bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 21
Acts 21
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 22 →
1
کله چه مُونږ دَ هغوئ نه رُخصت شولُو اَؤ جهاز روان شو، نو مُونږ نيغ قوس ته ورسيدلُو اَؤ په بله ورځ رودوس ته اَؤ دَ هغه ځايه پاترے ته.
2
هلته يو جهاز ولاړ وو چه فينکيے ته تيار وو. مُونږ وروختلُو اَؤ په هغۀ کښے مو سفر وکړو.
3
مُونږ په لاره کښے قبرص ښار وليدلو اَؤ ترے نه په ګس لاس تير شوُو اَؤ شام ته مو سفر جارى وساتلو اَؤ په صور کښے کُوز شوُو ځکه چه هلته ئے دَ جهاز نه څۀ سامان کُوزولو.
4
زمُونږ مُريدان مو ومُوندل اَؤ يوه هفته هلته ايسار شوُو. اَؤ هغوئ دَ رُوحُ القُدس په هدايت پولوس ته ووئيل چه ”ګوره! بيتُ المُقدس ته مۀ ځه!“
5
خو هر کله چه يوه هفته پُوره شوه نو مُونږ له هغه ځائے نه روان شوُو. اَؤ هغوئ ټول اَؤ دَ هغوئ ښځے اَؤ بچى زمُونږ په جلب کښے دَ ښار نه بهر راووتل اَؤ هلته مُونږ دَ سمندر په غاړه په سجده شوُو اَؤ دُعا مو وغوښته.
6
بيا مو يو بل ته په مخه ښه ووئيل اَؤ بيا مُونږ جهاز ته وختلُو اَؤ هغوئ کور ته واپس لاړل.
7
مُونږ دَ صور نه پتوليمَس ته ورسيدلُو اَؤ هلته دَ اوبو جهاز سفر ختم کړو. اَؤ هلته مو دينى ورُوڼو ته سلام ووئيلو اَؤ دَ هغوئ سره مو يوه ورځ تيره کړه،
8
اَؤ په بله ورځ روان شوُو اَؤ قيصريه ته راغلُو. اَؤ مُونږ دَ فيليپوس کور ته لاړلُو چه هغه يو زيرے آؤروُونکے وو اَؤ په هغه اوو کسانو کښے وو چه په بيتُ المُقدس کښے انتخاب شوى وُو اَؤ هغۀ سره پاتے شوُو.
9
دَ هغۀ څلور پيغلے لُوڼه وے چه نبوت به ئے کاوو.
10
مُونږ چه هلته يو څو ورځے ايسار وُو نو دَ يهُوديه نه اګابوس نومے يو نبى راغے.
11
هغه مُونږ ته راغے، دَ پولوس ملاتړ ئے واخيستو اَؤ په هغۀ ئے خپل لاس پښے وتړل اَؤ وئے وئيل چه ”دا دَ رُوحُ القُدس کلام دے چه په بيتُ المُقدس کښے به يهُوديان دَ دے ملاتړ خاوند هم دغه شان وتړى اَؤ هغه به غير يهُوديانو ته په حواله کړى.“
12
مُونږ چه دا خبرے واؤريدلے نو مُونږ اَؤ نورو مقامى خلقو پولوس ته نصيحت وکړو چه بيتُ المُقدس ته دَ تلو خيال پريږدئ.
13
خو پولوس جواب ورکړو، ”دا دومره اوښکے ولے؟ تاسو زما دَ زړۀ دَ ماتولو کوشِش ولے کوئ؟ تر څو چه زما خبره ده زَۀ نۀ يواځے تړلو ته، بلکه دے ته هم تيار يم چه دَ مالِک عيسىٰ په نُوم په بيتُ المُقدس کښے مړ شم.“
14
بيا چه هغه قائل نۀ شو نو مُونږ دا خبره پريښوده اَؤ ومو وئيل چه ”دَ مالِک مرضى دِ وشى.“
15
دَ دے نه پس مُونږ خپل سامان وتړلو اَؤ دَ بيتُ المُقدس په لار روان شوُو.
16
دَ قيصريه نه ځنے مُريدان مُونږ سره روان شول اَؤ مناسون نومے سړے چه دَ قبرص اوسيدُونکے وو اَؤ دَ پخوا دَ مُريدانو نه وو، هغۀ ته ئے راوستلُو دَ چا په کور کښے چه مُونږ ميلمانۀ کيدُونکى وُو.
17
دغه شان مُونږ بيتُ المُقدس ته راورسيدلُو اَؤ هلته راته دينى ورُوڼو په خوشحالئ سره هر کلے ووے.
18
په بله ورځ پولوس يعقُوب ته ورغے اَؤ مُونږ هم ورسره وُو اَؤ مشران حاضر وُو.
19
پولوس ورته سلام وکړو اَؤ بيا ئے هغه هر څۀ په تفصيل سره ورته بيان کړل چه دَ خُدائے په فضل سره په غير يهُود قومُونو کښے دَ دَۀ دَ خدمت په وسيله شوى وُو.
20
کله چه هغوئ دا واؤريدل نو هغوئ دَ خُدائے ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل، ”ګوره وروره! په يهُوديانو کښے څومره په زرګُونو کسانو ايمان راوړے دے اَؤ هغوئ ټول دَ شريعت په حقله ښه سرګرم دى.
21
اوس هغوئ ستا په باب کښے خبر شوى دى چه تۀ هغه ټولو يهُوديانو ته چه په غيرو قومُونو کښے اوسى، دا تعليم ورکوے چه دَ مُوسىٰ نه راواؤړئ، يعنے هغو ته وائے چه خپل بچى مه سُنتوئ اَؤ زمُونږ په لار راځئ.
