bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 3
Acts 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 4 →
1
يوه ورځ ماسپښين درے بجے دَ عبادت په وخت پطروس اَؤ يوحنا دَ خُدائے کور ته تلل.
2
نو يو سړے چه دَ مور نه شل پيدا شوے وو، خلقو به هره ورځ دَ خُدائے دَ کور دَ هغه دروازے سره چه ورته ښکلے دروازه وائى دَ خلقو نه دَ خير غوښتلو دَ پاره کښينولو
3
کله چه هغۀ پطروس اَؤ يوحنا دَ خُدائے کور ته دَ ننوتو په وخت وليدل نو خير ئے ترے وغوښتو.
4
نو هغوئ ورته ځير ځير وکتل اَؤ پطروس ووئيل، ”مُونږ ته وګوره!“
5
هغه سړے چه دَ دوئ نه ئے دَ خيرات طمع لرله نو ورته ئے ځير وکتل.
6
خو پطروس ووئيل چه ”ما سره پيسے نِشته خو هر څۀ چه زَۀ لرم هغه به درکړم، دَ عيسىٰ مسيح ناصرى په نامه وګرزه!“
7
بيا هغۀ هغه دَ ښى لاس نه ونيولو، پاس ئے راکښلو اَؤ سمدستى دَ هغۀ په پښو اَؤ ګيټو کښے طاقت پيدا شو.
8
هغۀ ټوپ کړل، په خپلو پښو ودريدو اَؤ روان شو. هغه دَ هغوئ سره دَ خُدائے کورته ورننوتو اَؤ څنګه چه لاړو دَ خُدائے په ثنا صفت لګيا شو.
9
هر چا چه هغه په تلو اَؤ دَ خُدائے په ثنا وئيلو وليدلو
10
اَؤ وئے پيژندلو چه دا خو هغه سړے دے څوک چه به دَ خُدائے دَ کور دَ ښکلے دروازے سره ناست وو اَؤ خير به ئے غوښتلو. نو هغوئ په دے کار حق حيران شول څۀ چه دَ دۀ په باب کښے شوى وُو.
11
اَؤ چه هغۀ پطروس اَؤ يوحنا نيولى وُو نو ټول خلق په حيرانتيا دَ دوئ په طرف هغه ځائے ته راجمع شول چه دَ سُليمان ډيوډئ ورته وائى.
12
پطروس چه هغوئ په راتلو وليدل نو دا ئے هغوئ ته ووئيل چه ”اَئے دَ اِسرائيل خلقو! په دے ولے حيران شوئ اَؤ تاسو مُونږ ته داسے ولے ګورئ چه ګنى دا سړے مُونږ په څۀ طاقت يا په خپلے ديندارئ دَ ګرزيدو جوګه کړو؟
13
دَ اِبراهيم، اِسحاق اَؤ دَ يعقُوب خُدائے، زمُونږ دَ پلارُونو خُدائے خپل خادم عيسىٰ ته ډيره لوئى ورکړے ده. تاسو چه عيسىٰ حاکمانو ته پيش کړو اَؤ هر کله چه پيلاطوس دَ هغۀ دَ آزادولو فيصله وکړله نو تاسو دَ پيلاطوس په مخکښے اِنکار وکړو.
14
يعنے دَ هغه پاک اَؤ صادِق نه مو اِنکار وکړو اَؤ دَ يو قاتِل دَ خلاصولو دَ پاره مو زارى وکړه.
15
خو دَ ژوندُون مالِک مو ووژلو ليکن خُدائے هغه دَ مړو نه بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ دَ دے خبرو شاهدان يُو.
16
دا سړے چه تاسو وينئ اَؤ پيژنئ، دَ عيسىٰ دَ نُوم په قوت ورله مظبُوطى ورکړے شوه اَؤ دَ هغۀ پۀ نُوم دَ ايمان په وسيله جک جوړ شو.
17
اَؤ اوس زما ورُوڼو! چه تاسو اَؤ ستاسو حاکمانو دا کار په ناپوهئ کښے وکړو،
18
خو خُدائے پاک دَ ټولو نبيانو په پيشن ګويو کښے ښيلى شوى خبرے پُوره کړے چه مسيح به تکليف وزغمى.
19
نو توبه وکړئ اَؤ خُدائے ته راوګرزئ چه ګُناهُونه به مو معاف کړى.
20
بيا به مالِک تاسو ته رُوحانى تازګى درکړى اَؤ وړُومبے مُقرر شوے مسيح چه عيسىٰ دے به درواستوى.
21
هغه به تر هغے په آسمان کښے پاتے وى تر څو چه هر څۀ بيا نوى نۀ شى اَؤ دَ څۀ په باب کښے چه خُدائے له شروع نه دَ پاکو نبيانو په وسيله وئيلى دى.
22
اَؤ مُوسىٰ هم ووئيل چه : ”مالِک خُدائے به تاسو دَ پاره ستاسو دَ اُمت نه يو نبى زما په شان مُقرر کړى. هغه چه هر څۀ وائى تاسو دَ هغۀ خبره واؤرئ.
23
اَؤ هر هغه څوک چه دَ هغه نبى خبره وانۀ ورى، هغه به دَ اُمت نه خارج کړے شى اَؤ مړ به کړے شى.“
24
اَؤ دغه شان سموئيل اَؤ ټولو نبيانو چه له هغۀ نه پس راغلل دَ دے موجُوده وخت پيشن ګوئى وکړه.
25
تاسو دَ نبيانو وارثان يئ. تاسو دَ هغه وعدے پابند يئ چه خُدائے ستاسو دَ پلارُونو سره کړے وه کله چه هغۀ اِبراهيم ته ووئيل چه : ”ستا په نسل کښے به په مزکه ټول خلق برکت مُومى.“
26
هر کله چه خُدائے خپل خادم غوره کړلو نو اَول ئے هغه تاسو ته راوليږلو چه تاسو ته برکت درکړى چه په تاسو کښے هر يو دَ بدو لارو نه راواړوى.“
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28