bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 1
Matthew 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 2 →
1
کتاب دَ نسب نامے دَ عيسىٰ مسيح، نسل دَ داؤد، نسل دَ اِبراهيم.
2
اِبراهيم دَ اِسحاق پلار وو، اِسحاق دَ يعقُوب، يعقُوب دَ يهوداه اؤ دَ هغۀ دَ وروُڼو پلار وو.
3
دَ يهوداه نه فِرص اَؤ زورح پيدا شو، دَ دوئ مور تامار وه. فِرص نه حصرون اَؤ حصرون نه رام پيدا شو.
4
دَ رام نه عميناداب پيدا شو. دَ عميناداب نه نحشون پيدا شو اَؤ دَ نحشون نه سلمون،
5
دَ سلمون نه بوعز، دَ دۀ مور راحب وه، دَ بوعز نه عوبيد پيدا شو، دَ دۀ مور روت وه. دَ عوبيد نه يَشى،
6
اَؤ دَ يشى نه داؤد بادشاه پيدا شو. داؤد دَ سليمان پلار وو، دَ هغۀ مور اول دَ اوريا ښځه وه،
7
دَ سليمان زوئے رحبوعام وو، دَ رِحبوعام زوئے ابياه، دَ ابياه زوئے آساه.
8
دَ آساه زوئے يهوسفط، دَ يهوسفط زوئے يورام اَؤ دَ يورام زوئے عُزياه،
9
اَؤ دَ عُزياه زوئے يوتام اَؤ دَ يوتام زوئے احاز، دَ احاز زوئے حزقياه،
10
دَ حزقياه زوئے منسه، دَ منسه زوئے امُون، دَ امُون زوئے يوشياه،
11
دَ يوشياه زوئے يکونياه، اَؤ دَ هغۀ ورُوڼه په هغه زمانه کښے پيدا شول چه بنديوان بابل ته بوتللى شول.
12
دَ بنديوانئ اَؤ بابل ته دَ دوئ دَ بوتللو نه پس دَ يکونياه نه شلتئ ايل پيدا شو اَؤ شلتئ ايل دَ زرُوبابل پلار وو،
13
زرُوبابل دَ ابيهود، اَؤ ابيهود دَ اِلياقيم اَؤ اِلياقيم دَ عازور پلار وو.
14
اَؤ دَ عازور نه صدوق پيدا شو، صدوق دَ اخيم پلار وو، اخيم دَ اِليهود،
15
اِليهود دَ اِلعازر، اِلعازر دَ مَتان، مَتان دَ يعقُوب،
16
يعقُوب دَ يُوسف پلار وو. يُوسف دَ مريم خاوند وو چه عيسىٰ ترے پيدا شو څوک چه مسيح بللے کيږي.
17
دَ اِبراهيم نه تر داؤد پورے ټولے څوارلس پيړئ دى، اَؤ دَ داؤد نه بابل ته دَ بنديوان بوتللو پورے څوارلس پيړئ، اَؤ دَ بنديوانئ نه تر مسيح پورے څوارلس پيړئ دى.
18
دَ عيسىٰ مسيح دَ پيدايښت بيان داسے دے چه هر کله چه دَ هغۀ مور مريم يُوسف ته کوژدن شوه نو دَ وادۀ نه وړاندے معلُومه شوه چه هغه دَ رُوحُ القُدس نه اُميدواره ده.
19
يُوسف يو نيک سړے وو، نو هغۀ دَ هغے دَ بدنامئ نه دَ بچ کولو دَ پاره په پرده کښے دَ کوژدن ماتولو نيت وکړو.
20
هغۀ دا نيت کړے وو چه په دے کښے دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے ورته راغله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے دَ داؤد زويه يُوسفه! دَ مريم سره دَ وادۀ کولو نه مه ويريږه ځکه چه دَ هغے اُميدوارى دَ رُوحُ القدس په قُدرت ده.
21
دَ هغے به زوئے وشى اَؤ تۀ پرے عيسىٰ نُوم کيږده، ولے چه هغه به خپل اُمت دَ ګُناهونو نه خلاصوى.“
22
دا هر څۀ ځکه وشول چه خدائے دَ نبى په معرفت څۀ وئيلى وُو هغه پُوره شى.
23
”ګورئ، يوه پيغله به اُميدواره شى اَؤ زوئے به ئے وشى اَؤ دَ هغۀ نُوم به عمانوايل کيږ دى“ چه معنىٰ ده، خدائے زمونږ مل دے.
24
هر کله چه يُوسف دَ خوبه بيدار شو نو دَ خدائے دَ فرښتے حُکم ئے ومنو اَؤ مريم ئے خپل کور ته دَ خپلے ښځے په طور راوسته.
25
اَؤ تر هغے ئے لاس ورنۀ وړو تر څو چه ئے زوئے پيدا شوے نۀ وو، اَؤ دَ هغۀ نوم ئے عيسىٰ کيښودو.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28