22
هغوئ به يقيناً ستا دَ راتلو نه خبر شى نو اوس څۀ وکړُو؟
23
نو تۀ هغه څۀ کوه چه مُونږ درته وايُو. نو دلته مُونږ سره څلور سړى دى چه نذر ئے منلے دے.
24
تۀ دوئ دَ ځان سره کړه اَؤ ورسره خپل ځان پاک کړه، دَ هغوئ دَ سرکلى پيسے تۀ ورکړه، بيا به هغوئ خپل سرُونه وخرئ. نو بيا به هر څوک پوهه شى چه ستا په باب کښے وئيلے شوے قِصے رښتيا نۀ دى، بلکه تۀ يو سرګرم يهُودى يئے اَؤ په شريعت په خپله هم عمل کوے.
25
اَؤ تر څو چه دَ نوى ايمان راوړُونکو تعلق دے نو مُونږ هغوئ ته دا هدايت ورکوُو چه دوئ دِ دَ هغے غوښے نه ځان وساتى کُومه چه دَ بُتانو په نُوم قُربانى شوے وى، اَؤ دَ وينے نه، دَ هغے څيز دَ غوښے نه چه خپه کړے شوے وى اَؤ دَ حرام کارئ نه دِ ځان وساتى.“
26
نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى دَ ځان سره کړل اَؤ دَ هغوئ سره دَ ځان پاکولو دَ دستورے نه پس هغه دَ خُدائے کور ته لاړو چه دَ هغه تاريخ اِظهار وکړى په کُوم چه دَ پاکيدو وخت پُوره کيږى اَؤ په هغوئ کښے دَ هر يو دَ پاره به منښته ورکړے شى.
27
خو دَ اُوو ورځو دَ پُوره کيدو نه لږ وړاندے دَ ايشيا دَ صوبے يهُوديانو پولوس دَ خُدائے په کور کښے وليدلو. هغوئ ټوله ګڼه ولمسوله اَؤ هغه ئے ونيولو،
28
اَؤ چغے ئے کړلے، ”اَئے اِسرائيليانو! رامدد شئ! رامدد شئ! دا هغه سړے دے چه په ټوله دُنيا کښے خپله عقيده خوروى اَؤ زمُونږ په خلقو اَؤ په شريعت اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په کور ګواښونه کوى. اَؤ دَ ټولو نه لويه خبره په کښے دا ده چه هغۀ يُونانيان هم دَ خُدائے کور ته راوستى دى اَؤ دا پاک ځائے ئے پرے پليت کړے دے.“
29
ځکه چه هغوئ په ښار کښے اول دَ دَۀ سره تروفيموس دَ اِفِسوس ليدلے وو اَؤ دا ئے ګمان وو چه ګنى دا ئے دَ ځان سره دَ خُدائے کور ته ننه ايستے دے.
30
ټول ښار ناقلاره شو اَؤ دَ هر طرف نه خلق په دَؤ راغلل. هغوئ پولوس ونيولو اَؤ دَ خُدائے دَ کور نه ئے بهر راکښو اَؤ سمدستى دَ خُدائے دَ کور ټولے دروازے بندے کړے شولے.
31
هغوئ لا دَ هغۀ دَ مرګ کوشِش کولو چه دَ پلټنے کمان افسر ته خبر ورسيدو چه په ټول بيتُ المُقدس کښے غوغا ده.
32
هغۀ سمدستى سپاهيان اَؤ دَ هغوئ صوبه داران دَ ځان سره کړل اَؤ په منډه ئے دَ اَړى ګړى ځائے ته ځان ورسولو. اَؤ څۀ وخت چه هغوئ کمان افسر اَؤ سپاهيان وليدل نو دَ پولوس دَ وهلو نه ئے لاس راکښو.
33
کمان افسر وړاندے ورغے، هغه ئے ګرفتار کړو اَؤ حُکم ئے ورکړو چه ”دوه زولنئ ورته واچوئ.“ بيا هغۀ تپوس وکړو چه ”دا سړے څوک دے اَؤ کړى ئے څۀ دى؟“
34
په ګڼه کښے چا يوه چغه وهله اَؤ چا بله. کله چه هغۀ دَ غوغا په وجه اصل حقيقت معلُوم نۀ کړے شو نو حُکم ئے ورکړو چه ”دے قلعه ته دَ ننه کړئ.“
35
کله چه پولوس دَ قلعه پوړو ته ورسيدو نو دَ خلقو دَ ببر کيدو له کبله هغه سپاهيانو اُوچت يوړو،
36
ځکه چه ټول خلق ورپسے وُو اَؤ دغه چغے ئے وهلے چه ”مړ ئے کړئ!“
37
کُوم وخت چه ئے پولوس قلعه ته بوتلو نو هغۀ کمان افسر ته ووئيل چه ”زَۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان افسر ورته ووئيل چه ”ښه، نو تاله يُونانى هم درځى؟
38
مطلب دا چه تۀ بيا هغه مِصرى نۀ يئے چا چه څۀ مُوده مخکښے بغاوت کړے وو اَؤ څلور زره فساديان ئے دَ ځان سره بيابان ته بوتلى وُو؟“
39
پولوس جواب ورکړو چه ”زَۀ يهُودى يم اَؤ دَ کلکيه دَ ترسوس اوسيدُونکے يم، څۀ دَ معمولى ښار اوسيدُونکے نۀ يم. زَۀ ستا نه اِجازت غواړم چه دے خلقو ته څۀ خبرے وکړم.“
40
اَؤ چه اِجازت ورله ورکړے شو نو پولوس په پوړو ودريدو اَؤ خلقو ته ئے دَ چپ کيدو اِشاره وکړه. اَؤ کله چه خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانئ ژبه کښے تقرير وکړو اَؤ وئے وئيل چه :
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 22 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28