bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 4
Acts 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 5 →
1
پطروس اَؤ يوحنا لا خلقو ته وعظ کاوو چه په دے کښے پرے دَ پاسه مشران کاهنان سره دَ خُدائے دَ کور دَ مُحافظانو افسر اَؤ صدُوقيان راغلل
2
اَؤ په دے خفه شول چه هغوئ خلقو ته تعليم ورکوى اَؤ وائى چه عيسىٰ دَ مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه ټول مړى به دَ عيسىٰ په وسيله ژوندى شى.
3
هغوئ پطروس اَؤ يوحنا ګرفتار کړل اَؤ دَ يوے شپے دَ پاره په قيدخانه کښے واچولے شول ځکه چه ماښام وو.
4
خو په هغو کښے ډيرو کسانو چه دا وعظ آؤريدلے وو، ايمان ئے راؤړو اَؤ دَ سړو شمار تقريباً پنځه زره شو.
5
په بله ورځ دَ يهُوديانو حاکمان، مشران اَؤ دَ شرعے عالمان په بيتُ المُقدس کښے راجمع شول،
6
چه مشر کاهن حنا اَؤ کيفا، يوحنا اَؤ سکندر اَؤ ورسره دَ مشر کاهن دَ خاندان ټول خلق هم وُو.
7
هغوئ رسُولان جرګے ته وړاندے کړل اَؤ په هغوئ ئے جرح شروع کړه. هغوئ تپوس وکړو چه ”تاسو په کُوم طاقت يا دَ چا په نُوم دا کار کړے دے؟“
8
بيا پطروس له رُوحُ القُدس نه معمُور شو اَؤ جواب ئے ورکړو، ”اَئے دَ خلقو حاکمانو اَؤ مشرانو!
9
که چرے نن زمُونږ نه دَ هغه ناجوړه سړى دَ روغيدو په حقله تپوس کوئ چه هغه څنګه روغ شو،
10
نو دَ دے دا جواب دے چه تاسو ته اَؤ دَ بنى اِسرائيلو ټول اُمت ته دِ معلُوم وى چه دا سړے دَ هغه عيسىٰ مسيح ناصرى دَ نُوم په قوت سره روغ جوړ ولاړ دے کُوم چه تاسو په سولئ کړے وو اَؤ خُدائے هغه دَ مړو نه بيا ژوندے کړو.
11
دا عيسىٰ هم ”هغه کاڼے دے چه تاسو ګلکارانو رد کړے وو اَؤ هغه دَ ګُټ سر کاڼے شو.“
12
دَ بل هيچا په وسيله خلاصُون نِشته ځکه چه په ټوله دُنيا کښے بل نُوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چه په هغے مُونږ خلاصُون ومُومو.“
13
کله چه دوئ دَ پطروس اَؤ يوحنا زړه ورتيا وليده اَؤ دا هم ورته معلُومه شوه چه دوئ خو عام اَؤ بے علمه خلق وُو، نو هغوئ حيران شول اَؤ وئے پيژندل چه دا خو دَ عيسىٰ ملګرى وُو.
14
کله چه هغوئ هغه سړے روغ جوړ دَ دوئ سره ولاړ وليدلو نو دَ هغوئ سره هيڅ جواب نۀ وو.
15
نو هغوئ هغو ته حُکم ورکړو چه دَ جرګے نه وزئ اَؤ بيا ئے په خپله په دے خبره بحث شروع کړو.
16
هغوئ ووئيل چه ”مُونږ ته دَ دے سړو سره څۀ کول په کار دى؟ ځکه چه په بيتُ المُقدس کښے هر چا ته معلُومه ده چه يوه نا آشنا مُعجزه دَ دوئ دَ لاسه څرګنده شوے ده اَؤ مُونږ ترے انکار نۀ شُو کولے.
17
خو دَ دے دَ پاره چه په خلقو کښے دا خبره نوره خوره نۀ شى نو غوره به دا وى چه مُونږ هغوئ ته خبردارے ورکړُو چه دَ دے نه پس به په دغه نُوم دَ هيچا سره خبرے نۀ کوئ.“
18
بيا ئے هغوئ دَ ننه راوبلل اَؤ په سختئ سره ئے حُکم ورکړو چه ”دَ عيسىٰ په نُوم هر قسم تعليم مه ورکوئ اَؤ نۀ به په عام اُولس کښے خبرے کوئ.“
19
خو پطروس اَؤ يوحنا هغوئ ته په جواب کښے ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چه آيا دَ خُدائے په نظر کښے دا خبره دُرسته ده چه مُونږ دَ هغۀ په ځائے ستاسو حُکم ومنُو.
