bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Matthew 12
Matthew 12
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 13 →
1
يو ځلے چه عيسىٰ دَ سبت، يعنے دَ خالى په ورځ، دَ غلے په فصل تيريدو اَؤ دَ هغۀ مُريدان وږى شوى وُو، هغوئ دَ وږو په شُوکولو آخته شول اَؤ په خوړولو لګيا شول.
2
څۀ وخت چه فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته ئے ووئيل چه ”ګوره! ستا مُريدان داسے کار کوى چه دَ سبت په ورځ ناروا دے.“
3
هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”تاسو دا نۀ دى لوستلى چه داؤد اَؤ دَ هغۀ ملګرى چه وږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟
4
هغه دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ دَ قُربانئ ډوډئ ئے وخوړله اګر چه هغه په دَۀ اَؤ دَ دَۀ په ملګرو حرامه وه اَؤ تش کاهنانو ته حلاله وه.
5
اَؤ تاسو په تورات کښے دا نۀ دى لوستلى چه دَ خُدائے په کور کښے دَ سبت په ورځ کاهنانو سبت مات کړے وُو اَؤ هغوئ پرے ګُناه ګار شوى نۀ وُو.
6
زَۀ تاسو ته وايم چه دلته دَ خُدائے دَ کور نه څۀ نور هم لوئے څيز موجُود دے.
7
که چرے تاسو دَ دے آيات په مطلب پوهه وئ چه ”زَۀ رحم خوښوم، قربانى نه،“ نو تاسو به بے ګناه خلق ګُناه ګار کړى نۀ وُو.
8
ځکه چه اِبن آدم دَ سبت مالک دے.“
9
عيسىٰ يو بل ځائے ته لاړو اَؤ دَ هغوئ عبادت خانے ته ورننوتو.
10
هلته ئے يو په لاس شل سړے وليدو اَؤ هغه خلقو دَ عيسىٰ نه تپوس وکړو چه ”آيا دَ سبت په ورځ روغول روا دى؟“ ځکه چه هغوئ په دَۀ دَ تور لګولو بهانه لټوله.
11
خو هغۀ ورته ووئيل چه ”فرض کړئ چه تاسو يوه ګډه لرئ اَؤ هغه دَ سبت په ورځ کندے ته پريوزى، په تاسو کښے داسے يو کس هم شته چه هغه به دَ سبت په ورځ دَ هغے دَ راخيژولو کوشش نۀ کوى؟
12
اَؤ بے شکه چه اِنسان دَ ګډے نه ډير زيات قيمتى دے! ځکه دَ سبت په ورځ نيکى کول روا دى.“
13
هغه سړى ته ئے مخ ورواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”خپل لاس وغزوه.“ هغۀ لاس وغزوو اَؤ هغه دَ بل لاس په شان روغ جوړ شو.
14
خو فريسيان چه دَ عبادت خانے نه بهر ووتل نو دَ عيسىٰ دَ مړ کولو صلاح ئے وکړه.
15
عيسىٰ په دے خبر شو اَؤ بيرته راستُون شو. ډير خلق په هغۀ پسے روان شول اَؤ هغۀ ټول هغه رنځوران روغ کړل.
16
اَؤ هغوئ ته ئے په کلکه ووئيل چه ”ما به نه ښکاره کوئ.“
17
دا دَ يشعياه نبى دَ دے پيشن ګوئى پُوره کول وُو چه
18
”دا زما خادم دے چه ما غوره کړے دے، زما محبوب چه روح مے پرے خوشحاله دے. زَۀ به خپل رُوح په هغۀ سورے کړم، اَؤ هغه به غيرو قومُونو ته اِنصاف رسوى.
19
هغه به نۀ جګړه کوى، نۀ شور، اَؤ نۀ به په کُوڅو کښے دَ هغۀ آواز آؤريدے شى.
20
هغه به چاؤدلى دُرمه قدرے هم نۀ ماتوى، اَؤ نۀ به لوګے کيدُونکے ليتکے مړ کوى، تر څو چه هغۀ اِنصاف بريالے کړے نۀ وى.
21
قومُونه به دَ هغۀ په نُوم اُميدونه تړى.“
22
بيا هغوئ ورله يو ړُوند ګونګ سړے راوستو چه پيرے پرے ناست وو. عيسىٰ هغه جوړ کړو، ژبه ئے ګويا شوه اَؤ په سترګو بينا شو.
23
ليدُونکى خلق ټول حق حيران شول اَؤ دا خبره خوره شوه چه ”آيا دا دَ داؤد زوئے نۀ دے څۀ؟“
24
خو کله چه فريسيانو دا واؤريدل نو هغوئ ووئيل چه ”دا سړے دَ پيريانو دَ سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“
25
عيسىٰ دَ دوئ په نيتُونو خبر وو، نو ځکه ئے هغوئ ته ووئيل، ”هره بادشاهى چه په خپلو کښے وويشلے شى هغه ويجاړيږى، اَؤ يو ښار يا کور هم څوک چه په خپلو کښے برخلاف وى پاتے کيدے نۀ شى.
26
که چرے شيطان شيطان شړى نو بيا خو شيطان په خپله دَ ځان خلاف شو، نو دَ شيطان بادشاهى څنګه پاتے کيدے شى؟
27
اَؤ که چرے زَۀ پيريان دَ بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو خپل مُريدان ئے په کُومه ذريعه شړى؟ نو هغوئ به په خپله ستاسو مُنصفان شى.
