bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 19
Matthew 19
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 20 →
1
څۀ وخت چه عيسىٰ دا خبرے خلاصے کړے نو دَ ګليل نه روان شو اَؤ دَ اُردن پورے غاړه دَ يهوديه علاقے ته راغے.
2
ګڼ خلق ورپسے وُو اَؤ هغۀ هغوئ هلته روغ کړل.
3
څۀ فريسيان راغلل اَؤ په دے ئے دَ هغۀ آزميښت وکړو چه ”آيا دَ يو سړى دَ پاره دا روا دى چه په هره وجه چه وى خپلے ښځے ته طلاق ورکړى؟“
4
هغۀ په جواب کښے ورته ووئيل چه ”آيا تاسو دا نۀ دى لوستى چه خالق په اول سر کښے ”نر اَؤ ښځه پيدا کړل؟“
5
اَؤ وئے وئيل چه ”په دے وجه به سړے خپل مور پلار نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى، اَؤ دا دواړه به يو وجُود شى.“
6
نو دوى دوه نۀ دى بلکه يو وجُود دى. ځکه چه خُدائے دوئ يو ځائے کړى دى نو بنى آدم دِ ئے کله هم نۀ جُدا کوى.“
7
هغوئ دا اِعتراض وکړو چه ”بيا مُوسىٰ حکم ولے کړے دے چه په طلاق نامه دِ سړے خپله ښځه پريښودے شى؟“
8
هغۀ جواب ورکړو چه ”مُوسىٰ تاسو ته دَ خپلے ښځے دَ پريښودو اِجازت ستاسو دَ زړُونو دَ سختوالى په وجه درکړو، خو دَ شروع نه خبره داسے نۀ وه.
9
زَۀ تاسو ته وايم چه که څوک بغير دَ زِناکارئ دَ جُرم نه په بله څۀ وجه خپلے ښځے ته طلاق ورکوى اَؤ بل وادۀ کوى نو هغه زِنا کوى.“
10
مُريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”که دَ سړى دَ خپلے ښځے سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چه څوک دے هډو وادۀ نۀ کوى.“
11
دَ دے په جواب کښے عيسىٰ ووئيل چه ”دا خبره داسے ده چه هر سړے ئے نۀ شى منلے خو يواځے هغه خلق چه خُدائے دَ زغملو طاقت ورکړے وى.
12
ځنے داسے خلق دى چه دَ مور دَ ګيډے نه يا خو خواجه پيدا دى اَؤ يا بنى آدمو خواجه کړى دى، خو ځنے داسے دى چه هغوئ خپل ځانُو نه دَ آسمان دَ بادشاهئ دَ پاره خواجه کوى. څوک ئے چه قبلولے شى هغه دِ قبول کړى“.
13
هغوئ عيسىٰ ته ماشُومان راوستل چه لاس پرے کيږدى اَؤ دُعا ورته وکړى، خو مُريدانو ورټل.
14
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”ماشُومان راپريږدئ چه ما ته راشى اَؤ مه ئے منع کوئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى هم دَ داسے خلقو ده.“
15
بيا هغۀ په هغوئ لاسُونه راکښل اَؤ روان شو.
16
اَؤ بيا يو سړے عيسىٰ له راغے اَؤ سوال ئے وکړو، ”اُستاذه! زَۀ کُومه داسے نيکى وکړم چه تل عمرى ژوندون مے نصيب شى؟“
17
عيسىٰ ورته ووئيل، ”دَ نيکئ په حقله ولے تپوس کوے؟ نيک خو يو دے، خو که تۀ غواړے چه په تل عُمرى ژوندُون کښے داخل شے نو دَ شرعے په حُکمُونو عمل کوه.“
18
هغه سړى تپوس وکړو چه ”کُوم حُکمُونه؟“ عيسىٰ ورته ووئيل، ”قتل مه کوه، زِنا مه کوه، غلا مه کوه، دَ دروغو ګواهى مه کوه،
19
دَ مور پلار عزت کوه اَؤ دَ خپل ګاونډى سره دَ ځان په شان مينه کوه.“
20
هغه ځوان جواب ورکړو چه ”ما په دے ټولو عمل کړے دے خو په ما کښے څۀ کمے دے؟“
21
عيسىٰ ورته ووئيل، ”که تۀ کامِل کيدل غواړے نو لاړ شه، خپل ټول مال اَسباب خرڅ کړه اَؤ خوارانو ته ئے ورکړه، نو بيا به تۀ دَ آسمان خزانے ومُومے. بيا راځه اَؤ په ما پسے شه.“
22
هغه ځوان چه دا خبره واؤريده نو خفه زهير لاړو ځکه چه هغه ډير مالدار سړے وو.
23
عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”بے شکه مالدار ته دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخليدل ګرانه خبره ده.
24
زَۀ درته دوباره وايم چه دَ يو اُوښ دَ پاره دَ ستنے په سُوم کښے تيريدل آسان دى، په نسبت دَ يو مالدار سړى دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليدل.“
25
مُريدانو چه دا واؤريدل نو حق حيران شول. هغوئ تپوس وکړو، ”نو بيا به څوک خلاصُون مُومى؟“
26
عيسىٰ هغوئ ته وکتل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ بنى آدم دَ پاره خو دا نامُکنه ده ولے خُدائے هر څۀ کولے شى“.
27
په دے خبرے پطروس ووئيل چه ”مُونږ خو دَ دے دَ پاره هر څۀ پريښى دى چه تا پسے روان شُو، نو هلته به زمُونږ دَ پاره څۀ وى؟“
28
عيسىٰ ورته په جواب کښے ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه په هغه جهان کښے هر کله چه اِبن آدم دَ خپلے لوئى په تخت کښينى نو تاسو چه ما پسے شوى يئ به هم په دولسو تختُونو کښينئ اَؤ تاسو به دَ بنى اِسرائيلو دَ دولسو قبيلو مُنصفان شئ.
29
هر هغه چا چه زما دَ خاطره ورُوڼه، خويندے، پلار، مور، اَؤلاد، مزکه، جائيداد اَؤ کورُونه پريښى دى هغوئ به يو په سل بيا مُومى اوتل عُمرى ژوندون به ئے نصيب شى.
30
خو ډير وړُومبى به وروستى کړے شى اَؤ ډير وروستى به وړُومبى شى“.
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 20 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28