20
مُونږ دَ هغه څيزُونو دَ خبرولو نه هيڅ کله نۀ شُو منع کيدے کُوم چه مُونږ ليدلى اَؤ آؤريدلى دى.“
21
جرګے دا خبردارے په سختئ سره ورکړو اَؤ هغوئ ئے پريښودل اَؤ په دے پوهه شول چه دوئ له سزا ورکول نامُمکنه ده ځکه چه ټول خلق دَ دے شوى کار په وجه دَ خُدائے په لوئ کولو لګيا وُو.
22
په کُوم سړى چه دَ روغولو دا مُعجزه څرګنده کړے شوے وه، دَ هغۀ عُمر دَ څلويښتو کالو نه زيات وو.
23
کله چه پطروس اَؤ يوحنا پريښے شول نو هغوئ خپلو ملګرو ته لاړل اَؤ هغه هر څۀ ئے ورته ووئيل څۀ چه مشرانو کاهنانو اَؤ سردارانو هغوئ ته وئيلى وُو.
24
کله چه هغوئ دا واؤريدل نو هغوئ په جمع دَ خُدائے نه دُعا وکړه، ”اَئے مالِکه! دَ مزکے آسمان اَؤ سمندر اَؤ هر څۀ چه په دے کښے دى دَ هغو جوړوُونکيه!
25
چا چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله دَ خپل خادم داؤد په خُلۀ دا وئيلى وُو چه : ”غير قومُونه ولے په قهر شول اَؤ اُمتُونه بے ځايه سازشونه ولے کوى؟
26
دَ دُنيا بادشاهان پورته شول اَؤ حاکمان دَ مالِک اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح په خلاف يو ځائے شول.“
27
هيروديس اَؤ يونطُوس پيلاطوس دَ غيرو قومُونو اَؤ اِسرائيليانو سره په دے ښار کښے ستا دَ پاک خادم عيسىٰ چه تا مسح کړے دے، په خلاف يو ځائے شول،
28
چه هغه هر څۀ وکړى کُوم چه ستا دَ لاس لاندے اَؤ ستا په حُکم دَ مخکښے نه مُقرر شوى وُو.
29
اَؤ اوس اَئے مالِکه! دَ هغوئ زورنے ته پام وکړه اَؤ خپلو غلامانو ته دا قوت ورکړه چه مُونږ ښۀ په زړه ورتيا سره ستا کلام بيان کړُو.
30
خپل لاس راُوږد کړه چه ستا دَ پاک خادم عيسىٰ په نُوم دَ روغولو مُعجزے څرګندولو اَؤ عجيبه کارُونو عمل جارى پاتے شى.“
31
کله چه هغوئ خپله دُعا ختمه کړه نو په کُوم کور کښے چه هغوئ راغونډ شوى وُو، هغه وجړقيدلو اَؤ ټول په رُوحُ القُدس معمُور شول اَؤ دَ خُدائے کلام ئے ښۀ په زړه ورتيا بيان کړو.
32
دَ عيسىٰ دَ منُونکو ډلے پُوره په اِخلاص سره يووالے لرلو اَؤ په هغوئ کښے يو کس هم دَ يو څيز دَ پاره دا دعوىٰ نۀ کوله چه ګنى دا دَ هغۀ دے بلکه په هر يو شى کښے شريک وُو.
33
اَؤ چه رسُولانو پُوره په زړه ورتيا سره دَ عيسىٰ دَ بيا راژوندى کيدو شهادت کاوو نو په خلقو باندے ډير اثر کيدو اَؤ دَ خُدائے فضل پرے وو.
34
په هغوئ کښے يو کس هم حاجتمند نۀ وو ځکه چه دَ هر چا چه څۀ مزکه يا کور وو، هغه ئے خرڅ کړل اَؤ دَ هغے قيمت ئے راوړلو،
35
اَؤ دَ رسُولانو په پښو کښے به ئے هغه پيسے کيښودلے. بيا هغه پيسے هر هغه يو ته ورکړے شوے چا ته چه ئے حاجت وو.
36
اَؤ يُوسف نُومے يو ليوى وو چه رسُولانو به ورته برنبا وئيل چه معنے ئے مرسته کوُونکے ده اَؤ هغه له اصله دَ قبرص اوسيدُونکے وو.
37
اَؤ دَ هغۀ يو پټے وو کُوم چه هغۀ خرڅ کړو. هغۀ پيسے ئے راوړے اَؤ هغه ئے دَ رسُولانو په پښو کښے کيښودلے.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28