28
اَؤ که زَۀ دا پيريان دَ خُدائے په مدد شړم نو دَ خُدائے بادشاهى په تاسو راغلے دَۀ.
29
بيا څۀ رنګ يو سړے دَ يو زوروَر سړى په کور ورختے شى اَؤ دَ هغۀ اسباب تالا کولے شى؟ تر څو چه زوروَر سړے اول هغۀ تړلے نۀ وى دَ هغۀ کور نۀ شى لُوټلے.
30
څوک چه ما سره نۀ دے هغه زما برخلاف دے. څوک ئے چه زما سره نۀ راغونډوى هغه ئے خوروى.
31
نو زَۀ تاسو ته دا وايم چه يوه ګُناه اَؤ يو کُفر داسے نِشته چه دَ بنى آدمو بخښلے نۀ شى، خو هغه کُفر چه دَ رُوحُ القُدس برخلاف لګولے شوے وى، به معاف نۀ شى.
32
هر څوک چه دَ اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به معاف کړے شى، خو هر هغه څوک چه دَ رُوح القُدس بر خلاف خبرے کوى هغه به ورته معاف نۀ شى، نۀ په دے جهان کښے اَؤ نۀ په بل کښے.
33
يا خو ونه اَؤ دَ هغے ميوه ښه وګڼئ اَؤ يا ونه اَؤ دَ هغے ميوه بده وګڼئ، ځکه چه تاسو ونه دَ هغے په ميوه پيژندئے شئ.
34
اَئے دَ مارانو بچو! ستاسو خبرے څنګه ښے کيدے شى چه په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چه کُومے خبرے چه په خُلۀ وزى هغه دَ زړۀ نه راوزى.
35
ښه سړے دَ زړۀ دَ خزانے نه ښۀ څيزُونه راوباسى اَؤ بد سړے چه دَ زړۀ خزانه ئے بده وى هغه بد څيزونه راوباسى.
36
زَۀ تاسو ته دا وايم چه داسے يو بے فائدے ټکے هم نشته چه سړے ئے دَ خُلے نه راوباسى اَؤ دَ قيامت په ورځ به دَ هغے حساب نۀ ورکوى.
37
ځکه چه تۀ به په خپلو خبرو صادِق شے اَؤ په خپلو خبرو به ګُناه ګار شے“
38
ځنے دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ غواړُو چه تۀ مُونږ ته دَ نخښے په ډول مُعجزه وښائے.“
39
هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دا يوه بدکاره اَؤ زِناکاره پيړئ ده چه نخښے غواړى اَؤ دوئ ته يوه نخښه چه ورکيدے شى دَ يُونس نبى دَۀ.
40
ځکه چه يُونس دَ ماهى په خيټه کښے درے ورځے اَؤ درے شپے تيرے کړے وے اَؤ دغه شان به اِبن آدم درے ورځے اَؤ درے شپے په مزکه کښے دَ ننه تيرے کړى.
41
دَ قيامت په ورځ چه هر کله دَ دے پيړئ سره حساب کيږي نو دَ نينيوه خلق به دَ دوئ خلاف ګواهى ورکړى اَؤ دوئ به مُجرم ثابت کړى، ځکه چه هغوئ دَ يُونس په وعظ توبه ګار شوى وُو. اَؤ څوک چه دلته دے، هغه دَ يُونس نه لوئے دے.
42
دَ سهيل مَلِکه به دَ قيامت په ورځ دَ دے پيړئ سره په عدالت کښے ودريږى اَؤ دوئ به مُجرمان ثابت کړى، ځکه چه هغه دَ دُنيا دَ بل ګُټ نه دَ سُليمان دَ حِکمت خبرے آؤريدو له راغلے وه، اَؤ څوک چه دلته دے هغه دَ سُليمان نه هم لوئے دے!
43
هر کله چه دَ يو بنى آدم نه يو ناپاک رُوح راوځى نو هغه په صحراګانو سر شى چه آرام ومُومى، خو وئے نۀ مُومى.
44
نو بيا داسے ووائى چه زَۀ به بيرته هغه کور ته لاړ شم دَ کُوم نه چه راوتلے يم. نو هغه چه بيرته راشى نو کور خالى جارُو کړے اَؤ پاک ووينى.
45
بيا هغه لاړ شى اَؤ نور اُووۀ رُوحُونه دَ ځان سره راولى چه دَ دَۀ نه هم زيات بد وى اَؤ هغوئ ټول راشى اَؤ دلته ديره شى، اَؤ دَ دوئ اَنجام دَ پخوا نه هم لا خراب شى. اَؤ دغه حال به دَ دے نافرمانه پيړئ هم وى.“
46
عيسىٰ لا دَ خلقو خبرے کولے چه مور اَؤ ورُوڼه ئے راښکاره شول اَؤ هغوئ بهر ودريدل اَؤ خبرے ئے ورسره کول غوښتل.
47
په دے کښے چا ووئيل چه ”ستا مور اَؤ ورُوڼه دلته بهر ولاړ دى، هغوئ درسره څۀ خبره کول غواړى.“
48
عيسىٰ هغه خبره کوُونکى سړى ته مخ راواړَوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زما مور څوک دَۀ اَؤ زما ورُوڼه څوک دى؟“
49
اَؤ بيا ئے خپلو مُريدانو ته مخ ورواړَوو اَؤ اِشاره ئے ورته وکړه، ”دا زما مور اَؤ زما ورُوڼه دى.
50
هر هغه څوک چه زما دَ آسمانى پلار په وينا عمل کوى، هغه زما ورور دے، زما خور ده اَؤ زما مور ده.“
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28