bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Acts 22
Acts 22
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 23 →
1
”اَئے وروُڼو اَؤ مشرانو! واؤرئ چه زَۀ درته خپله صفائى بيان کړم!“
2
هر کله چه هغوئ په عبرانئ ژبه کښے په خبرو واؤريدلو نو هغوئ ورته ښه په خاموشئ غوږ ونيولو. هغۀ ووئيل :
3
”زَۀ سُوچه يهُودى يم، دکلکيه په ښار ترسوس کښے پيدا شولم، زَۀ په دغه ښار کښے وپائيدلم اَؤ دَ ګملى ايل په شاګردئ کښے مے دَ خپلو پلارُونو نيکُونو دَ شريعت ټول تعليم تر سره کړو، اَؤ زَۀ هميشه دَ خُدائے په خدمت کښے سرګرم وم لکه څنګه چه نن تاسو ټول يئ.
4
اَؤ دغه شان ما دَ دے لارے خلق تر مرګه پورے ربړول اَؤ ګرفتارول اَؤ په ځولنو کښے به مے قيدخانو ته وراچول.
5
اَؤ په دے باب کښے زَۀ مشر کاهن اَؤ ټول اولسى مشران ګواهان لرم. هغوئ ما ته په دمشق کښے دَ يهُودى ورُوڼو دَ پاره خطُونه راکړى وُو اَؤ زَۀ دمشق ته په دے سفر وتلے وم چه هغه خلق په زنځيرُونو کښے تړلى دَ سزا دَ پاره بيتُ المُقدس ته راولم.
6
اَؤ داسے وشول چه زَۀ دَ دمشق په لاره تلم اَؤ دَ غرمے وخت وو چه ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګير چاپيره وځليده
7
اَؤ زَۀ په مزکه راپريوتلم. بيا ما يو آواز واؤريدو چه ما ته ئے وئيل چه ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے عذابوے؟
8
ما جواب ورکړو چه مالِکه! دا راته ووايه چه تۀ ئے څوک؟ هغۀ جواب راکړو چه زَۀ عيسىٰ ناصرى يم چه تۀ ئے عذابوے.
9
زما ملګرو هغه رڼا خو وليده ولے آواز ئے وانۀ وريدو چه ما سره ئے خبرے کولے.
10
نو ما ورته ووئيل چه مالِکه! زَۀ څۀ وکړم؟ اَؤ مالِک جواب راکړو چه پاڅه! اَؤ دمشق ته خپل سفر جارى وساته اَؤ هلته به تا ته ټول کارُونه ښکاره کړے شى، کُوم چه تا دَ پاره مُقرر شوى دى.
11
هر کله چه زَۀ دَ رڼا شُغلے ړُوند کړلم نو زما ملګرو زَۀ دَ لاسه ونيولم اَؤ راروان ئے کړم اَؤ دغه شان دمشق ته راورسيدلم.
12
هلته حننياه نومے يو سړے وو چه په شريعت ټينګ ولاړ وو اَؤ دَ هغه ځائے په ټولو يهُوديانو کښے ښۀ نيک نام وو.
13
هغه راغے، ما سره ودريدلو اَؤ راته ئے ووئيل چه ساؤله! زما وروره! سترګے وغړوه! اَؤ زَۀ سمدستى بينا شولم اَؤ هغه مے وليدلو.
14
هغۀ بيا ووئيل چه زمُونږ دَ پلارُونو خُدائے تۀ په دے مُقرر کړے يئے چه دَ هغۀ مرضى وپيژنے اَؤ هغه صادِق خادم ووينے اَؤ دَ هغۀ آواز واؤرے.
15
ځکه چه په دُنيا کښے به تۀ دَ هغۀ شاهدى کوے چه څۀ دے ليدلى اَؤ آؤريدلى دى.
16
نو اوس تۀ ډيل ولے کوے؟ سمدستى بپتسمه واخله اَؤ دَ هغۀ دَ نُوم په يادولو له ګُناهُونو نه پاک شه.
17
کله چه زَۀ بيتُ المُقدس ته واپس راغلم اَؤ ما دَ خُدائے په کور کښے دُعا کوله چه زَۀ بے خوده شولم.
18
اَؤ مالِک مے وليدو چه ما ته وائى چه تادى کوه اَؤ سمدستى له بيتُ المُقدس نه وزه، ځکه چه دوئ به زما په حق کښے ستا شاهدى قبُوله نۀ کړى.
19
ما ورته ووئيل چه مالِکه! هغوئ ته دا معلُومه ده چه ما به هغه خلق قيدول اَؤ په هره عبادت خانے کښے به مے په کروړو وهل دَ چا به چه په تا ايمان وو.
20
اَؤ کله چه ستا په نُوم دَ شهيد ستِفانوس وينه توئے شوله نو زَۀ هلته موجُود وم اَؤ پرے راضى وم اَؤ دَ هغۀ دَ قاتلانو دَ جامو څوکئ مے کوله.
21
خو هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چه زَۀ تا لرے لرے غير يهُودى قومُونو ته استوم.“
22
تر دے خو هغوئ دَ پولوس واؤريدل، خو بيا هغوئ چغے شروع کړلے، ”برباد دِ شى داسے سړے! دَ دَۀ خو مرګ روا دے!“
23
اَؤ چه هغوئ لا چغے ويستلے، خپلے چُوغے ئے خوځولے اَؤ دُوړه ئے الوزوله،
24
نو کمان افسر حُکم وکړو چه ”پولوس قلعه ته بوزئ اَؤ هدايت ئے وکړو چه په کروړو وهلو ئے بيان واخلئ اَؤ دا ترے معلومه کړئ چه دَ هغۀ خلاف دا دومره هنګامه ولے پورته شوى ده.“
25
خو کله چه هغوئ پولوس په کروړو دَ وهلو دَ پاره وتړلو نو هغۀ هلته ولاړ صوبه دار ته ووئيل چه ”آيا تۀ داسے سړے په کروړو وهلے شے څوک چه رُومى وى؟ اَؤ بله دا چه په هغۀ باندے هيڅ جُرم هم نۀ وى ثابت شوے؟“
26
کله چه صوبه دار دا واؤريدل نو هغه لاړو اَؤ کمان افسر ته ئے دا خبره وکړه. هغۀ ووئيل چه ”تۀ څۀ کول غواړے؟ دا سړے خو رُومى دے!“
27
کمان افسر پولوس ته راغے اَؤ تپوس ئے ترے وکړو، ”ووايه چه تۀ رښتيا رُومى يئے څۀ؟“ هغۀ ووئيل چه ”هو!“
28
کمان افسر ورته ووئيل چه ”ما خو په لوئے قيمت دا حق آخستے دے.“ پولوس ورته ووئيل چه ”زما خو دا پيدائشى حق دے.“
29
نو هغه څوک چه په تفشيش مُقرر وُو، هغه ترے سمدستى لرے شول اَؤ کمان افسر په خپله هم چه دا واؤريدل چه هغه رُومى دے اَؤ ما تړلے دے نو هغه ويريدلو.
30
په بله ورځ دَ دے معلُومولو دَ پاره چه يهُوديان په پولوس څۀ اِلزام لګوى، کمان افسر دَئے آزاد کړو اَؤ مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے اولسى جرګے ته ئے حُکم ورکړو چه ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته بوتلو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرولو.
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 23 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28