خُدائے کلام آؤرول پريږدُو اَؤ دَ خوراک څښاک بندوبست کوُو.
3
نو ځکه اَئے ملګرو! اُووۀ نيک کسان غوره کړئ چه هغه دَ رُوحُ القُدس نه معمُور وى اَؤ عقل هم په کښے وى اَؤ مُونږ به ئے دَ دے کارُونو دَ پاره مُقرر کړو.
4
خو مُونږ به په دُعا اَؤ کلام آؤرولو کښے لګيا يُو.“
5
دا تجويز دَ هر چا خوښ شو اَؤ هغوئ دا کسان خوښ کړل، يعنے ستِفانوس چه ايمان ئے پوخ اَؤ له رُوحُ القُدس نه معمُور وو، اَؤ فيليپوس، پروخوروس، نيکانور، تيمون، پَرمناس اَؤ نيکلاس انطاکى چه څۀ مُوده وړاندے يهُودى شوے وو.
6
هغوئ دا کسان رسُولانو ته وړاندے کړل اَؤ هغوئ دُعا وکړه اَؤ په هغوئ ئے خپل لاسُونه کيښودل.
7
څنګه چه دَ خُدائے کلام خوريدو نو په بيتُ المُقدس کښے دَ عيسىٰ دَ منُونکو شمير په تيزئ سره زياتيدو، اَؤ ډير کاهنان هم دے دين ته راواؤړيدل.
8
اَؤ ستِفانوس له فضل اَؤ قوت نه معمُور وو اَؤ دَ خلقو په مخ کښے ئے ډيرے مُعجزے اَؤ لوئے لوئے کارُونه څرګندول.
9
نو دَ آزاد شوو يهُوديانو دَ عبادت خانے نه چه ورته دَ لِبرتيان عبادت خانه وائى اَؤ دَ کورينيانو اَؤ دَ اسکندريانو وائى، ځنے خلقو دَ کلکيه اَؤ ايشيا يهوديانو دَ ستِفانوس سره بحث ونښلوو.
10
خو دَ هغۀ دَ رُوح دَ حکمت په وړاندے ټينګ نۀ شول.
11
بيا هغوئ ځنے نور داسے خلق ولمسول چه دا اِلزام پرے ولګوى چه هغوئ دَ هغۀ دَ خُلے نه دَ مُوسىٰ اَؤ دَ خُدائے خلاف دَ کُفر خبرے آؤريدلى دى.
12
هغوئ خلق اَؤ مشران اَؤ دَ شرعے عالمان راوپارول اَؤ هغوئ ئے ورپسے کړل اَؤ ستِفانوس ئے ونيولو اَؤ جرګے ته ئے پيش کړو.
13
هغوئ دَ دروغو ګواهئ تيرے کړے اَؤ وئے وئيل چه ”دا سړے دَ شروع راسے دَ خُدائے دَ دے کور اَؤ دَ مُوسىٰ دَ شريعت په خلاف خبرے کوى.
14
ځکه چه مُونږ دَ دۀ نه دا خبرے آؤريدلى دى چه هغه عيسىٰ ناصرى به دا دَ خُدائے کور وران کړى اَؤ مُوسىٰ چه مُونږ ته کُوم رسمُونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“
15
اَؤ په جرګه کښے ناستو خلقو هغۀ ته ځير ځير وکتل اَؤ دَ هغۀ مخ ورته دَ فرښتے دَ مخ په شان ښکاره شو.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28